حکمونو او مسایلو پوښتنېروژهنیکي او ګناه

په روژه کې د زنا د ستر جرم کفاره څه ده ؟

كه چيرې يوانسان ښځه ولري اوپه روژه كي د ورځې ورسره جماع وكړي څو ورځې روژه پرې اوړي اوكه دبلي ښځې سره زناوكري څو ورځېپرې اوړي؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په روژه کې د خپلې ښځې سره جماع کولو سره د روژې قضايي او کفاره دواړه واجبيږي .

په رمضان المبارک کې زنا کول اکبر الکبائر دوه ستر جرمونه دي چې يو د روژې خوړلو جرم او ګناه او بل د زنا جرم چې زنا د نا حق قتل څخه وروسته لويه ګناه ده تفصيل دلته وګورئ .

مګر بيا هم د الله تعالی په دربار کې د توبې دروازه خلاصه ده دغه کس به کلکه توبه وباسي ، په دنيا کې يې جزا دا ده چې پر هغه باندې به حد جايري کيږي که واده شوي وي رجم کيږي به او که واده شوی نه وي سل دورې به وهل کيږي .

د روژې قضايي به ګرځوي او کفاره به ادا کوي .

د يوې روژې قصداً خوړلو کفاره دا ده چې د يوې ورځې په بدل کې به 60 ورځې پرلپسې روژه نيسي که دا يې په وس پوره نه وي 60 مسکينانو ته به دوه وخته په مړه ګيډه خوراک ورکوي هغه که د کور له لارې يا د بازار او يا به هر مسکين او غريب ته نيم صاع غنم چې 1.65 ګرامه کيږي يا د هغه قيمت ورکوي

مثلاً که د يو کلو ګرام غنمو قيمت 25 افغانۍ فرض کړو نو 1.65×25=41 يوڅلويښت افغانې د فې نفر مسکين او غريب د پاره ورکول کيږي .

(فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۳۱۴ ) .

فان لم يجد صام شهرين متتابعين فان لم يستطع اطعم ستين مسکيناً (درالمختار ج۲ ص ۱۴۹ ) .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: