ماشومانو کیسې

ښکار شوی پړانګ- ماشومانو کیسه

د ژمي اوږدې شپې به موږ د مشرانو او مېلمنو په کیسو لنډولې،د مني په پای او د ژمي په موسم کې به ماشومان زموږ په لویه کوټه کې راټولېدل،د کوټې یوه ګوښه (کونج) به له تکو،شاڼو او دړو ډک وو څو شاخچې د لیغوني او د ښوون تازه ښاخونه به د اورلګوني لپاره پرې ایښي ؤ،د ژمي تر ناوخته به موږ اورونه بلول او مشرانو به کیسې راته کولې ،د چرګۍ چارپیره به موږ کړۍ جوړه کړې وه،کیسه ویونکي ته به موښه! ښه!! ویل ،خوکله به چې د ځناورو ،ښاپيريو،ستورواو دیوانو کیسې کیدې زه به ورنږدې شوم او مخامخ به ورته کیناستم … !

نن شپه هم داسې وه داځل زما مور کیسه کوله:

تېرو زمانو کې یو ښکاري،ښکارته تللی وو شپه پرې راغله د شپې تیرولو لپاره یوې سمڅې ته ننوت،اور یې بل کړ کېناست،خبر نه وو چې دغه سمڅه د یږې بانډه وه یوناڅاپه یږه هم راغله او د نغري بلې خواته کیناسته،خوټک دوار ه وارختامالومېده،سړي چې به هر حرکت او عمل کولو یږې به دهغه پیښې کولې … !

موږ ډیر ځله داسې اوریدلي وو چې د غرونو ځناور لکه یږې پړانګان،لیوان،کاږه،زمریان او نور تر هغه وخته په انسانانو برید نه کوي تر څو له هغوي څخه کوم خطر احساس نه کړي دا چې د ښکاري په خوا کې د هغه دنباله پـُر ټوپک ایښی ؤ نو ځکه دیږې حال بد،او په ویره کې وه،د ښکاري حرکات یې څارل تر څو هغه ټوپک ته ګوتې ور نه وړي او دا وکولی شي دلومړنۍ برید کوونکې په توګه هغه ته د برید مجال ورنکړي،ښکاري چې عمر یې د لویو غرونو د ځناورو په ښکار کې تیر شوی وو د ځناورخوی او خواص لکه :

د خوب،څړ،پرنج،مستي او برید وختونه ښه ورته مالوم وو ظاهرا ً چُپ ؤ او د سترګو په کونج یې څار کاوه له دې خطرناکې محاصرې څخه د خلاصیدو په سوچ کې ؤ،چې یودم یې په ذهن کې دغه دغم غوټه وسپړل شوه ؛ ښکاري یو وچکی په اور کې روښانه کړ او خپل ځان ته یې نږدې کړ،یږې هم د هغه په څیر عمل اجراء کړ چې په یوه شیبه کې یې د خپل غوړ او ببر ځان د الهوی کیدو ننداره وکړه ،ښکاري د دود او تروږمۍ په پرده کې خپل ځان وژغوره او یږه په تورو سکروټو بدله شوه … د کیسي په پای کې به موږ هر یو،په وار سره پوښتنې کولې او هم به مو د خپلې خوښې دبلې کیسې غوښتنه کوله !

پدی وخت کی زما کوچني ورور په منا کې له بړستنې سر راپورته کړ او وې ویل مولې مولې د پلانګ او ښځې کیسه هم وکه ! ښه !!

. . . : په پخوا زمانه کې خلکو د پړانګانو او غرڅو ښکار ډیر کاوه د پړانګ په ښکار سره یې انسانان او ژوي د هغوی له خطر څخه ژغورل،پوستکي یې ښه بیه کوله او د نوم خبره وه خو د پړانګ ښکار ډیر خطر او ځانته چارې لري داسې ویل کیږي چۍ په پړانګ برید یا ډز وشي که هر څومره ژوبل هم وي یو وار د ډز ځای ته ځان رسولی شي او برید کوونکي بې له انتقامه نه پریږدي خو څرنګه چې په پړانګ خپلې سترګې ډیرې ګرانې دي،ښکاریان یې ځانته داسې کنډۍ جوړ وي چې له څلورو خواوو د پلوسو،کر کنډو او ملخنیو په ښاخونو ښه پوښل شوې وي،کنډۍ د تیرې شپې داړل شوي مړ څاروي ته نږدې جوړ وي خو که په نږدې سیمه کې کومه جګه ونه وي،په ونه کې ورته څپره جوړ وي،ځکه چې پړانګ ونو ته نشي ختلای او دا یې ډیر آسانه ډول ښکار دی مګر ستونزه خو دې کې ده چې د پړانګ ښکار د شپی له خوا کیږي وایي چې هغه ډیر حیاناک او مغرور وي او د ورځې له خوا یې څوک نشي لیدای ؟ ! او بل په رڼا ورځ د داسې وحشي داړونکې ځناور لیدو او مقابلې ته څوک زړه نه ښه کوي . . .

د دې څو خبرو وروسته یې هاغه بله کیسه داسې پیل کړه :

څو کاله وړاندي د یو ګوجر سپی پړانګ تښتولی ؤ چې د هغه وینې یې دهغوی بانډې ته نږدې څښلې وې .

وایې چې پړانګ اوله شپه د خپل ښکار په مرۍ خوله ږدي وینې یې زبېښي او بیا د یوې شپې تر منځ د غوښې د خوراک لپاره راځي . دا چې ګوجر سمې ته د غلې د اخيستلو له پاره راغلی ؤ ښځه یې د پړانګ څخه د غچ اخستنې په سوچ کې شوه بیا یې خپله پریکړه داسې عملي کړه : د یوې ګاګرې څخه یې ټوپک د مړه سپي خواته برابر کړ،د ټوپک جري یې په جوک او جوک یې د ولاړ پړانګ په جګوالي د سپي له پاسه وتړه په ټوپک یې کټونه واړول اوټینګ یې کړ . خو کار ټول سنۍ وکړ ! یوه اوږده سنۍ (ریشمه)یې په ماشې پورې وتړله او د کونداغ په خوا یې کش کړې له کونداغ راتاوه کړه او د مړه سپي په ورمېږ یې کش کړې وتړله،بیا یې ټوپک ته کارتوس تېر کړ،دا کار ټول د مازیګر په رڼا کې وشو،یوځل بیا یې جري په جوک او غوټۍ په هدف (خیالې پړانګ) وکتله اولاړه ؛ شپه کراره شوه،پړانګ راورسید،ټک د واره یې د مړه سپي په ورمېږ داړې ښخې کړې کش یې کړ او ویې څنډه له دې سره سم ماشه کش شوه او ګولۍ د پړانګ په تندي برابره شوه…،ډز !

 د پریښانۍ وړې ګوجرې له سترګو خوب وتښتوؤ او تر سبا یې زړه لکه ایساره مرغۍ ټوپونه وهل ، د سبا سترګه لا نه وه بره شوې چې ځان یې د پیښې ځای ته ورساؤ ټوپک او شا و خوا په وینو لیت پیت وو خو د پړانګ پته نه وه،ګوجره اخوا دیخوا هک پک اریانه ګرځېده چې مخامخ د څیړۍ ډډ ته یې د مړه پړانګ کالبوت لکه ژوندی ناست تکیه ولید . . . ، د ژمي تر اخره به موږ داسې خوږې کیسې اورېدې او په یو یو کوچني به د خوب بوډۍ څادر غوړاؤ،خوزه به لکه چلم تر اخره ناست وم دلويو غرونو د ځناورو او الوتونکو د ښکار کیسې زما ډیرې خوښېدې او په دې ډول به مو د مني او ژمي اوږدې شپې لنډ ولې .

 ٭ ٭ ٭

د مني تود لمر ؤ د تنکۍ غرمې وزرونه ایله اوس زمونږ په کلي غوړېدلي وو او د کلي د خټینو پسخه یي دیوالونو څخه یې د خاورو خوږ عطر پورته کاؤ،څرنګه چې زموږ د کلي لمر خاته لور ته د سین په پورې غاړه د غره جګه څوکه د (نغارې سر) په نوم سپره وه نو ځکه ایله تنکۍ غرمه دلته د لمر وزرونه رسېدل،د غره په لمن کې شمال څخه مخ په سهیل سړک او ترې لاندې مست سیند بهېده د سیند ددې غاړې زیا تې ځمکې د شولو په ځوړندو وږو نقره یې او زرغونې بریښېدلې ،خو د دوي تر څنګ یو نیم پټی وډ هم ؤ ؛ د کلي بر کڅ دسین په غاړه ؤ چې ځنګل یې د زریو،بلاتاکو،انګورکیو،تینتړوکو،تروکيو او ایړاپو په بوټو پوښل شوی ؤ شاو خوا یې د څارویو د څړ ښه ځای درلود،ما دلته له خپل پلار،ترورزائي او د کلي له پیغلوټو او هلکانو سره خپل مالونه څرول د سین نه پورې غاړه د غره له تړود لمر د غبر ګون زرینې وړانګې د سین په څپو خورې وې د غره د لمنې په شنېليو د بې ازاره مېږو درمې خولې ښخې وې کوچی (د باخه ګټ) په لویه او پلنده تیږه ناست ؤ او د شپیلۍپه آواز کې یې دا سندره :

 شــــــاه اودرامــــانـــه زوروره د شا غاسي کلا د ولـې ورانوله . . . ؟

د نږدې کلیو په سرونو خپروله او موږ د سین له دې غاړې د هغه له سندرې،د رمې له څړ او دسرکښ د کړنګي له موزون آواز څخه خوند اخیست،موږ ټول لکه د لاندې آرام سین څپې د سوچ په سمندر لاهو وو،ما ته د شاه عبدالرحمن د نوم په اوریدو د خپلې انۍ د خاطرو کیسې رایادې شوې . . . د امیر اودرامان لښکرو پدې سیمو ډیر زورونه وهلي ؤ ټول ځوړند سرونه او ټیټ مخونه تللي ؤ . . . خو اخر یې خلکو کې نفاق واچوؤ د دغو درو خلک ! چې مخکې د غازي درویش،ګورګانیانو او سلطان محمود لښکرو،نه ؤایل کړي . . . خو اوردامان په ډیرې بې رحمي سره رعیت کړای شول . د اودرامان او امیر شهید(حبيب اله) کاروانونه،به د همدې لارې دې ښکار لپاره د هندوکش څوکو ته تلل . . .

د (زګي) په څوکه به یې د دوۍ د وخت منارونه موږ ته ښودل او ویل یې :

دا ډیر استراحت خوښي او عیاش پاچایان وو،په سلګونو آسونه،تازیان او انسانان به د دوی د هوس اوساتیري لپاره هلاکیدل،د لرې علاقه داریو څخه به یې ښکلې نجونې په زوره دربار ته د وینځو . . . په توګه رابللې د هغوﺉ آرزوګانې به یې د خپل هوس په سره اور کې سیزلې نو ځکه الله پاچاه د هغه له زوی امیرشهیدنه د همدې سیمو په (کله ګوش) کې دښځې په لمسون يې د خپلو نارواوو بدل واخیست . . . !

زما د سوچونو لړۍ لا پاي ته نه وه رسیدلې چې د غره له لمنې څخه د کوچي یونا څاپه چیغو : کومک . . . کومک . . .! وه مسلمانانو د خدای لپاره کومک . . . !

 ورته د پای ټکی کیښود . ګورو چې یو قوي داړونکي له رمې څخه د ورۍ ينه و داړله او د کوچي په بغارو دنږدې سوري په خوا په مکیزونو روان شو،څو څو ځلې یې کوچي او موږ ته و کتلې ! ؟ دې وخت کې زما پلار د کابلي سه بست ټوپک د ډکولو لپاره د تبراق څخه د سرپو ګولۍ راوباستله او ورو ورو یې له ځان سره وویل تګ یی د پړانګ ؤ پړانګ دی پړانګ !! او خپل خوریې ته یې ورو څه وویل : چې ماتې مونږ کره لاړشه . . . ژر . . . ژر واوریدل او بس .

څو شېبې وروسته مالیدل چې د سین ګودر نه پورې غاړه د غره په ملا کې د سوري له خولې څخه یو ښکاري په پړانګ د یوولس ډزي سرپوښ ټوپک ډزې کوي او بل توره په لاس ټوپک په غاړه د سوري خولې ته ولاړ دی . دا ځل زه د پړانګانو د ښکار کیسه د ژمي او مني په شپو کې د مشرانو د خولې څخه نه اورم ! بلکې په رڼي رڼا ورځ يې په خپلو سترګو ګورم د ډیر هیبت ناک ځناور پړانګ کیسه !؟ د ډز سره سم دپړانګ له خولې داسي کړیکه او غړمبا و وتله چې زما په سترګو تیاره شوه،چې سترګې مې و غړولي د شني سارا رنګارنګي سپیره وه،ټول کسان کورونوته تښتېدلي وو خو دوه تنه او پړانګ پاس په دوړو کې اخته ؤ .

پړانګ له وتلو سره سم په لومړي ښکاري برید و کړ ښکاري یې وازې خولې ته ټوپک سپر کړ پړانګ ټوپک خولې کې ټينګ کړڅو ځلي يې و څنډه او د چیغې سره یو ځای یې دومره لرې وارتوه چې د ژوبل تندي غچ یې پوره وګڼه ؛ دې وخت کې دوهم ښکاري پرې د تورې ګوزار وکړ او دواړه سره غیږ په غیږ شول،پړانګ د هغه په داړلو خپله لاره خلاصه کړه په بې پروا یي سره یې ورو اوله غروره ډک تګ پیل کړ،لومړي ښکاري ټوپک پورته کړ او دوهم ته یې غږ کړ مخه یې ونیسه هله ژر شه چې لاړ درنه،نشي چې بې غيرتي ده!! ښکاري چې ځان په وینو سور لیده سترګې یې وینو نیولې وې د پړانګ مخې ته یې ځان ورسوؤ د چړې وار یې پرې وکړ او يو ځل بیا سره وجنګیدل خو ښکار یې په ښي مټ څو ځایه داسې وداړه چې له کاره ولویده او چاړه د پړانګ په خیټه کې ډوبه پاتې شوه او پړانګ بیا تلل پیل کړل مګر دبل ښکاري د ټوپک ډزو پرې دې تېښتې لاره ورکه کړه،اوپه يو نږدې سوري کې ننوت . . .

داځل زه د پړانګ کیسه نه بلکې پېښه او صحنه ګورم داسې یوه هیبتناکه او ژوندۍ صحنه چې ولسوالۍ یې په سر اخیستې وه غر د ولسوالۍ په سر سپور ؤ هر چا دسين لدې غاړې د پېښې ننداره کوله،اوس نو څوک

د پړانګ له هیبتناکه چیغو او غړمبا وو څخه نه وېرېدل،پړانګ اوس ټپي او بندي ؤ د پړانګ لومړنۍ چیغه د ولسوالۍښوونځي ته دتفريح رنګ شوټول مکتبیان،معلمان ،د ولسوالۍ مامورین او د موټر وسپرلۍ د لیسې شاګردان ، ښځې او نر دسین له دې غاړې،د پېښې نندارې ته ولاړ وو،شنه فصلونه تر پښولاندې شول ، پړانګ لا ژوندی دی،دغار له خولې پرې ډزې کیږي،څر نګه چې د ټوپ وس نه لري په حیرا نوونکو غرغړو سره د نژدې ننداره چیانو ډلې یوه په بله راغورزوي،شورماشور شي تښتۍ چې ژوندی دی،تښتۍ هله!هلته لاندې دپله په سر د پولیسو افسر په پرله پسې شپېلاکونو سره خپل ساتونکي د خلکو د نږدې کیدو مخنیوي ته هڅوي، د خلکو ټیل ماټیل څپې وهي،خو یو یو سړی داسې هم وایي : پړانګ ! پړانګ له کومه شو،کوم لیوه یا سور لنډی به یې را ایسار کړی وي ! له پړانګ څخه څوک ژوندی نه شي خلاصېداي !؟ دې وخت کې داړونکی ځناور له دمه لویږي او خلک را نږدي کیږي،کوچی هم راپیدا شو چې مخکې د څپلو د پورې باستلو په پلمه هاغه اول کې تښتېدلی ؤ . درسۍ او څوتنو ځوانانو په مرسته غټ ځناور له سوري را باسي ګوري چې پوره دوولس لویشتې ژیړ او تور چیپر پرانګ دی،

ټول راغلي کسان یې وار په وارپه ننداره شول ، بیا د ولسوال او مامورینو د کورنیو نندارې ته وغوښتل شو ولایت ته هم رپوټ ورکړ شو ټیلیفون چلېده او د سردارمحمد داؤد د جمهوریت د څلورم مني شپې ورځې وې . خلک په دالانو کې اوسېدل د دالانو وخت ؤ،موږ هم په دالان کې ناست وو،د مړه پړانګ پوست شوی غوښین ځان د دالان دې در شایي په سر ځوړند ؤ،د ماښام تیارې مخ په خپریدو وې،ځینې کسان اوس هم د سیل او دوایي لپاره د هغه د غوښې،وړیو،او نوکانو د پریکولو لپاره راتلل راډیو کی در باب په کټه تارو کی دخبرونو د پيل دا نغمه غږیده :

 سردار د آسپو نـال وهـي مـساپر ځېنه تـوبه- تــــوبه بېـلتـــونه توبــــه …

اوله دې نغمې سره غبرګ به دبار شوې کټوۍ په غوړیو کې د پړانګ د زړه او لړمون تر کاختله !؟

 . . . چې لږ شېبه پس د ټولو پام دې خبر ځان ته راواړؤ:

د لغمان ولایت د الېنګار ولسوالۍ د برکوټ په کلي کې یو ښکاري سردار خان د ارسلا خان زوی او د هغه ځوان خوريي رحمت ګل په رڼي رڼا ورځ یو وحشي پړانګ په مخامخ جګړه کې ؤواژه او دوی دواړه له دې پېښې ژوندي اوسلا مت ؤوتل .

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close