کومې مېوې مو وینې له کمښته ساتي؟

 

نامناسبه تغذیه، د بډوډو او ینې ناروغۍ هغه عوامل دي چې د وینې له کمښت سره مو مخ کوي. د درملو تر څنګ چې روغتیا پالان یې د وینې کمښت لرونکو ته توصیه کوي، ځینې مېوې هم شته چې په دې برخه کې ګټورې تمامېږي.

ډاکټران وایي، ځینې هغه خواړه چې په خپل ترکیب کې اوسپنه لري، که له لیمو سره وخوړل شي د بدن د اړتیا وړ اوسپنه پوره کولی شي.

لیمو او مالټه:

لیمو او مالټه له ويټامین سي مالامال او د روغتیا لپاره ګټورې مېوې بلل کېږي. کولی شی په سهارنۍ کې هم د مالټې له جوسو څخه ګټه واخلی، دغه راز په سلاد کې د لیمو په کارولو سره به مو د بدن د وینې له کمښت څخه مخنیوی کړی وي.

مڼه او ناک:

مڼه خوندوره او مغذي مېوه ده، کېدای شي تاسو هم اورېدلي وي چې په ورځني ډول د یوې مڼې خوړل مو له ګڼو ناروغیو ژغوري. دغه راز ناک هم د هغو مېوو په ډله کې راځي چې د مڼې په شان د بدن اوسپنه پوره کوي. د دې لپاره چې له دې دواړو مېوو څخه مو په سم ډول ګټه پورته کړې وي، ښه ده چې د دواړو مېوو ترکیب جوړ شي او بیا وخوړل شي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب