ماشومانو کیسې

چغال، شکوڼ او څاه- ماشومانو کیسه

ماښام وو. سپوږمۍ راوتلې وه. په دښت کي تراوسه لا ګرمي وه. چغال تږی وو. لږ وخت وروسته یې یوه څاه او دوه ستله پیدا کړل. یو ستل چي به کښته سو، هغه بل به راپورته سو. چغال په خالي ستل کي کښېنستي او لاندي کښته سو. کله چي اوبه ئې وچښلې نو فکر یې سو چي د یو مشکل سره مخ دئ. دا چي بیرته به څنګه پورته سي؟ هغه پر دېوالو نه سوای ختلای ځکه چي د څاه دېوالونه لانده وه. په دې وخت کي یو شکوڼ په څاه کي وکتل او وې ویل:

– ته دلته څه شي کوې او ستا څنګ ته څه شي دئ؟ چغال خپل څنګ ته وکتل. په اوبو کي یې د سپوږمۍ عکس ولیدی او وې ویل:
– زه پنیر خورم! ته یې وینې؟ زما و څنګ ته یو غټ، ژړ پنیر پروت دئ.
شکوڼ ډېر ارواوږي وو. د هغه هم زړه سو چي پنیر وخوري نو ئې وویل:
– ما ته هم یو لږ راپرېږده!
چغال ورته وویل:
– په هغه بل ستل کی کښېنه او راکښته سه. زه موړ یم.
شکوڼ په هغه بل ستل کي کښېنستی او لاندي تا سو، دا چي شکوڼ تر چغال دروند وو نو د شکوڼ ستل لاندي ولاړي او د چغال ستل پورته سو. چغال له ستل څخه ووتی او ولاړی. شکوڼ یې په څاه کي پرېښوي چي پنیر وخوري.
موږ د دې نکل څخه دا زده کوو چي: وږي اروا سړي ته ستونزي جوړوي.

(له عربي سرچینې څخه)

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: