په خوړو پسې سمدستي شین چای د خوړو د جذب مخه نیسي

شین چای روغتيا ته ګټور دی خو څښل يې خپل اصول لري.
ډاکتران وايي، د ورځې په اوږدو کې له ۲ تر ۵ پیالو شین چای څښل روغتيا ته ګټه، خو تر دې ډېر بيا د ګټې پر ځای تاوان لري.
د شین چای په اړه دا هم ویل کېږي، چې په خوړو پسې سمدستي يې څښل ښه نه دي.
څېړونکي وايي، په خوړو پسې سمدستي د شین چای څښل د دې سبب کېږي، چې له خوړو وجود ته جذب شوې کالوري او پروټينونه ټول له منځه لاړ شي.
ډاکتران سپارښتنه کوي، چې له خوراک وروسته دې د څه وخت لپاره صبر وشي څو خواړه هضم شي او د وجود د اړتيا وړ مواد ترې وينې ته جذب شي.
د شین چای په اړه بله سپارښتنه دا ده، چې بايد ډېر ګرم و نه څښل شي، ځکه ډېر ګرم چای معده او مرۍ دواړه زيانمنوي.
په ډېر ګرم چای کې د شاتو د نه ګډولو سپارښتنه هم شوې، ځکه په دې سره شات خپل کيفيت له لاسه ورکوي.
له دې ټولو ور هاخوا شین چای د وزن په کنټرول کې مهم رول لري. د پوستکي لپاره هم ګټور دی او که يې څښی نو غاښونه به مو هم سالم وي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب