اوبه، چای او څښاک

چای وڅښئ چې له دغو ناروغيو خلاص شئ!

 

اضطراب او خفګان:

که اندېښنه لرئ او خفه یاست، نو یوه پیاله چای وڅښئ. د بابونه بوټي چای مو اعصاب خورا تقویه کوي.

دا بوټی له ډېرو پېړیو راهیسې د انسانانو د سټرس او خفګان د ښه کېدو لامل ګرځېدلی دی. څېړنو ښودلې، هغه کسان چې اته اوونۍ سر په سر د بابونې او یا هم عادي چای څښي، د خفګان کچه پکې تر ډېره ټیټه وي.

د ښځو د میاشتني عادت ګډوډېدل:

د ښځو د میاشتني عادت ګډوډېدل یوه عامه خبره ده چې ډېره خونرېزي او د رحم درد یې نښې نښانې دي، خو کافین چای کولای شي دا ستونزه حل کړي.

ځواني دانې:

د جلدي ناروغیو له ډلې یوه ناروغي ده چې ډېری ځوانان ورسره لاس او ګرېوان کېږي. دلته د اسیډ هایډروکس الفا په نوم مواد دي چې له کمښت سره يې د مخ پوست ورسره مخامخ کېږي او دا مواد په چای کې شته.

دا مواد د نعناع او بابونه په چای کې ډېر موجود وي او سربېره په دې چې له مخ څخه ځواني دانې لېرې کوي، مخ شفاف او تازه ساتي.

بې ‌خوبي:

بې خوبي د سټرس یا خفګان یوه علامه ده، خو د چای په وسیله له دغې ستونزې څخه خلاصېږئ.

په دې سربېره، د لېمو د پاڼو چای یا هم د نعناع د چايو په وسیله خپل خوب تنظيمولای او سمولای شئ.

د وزن کمښت:

کولای شئ د ګرم چای په څښلو سره خپل وزن کم کړئ، همدارنګه د دې لپاره چې وزن مو نورمال وساتئ او یا یې کم کړئ، نو تر خواږه چای مه تېرېږئ.

د سر درد:

که مو په سر درد وي، نو يوه پياله د زنجبیل یا ادرک چای وڅښئ، همدارنګه د بابونې او عادي شین چای مو هم د سر درد ښه کوي.

حساسیت:

د سترګو خارښ او له پزې د اوبو څڅېدل د حساسیت له نښو نښانو څخه دي. که حساسیت ډېر شدید وي، نو باید ډاکټر ته لاړ شئ او که شدید نه وي، نو بیا یې په چايو علاج وکړئ.

کولای شئ د شین چای په څښلو سره ځان له حساسیت څخه وژغورئ.

د خولې بد بوی:

شین چای، د نعناع چای او د لېمو د پاڼو چای مو د خولې بد بويي په اساني ورکوي.

ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: