ځوانانکورنۍګډ ژوند

په ځوانانو زړه وسوځوئ!

زه معمولاً خپلې ويناوې ليکم، او په دې لړ کې مې دا وينا هم مخې ته راغله. دا وينا مې يو ديرش کاله وړاندې په ۱۹۵۶م کال کې له دمشق راډيو څخه خپره کړې وه. په کار وه چې اوس يې وخت تير شوی وی، مناسبت يې له مينځه تللی وی او چې د هغه وخت واقعيت وو، اوس بايد د تاريخ برخه ګرځيدلې وی. مګر چې ومې ليده، هماغسې تازه را ته ښکاره شوه، لکه دغو ديرشو کلونو چې زمونږ هيڅ چارې نه وي سمې کړي، او لکه چې دا خُطبې او ويناګانې، او دا ليکنې او بحثونه هسې په اوبو لاهو شوي وي او هيڅ اغيز يې نه وي کړی.

سربيره پر دې، ښايي چې په زرو لوستونکو کې يوه هم نه وي اوريدلې او ښايي ترې خبر هم نه وي، نو خپرول  يې اړين بولم، ځکه چې څومره يې هاغه وخت د ګټې هيله کيده، د خدای په فضل اوس هم هماغومره ګټوره ده.

زه پوهيږم چې ما په دې موضوع کې ډيرې زياتې خبرې کړي، مګر که په کلي کې اور لګيدلی وي او د اور لمبې ګورم چې له کوره پورته کيږي، خلکو ته مې چيغې وکړې مګر هيچا را ته غوږ و نه نيوه او مرسته مې وغوښته مګر هيچا مرسته را نه کړه. تاسې را ته ووايئ چې څه وکړم؟ ايا ستاسې په ګُمان ما خپل مسؤليت تر سره کړی او پرته له دې چې لاړ شم، څملم، او پر مخ بړستن را کش کړم، نور څه را باندې نه شته؟!

نه، داسې نه ده. د خپرونې پر ليکوال، د منبر پر ويناوال، د ښوونځي پر ښوونکي، او پر هر هغه چا چې د ټولنې په سمون او اصلاح کې د ونډې اخيستنې وس لري، لازم دي چې دوام ورکړي، که څه هم چې ميوه يې ژر په لاس ور نه شي. داسې بايد و نه وايي چې له خلکو نور پوزې ته راغلی؛ او داسې بايد و نه وايي چې څه سندرغاړی خو نه يم چې ټنګ ټکور ور ته وړاندې کړم؛ نه ټوکي او خندوونکی يم چې ويې خندوم، بلکې داسې بايد ووايي چې زه طبيب يم او بايد درملنه يې وکړم. آيا که يوه طبيب ته د ورځې شل ناروغان راشي او هماغه يوه ناروغي ولري، دی بايد خپل کتنځی بند کړي او ور ته ووايي چې: نور نو د دې ناروغۍ له درملنې ستړی شوی يم، کومه بله ناروغي را ته راوړئ يا مې له مخې لرې شئ؟!!

يوه ورځ په هغو ليکونو کې چې زما راديويي برنامې ته به راتلل، يو ليک راغی چې نه يې زه ليکونکی پيژنم ، چې څوک وو او نه يې په ليک کې د ځان په اړه څه ليکلي وو، داسې څه پکې ليکلي وو چې له کرښو يې اوښکې څڅيدې او د سوي زړه بوی ترې پورته کېده . ويل يې چې: دی يو پاک لمنی، نيک او د دين پر رسۍ منګولې لګوونکی انسان دی، د تقوی پر ژمنه ټينګ ولاړ دی، مګر لور يې ګام په ګام د شر پر لاره تلله تر دې چې د بدکارانو له ډلې وګرځيده، پردې يې وشکولې او د شرم په کنده کې وغورځيده، او دا هغه انجام دی چې د بدۍ او بې لارۍ پر لارې تلونکې هره پيغله ور رسيږي.

بيا ليکي چې: د دې لامل له هر څه لومړی ښوونځی دی، دوهم پوهنتون دی، او بیا پر هغو ښوونځيو لعنت وايي چې نجونو ته يې له هلکانو سره ګډون، له نارينه وو سره څنګ په څنګ کښيناستل او د هغوی تر مينځ د خبرو تبادله او له دې څخه راپيښيدونکي زيانونه ور وښودل. همداراز پر هغې ټولنې هم لعنت وايي چې نجونې يې فاسدې کړې او همداسې نور.

هغه وخت مې ور ته وليکل چې: زه پوهيږم چې ته درديدلی يې مګر زه اوس څه وکړم؟ ايله دې اوس ليک راوليږه چې لکه د حلال کړي څاروي په څير يې ايله غوښې رپيږي او نوره ساه ترې لاړه ده؟ زه اوس څه وکړم چې اور ټول کور پر سر اخيستی، او د شپې سيلاب ټوله سيمه نيولې، اور هر څه سوځولي او اوبو هر څه لاهو کړي؟ طبيب به هغه وخت څه وکړي چې د ناروغ له مړينې وروسته، يا د ناروغ د وروستۍ سلګۍ پر وخت راوغوښتل شي؟ طبيب ولې د ناروغۍ په پيل کې نه راغواړې چې ناروغي کمزورې، او د رغيدنې هيله پياوړې وي؟ وروره! زه در سره له وير، او له خدای نه در ته د صبر له غوښتلو پرته هيڅ نه شم کولی؟

که له ده سره مرسته نه شم کولی، له هغو نورو سره خو يې کولی شم چې تر دې حاله نه دي رارسيدلي، او که له دې نه شرميدلی چې زه هم له نورو سره د ده پر ضد ودريږم او درد يې نور هم زيات کړم، نو ور ته ويلي به مې وی چې: دا هر څه ستا له لاسه دي، ستا له لاسه دي ای پلاره! او ستا له لاسه دي ای مورې! (او که لعنت ويل روا وی) د دې ټولو لعنتونو مستحق تاسې دواړه يئ.
ای پلاره ! که تا د کور او لور څارنه کړې وی، او خپل کار، ساتيرۍ او لټۍ، او مزو او چړچو نه وی ترې بې پروا کړی؛ او ای مورې که تا د خپل کور او لور څارنه کړې وی، او ګنډلو، کار او سينګار، ميلمه کولو او ميلمه کيدلو نه وی ترې بوخته کړې، او خپله لور مو د نورو له خوا روزل کيدنې ته نه وی پريښې، اوس به مو دا حال نه وو.

زه نه ښوونځی سپينوم او نه د ټولنې سر مينځم؛ بلکې پلار مسؤل دی، ښوونکی مسؤل دی ، ليکوال مسؤل دی، چارواکی مسؤل دی، ټول مسؤليت لري، او ښايي تر ټولو لږه او وروستۍ پړه د هغې بې لارې شوې لور او بې لاري شوي زوی پر غاړه وي. په هر حال فسق او فساد غندو.
الله تعالی دا غريزه په انساني نفس کې ايښې او دې غريزې ته يې لاره کښلې چې پرې لاړه شي، کټ مټ لکه د سيند اوبه چې په هغې کندې کې درومي چې له پاره يې جوړه شوې. په دې لارې کې يې څه ټکرونه او منډوونه ور ته جوړې کړي څو سرکښي و نه کړي او هغه شان ترې و نه وځي لکه کله، کله چې د سيند اوبه پورته کيږي او کښتونه له مينځه وړي او پولې او پټي ورانوي.

د جنسي غريزې له پاره طبيعي لاره واده کول دي، او سرکښي يې بدلمني او فساد دی. مونږ را ولګيدو د الله د سُنتو خلاف مو دا طبيعي لاره بنده کړه، هغه ټکرونه او ډکې مو ترې ليرې کړې، او خپلې خوښې ته مو پريښودل چې ښارونه ويران کړي او انسانان هلاک کړي. د شمالي اروپا او امريکا خلک مو وليدل چې داسې يې کول، ومو ويل چې دوی خو متمدن او پرمختللي خلک دي، راځئ چې څه دوی کوي مونږ يې هم وکړو او د دوی پر لارې لاړ شو.

پيغلې ته مو وويل: واده منع دی ځکه چې زلمی ترې په حرامو بسيا دی؛ ځکه چې پلرونه د لوڼو مهرونو او ولورونو ته ناست دي او پر خپلو لوڼو سوداګري کوي؛ د عزتمن او پاک لمني ژوند په لور هيڅ دروازه نه شته؛ پاک او نيک عمله ځوانانو چې څوک په مرکې راليږلي وو ځواب  مو کړل؛ او لوڼې مو پريښودې چې سينګار شوې وګرځي؛ ټيکري يې ليرې کړي وي او د خپل ناز اومکيز څرګندونه وکړي.
او که لور يې تنخوا اخلي، ښايي چې پلار يې د لور تنخوا ته ګيډه په اوبو کې ايښې وي، او وايي: (زه پوه شه او لور مې، زه پکې آزاد يم د چا را سره څه کار دی). نه، ای وروره! ته نه يې پکې آزاد، دا خو څه ميږه يا غوا نه ده چې ستا وي او خوښه دې خپله وي چې خرڅوې يې که ساتې يې. دا ستا غوندې انسان ده، او الله پرې د هغې د ګټې له پاره مشر ګرځولی يې څو يې خوندي وساتې او له داسې کارونو يې منع کړې چې د دين يا دُنيا په تاوان يې وي. په واده کې د وليتوب مثال لکه د موټر د بريک دی چې له ټکر او جنګيدلو څخه يې ساتي.

د ځينو دغسې پلرونو د کارونو له کبله نکاح کمه شوه، او زنا زياته شوه چې قرباني يې پيغلې وي، داسې چې ځوان ور ته راشي، بې لارې يې کړي، دواړه په ګډه ګُناه وکړي، دی ترې سپين چرګ لاړ شي، او دا په يوازې ځان د ګُناه ميوه په ګيډې کې پيټی او پر تندي شرم ګرځوي. دی چې توبه وباسي ټولنه يې بد هير کړي او توبه يې قبوله کړي؛ او دا چې توبه وباسي، همدا ټولنه يې هيڅکله توبه نه قبلوي!!

بيا چې دا ځوان د واده نيت وکړي، له هماغې پيغلې مخ اړوي چې هم ده فاسده کړې. ځان پورته ترې نيسي، او وايي چې دی له کچنيانو سره واده نه کوي.
نو پيغله څه وکړي چې واده منع دی، زنا مباح ده، ليوالتيا شته، او خنډونه نه شته؟
تاسې وايئ چې: مونږ د واده مخه نيولې؟!!
هو، هم دا تاسې نيولې!! په وينا کې نه، په عمل کې مو نيولې.
جنسي ليوالتيا په پنځلس کلنۍ کې پيليږي، او تر پنځه ويشت کلنۍ پورې لسو کلونو کې په اوج کې وي. آيا ځوان په دې عمر کې واده کولی شي؟!! او څنګه يې وکړي؟!! تعليمي نظام يې له دغه عمر وروسته پورې د درس پر چوکۍ کښينوي. او که اروپا يا امريکا ته د تخصص له پاره لاړ شي، تر ديرشو کلونو رسيږي. په دې دومره کلونو کې به ځوان څه کوي؟!!

که د وداه کولو نيت وکړي، پيسې له کومه کړي؟ ځکه چې دا د سړي په عمر کې زلمی خو لا تر دې دمه بچی دی!! دا دنګ او پيړ ځوان خو چې دا ښايسته کالي يې په تن دي په جيب کې ټنګه نه لري!!
پخوا به شل کلن نارينه (شپيته اويا کاله مخکې وختونه يادوم) د کار، روزګار څښتن وو، او د بچيانو پلار به وو.

او که پيسې هم پيدا کړي، نو آيا پلرونه به يې واده ته پريږدي؟
ټوله ستونزه د لوڼو په پلارانو کې ده چې لور ته له حلالو پرته هره لاره اسانوي. په ډيرو مسلمانو هيوادونو کې يې مخ لوڅې او سينګار شوې له کوره باسي او پړی يې ور پريږدي. خو کله چې ور ته د ښو اخلاقو او ښه دين څښتن راشي چې په امانت مشهور وي، له داسې چلن سره مخ شي، لکه عربي بندي چې په اسرائيلو کې ور سره مخ کيږي!!

په غټو، غټو غوښتنو يې ملا ماته کړي. په درندو مهرونو، بې کچې لګښتونو، بې شميره ميلمستياوو، بيلابيلو ډاليو او دودونو يې دومره وکړوي چې يا يې دوه لاسي سلام ته اړ کړي، او يا پر زړه غټه تيګه واړوي تر څو له هرې هغې ټنګې کنګال شي چې دې تورې ورځې ته يې ساتلې وه. په دې توګه د ميړه توب کور ته مفلس ننوځي. له لومړۍ ورځې جنګونه او دعوې پيل شي، او کله چې شخړې کور ته ننوځي، نيکمرغي کډه ترې بار کړي.

ځينې پلاران په هغو هيوادونو کې چې له خدايي لارښوونو يې سر غړولی داسې دي چې ښځو يې پردې ته شا کړې. لور پريږدي چې له خپل ټول سينګار سره سرلوڅې او مخ لوڅې له کوره ووځي او ټول لارويان يې ګوري، خو چې کله څوک په مرکه ور ته راشي او په هغې شرعي توګه يې (د نکاح په نيت) ليدل وغواړي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم پرې امر کړی، انکار کوي او نه يې ور ته پريږدي (وايي چې زمونږ غيرت دا نه شي منلی)!!

چا ته چې دا شرعي ليدل شرم ښکاري، او فکر کوي چې په دې کار کې عيب دی يا نامناسب کار دی، هغه څه يې بد وګڼل چې رسول الله ښه ګڼلي، له هغه څه يې انکار وکړ چې امر يې ور ته پرې کړی، او ګُمان يې وکړ چې دی په ناموس او اخلاقو کې له رسول الله ډير غيرتي دي. چاچې دا کار وکړ، کيدی شي له دينه وتلی وي.

زمونږ رب پر مونږ څه شی نه دي حرام کړي مګر د هغې يو داسې بديل يې را ته حلال کړی چې له حرامو پرې بې پروا کيږو، مخه يې پرې ډب کيږي او ځای يې نيسي. زنا يې حرامه کړې او واده يې حلال کړی. هغه کار چې واده کړی يې کوي، هماغه کار زناکار هم کوي، نو ولې د واده په ښادۍ کې د کور پر مخې رڼاګانې لګوو، کارتونه چاپوو او خلک ور ته رابولو. او څوک چې بدکاري کوي د تيارو مينځ ته ننوځي، داسې کونج لټوي چې هيڅ انسان يې پکې و نه ګوري؟ د دې دواړو مثال داسې دی لکه يو سړی چې هوټل ته ننوځي او په جيب کې يې پيسې وي، ښه ډاډه پر چوکۍ کښيني، د خوراکونو پوښتنه کوي، له فکر کولو وروسته د خپلې خوښې خوراک راغواړي. د هوټل شاګرد يې ور ته راوړي او دی يې ښه په کراره خوري. او هغه غل چې غواړي له هوټل څخه د خوراک څه شی وتښتوي، ټول خلک ورپسې شي او چيغې پسې وهي (ارمونيآآآآآآ، ارمونيه!). په منډو، منډو کې ترې کپونه کوي؛ تود، تود يې تيروي. کېدای شي چې په مرۍ کې يې ونښلي او پرې ښاد او ياد نه شي.

د واده اسانول هغه لومړی ديوال دی چې اسلامي شريعت حرامه لاره پرې بنده کړې، مګر مونږ دا ديوال هغه وخت ونړاوو چې نکاح مو سخته کړه او زنا مو اسانه کړه.

همداراز اسلامي شريعت اختلاط حرام کړی او ويلي يې دي چې: “ما خلا رجل بامرأة الاّ الشيطان ثالثهما”. يعنې (نامحرم) سړی او ښځه نه دي سره يوازې شوي مګر دا چې شيطان يې درېيم دی.
له مونږ څخه ځينې خلک راغلل. د بشر په څيره پيدا شوي توتيان دي، ښځې ته يې چې څه په خولې ورشي، وايي يې، که څه هم چې نه يې په معنی پوهيږي او نه په مفهوم!! ويې ويل: دا څه وروسته پاتې والی دی؟ دا څه د ښځې سپکاوی او پر هغې بد ګُماني ده؟ آيا ښځه له خپلې آزادۍ بې برخې کوئ؟ تاسې د ښځې دُښمنان يئ. دا ډول ډيرې اپلتې هغه خلک تکراروي چې نه يې په معنی پوهيږي او نه يې په مفهوم.

مونږ وويل: په الله قسم چې مونږ د ښځو دُښمنان نه يو، مونږ يې دوستان يو، له هغوی څخه دفاع کوو، د هغوی ساتنه کوو، مونږ يې د بدکار سړي له تيري څخه ساتو، مونږ يې د ظالمې ټولنې له ظلم څخه ساتو. مګر مونږ يې دروغجن وبللو، او ښځه يې تيراېسته تر دې چې پر اختلاط يې د پرمختګ او مدنيت ګُمان وکړ. ښځه يې پريښوده چې له نارينه سره يوازې شي. هو له نارينه سره د طبيب په کتنځي کې يوازې شي چې نيم بدن يې پرې لوڅوي، د سوداګر په هټۍ کې ور سره يوازې شي چې دا هغه ته غږيږي، او دی هغې ته؛ ښځه د دې له پاره مخ لوڅوي چې توکي وګوري، او لاسونه لوڅوي، چې پرې ويې نيسي. ښځه مو په ګډو ښوونځيو کې پريښوده چې له نارينه سره يوازې شي.

وړکتونونه مو جوړ کړل. ومو ويل دا خو کوچنيان دي نه پوهيږي، دا خو به ومنو، مګر د نجونو عکس يې تر غټوالي پورې په ذهن کې نه پاتې کيږي؟ چې کله غټ شي د وړکتون د ورځو يادونه او خاطرې د هغه او هغې تر مينځ د نويو اړيکو پيلامه نه ده؟ آيا په وړکتونونو کې داسې نجونې او هلکان نه وي چې د تميز عمر ته رسيدلي وي او له خلکو څخه د بيا، بیا اوريدلو، ډرامو او فلمونو له کبله څه نا څه د واده په معنی نه پوهيږي؟

بيا په ډيرو اسلامي هيوادونو کې په پړاويز ډول د ابتدايي ګډو ښوونځيو په لور پر مخ لاړو چې د بلوغ تر کچې نجونې او هلکان پکې ښکته او پورته کيږي!! آيا په پوهنتونونو کې مو اختلاط اصل و نه ګرځاوو؟! هغه لونډ او بې برخې ځوان چې د وجود هره حجره يې له هغه شوق څخه پسخيږي چې مونږ ور ته د جنسي شوق نوم ورکوو، د پيغلې تر څنګ ناست وي چې اوږه يې د هغې له اوږې سره لګيږي، او پښه يې د هغې له پښې سره. او کيدی شي چې سرلوڅې او مخ لوڅې وي او مخ يا لاس يې د هغې د زلفانو په څوکو لګيږي!! کيدی شي چې کالي يې لنډ او له ځنګنو پورته وي او د ورنونو څه برخه يې هم ښکاري!! بيا دې زلمي ته وايو چې: د رياضي او کيميا معادلو او د قضيو حل ته متوجه اوسه!! ټول پام دې خپل درس ته واړوه او تر څنګ ناسته پيغله دې چې زړه دې ور ته پسخيږي، هيره کړه!!

دا ګډوالی راګډوالی مو په کور او له کوره باندې، په لوبغالي کې، په درياب-غاړو کې، په غرونو او چکر ځايونو کې اصل ګرځولی او وايو چې دا مدنيت دی!! په دې توګه مو هغه دوهم ديوال (چې د اختلاط حراموالی دی) هم ونړاوو.

درېيم بند له شرم څخه ويره وه، مګر حالات بدل شول تر دې چې بدکار ځوان پر خپلې بدکارۍ وياړي، د خپلې بدلمنۍ کيسې کوي. پخوا به خلکو خپل ګُناهونه پټول، او که پوښتنه به ترې وشوه، خوله به يې پرې پټوله. مګر اوس د بربنډو او بې حيا کيسو لوستنه هر چا ته مباح ښکاري. تر ټولو شرمېدلې پيښې د انځورګر د بڼکې يا د ليکوال د قلم په وسيله انځوريږي او ډير ساده ور ته د جنسي پيښو نوم ورکول کيږي (اوسنۍ ډرامې او فلمونه خو پر ځای پريږده). دا کيسې بيا ځوانان او پيغلې لولي او ليکوالان يې زمونږ د اديبانو او کره کتونکو پر ژبو ستايل کيږي هم. په دې نږدې وختونو کې مې د يوه پاخه عمري او مشر ليکوال کتاب ولوست چې فاسق ليکوال (ألبيرتو مورافيا)، او د أوسکار ويلډ په نوم يو بل بدکار يې، چې پخوا له مينځه تللی، پکې ستايلي وو، او ځوانان يې د هغوی د کتابونو لوستلو ته هڅولي وو!! فلمونو دا کيسې هغو ته وښودلې چې نه وې ور رسيدلې، يا يې نه خوښيدل چې ويې لولي. دا مو هير کړل چې د ګُناه ښکاره کول د اسلام له نظره يوه بله ګُناه ده!! او دا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هغو ته چې پر ګُناه اخته دي، ورښودلي چې پر ګُناهونو بايد پرده واچوي، پټې يې کړي او د هغو له کبله له الله تعالی څخه بخښنه وغواړي!!

تر ټولو بده خو لا دا چې په شام کې مې د دوو ښځينه ليکوالو کيسې ولوستلې چې يوه يې پکې د ځان او خپل لونډه تر مينځ د ناروا تړون کيسه کوي او په دې کې يې د ځان له پاره بدلمنې ښځه (جورج ساند) او تر هغې هم بدکاره سړی (الفردو موسه) بيلګه نيولي!!

په دې توګه درېيم بند هم ونړيد!
څلورم بند له ناروغۍ څخه وېره وه، مګر د دې بند د ويرانولو له پاره هم ځينې طبيبان را پورته شول چې په لوړ غږ چيغې وهي چې: ای بدکارانو له ناروغيو مه ډاريږئ، له مونږ سره پنسلين، سټريپټومايسين، ټيرامايسين، ابليسين (هدف يې له ابليس څخه دی) او ټول هغه درمل شته چې دا سين پکې راځي، نو کله هم چې ناروا اړيکو ناروغه کړئ، راځئ مونږ مو درملنه کوو، ورځئ پرې ډاريږئ مه.

هغوی هم پکې نه و نه کړل او و نه ويريدل، په دې توګه څلورم بند هم ونړېد!
پنځم بند له حکومت څخه ويره او له جزا څخه تيښته وه.
کله چې حکومتونه د سعودي د حکومت په څير وو چې پر نيکيو يې امر کاوو او له بديو يې خلک منع کول، او د الله په حکم پريکړې کيدلې، مونږ لاړو او د جزا قانون مو له فرانسې څخه راواخيست- له هغې فرانسې څخه چې بې لارۍ دومره ويجاړه کړه چې په اويا کلونو کې درې وارې المانيانو له پښو لاندې کړه. په خپلو قوانينو کې مو داسې څه وليکل چې د زنا له رواوالي سره ورته والی لري. پر زناکار له ميړه پرته بل څوک دعوه نه شي کولی، که دی راضي شو نو نه دعوه شته او نه جزا. د مور او زوی، او پلار او لور تر منځ د زنا (د شرف او دين د څښتن له پاره تر ټولو ناوړه جرم) جزا د غلا له جزا څخه هم کمه ده، که څه هم چې د زرو ريالو غلا وي!!

مونږ هم چپ پاتې شو، عالمان او مُفتيان هم چپ پاتې شول، او وکيلان او واکمنان هم غلي پاتې شول. په دې توګه هغه پنځم بند هم ونړېد!

تر ټول پياوړی او کلک بند له الله تعالی او د جهنم له اور څخه ويره وه.
کوچنيان مو له پيله له ديني روزنې څخه ليرې کړل او د الله او جهنم ويره مو ترې هيره کړه. ځوان د مسجد لاره نه پيژني مګر دا چې کومه ورځ يې پلار له ځان سره بوځي. په دې توګه هغه تر ټولو پياوړی بند هم ونړېد!!

بيا مو بې لارې کوونکو او هڅوونکو ښځو ته وويل چې: ووځئ .. هغوی هم ووتلې. ښځه په داسې توګه پر لاره روانه وي چې شپيته کاله وړاندې د کور د ننه د پلار او تره په مخ کې په داسې تګ شرميدله. په خدای قسم چې يوازې هغه څه در ته وايم چې ليدلي مې دي!! دا هر څه له دې سره، سره پيښيږي چې نه يوازې اسلام، بلکې د نړۍ هر دين د پردي نارينه په مخ کې د ښځو د هغو غړيو بربنډتوب منع کړی چې فتنه راپاروي. يوه ورځ مې په القدس کې (الله تعالی دې مونږ خپل دين ته راوګرځوي چې القدس مونږ ځان ته راوګرځوو) د يوې کليسا پر وره اعلان ولوست چې نصراني ښځو ته پکې ليکل شوي وو چې له اوږدو لستوڼو، او پوړني پرته چې ويښتان يې پکې پټيږي، کليسا ته نه شي ننوتلی او دا چې کليسا ته راځي، بايد مخ يې سينګار نه وي.

مګر ښځې خپل کالي ورځ په ورځ يوه ګوته له دې ځايه او يوه ګوته له هغه ځايه لنډول او ننګول تر څو چې د درياب غاړې ته ورسېده او هيڅ شی ور پاتې نه شول!! حالت داسې دی، خو آيا دا يوازې د پيغلې ګُناه ده؟! آيا دا يوازې د ځوان ګُناه ده؟ په داسې حال کې چې غريزه يې ښه په زور او شور کې ده او واده يې يا ډير ستونزمن دی او يا بهانې ور ته لټول کيږي، او زنا اسانه او خوندوره ده، او هڅوونکې او غولوونکې هر لور ته ښې ډېرې دي؟!

څنګه ترې صبر او مقاومت غواړئ؟! او څنګه ترې غواړئ چې خپل درس او کتاب ته مخه کړي؟… دا يوه حقيقي ستونزه ده چې د درملنې له پاره يې بايد حکومتونه او ولسونه، د علم او قلم څښتنان، او د ښځو ټولنې په ګډه هڅه وکړي. ټول، او په ځانګړې توګه د ښځو ټولنې بايد پر دغه کار بوختې شي نه پر هسې چټياتو، ځکه چې دلته ښځه له ګواښ لاندې ده او قرباني يې ښځه ده او دا ټولنې بايد له هر چا وړاندې له مظلومو ښځو څخه دفاع وکړي.

که نن د هغه سړي لور فاسده شوې چې دا ليک يې راليږلی وو او زه يې دې خبرو ته اړ کړم، فساد زما او ستا پلو ته، زما او ستا کور ته، زما او ستا لوڼو ته را روان دی. دا هغه اور دی چې په کورونو کې ځغلي!! دا هغه سيلاب دی چې هر څه په مخه کوي!! دا هغه وبا ده چې په هر ځای کې خپريږي!! مونږ ناست يو او خوله وازي کوو. د اور د مړه کولو هڅه نه کوو، بلکې تېل پرې پاشو او هيله کوو چې تر مونږ را و نه رسيږي!!

څنګه و نه سوځو په داسې حال کې چې مونږ تيل پرې اړوو؟!… څنګه؟!… څنګه ای د عقل څښتنانو؟!…

ليکوال: استاذ علي طنطاوي
ژباړن: ډاکټر غنچه ګل ارمان

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close