کلمې ته ښکنځل څه حکم لري؟

سوال: یو چا کلمې ته ښکنځل وکړل دا څنګه دی؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
هغه شخص چي کلمې ته ښکنځل وکړي هغه کافر سو، دا ځکه وکلمې ته بد ویل د اسلام ددین استخفاف دی، چي دا د کفر او ارتداد سبب ګرځي.

قال العلامة ابن عبادین (رح): ویظهر من هذا ان ماکان دلیل الاستخفاف یکفر به وان لم یقصد الاستخفاف لانه لو توقف علی قصده لما احتاج الی زیادة عدم الاخلال بما مر لان قصد الاستخفاف مناف للتصدیق.

قال العلامة ملا علی القاری (رح): من اهان الشریعة او المسائل التی لابد منها کفر.
(رد المختار ۴/ ۲۲۲ باب المرتد قبل مطلب فی منکر الاجماع، فتاوی حقانیه ۱/ ۱۳۸، جامع الفتاوی ۱/ ۴۱) (شرح الفقه الاکبر ۱۷۴ فصل فی العلم والعلماء)

یادونه: که چیري دغه شخص بیرته و اسلام ته رجوع کوي، توبه او استغفار دي وکړي، که یې نکاح کړې وه هغه دي بیرته نوې کړي او د شهادت کلمه دي دخلکو په مخکي ووايي.

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب