یو ښه پلار باید دغه  ۱۵ ځانکړنې ولري!

د ښه پلار ځانګړنې:

۱. ښه پلار هغه دی، چې په زړه خوږ او په خوله تریخ وي. تر څو  خپل ماشومان زیات نازدانه را غټ نه کړي.

۲. ښه پلار هغه دی، چې خپلو اولادونو ته احترام ولري، یعنې اولادونه هیڅکله نه تحقیروي.

۳. ښه پلار هغه دی، چې تر هرڅه مخکې خپلو اولادونو ته د صداقت او ریښتینولۍ درس ورکړي.

۴. ښه پلار د خپلو اولادونو د خوشحالې او ښه ژوند لپاره زمینه برابروي.

۵. ښه پلار خپلو اولادونو ته وخت او پوره مینه ورکوي.

۶. ښه پلار په دې پوهیږي، چې اولادونه یې له ده څه تمه لري.

۷. ښه پلار سخت کار کوي، تر څو اولادونه یې خوشحاله او آرام ژوند ولري.

۸. ښه پلار د زوی او لور ترمنځ توپیر نه کوي.

۹. ښه پلار د خپلو اولادونو په روزنه او پالنه کې زیاته هڅه کوي.

۱۰. ښه پلار د خپلو  روخصتیو په ورځو کې خپلو اولادونو سره بهر ته د چکر او لوبو لپاره ځي.

۱۱. ښه پلار د خپلو اولادنو د زده کړو لپاره تر خپل وس  پوره او ښه زمینه برابروي.

۱۲. ښه پلار خپل اولادونه هڅوي، چې له مور سره یې د کور په کارونو کې مرسته وکړي.

۱۳. ښه پلار د خپلو اولادونو مثبتو غوښتنو ته مثبت ځواب وایي.

۱۴. ښه پلار د خپلو اولادونو سره د خپل کور او کار ځینې ستونزې نه شریکوي، تر څو یې د اولادونو فکرونه  بل خواته ولاړ نه شي.

۱۵. ښه پلار هغه دی، چې خپل اولادونه په ټولنیزو ستونزو خبر کړي، او په حل کولو یې ورسره مرسته وکړي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب