که د خولې له سرطانه ویریږئ؛ د کورکمن استعمال مه هیروئ

په امریکايي پوهنتون کې شوې څیړنه ثابته کړې چې کورکمن یا زردچوبه استعمال د خولې سرطان په مخنیوی او له منځه وړلو کې ځانګړی اثر لري.

د امریکايي روغتیايي کارپوهانو په وینا په زردچوبه کې یو خاص ډول مواد شتون لري چې د کورکمن (Curcumin) په نوم سره یادیږي او دغه مواد په خوله کې د سرطان پیدا کوونکي میکروبونه له منځه وړي.

د څیړونکو په وینا په کورکمن کې شته کورکمن (Curcumin) نومې مواد خوله له ټولو هغو میکروبونو څخه چې د خولې د سرطان لامل ګرځي پاکوي او په دې ډول انسان د خولې له سرطان څخه ژغوري.

دغه خواړه د سرطان سربیره د خولې او ستونې نورو ډیرو ناروغیو لپاره هم ډیر زیات ګټور دی. د ډاکټرانو په وینا دغه خواړه د زړه ناروغیو لپاره هم یو له غوره درملو څخه ګڼل کیږي.

د څیړونکو په وینا کورکمن د زړه حملې څخه مخنیوی لپاره یو له غوره درملو څخه ګڼل کیږي او اوس له کورکمن څخه د زړه ناروغیو لپاره جوړ شوي درملو کې هم استفاده کیږي.

your ads

له پورتنیو ګټو سربیره دغه خواړه نورې ډیرې ګټې هم لري:

* د باکتریا او پړسوب ضد خاصیت لري چې له همدې امله د زخم لپاره غوره درمل دی.

* د پروستات د سرطان مخه نیسي.

* په ماشومانو کې د وینې سرطان خطر کموي.

* په طبیعي ډول سینه له زهري موادو څخه پاکوي.

* انسان د الزایمر له ناروغۍ څخه ژغوري.

* د بدن اضافي وزن کمولو کې مرسته کوي.

* په چین کې له دغه خواړه څخه د خفګان درملنې لپاره استفاده کیږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب