کیله د سبا ناري لپاره

کیله دهغو میو له ډلی څخه ده چی زیاته اندازه انرژی لری ، هغه کسان چی دسهار نار برابرولو وخت نه لری ترټولو ښه انتخاب یی کیله ده. یواځی انرژی نده چی کیله یی لری کیله دډیرو امراضو لپاره دوا هم ده.

۱- تشویش

یوی څیړنی ښوولی چی کیله کښی یوډول پروټین د tryptophan په نامه یادیږی دغه پروټین وروسته په سیروټین بدلیږی دا بیا ستاسو بدن ته ارام بښی او تشویش ، پریشانی لیری کوی.

۲- د وینې فشار :

کیله زیات پوتاسوم لری په عینی حال کښی دمالګی مقدار یی ډیر کم دی نو ځکه هغه کسان چی دوینی فشار یی لوړیږی دهغوی لپاره ډیره میوه دهږ

۳- دماغ ته قوت بښل

څیړنی ښوولی چی کیله ودماغ ته قوت بښی او دحافظی دقوی کولو لپاره ښه میوه ده.

۴- قبضیت

کیله په زیاته پیمانه فایبر لری فایبر دپه هضم کښی ډیر عمده رول لری.

۵- د زړه ایشیدل

کیله په طبعی ډول باندی دزړه ایشیدلو تاثیر راکموی او یوډول ارام تاسو ته بښی

نوټ : اصلآ داپیښه د معدی دتیزابو سره ده خو په عامیانه اصطلاح ورته د زړه ایشدل ویل کیږی.

۶- د غوماشو چیچل

که پداسی چاپیریال کښی ژوند کوی چی غوماشی زیاتی ولری نو دکیلی پوستکی راواخلی او خپل دوجود پرپوست یی وموږی که څه هم غوماشی مو وچیچی خو خارښت او پاړسوب نه رامینځته کوی.

۷- د معدې تیزاب

څیړنو ښولی چی دکیلو خوراک دمعدی تیزاب خنثی کوی.

۸- طبعي قندونه

کیله په طبعی ډول دری ډوله قند لری چی داستاسو دوجود لپاره ضروری دی دا قندونه عبارت دی له سکروز ، پرکتوز او ګلوکوز.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب