تزکیه

پټې کمرې

یوه ورځ مې په ‌‌ذهن ژور فکر تیر شو؛ له ځان سره مې فکر وکړ چې په کور کې یوه فلم اخیستونکې کمره نصب او د خپل ژوند یوه معمولي ورځ ټوله ثبت کړم ځکه غوښتل مې ځان مې د نورو نه بلکې په خپلو سترګو ووینم.

په همدې خاطر مې د خپل کور په څو مختلفو ځایو کې څو کمرې نصب کړې تر څو مې ټول حرکات او کارونه ثبت کړي؛ له دې تجربې نه ډیره زیاته وډاره شوم، نه پوهیدم چې د دې ډار لامل څه وو، آیا دا ډار له کمرې نه دی او که له ځانه؟

شیبې په سختۍ سره تیریدلې، له ځانه سره مې د دې ورځې د کارونو په اړه فکر کولو چې څرنګه به دا ټول کارونه د کمرې له لارې شیبه په شیبه ثبتیږي، تنها زه نه وم چې د دې تجربې پایلو ته سترګې په لاره وم، بلکې ډیر وو هغه څوک چې د یو نوي ډول فلم لیدلو ته سترګې په لاره وو، ډیر دوستان مې د یوه داسې فلم لیدلو ته لیواله وو چې د سناریو لیکوال او کارګردان یې پرته له ما نه بل څوک نه وو. اما په دې فلم کې به څوک وي چې له ما سره ولوبیږي؟

وروسته مې له ځان سره وویل: څه شوي دي؟ نن هم د نورو ورځو په څیر ده او باید په طبیعي ډول عمل وکړم، په تلو تلو کې مې له ځان سره وویل چې کمرې لکه چې د هغه څه په اړه چې ما اندیښنه لرله خبرې دي او ما ته د ننګونې اعلان کوي او حتی په ما باندې ملنډې وهي او وایي: زه به د تا په ټولو کارونو کې استاد شم، د تا ژوند ته به داخل شوم او د تا په کارونو او خبرو به شاهد وم.

دې سوچونو کابو لیونتوب ته ورسولم ، اما ځان ته مې ډاډ او تسلي ورکوله چې دا کمرې د جماداتو نه پورته هیڅ هم نه دي، حس نه لري، درک نه لري؛ نو دا دومره ډار د څه په خاطر؟

ناڅاپه د تیلیفون د زنګ په اوریدلو سره د سوچونو له نړۍ راووتلم:

–          السلام علیکم.

–          وعلیکم السلام.

–          څنګه یې؟

–          الحمد الله، ښه یم.

په داسې حال کې چې کمرې مې په فکر کې وې د تیلیفون خبرې اوږدې شوې او هلته کمره داسې لکه چې زما د غوسې د راوستولو په خاطر په ما باندې ریشخند وهي او داسې لکه ماته چې وایي د دوست سره دې ټولې خبرې ثبتوم؛ نه مې شوای کولای چې خبرې پای ته ورسوم، دوست ته مې چې هره ورځ به په ساعتونو ساعتونو ورسره غږیدم وویل چې زه اوس ډیر ضرور کار لرم وروسته به بیا ګورو.

د تیلیفون غوږۍ مې کیښوده، له ځانه مې وپوښتل: له ملګري سره مې ولې داسې وکړل؟ آیا د کمرو له ډاره چې ټول حرکات مې عکاسي کوي او یا دا کوم بل ډار دی؟

ښه مې په یاد راوړل چې پرون مې له دوست سره، پرته له کوم ډاره د خپلوانو، همسایه ګانو او … په باره کې څومره ډیرې خبرې وکړې، خبرې مو اصلا د خلاصون نه وې، پرون مې د هيڅ خبرې د کړلو نه ډار نه وو؛ آیا اوس به له دې نه په اندیښنه کې وم چې دوستان به مې د فلم له لیدلو نه وځوریږي؟ یا دا چې غوښتل مې چې په یوه غوره او د خوښې وړ بڼه کې راڅرګند شم، ځان ښه ښکاره کړم او عیبونه مې پټ کړم؟

ساعتونه او دقیقې یو په بل پسې تیریدلې، کله به مې چې د کوم داسې کار په باره کې فکر کولو چې د دوی به نه خوښیدلو نو سوړ اسويلى به مې وويست، آخر دا کمرې مې فلم ډکوي، احساس مې کړه چې د ډار څپو په سر اخیستې یم، نه مې غوښتل څوک له دې اندیښنو څخه خبر شي، غوښتل مې یو چا ته پناه یوسم، زړه نا زړه پورته شوم تر څو اودس وکړم، لمونځ وکړم او الله (جل جلاله) ته اوښکې تویې کړم، داسې وم لکه په ټول ژوند کې چې د لومړي ځل لپاره لمونځ کوم؛ ځان ته مې د هدایت او نیغې لارې دعا وکړله.

غافله وم، نه پوهیدم؛ یا الله! تا ته پناه دروړل څومره لویه تکیه ده؛ د لومړي ځل لپاره مې زړه ته آرامي په برخه شوې وه، یا الله! ته څومره لوی یې، له تا پرته له هیچا څخه نه ډاریږم.

هو! په خپل ژوند کې مې د لومړي ځل لپاره د الله (جل جلاله) شتون احساس کړ او د هغه ماشوم کیسه رایاده شوه چې دایې یې هغه ته ورزده کړي وو چې: الله (جل جلاله) په ما باندې خبر دی، هغه مې ویني او د ما د ټولو کارونو شاهد دی؛ هغه شاګرد به دا جملې هره ورځ تکرارولې تر دې چې کله به د کومې ګناه په فکر کې شو نو یاد ته به یې راغلل چې الله (جل جلاله) مې ویني، الله (جل جلاله) په ما باندې خبر او شاهد دی او په همدې ډول به یې د الله (جل جلاله) له ویرې د هغه ګناه نه ځان وساتلو.

يوازې شپږ ساعته تير شوي ول

بیرته د کمرې موضوع ته راګرځم؛ تر اوسه شپږ ساعتونه یو په بل پسې د کمرې پواسطه سره ثبت شوي وو، کمرې لا په خپل ځای وې اما هغه څه چې بدل شوي وو هغه بل څه وو؛ هو! لومړی خو دا چې زه د دې کمرو څخه نه ډاریږم او کلکه مینه ورسره کوم ځکه زما په ژوند کې یې لوی بدلون راوستی دی؛ ما د مننې په سترګو هغوی ته وکتل او ورته مې وویل: مننه.

د حیرانتیا ځای خو دلته دی چې د یو څه وخت د تیریدو نه وروسته مې اصلا کمرې نه لیدلې او نه یې په کیسه کې وم، نور ماته مهمه نه وه چې کمرې څه شی ثبتوي ځکه د کمرو نه پورته بل څه وو چې زه یې تعقیبولم، د الله (جل جلاله) وجود چې هره لحظه مو ویني، کله هم نه ویده کیږي او د غفلت نه پوره پاک دی؛ څه به وشي که مې کمرې ټول اعمال او حرکات ثبت کړي، څه شی زما د ډار باعث کیږي؟ آیا له خلکو نه وډاره شم چې ما ویني، د خلکو نه وډاره شم او که د الله (جل جلاله) نه؟ که خپل ځان د خلکو په مخ کې ډیر لوړ وښایم خو له دننه نه هیڅ ونه لرم نو څه ګټه به وکړي؟ په همدې وخت کې مې د وهب خبره یاد ته راغله چې ویلي دي: داسې ونه شي چې الله (جل جلاله) د نورو لیدونکو او شاهدانو نه کم وګڼې.

که له مخلوق څخه ویریږم چي کله به مې وویني، له خلکو نه ډار د دې باعث کیږي چې بد کار وځنډوم او یا یې پریږدم، آخر الله (جل جلاله) د دې ډیر ښه وړ دی چې ترې وویریږو، الله (جل جلاله) هماغه ذات دی چې هر څه ویني او د پټو او ښکاره ټولو شیانو نه خبر دی؛ په همدې خیالونو کې راپورته شوم او کمرې مې لرې کړې ځکه نور هغوی ته اړتیا نه وه او کله به هم دې ته اړتیا پیښه نه شي چې د خپل ژوند یوه ورځ عکاسي کړم؛ دوه فرښتې تل راسره وي او زما ټولې خبرې او کارونه ثبتوي نو: (که یو څوک د ذرې په اندازه ښه کار وکړي نو پايله به يې وویني او که یو څوک د ذرې په انداره بد کار وکړي هم پایله به يې وویني) زلزال ـ ۷،۸

مراقبی آماده نیز با من همراه است ” هیچ سخنی بر زبان نمی‌راند مگرآن که نزد وی آگاه وجود دارد ” (ق/18(

زما د ټولو ښو او بدو کارونو دفتر شته چې د قیامت په ورځ به یې لولم، له دې سره سره الله (جل جلاله) په هره لحظه کې زما د کارونو شاهد دی، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) نه د احسان په اړه پوښتنه وشوه نو په ځواب کې یې ورته وویل: احسان دې ته ویل کیږي چې د الله (جل جلاله) داسې عبادت وکړې لکه ته یې چې وینې او که ته یې نه وینې نو هغه خو تا ویني؛ همدا دي چې غواړم الله (جل جلاله) مې په هر حال کې وویني.

د روح ناره

د انسان له داخل نه غږ راځي او وایي: د الله (جل جلاله) حضور څومره خوندور دی، اما دا د څه شي غږ دی؟ دا غږ مې ډیر ځله اوریدلی او ډیر مې هیر کړی دی، داسې احساسوم چې دا به زما د بدن له دننه نه وي.

ورځې او میاشتې تیریږي. زه به دا درس هيڅكله هم هير نكړم چې زما ژوند يې په بله كړ.

څو ورځې مخکې مې د Google earth په اړه یو مضمون ولوست، په کمپیو ټر کې مې انسټال کړ او د پروګرام په لیدلو سره مې پام شو چې د يو ځاى د هرې برخې انځورونه په ډیره آسانۍ سره اخیستلای شي، حتی تر دې چې د یوې کوټې په غولي د ولاړ سړي انځور واخلي.

یو ځل مې وغوښتل چې د دې لارې خپل کور ته داخله شم او خپل کور ووینم.

په فکر کې مې راغلل چې که یوه ورځ مونږ ټول د کمرو د تعقیب لاندې راشو نو څه به کیږي؟ خلک به څه کوي؟

یا الله! د کمرو کار خو ساده وو اوس به له دې ډول کمرو سره څه کوو؟

د ټولې نړۍ خلک به دې ویني، آیا د الله (جل جلاله) له حکم نه به سر وغړوې؟

آیا خوښیږي دې چې څوک دې د ګناه د انجام په مهال وویني؟

نو د قيامت ورځ در په زړه كړه چې څرنګه به د ټولو انسانانو په وړاندې ستا اعمال بربنډيږي.

لیکنه: سمیه رمضان عبدالفتاح

ژباړه: روح الله ساحل

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: