که غواړې چې ګناه وکړې نو…

سره له دې چې د هغه روزي خورې او د هغه پر ځمکه اوسې او بیا هم غواړې نافرماني یې وکړې نو په داسې یو ځاې کې یې وکړه چې هغه دې ونه ګوري.

ژباړه: ډاکټر مطیع الله امانزی

ابراهیم ابن ادهم ته یو سړې راغې او ورته ویې ویل : اې ابو اسحاقه ځه خپل ځان له ګناه څخه نه شم بندولې، مهرباني وکړه ماسره پدې اړه مرسته وکړه.

ابراهیم ورته وویل: که ته پنځه خبری ومنې او عمل پری وکړې نو ستا نافرماني به تاته کومه ستونزه جوړه  نکړي.

سړي په لیوالتیا ورته  وویل اې ابو اسحاقه زر شه راته ووایه هغه پنځه خبری کومې دي.

اوله خبره داده چې هر کله غواړې د الله نافرماني وکړې نو هر هغه شې چې الله یې درکوي مه خوره.

سړي وویل:نو بیا به ځه څه شې خورم، ځکه په نړۍ کې چې هرڅه دي د هغه له طرفه دي.

ابراهیم ورته وویل: ایا دا به مناسبه وي چې د هغه درکړی رزق خورې او بیا د هغه نافرماني هم کوې؟

نه دا مناسبه  نه ده.

دوهمه خبره څه ده؟

ابراهیم وویل:کله چې غواړې د الله نافرماني وکړې د هغه له ځمکې څخه بل چیرته لاړ شه.

سړي په حیرانتیا سره وویل: دا خو نوره هم سخته خبره ده، نو چیرته به لاړ شم؟

ابراهیم وویل:ایا دا به مناسبه وي چې د هغه روزي خورې او د هغه په ځمکه  اوسیږې او بیا هم د هغه نافرماني کوې؟

نه دا سمه نه ده، سړي وویل.

دریمه خبره کومه ده؟

ابراهیم وویل:سره له دې چې د هغه روزي خورې او د هغه پر ځمکه اوسې او بیا هم غواړې نافرماني یې وکړې نو په داسې یو ځاې کې یې وکړه چې هغه دې ونه ګوري.

ابراهیمه دا څه وایې؟ هغه په هرڅه خبریږي اګر که په یو ډیر پټ ځای کې هم وي.

ابراهیم: نو ایا دا مناسبه ده چې د هغه روزي خورې، د هغه پر ځمکه ګرځې او پدې پوهیږې چې هرڅه کوې هغه یې ګوري او بیا هم نافرماني کوې؟

نه هیڅکله هم مناسبه نه ده.

څلورمه خبره راته وکړه.

ابراهیم: هغه داده چې کله د مرګ فرښته درته راشي او روح درنه اخلي نو ورته ووایه ماته لږ مهلت راکړه ترڅو توبه وباسم او نیک عمل وکړم.

هغه به هیڅکله هم ماته غوږ ونه نیسي.

ابراهیم: نو کله چې ته خپل مرګ دومره نه شې ځنډولی ترڅو توبه وباسې او په دې هم پوهیږې چې کله مرګ راشي نو هیڅ مهلت به درنه کړي، نو بیا څنګه امید لرې چې خلاص به شې؟

پنځمه خبره څه ده؟

ابراهیم: هغه داده چې کله د اور فرښتې راشي او تا دوزخ ته بیایي نو ته مه ورسره ځه.

هغوی به ما بوځي! که ځما خوښه وي او که نه.

ابراهیم:نو بیا څه طمه لرې چې خلاص به شې؟

بس بس ابراهیمه! ځه د الله نه بخښنه غواړم او هم هغه ته مې ورتګ دې.

د نوموړي سړي توبه رښتيني وه او له هغې وروسته به یې په عبادت کې ډیر زیار ویسته او تر مرګه یې له نافرمانې څخه ځان وساته.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب