مه خفه کیږه

یوازې همدا نننۍ ورځ په پام کې ولره! -مه خفه کېږه! (۵)

یــوازې هــمــدا ننــــنــۍ ورځ پـــه پـــام کـــې ولـــره!

کله چې درباندې سهار شو، دبېګا انتظار مه باسه، نننۍ ورځ دې په پام کې ولره، پرونۍ ورځ خو هسې هم ښه وه او که بده، تېره شوه، او سبانۍ ورځ لا راغلې نه ده، ځکه نو همدا نننۍ ورځ ستا ورځ ده، دهمدې ورځې لمر ستا دی، له دې امله فکروکړه، چې همدانننۍ ورځ دې ښه تېره کړې، نن ورځ ستا ژوند دی، نننۍ ورځې ته پیداشوی یی او همدا نن ستا وروستۍ ورځ ده، په دې ډول به د ماضی په سیوری او د راتلونکی د هیلې تر منځ ځوړند نه پاتې کېږې، خپل ټول پام، وړتیا او پوهه دې همدا نن وکاروه، نن په بوره خشوع او خضوع سره لمونځ او په تدبر سره تلاوت وکړه، پوهه ترلاسه کړه، په اخلاص ذکر وکړه او خپلې معاملې په منځلارۍ سره حل کړه، خپله نننۍ ورځ سره ووېشه، دقیقې یې کلونه او ثانیې یې میاشتې وبوله، دخیر کښت پکښې وکره، پر خلکو احسان وکړه، له ګناهونو توبه وباسه، رب دې رایاد کړه، او د وروستی سفر تیاری ونیسه، په دې ډول به ستا نننۍ ورځ خوشحاله تېره شی، خوښ اوسوکاله به یې او له خپل کاروبار، کورنۍ، علم او د ژوند له معیار څخه به خوشحاله وې:

( فَخُذْ مَآ آتَیْتُکَ وَ کُنْ مِّنَ اٌلشَّاکِرِینَ ) .

” نو څه چې زه درکړم، هغه واخله او شکر ادا کړه . ”
دغه ورځ دې له غم او خفګان، وېرې او ترهې، کینې، بغض اوحسدپرته تېره کړه، د زړه د پاسه دې ولیکه چې:
” یــوازې نـنـــــــنــــۍ ورځ ســــتــــا ورځ ده “.

نن ورځ چې دې یوه مړۍ ګرمه او پسته ډوډۍ په اشتها سره وخوړه، نو د پرون وچې او د سبا نامعلومه ډوډۍ به درته څه تاوان در ورسوی!؟

نن چې خوږې اوبه څښې، نو د پرونۍ اوسبانۍ ورځې ترخې اوبه ولې را په زړه کوې؟
که د خپل ځان د بدلون په اړه فولادی اراده لرې، نو دې نظریې ته ځان ورسوه، چې:
” زمـــا ژونـــد یــوازې هـــمـــدا نــنــــــنۍ ورځ ده. “

له دې امله د ورځې هره شېبه د خپل ځان په جوړولو، د خپلو وړتیاوو په زیاتولو او د ژوند په ښه کولو تېره کړه، له ځان سره ووایه چې نن ورځ به چاته بد ونه وایم، فاحشه خبره، کنځلې او دچاغیبت به ونه کړم، نن به له سره خپل کور او دفتر ترتیب کړم، خپل ظاهر او باطن دواړه به جوړ کړم، ناسته پاسته به مې جوړه کړم، نن ورځ به د خپل رب بندګی کوم، په ښه ترتیب به لمونځ کوم، د قران کریم تلاوت به کوم، دینی کتابونه به لولم، څرنګه چې همدا نن ژوندی یم، نوپه خپل زړه کې به د فضایلو ونه کرم.

د شـــر، مـــکــــر، ریــــا، حـــســــد، غـــــرور او بـــدیـــو ټولې ونې به له بېخه وباسم، یوازې همدا نـنـــــنۍ ورځ لرم، نوله دې امله هر چاته به ګټه رسوم، له خلکو سره به احسان کوم، د ناروغانو پوښتنه به کوم، د یوه مسلمان په جنازه کې به ګډون کوم، لار ورکی ته به لاره وښایم، وږی به موړ او تږی به خړوب کړم، دخلکو دستونزو په حل کولو کې به ورسره مرسته وکړم، د مظلوم مرسته، د کمزوری سپارښتنه او دغم ځپلی غم به ترې لرې کړم، دعالم اکرام، پر کمزوری رحم او دمشر عزت به وکړم.

هــــــو ! هــمــدا نن ورځ بــه زه ژونـــدي یــم؛ خو اې ماضي! ځه، د خپل لمر پر مسیر ولاړ شه، هېڅکله به درپسې خفګان ونه کړم، بیا به دې یاده نه کړم، ځکه چې ته له موږ څخه ډېره لرې تللې یې او بیا به هېڅکله رانشې.

ای راتلونکیه! ته خو لا په غیبی نړۍ کې پټ یې، هسې ستا د راتلو په خیال خپل وخت چټی نه تېروم، هغه څه چې لا پیدا شوی هم نه دی، نو ولې ورپسې ځان سرګردانه کړم!؟

ای انــــسانه! همدا نن ورځ د نیکمرغۍ په قاموس کې تر ټولو مهمه ده.
ننــــنۍ ورځې ته پام کوونکی د خپل ژوند له ټولو خوښیو او سوکالیو څخه خوند اخیستلای شی.

لیکوال: – دوکتور عائض بن عبدالله القرنی
ژباړه:- رحـــمـــت الله مـــومـــن

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: