بیلابیلد اسلام او قرآن اعجاز

په خوب کې د غوږونو فعالیت او د خوځښت اهمیت

په خوب کې دغوږونو فعالیت

بیا دڅو کلونو لپاره مو ددوی غوږونه بند کړل (الكهف 11).
ددې آیت مفهوم دادی چې هرکله دکهف اصحاب ویده شول ددوی غوږونه  دالله (ج) له لوری وتړل شول څو چې غږ وانه وری . له دې نه چې دلته یواځې داوریدو حس باندې ټینګار شوی له ځانګړی اهمیت څخه برخمن دی .
نویو څېړنو ښودلې چې دغوږو آخذه دخوب په وخت کې هم فعاله وی له همدې کبله دویښېدو لپاره له زنګ لرونکی ګړۍ څخه کاراخلو.
ددوی غوږونه یی بند کړل چې په کلوکلو هم له خوبه اوچت نه شی.

دخوب په وخت کې دخوځښت اهمیت

هغوی مو ويښ وګڼل په داسې حال کې چې هغوی ټول ویده وواوموږ هغوی پر ښی اړخ اوکیڼ اړخ  اړول رااړول(الكهف 18).
دغه آیت د اصحب کهف په هکله دی چې درې سوه کاله دغره په یوه سوری کې ویده شوی وو. الله (ج) فرمایی چې هغوی یی ښی لوراوکین لورته اړول راړول ، ددې موضوع اهمیت په دې وروستیو کې موندل شوی دی.

څوک چې دډیر وخت لپاره په همدې وضیعت کې پاتې کېږی ډیری روغتیایی ستونزی به یی په برخه شی . لکه دوینی ددوران ناسموالی ، دبستر ټپ ، دوینې ټینګېدل ، اونور . کله چې یو څوک په دوامداره توګه په یوه حال پاتې شی هغه برخه رګونه یی چې بستر سره اړیکه لری کېښودل کېږی اوکیدای شی وتړل شی، چې په پایله کې اکسیجن اونور غذایی توکی نسج اوپوستکی ته نه رسېږی اودنسجونو دمړینې لامل ګرځی . لومړی به پوستکی له مېنځه ځی اوهرڅورمره چې دوام ومومی دپوستکی لاندې وازدې اوعضلې هم له مېنځه ځی . که چېر ې ددغو ټپونو درملنه ونه شی مکروب نیسی اوډیرې خطری رامینځته کوی اوآن چې دمړینې لامل ګرځی .
دهغو لپاره ډیره ښه روغتیایی وقایه دوضیعت بدلون ورکول دی . هغه ناروغان چې خپله خوځښت نه شی کولای باید دمرستندوی شخص له خوایی مرسته وشی اووروسته له هرو ددو ساعتونو له یوه اړخ نه بل اړخ ته واړول شی .

 

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: