که غواړئ د زړه د ناروغیو مخه ونیسئ

د نړۍ ستر او پېژندل شوي حکیم بقراط ویلي چې له ټولو وړاندې د هر ډول ناروغۍ درملنه باید د خواړو په مرسته وشي. پنځوس کلنو څیړنو د بقراط خبره تاییده کړه او دا يي ثابته کړه چې غذایي مواد کولای شي انسان له مختلفو ناروغیو وژغوري.

اوسمهال په نړۍ کې د ناروغانو شمیر مخ په زیاتیدو دی چې له فزیکي فعالیتونو پرته ژوند او خراب غذایي سیسټم د دغې شمیر زیاتوالی له اصلي عواملو ګڼل کیږي.

له شک پرته د زړه ناروغۍ انسان د مرګ په خوب ویده کولی شي چې د دې ناروغۍ درملنه هم ډیر مالي لګښت ته اړتیا لري خو ساده خواړه، میوه او د سابو مختلف ډولونه تر ډیره حده د دغې ناروغۍ مخه نیولی شي.

دلته مو د خواړه له هغو ډولونو سره اشنا کوو چې استعمال يي په انسان کې د زړه ناروغیو خطر کمولای شي.

ماسته: څیړنو ثابته کړې چې ماسته انسان د وریو له مختلفو ناروغیو ژغوري. د وریو ناروغۍ په انسان کې د زړه ناروغیو خطر زیاتوي. جاپاني روغتیايي کارپوهانو په ۱۰۰۰ هغو کسانو چې بالغ ول او شیدې یا هم له شیدو څخه لاسته راغلي محصولات يي ډیر استعمالول په اړه څیړنه وکړه. دغه څیړنه ثابته کړه چې دغو کسانو کې د وریو ناروغۍ د نشت برابر دی. روغتیايي کارپوهان په دې باور دي چې شیدې او محصولات يي په خوله کې د خطرناک باکتریا مخه نیسي.

ممیز (کشمش): په ممیزو کې شته انټي ټاکسایډ (Antitoxide) په خوله کې د هر هغه باکتریا مخه نیسي کوم چې انسان د وریو په مختلفو ناروغیو اخته کولی شي. د یو راپور پر بنسټ په امریکا کې د وریو په ناروغۍ اخته کسانو پنځوس سلنه د زړه په مختلفو ناروغیو اخته کیږي نو له همدې امله ویلی شو چې د یوې ناروغۍ په وړاندې بریا انسان له بلې ناروغۍ ژغورلی شي.

حبوبات: څیړنو ثابته کړې چې د زړه ناروغۍ خطر په هغو خلکو کې چې حبوبات استعمالوي نسبت هغو کسانو ته چې حبوبات نه استعمالوي ډیر لږ وي. په حبوباتو کې انټي ټاکسایډ (Antitoxide)، فیټوس ټروجن (Phytoestrogen) او فیټوس ټیرولز (Phytosterols) نومې مواد شتون لري کوم چې د زړه له ناروغیو څخه په مخنیوی کې ځانګړی اثر لري.

لوبیا: د لوبیا ډیر استعمال د زړه روغتیا لپاره ډیر ګټور دی. په یوې غذایي مجله کې خپره شوې څیړنې پر بنسټ د پخې شوې لوبیا نیم ګیلاس ورځنی استعمال په بدن کې د مضر کولیسټرول اندازه کموي او په دې ډول د زړه روغتیا ساتلو کې زیاته مرسته کوي.

کب (ماهي): هره هفته یو یا دوه ځلي د کب خوړل په انسان کې د زړه ناروغیو خطر ۳۰ سلنه کموي. په کبانو کې شته اومیګا درې (Omega 3) نومې پروتین په رګونو کې د وینې جریان بهتره کوي، چې کولای شي په انسان کې د زړه او فشار ناروغیو خطر کم کړي.

روغتیايي کارپوهانو په وینا له پورتني خواړو سربیره بادام، چاکلیټ، رومیان، مڼه، توتان، انار، کیله او شنه چای مناسب استعمال هم انسان د زړه له ناروغیو ژغورلای شي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب