کوچنیان مو له ځیرک موبایل څخه لرې وساتئ!

د بریښنایي توکو استعمال په بې سارې ډول زیات شوی دی چې کوچنیان هم ورته په پراخه کچه لاسرسی لري، پوهان وایي چې تر «۲» کلنۍ پورې مو کوچنیان په بشپړه توګه له بریښنایي توکو لکه ځیرک موبایل، ټابلیټ، کمپیوټر یا لیپټاپ څخه لیرې وساتئ ځکه چې دا راتلونکي کې ددوی روغتیا ته ستر ګواښ ثابتیږي.

د کوینز لینډ عامې روغتیا پوهنتون پروفیسر «لیه ټوت» وایي چې دا به د هغه والدینو لپاره ډیره ګواښونکي ثابت شي چې له ۲ کلنۍ نه کم عمره کوچنیانو مخ ته د موبایل استعمال کوي، د نوموړي په وینا کوچنیانو ته د موبایل سکرین مخامخ کول ناسمې پایلې لري.

د د ملګرو ملتونو روغتیایی سازمان او بېلا بېلو څیړنو په وینا چې تر ۲ کلنۍ کم عمره ماشوم لپاره د موبایل اسکرین ته کتل سخت زیانمن دي او ددوی په وده کولو کې ستونزې رامنځته کوي، باید په دې لړ کې والدین خپلو کوچنیانو ته جدي پاملرنه وکړي.

په نن سبا کې والدین د کوچنیانو د ارامولو لپاره تر ډیره په موبایل د لوبو ګیم یا ویډیو غږوي چې د موبایل د سکرین شعاوې ددوی پر سترګو او مخ لګیږي، له کبله یې په روغتیا جدي اغیز کوي او ددوی د ذهني ودې مخه نیول کیږي.

موبایل

د پوهانو په وینا که څه هم د موبایل استعمال د کم عمره او زیات عمر لرونکو لپاره ستونزې موندلی شي خو که چیرې کوچنیان په ورځ کې تر دیرشو دقیقو د موبایل یا بل بریښنایي توکي استعمال وکړي ددوی عادت جوړیږي او په تکراري ډول کولو سره دوی د چاغوالي، ذهني کمزورتیا، سترګو ناروغي؛ وده کول او د طبیعي وړتیا نشتوالي سره مخ کیږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب