کبان (Pisces)

کبان (Pisces)

کبانو ته په یوناني ژبه کې ایکتایس Ichthyes او په لاتین کې Pisces وايي. هغه علم، چې له کبانو څخه بحث کوي د ایکتالوژي په نوم یادیږي. کبان هغه شمزۍ لرونکي حیوانات دي چې خپل ټول ژوند په اوبو کې تیروي. ځینې یې په خوږو، ځینې یې په تروو اوبو او یو شمیر یې په دواړو کې ژوند کوي. ټول کبان د برانشونو په واسطه تنفس کوي. یو ډول کبان شته دی، چې د برونش او سږو په وسیله تنفس کوي. د ډیپنو په نامه یو ډول کبان دي چې سږي لري. پرته د څو ډولونو نور د ټولو کبانو پوټکي د پترو یعنې فلسونو په واسطه پوښل شوي دي. بدن یې په دریو برخو ویشل شوی دی، چې له سر، ملا او لکۍ څځه عبارت دي. زړه یې دوه جوفونه لري. کبان هګۍ اچوونکي دي. ځنیې یې هګۍ اچوونکي بچي اچوونکي دي.

د کبانو ډولونه

کبان ډیر ډولونه لري. بیولوژي پوهانو کبان د جوړښت له مخې په درې ډولونو ویشلي دي.

ا- ګرده خوله لرونکي یا بې ژامو کبان ۲- کرپندوکي لرونکي یا عضروفي کبان ۳- هډوکي لرونکي کبان

ا- د ګردې خولې کبان (Cyclostome)

په یوناني ژبه کې Cyclo (ګرده) او Stoma (خولې) ته وايي. د حیوانات استوانه یې بدن، پلنه او نرۍ لګۍ لري. پوټکې یې نرم او صاف دی. ژامې او حرکي غړي په کې نه لیدل کیږي. نوتوکارت د ژوند تر پایه پکې پاتې کیږي. خوله یې رودونکې ده. تنفس د جوړه برانشي ګومنځو په واسطه کوي. القاح یې بهرنۍ ده. په خوږو یا تروو اوبو کې ژوند سرته رسوي. بیلګه یې لمپري او هګ فش دي.

ککرکي لرونکي (غضروفي) کبان

ددې کبانو سکلیټ له کرپندوکي څخه جوړ شوی دی. سمندري حیوانات دي. بدن یې کلک پوټکی، نري نري پتري یا فلسونه او دوه جوړې اړخیز شاپرونه او ژامې یې غاښونه لري. تنفس له ( ۵څخه تر ۷) جوړو برانشي کومنځو په واسطه کوي. جنسونه یې جلا دي. هګۍ اچوونکي یا هګۍ اچوونکي بچي اچوونکي دي. بیلګې یې سګ ماهي، ارا کب یا شارک، څټک سری شارک او ری کب دي.

هډوکي لرونکي کبان

ددې ډول کبانو سکلیټ له هډوکو څخه جوړ دی. په کبانو کې د بدن اوږدوالی توپیر کوي. ډیر وړوکی کب د ګوبي په نامه دی، چې لس ملي متره اوږدوالی لري. کبان په ډیرو ډولونو پیدا کیږي. د ژوند له پلوه په خوږو اوبو، سمندرونو یا په نیمه تروو اوبو کې یو شمیر ی ېپه تودو سیمو او نور یې د یخو سیمو په اوبو کې ژوند سرته رسوي.

د هډوکو لرونکو کبانو ځانګرتیاوې

  • پوټکئ یې مخاطي او بهرنۍ سطه یې پتري لري. ځینې نور بیا پتري نلري.
  • تنفس د برانش په واسطه کوي. په یو شمیر کې سږي لیدل کیږي. اپي سرتودوس یو ډول کب دی چې په استرلیا کې پیدا کیږي. سږي او برانشونه دواړه لري. د اوبو په وچیدواو سختو شرایطو کې د سږو په واسطه تنفس کوي. زیاتره کبان هوايي کڅوړې لري چي په وسیله یې تنفس کوي.
  • د هډوکو لرونکو کبانو مثالونه لبیو، د اوبو اس، قاب ته ورته کب، تروټ، مار ته ورته کب او نور دي. زموږ د هیواد مشهور کبان لقه، پتره، زغاره، خالدار او نور کبان دي چې د هلمند، کونړونو کندوز او لغمان په ولایتونو کې پیدا کیږي.

د هډوکو لرونکو کبانو بهرنی جوړښت

د کبانو بدن له دریو برخو څخه جوړدی. سر، تنه او لکۍ. د کبانو سر د بدن په مخکینۍ برخه کې واقع دی. په سر کې خوله ده، په خوله کې یې غاښونه دي. غاښونه یې د نیولو لپاره دي ژوول پرې نشي کولی. په سر کې یې د پزې دوه سوري او دوه سترګې دي. سترګۍ یې د یو شفافې پردې په واسطه پوښل شوي دي چې اوبه نشي ورننوتلی. کبان بهرنی غوږ نلري، داخلي غوږ لري او اواز اوري. د سر په دواړه خواوو کې یې د غوږ په شان جوړښتونه دي چې د اوپرکولم په نامه یاديږي. په اوپرکولم کې د ګومنځو په شان نري برانشونه واقع دي. برانشونو ته ویښته ډوله رګونه راغلي دي چې د غازونو بدلیدل په کې صورت نیسي.

د کبانو د تنی په بهرنۍ سطحه کې شاپرونه واقع دي چې د بدن توازن او لامبو وهلو لپاره ترې کار اخلي. شاپرونه په دوه ډوله دي طاق او جوړه شاپرونه. د تنۍ په وروستۍ برخه کې مخرج دی. د بدن په دواړو اړخونو کې یې نری خط دی. دا خط د نریو سوریو لړۍ ده چې له حسي غړوسره اړیکي لري. ددې خط په واسطه د اوبو لوري تعینوي او د بدن توازن ساتي.د کبانو د لکۍ زیاته برخه د لګۍ شاپر جوړه کړې ده چې خوځښت کې ورسره مرسته کوي.

 

 

 

 

 

 

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب