ښځینه حجانو لپاره په حج کې د ناروغۍ مسئله

ښځه به هلته څه کوي چي تر وقوف عرفه وروسته او له طواف زيات څخه مخته حيض ورشي؟

لکه څنګه چي الله پاک و نارينه ته دا ستر نعمت ور په برخه کړى دى چي د حج فرضيت او د هغه ادا کول دي دا شان يي و ښځي ته هم دا لوى اوستر عبادت ور په برخه کړى دى، او په حديث پاک کي راغلي دي چي و ښځو ته نبي کريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل چي ستاسو جهاد حج کول دي، خو بيا د نارينه او ښځي د حج په ادا کولو کي څه فرقونه سته هغه داسي چي د نارينه لپاره مخصوص احرام دى لکه يو څادر او لنګ خو د ښځي لپاره هر هغه کالي سهي دي چي په عامو حالاتو کي يي اغوندي، البته ښځه به د احرام په حال کي داسي مخ نه  پټه وي چي کالي يي له مخ سره ومښلي بلکې داسي به مخ پټه وي چي رخت يي د مخ څخه لري وي، دا شان نارينه په لوړ اواز سره تلبيه ويلاى سي او د ښځي لپاره په لوړ اواز سره تلبيه ويل نه دي روا، د دې سره سره د ښځي لپاره د حج په ادا کولو کي څه مکلفيت د نارينه په پرتله نور هم زيات دى هغه دا چي د الله له قدرت سره سم و ښځي ته خپل مياشتنى مرض ورځي چي د هغه په حال کي ښځه نه حرم ته ور تلاى سي او نه هم طواف کولى سي او دا ډيره مهمه مسله ده ځکه په طواف کي طواف زيارت د حج رکن دى چي کول يي فرض لازمي دى نو که ښځي ته داسي صورت ور پيښ سي چي هلته د طيارې د ټکټ وخت را ورسيږي او هلته دې طواف زيارت نه وي کړى او دلته و دې ته حيض راسي نو مسله ورته ګرانه سوه.

طواف زيارت:

د حج د ارکانو څخه يو هم طواف زيارت دى چي د اکثر-لکه د طواف څلور چکره- طواف کول فرض دي او پوره کول يي- اوه چکره- واجب دي.

لکه علامه شامي رحمه الله داسي وايي:

( قَوْلُهُ وَمُعْظَمُ طَوَافِ الزِّيَارَةِ ) وَهُوَ أَرْبَعَةُ أَشْوَاطٍ وَبَاقِيهِ وَاجِبٌ كَمَا يَأْتِي ط. رد المحتار:٨/١٤٠.

او دا طواف زيارت په خپله کول ضروري دي په دې کي نيابت هم نه سهي کيږي يعني چي کله د چا څخه طواف زيارت پاته سي نو په نايب سره يي هم نه سي کولاى بلکې په خپله کول يي لازم دي، البته که د مرګ تر ساعته يي ونه کړاى سي نو بيا د يوي اوښي د صدقي کولو وصيت ورباندي لازم دى چي کله وصيت وکړي نو پر وارثانو يي د دې اوښي صدقه کول لازمي دي، او له دې سره يي حج پوره کيږي.

لکه علامه ابن عابدين رحمه الله داسي ليکي:

فَلَا تَجُوزُ النِّيَابَةُ إلَّا لِمُغْمًى عَلَيْهِ …..وَلَا يُجْزِي عَنْهُ الْبَدَلُ إلَّا إذَا مَاتَ بَعْدَ الْوُقُوفِ بِعَرَفَةَ وَأَوْصَى بِإِتْمَامِ الْحَجِّ تَجِبُ الْبَدَنَةُ لِطَوَافِ الزِّيَارَةِ وَجَازَ حَجَّةُ لُبَابٌ. رد المحتار:٨/٣٠٩.

او د طواف زيارت وخت د نحر شپې او ورځي دي که له دې هم ځيني وځنډيږي نو تر اخره عمره يي کولاى سي.

لکه علامه شامي رحمه الله داسي ليکي:

(وَيَمْتَدُّ ) وَقْتُهُ إلَى آخِرِ الْعُمُرِ ….( فَإِنْ أَخَّرَهُ عَنْهَا ) أَيْ أَيَّامِ النَّحْرِ وَلَيَالِيهَا مِنْهَا.رد المحتار:٨/٣١١.

او له چا چي طواف زيارت پاته سوى وي نو له احرامه خو وتلاى سي –يعني د احرام په وجه چي څه ورته منعه ول هغه ممنوع شيان ورته روا کيږي_ خو تر څو چي يي طواف زيارت نه وي کړى د ميړه او ښځي ازدواجي تعلق نه دى سره سهي، البته که يي اکثر طواف کړى وي يعني څلور چکره يي لګولي وي او درې چکره ځيني پاته وي بيا يي حج هم سهي دى او ازدواج تعلق هم روا دى، خو يو دم ورباندي لازم دي.

لکه په رد محتار کي وايي:

(ووجب دم) لترك الواجب وهذا عند الامكان، فلو طهرت الحائض إن قدر أربعة أشواط ولم تفعل لزم دم، وإلا لا. رد المحتار:٢/٥٧١.
وكذا قال: ( وَبِتَرْكِ أَكْثَرِهِ بَقِيَ مُحْرِمًا ) أَبَدًا فِي حَقِّ النِّسَاءِ ( حَتَّى يَطُوفَ ) فَكُلَّمَا جَامَعَ لَزِمَهُ دَمٌ إذَا تَعَدَّدَ الْمَجْلِسُ إلَّا أَنْ يَقْصِدَ الرَّفْضَ فَتْحٌ. رد المحتار:٨/٤١٦.

او ټول حج بې له پاکي او بې له اوداسه څخه روا دى خو طواف يو داسي رکن دى چي بي اوداسه او بې له پاکي نه دى روا بلکې پاکي ورته واجب دى.

لکه علامه شامي رحمه الله داسي ليکي:

وواجباته المشي للقادر والتيامن وإتمام السبعة والطهارة عن الحدث وستر العورة وفعله أيام النحر. رد المحتار:٨/٣٠٩.

نو که ويوي ښځي ته داسي مسله پيښه سي چي هلته د طياري سفر کولو وخت راسي او هلته دې طواف زيارت نه وي کړى او دلته ودې ته حيض راسي، او دا مسله ډيره پيښيږي نو ځکه يي په څه تفصيل سره بايد حل کړو.

د حيض په حال کي به طواف پرېږ دي او که به يي په دغسي حال کي کوي؟

د حيض په حال کي و حرم شريف ورتلل ډيره لويه ګناه دى او دا شان د حيض په حال کي طواف کول هم لويه ګناه دى، او که طواف زيارت ونه کړي خو حج يي نه سهي کيږي، نو لهذا د دې مسلي په باره کي بايد ډير د زراکت څخه کار واخيستل سي.

لکه په رد محتار کي وايي:

وواجباته المشي للقادر والتيامن وإتمام السبعة والطهارة عن الحدث وستر العورة وفعله أيام النحر. رد المحتار:٨/٣٠٩.

هغه دا چي که چا ته دا مشکل ور پېښ سي نو نن سبا خو الحمد لله د طيارو کثرت دى حاجياڼى صاحبه دي له خپل معلم سره په ارطبات کي سي ډير امکان لري چي هغه د طيارې د سفر د ټکټ وخت ورته بدل کړي چي د دې په ټکټ به بل داسي حاجي راوليږي چي د هغه حج پوره سوى وي او د هغه ټکټ به و دې ته ورکړي، او که دا هم ممکنه نه وي نو بيا دي دا ډير کوښښ وکړي چي تر دې ټکټ تېره سي او د پاکي انتظار وکړي چي طواف زيارت ادا کړي ځکه که يي ادا نه کړي حج يي  نه سهي کيږي او پر دې بيا و مکي ته را تلل لازم دي چي دا خپل قضايي طواف په خپله وکړي ځکه طواف زيارت په خپله کول فرض دي، خو که د پيسو او د خرچي مشکل و نو نن سبا خو هر څه اسانه دي له خپله کوره دي د بانک په ذريعه او يا په بله مناسبه طريقي سره روپۍ را وغواړي، او که دا هم ورته ګرانه وي بيا دي د يو چا څخه قرض واخلي، او که دا هم ورته ګرانه وي بيا دي د زکات د پيسو کوښښ کړي چي له چا څخه يي واخلي، او که دا هم ورته ګرانه وي نو دونه تکليف کول ورته پکار دى چي چنده وکړي او خپل طواف زيارت مکمل کړي، او که دا هم ورته مشکله وي، نو بيا دي د ډاکټر سره مشوره وکړي چي د حيض د بنديدا پچکارۍ خو به ورته نقصان نه رسوي که يي نقصان نه ورته رساوى نو هغه دي استعمال کړي، که په دي ټولو نه وتوانېده نو که د حيض په حال کي طواف وکړي نو دا په دو لويو ګناو سره ګناهګاره سوه يوه خو دا چي د حيض په حال کي و حرم شريف ته ورغله او دا لويه ګناه دى او بله دا چي د حيض په حال کيي طواف وکړى دا هم لويه ګناه دى، خو د دې ګناو سره سره يي حج پوره او کامليږي خو د دې ګناهو به توبه او استغفار کوي او د يوي اښي صدقه ور باندي لازمه دى.

لکه په رد محتار کي داسي ليکي:

[ تنبيه ] نقل بعض المحشين عن منسك ابن أمير حاج : لو هم الركب على القفول ولم تطهر فاستفتت هل تطوف أم لا ؟ قالوا يقال لها لا يحل لك دخول المسجد وإن دخلت وطفت أثمت وصح طوافك وعليك ذبح بدنة وهذه مسألة كثيرة الوقوع يتحير فيها النساء .
رد المحتار:٨/٣١٦.

(أو طاف للقدوم) لوجوبه بالشروع (أو للصدر جنبا) أو حائضا (أو للفرض محدثا ولو جنبا فبدنة إن) لم يعده.الدر المختار:٢/٦٠٦.

ذمه دار حکومت ته يوه لازمه مشوره:

د حکومت ذمه دارانو ته دا لازمه ده چي د داسي مشکلاتو له وړاندي لا د حل لاري چاري وسنجوي د مثال په ډول چي د حج د فارم په وخت کي دا شرط ورسره زيات کړي چي که و ښځي ته دا مشکل ورسيږي نو موږ کولاى سو چي د دې ښځي ټکټ د بل مسافر سره بدل کړو او هغه مسافر را مخته کړو او د دې ټکټ وروسته کړو تر څو په اسانۍ سره دا مهم رکن تر سره کړي.

او که دا هم مشکل وي بيا دي د ښځو په فارم کي دا قيد ورزيات کړي چي که دا مشکل درته پيښ سو نو موږ ستا د واپسي ټکټ منسوخه و او بيا په عامه طياره کي ټکټ درته کو او د هغه ټکټ خرچه اوس لا موږ له تا غواړو خو که دا مشکل نه راغلى ستا خپلي پيسي بېرته درکو، په دې کي ځکه دونه احتياط په کار دى چي دا د حج رکن دى او د هر عبادت رکن چي نه وي سوى نو هغه عبادت مکمل نه بلل کيږي.

د مفتي احسان الله ليکنه

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب