مینه

څیړنه: مینه اعتیاد دی

پدې څیړنه کې ناکامو مینانو د خپلو مینو (معشوقو) انځورونه ولیدل چې په ترڅ کې یې د مین د دماغ هغه برخه کې فعالیت ډیر شو کوم چې له مکافاتو، اعتیاد، جذباتو، احساساتو، زړه بندولو، فزیکې درد او خوابدی سره سر او کار لري. دي څیړنې پدې هکله روښانتیا منځ ته کړه چې ولې ځینې خلک نه شي کولای خپله مینه هیره کړي. کله کله ځان وژنې ته هم خبره رسیږي. 

پوهنتون کې د بیولوژي انتروپولوژیسته ده ،رومانتاتیکه مینه اعتیاد دی. Rutgers په وینا چې پهHelen E. Fisher د که چیري هر څه سم روان وي نو دا یو ډیر عالي اعتیاد دی خو که خبره برعکس وي با تر ټولو بد اعتیاد دی.
څیړنه:
په دي څیړنه کې میرمن فیشر د ۱۵ رضا کارانو دوماغونه سکن کړل ( یو ډول ماشین دی ). په دوی کې لس ښځې او پنځه نارینه و. دغه رضا کارانو تازه د خپلو مینو څخه رټل شوي یا رد شوي و خو تر اوسه یې هم له هغوی سره مینه درلوده. منځنی موده د مینې دوه کاله وه او دوه میاشتې یې له رټل کیدو څخه تیري وي. ټولو ګدون کونکو د سایکوژیستانو د تیستونو مطابق د مینې معیار پوره کړی و. دغه رضا کارانو همدرانګه ویل چې ۸۵٪ وقت د خپلې مینې په فکر کې تیروي. د څیړڼې وقت کې دوی ته د دوی د معشوق/معشوقې انځور ور ښکاره شو او ورته وویل شول چې تیر وقتونه چې له خپلې مینې سره و، ور په یاد کړي. وروسته یې یو بل عادي انځور چې دده د هم صنفي ، ملګري یاد د کوم ملګري ، ملګری و ،هم ور وښود تر څو د لومړي نیم ساعت د مینې احساسات مړه کړي. د داوړه ډوله انځوورنو د کتو وقت کې یې دوی ته د ریاضي د تمرین څه سوالونه هم ورکړل چې حل یې کړي.

پایلې:
د څیړنې په وقت کې د دماغ یوه برخه چې د Ventral tegemental area په نامه یادیږي فعاله شوه.
چې دغه برخه په تشویق او مکافاتو کې بوخته وي. تیرو څیړنو ښودلي چې دا برخه په لیونیو میانو (شدیو مینانو) کې فعاله وي. که مین خوښ یا ناخوښ مین وي همدا برخه فعاله وي، ځکه دواړه حالاتو کې خو مین، مین دی.
د دماغ هغه برخې چې د Nucleus accumbens, Prefrontal Cortex په نامه یادیږي هم فعالي وي. دغه دواړه برخې د شدید کوکاین او سګریت د اعتیاد په صورت کې فعالې وي.
همدرانګه د Insular cortex, Anterior Cingulated regions هم فعالي وي چې د فزیکې درد ( لکه ګوټه په سټک لګیدل) او غم او پریشانۍ وقت کې فعالي وي.

یو څه ښه زیری:
د وقت په تیریدو سره درضاکارانو کوم چې اوس له خپلو مینو لري و، د دماغ د یادو شویو برخو فعالیت کمیدو. همدرانګه دا چې د څیړنې وقت کې د تصمیم نیولو برخه د دماغ هم فعاله وه او رضاکارانو خپلي بریاوي او ناکامی سنجولې او تر خلاصون لاره یې لټوله، دا څرګندوي چې که مین څومره دخپل زړه درد تش کړي، په باره کې یې فکر وکړي ، په زړه کې یې ونه ساتي، همدوره ورسره مرسته کوي چې ژر له دغه حالته ووزي او یو نورمال ژوند پیل کړي.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: