ډیپلوماسي څه ته وايي؟ د ډيپلوماسۍ په اړه عمومي معلومات
د ډیپلوماسي شالید:
د ډيپلوماسۍ اصطلاح دوه سوه کاله کيږي چې بېلا بېلو اروپايې ژبو ته ننوتلې ده. ډيپلوماسي هم د نورو اصطلاحاتو په څير په لغوي ډول تعريف او پيژندنه لري، د ډيپلوماسۍ لغت د لرغوني يوناني ويي ( ډيپلوما ) څخه اخيستل شوی دی، چې د پاڼې، سند او تصديق مانا لري او هغې پاڼي ته ويل کيږي، چې د لوړو چارواکو لخوا مهر او ټاپه شوی وي او يو چاته د يوې رتبي يا مقام لپاره ورکول کيږي. نو ويلای شو چې ډيپلوماسي د ډيپلو ما څخه اخيستل شوې ده، چې د سند او تصديق مانا لري، همدارنګه ډيپلوما هغې رسمي او لاسليک شوي پاڼي ته هم ويل کيږي، چې د دولتونو سياسي مشران او واکمنان يې د رسمي اړيکو پر مهال يوه او بل ته ورکوي.
د ډيپلوما اصطلاح وروسته ټولو هغو اسنادو ته کارول کېدل، چې د دولتونو د سياسي مشرانو لخوا د رسمي اړيکو پر مهال يوه او بل ته ورکول کېدل، لکه څرنګه چې دا ډول اسناد ډېر مهم وه او د دولتونو د بهرنيو موخو او سياست لپاره اړين اسناد ګڼل کېدل له همدي کبله د دې اسنادو د ساتلو او خوندي کولو ته اړتيا پيدا سوه. د دولتونو لخوا د دې ډول اسنادو د ساتلو او خوندي کولو لپاره ځانګړي مامورين په کار وګمارل سول او د دوی دنده د همدغو اسنادو د ساتل او په منظم ډول تر تيبول وه، چې په پای کې همدغو ځانګړو مامورينو ته ډيپلوماټان او دندي ته يې ډيپلوماسي وويل سول.
کله چې ډيپلوماسي په نوې بڼه وکارول سوه او د بهرني سياست د پلي کولو د يوې وسيلي په بڼه وګڼل سوه، نو د خپل لغوي ريښي سره يې اړيکي وشلولي او په نوې بڼه او نوي تعريف سره په نړيواله کچه وپيژندل سوه. نو په اوسني وخت کې ډيپلوماسي هغه د لرغوني يوناني کلمي د لغت پر بنسټ نه کارول کيږي، بلکي بيلا بيل نوي تعريفونه او نوي پيژندونه ورته ورکول سوي دي.
د ډيپلوماسۍ اصطلاح تر اتلسمي زيږديزي پيړۍ پوري د اسنادو او مدارکو پوهي ته کارول کيده، خو وروسته بيا د نړيوالو اړيکو د اداره کولو پوهي ته وکارول سوه. ډيپلوماسي يوازي د نړيوالو چارو د کنټرول او پرمخبيول ندي، بلکي دا د ډيپلوماسۍ موضوع ( سکالو ) ګڼل کيږی.
يو شمير پوهان يوازي د خبرو اترو هنر ته ډيپلوماسي وايي چې دا هم ټولشموله پيژند ندی. خو که چيري پورتني ټول پیژندونه سره راغونډ کړو نو څه نا څه بشپړ پېژند ور څخه ترلاسه کولای سو چې په لاندي ډول يې وړاندي کوو:
(( د خبرو اترو یا بلي هري سوله اييزي لاري له نورو دولتونو سره د يوه دولت په بهرنيو اړيکو پوري اړوند مسايلو حل او فصل کولو تلنلاري ته ويل کيږي )).
په پورتني پيژند کې درې ټکي د يادوني وړ دي:
لومړي دا چې ډيپلوماسي يوه تلنلاره ده، چې د دولت د بهرنيو اړيکو پوري اړوند مسايلو لپاره کارول کيږي.
دوهم دا چي مسايل به د دولت په بهرنيو اړيکو پوري اړوند وي.
دريېم دا چې ډيپلوماسي د خبرو اترو او نورو سوله اييزو لارو له لاري ترسره کيږي.
ډيپلوماسۍ له سنتي بڼي څخه مډرني بڼي ته اوسمهال بدلون کړی دی، له دې بدلون سره سم د ډيپلوماسۍ په تعريفونو کې هم بدلون راغلی دی، د سنتي ډيپلوماسۍ په تعريف کي پر دولت باندي ټينګار کېږي او ډيپلوماسي د دولتونو تر منځ د مسايلو حل او فصل په سوله اييز ډول ګڼي، خو اوسمهال دا تعريف يو څه بدل شوی دی، د مډرني ډيپلوماسۍ تعريفونه په لاندي ډول کيږي:
د جانسون او هال په اند (( ډيپلوماسۍ هغه بنسټ دی چې د يوه ځانګړي هويت پر بنسټ د سياسي قدرتونو ترمنځ د اړيکو جوړښت رامنځته کوي )) همدارنکه ځيني نور پوهان بيا اوسني ډيپلوماسي پدي ډول تعريفوي (( د ملي ګټو د پراختيا لپاره د دولتونو، ملتونو، ډلو او افرادو ترمنځ په دوامداره توګه د اطلاعاتو تبادلې ته ډيپلوماسي ويل کېږي)).
د ډيپلوماسۍ مفهوم
ډيپلوماسۍ د بهرني سياست په تطبيق کې مهمه وسيله ده، له لرغوني زمانې څخه بيا تر اوسه پوري په بهرني سياست کې ددې وسيلي څخه ګټه اخيستل کيږي، دا چې ډيپلوماسي د وخت په تېرېدو سره خپل مفهوم هم تغيرکوي او په بيلا بېلو ماناوو سره کارول کېږي، له همدي کبله پدې برخه کي ډيپلوماسي په دوو اساسي مفهومونو باندي تعريفوو:
لومړی ډيپلوماسي په محدوده مانا
د ډيپلوماسۍ محدود تعريف همغه کلاسيک تعريف دی، ياني د ځانګړي هنر او مهارت پر بنسټ د بهرنيو اسخاصو سره چلن کول ډيپلوماسي ده، له همدي کبله ډيپلوماسي داسي مسلک دی چې له يوي خوا د ښه رويي، ادابو او نزاکتونو په واسطه او له بلي خوا د ښه خبرو، فصاحت او بلاغت په واسطه ښايسته کيږي.
په محدوده مانا ډيپلوماسي يوازي د ډيپلوماټ په هنر او مهارت پوري اړونده ګڼل کيږي او د ډيپلوماټ شغل او کسب ته ډيپلوماسي ويل کيږي. پدي مانا ډيپلوماټ د خپل دولت د واکمن استازۍ دی، نه د خپل دولت استازۍ، دی يوازي د خپل اړوند دولت واکمن او مشر ته مسوليت لري.
د ډيپلوماسۍ په محدوده مانا کي د ډيپلوماټ مهمه دنده د کوربه دولت د کمزورتيا او ځواکمنتيا د ټکو پيژندل او د هغو په اړه خپل اړوند واکمن ته راپور ورکول دي. د ډيپلوماټ بله مهمه دنده د خپل دولت د واکمن استازيتوب دی، د ډيپلوماټ بايد هڅه وکړي چې د خپل دولت د واکمن سم استازيتوب وکړي او د خپل واکمن دريځ، غوښتني او شخصيت په ښه توګه وښی. له همدې کبله واکمنانو داسي کسان د ډيپلوماټانو په توګه ټاکل چې دوی ته وفاداره وي او د دوی سم استازيتوب وکړی.
دوهم ډيپلوماسي په پراخه مانا
د ډيپلوماسۍ په پراخه مانا کې ډيپلوماسي په يوه پيچلي ماشين بدله شوې ده او په زرګونو ډيپلوماټان او مسلکي پرسونل ددې ماشين د پرزو په توګه کار کوي، پدې ډيپلوماسۍ کي ډيپلوماټ د خپل واکمن استازی نه دی، بلکي د خپل دولت په استازيتوب د کوربه دولت سره مذاکره کوي او نور ډيپلوماټيکي کارونه ترسره کوي. د ډيپلوماسۍ په پراخه مانا کې ډيپلوماټ د خپل دولت په استازيتوب د پراخو واکونو او دندو لرونکی دی.
پرتلنه
ډيپلوماسي په پراخه مانا ډيپلوماسي په محدوده مانا ډيپلوماسي د يوه پېچلي ماشين په توګه
یوازي د ډيپلوماټ کسب او مسلک ډيپلوماسي وه. ډيپلوماټ د دولت استازی وي. ډيپلوماټ د واکمن استازی وي.
ډيپلوماټ د مسايلو د حل او فصل واک لري. ډيپلوماټ يوازي استازيتوب کوي. ډيپلوماټ په ټولو چارو کې استازيتوب کوي. د ډيپلوماټ د استازيتوب موضوعات محدود او مشخص وي. د ډيپلوماټ د ګمارني لپاره معيارات ټاکل شوي وي. د ډيپلوماټ ګمارنه يوازي د واکمن د ارادې زيږنده وي.
پدې ډيپلوماسۍ کې د ډيپلوماټ دندو هم بدلون کړی دي، په کلاسيکه ډيپلوماسۍ کي د ډيپلوماټ مهمي دندي د کوربه دولت په اړه د معلوماتو راټولول او د خپل واکمن استازيتوب کول وه، پداسي حال کي چې په اوسنۍ او پراخي ډيپلوماسۍ کې د ډيپلوماټ مهمه دنده د خبرو او مذاکرو د لاري د نړيوالو پيچلو مسايلو حل او فصل
کول دي او د جګړې پر ځای د سوله اييز دريځ پر بنسټ د دوستانه اړيکو ټينګول دي.ډيپلوماټ هڅه کوي چې د ډيپلوماټيکي تکتيکونو څخه ګټي سره مسايل او ستونزي حل کړي او خپلي ملي ګټي خوندي کړي، نو ځکه په اوسني وخت کي داسی کسان د ډيپلوماټانو په توګه ګمارل کيږي چې د یوه شخص پر ځای د يوه جوړښت او تشکيل سره اړيکي ولري، ياني د واکمن پرځای اوس ډيپلوماټ د يوه پراخه جوړښت سره چې د بهرنيو چارو وزارت دي، اړيکي لري.
د ډيپلوماسۍ موخي
ډيپلوماسي چې د دولتونو ترمنځ اړيکي په سوله ييز ډول او د خبرو له لاري حل او فصل کوي، نو دولتونه د خپلو ملي ګټو د ترلاسه کولو او بهرني سياست د پلي کولو لپاره د نورو دولتونو سره اړيکي ټينګوي.کله نا کله دولتون د ډيپلوماټيکي موخو د لاسته راوړلو لپاره زور کاروي پداسي حال کې چې زور نه يوازي د ډيپلوماسۍ له وسايلوڅخه نه ګڼل کيږي، بلکي د ډيپلوماسۍ د روح سره په ټکر کې دی.
دا پوښتنه بايد روښانه کړو چې د ډيپلوماسۍ بنسټزه موخه څه ده؟
د ډيپلوماسۍ بنسټيزه موخه د (ولسونو نيژدي کول او د دوی ترمنځ د نيکو او د دوستۍ د اړيکو ټينګول دي.)
په ټوليز ډول د ډيپلوماسۍ موخي په لاندي ډول په ګوته کولای شو:
د نړيوالو اړيکو ټينګول او د نړيوالي سولي ساتل
د دولتونو ترمنځ د اړيکو په ښه والي کې هرډول مادي او معنوي امکاناتو کارول.
د دولتونو ترمنځ په خبرو او غوښتنو کې د عدالت او تفاهم فضا رامنځته کول.
د ملي موخو او ملي ګټو لاسته راوړل.
د ډيپلوماسۍ ځانګړتياوي
ښه او بريالۍ ډيپلوماسي هغه ده چې په بهرني سياست کې د ټاکلو موخو د لاسته راوړلو لپاره اغيزناکه وي، په سياسي صحنه کي خپلي په سمه توګه وڅاري او د خپلو موخو د لاسته راوړلو او ګټو د ساتلو لپاره نړيوال بستر جوړ کړي. نو د ښي ډيپلوماسۍ لپاره لاندي ځانګړنې په ګوته کولای شو:
پر ټاکلي او تعريف سوي بهرني سياست، ولاړه وي.
د پوره کورنې ملاتړ څخه برخمنه وي.
د نړيوالو شرايطو سره سمه طرحه شوې وي.
د اوږد مهالو او لنډ مهالو ملي اړتياوو پوره کوونکې وي.
د نړيوالو سازمانونو او بنسټونو سره اغيزناکه اړيکي ولري.
د ملي پاليسيو او تګلارو سره همغږې وي.
ماخذونه
د ډيپلوماسۍ عمومي تاريخ (فرهاد داوري)
د ډيپلوماسۍ بنسټونه ( اسد الله الفت)
سیاست پوهنه (فرهاد داوري)