د غسل فرايض او سنت طريقه

د غسل واجبونكي :

دكوم قسم ناپاكۍ نه چي غسل لازميږي هغي ته حدث اكبر يا لويه بي اودسي وايي غسل په څلوروخبرو فرض كيږي

(١)لذت اوجوش سره دمني وتل په ويښه وي كه په خوب كي اوهرڅه وجه چي وي

(٢) دښځي اونارينه يوځاي كيدلوسره

(٣)په ښځو مياشتنۍ مريضي (حيض ) راتلل

(٤)نفاس (دماشوم پيداكيدل )

 

 د غسل فرائض :

١ : خوله وينځل اوغړغړى كول

٢ : پوزه وينځل چي خيشوم ته اوبه ورسيږي

٣ : دټول بدن وينځل چي دويښته په اندازه ځاى هم وچ پاتي نه شي كه كوم ځائي وچ پاتي وي اوبه بهول پرى ضروري دي صرف لوند لاس راښكودل پرى نه كافي كيږي

 

 د غسل سنت طريقه :

لومړى به دواړه لاسونه مړوندونو پور ي پريمنځى بيا به استنجا وكړى بيا به كه په بدن كوم ځاي ناپاكي لږيدلي وي هغه به پريمنځي مكمل اودس به وكړى په اوچا ځاي كيناستلو سره به غسل وكړي په ټول بدن به درى كرته اوبه واړوى دغسل نه پس به پښي په بل ځاي كي پريمنځي يادونه : غسل نه روسته دپښو وينځل په هغه وخت كي لازم د ي چي تشناب عصري نه وي ځكه استعمال شوي اوبه هلته ډنډ وي اوكه تشناب كي اوبه نه ډنډكيږي ياغسل ته دكيتاستو ځاي لوړ وي نوپښي وينځل سنت د ي دغسل اواودس لپاره پاكي اوبه شرط دي.

منصور

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب