په بايبل کې 107 څرګند تناقضات

په بايبل یا اوسني انجيل کې يوسل او يو (١٠١) څرګند تضادونه:

1.    چا داود(ع) وهڅاوه چې د اسرايلو جنګي کسان وشميري؟

*    الله ( دوهم سمويل 1:24 )

*    شيطان ( اول تاريخ 1:21 )

2.    په هغه شميرنه کې د اسرايلو د جنګي کسانو شميره څومره وه؟

*    اته سوه زره (٨٠٠٠٠٠) (دوهم سمويل 24:49 )

*    يوميلون او سل زره (١١٠٠٠٠٠) (اول تاريخ 21:5 )

3.    په يهودا کې څومره جنګي کسان وو؟

*    پنځه سوه زره ( دوهم سمويل ٩:٢٤)

*    څلورسوه اويا زره (اول تاريخ ٥:٢١)

4.    الله (ج) داود(ع) ته ملايکه د څو کلونو قحطۍ د خبر ورکولو په اړه وليږله ؟

*    اووه (دوهم سمويل ١٣:٢٤ )

*    درې ( اول تاريخ ١٢:٢١ )

5.    اخزيا په څوکلنۍ کې د بيت المقدس پاچاهۍ ته ورسيد؟

*    دوه ويشت ( دوهم پاچاهان ٢٦:٨)

*    دوه څلويښت ( دوهم تاريخ ٢:٢٢)

6.    يهوياقيم د بيت المقدس پاچاهۍ ته په څو کلنۍ کې ورسيد؟

*    اتلس (دوهم پاچاهان ٨:٢٤)

*    اته (دوهم تاريخ ٩:٣٦)

7.    څومره وخت هغه په بيت المقدس پاچاهي وکړه؟

*    درې مياشتې (دوهم پاچاهان ٨:٢٤)

*    درې مياشتې او لس ورځې (دوهم تاريخ ٩:٣٦)

8.    د دواد(ع) د پياوړو د ټولي مشر چې نيزه پورته کړه په يو وخت کې يې څومره وګړي ووژل؟

*    اته سوه (دوهم سمويل ٨:٢٣)

*    درې سوه (اول تاريخ ١١:١١)

9.    داود(ع) بيت المقدس ته د عهد صندوقچه، فلسطينيانو ته د شکست ورکولو څخه مخکې او که وروسته راوړه؟

*    وروسته (دوهم سمويل ٥ او ٦)

*    مخکې (اول تاريخ ١٣ او ١٦)

10.    نوح (ع) ته الله(ج) په بيړۍ کې د پاکو ژوو د څو جوړو د اچولو ويلي وو؟

*    دوه (پيدايښت ١٩:٦،٢٠)

*    اووه (پيدايښت ٧:٢) مګر د اخرنۍ لارښوونې سره سره په بيړۍ کې دوه جوړې واچول شوى. له دې خبرې دا راڅرګنديږي چې نوح (ع) العياذ بالله د الله (ج) نافرماني وکړه چې دا په خپل وار د نوموړي کتاب په تکذيب دلالت کوي.

11.    کله چې داود(ع) د موابي پاچا ته ماتې ورکړه،څو تنه سواره يې په اسارت ونيول؟

*    يو زر او اووه سوه ( دوهم سمويل ٤:٨)

*    اووه زره (اول تاريخ ٤:١٨)

12.    سليمان (ع) د اسانو لپاره څو طبيلې درلودې؟

*    څلويښت زره ( اول پاچاهان ٢٦:٤)

*    څلور زره (دوهم تاريخ ٢٥:٩)

13.    د اسا د پاچاهۍ په څووم کال د اسراييلو پاچا،بعشا،ومړ؟

*    شپږويشتم کال ( اول پاچاهان ٣٣:١٥-٨:١٦)

*    تر شپږديرشم کال پورې ژوندى وو (دوهم تاريخ ١:١٦)

14.    سليمان (ع) د کليسا د جوړولو لپاره څومره څارونکي ګمارلي وو؟

*    درې زره او شپږسوه ( دوهم تاريخ ٢:٢(

*    درې زره درې سوه (اول پاچاهان ١٦:٥)

15.    د سليمان (ع) جوړې شوى ودانۍ څومره لامباځايونه لرل؟

*    دوه زره (اول پاچاهان ٢٦:٧)

*    له درې زرو څخه زيات (دوهم تاريخ ٥:٤)

16.    د بابيليانو د اسارت څخه د ازاد شوو يهودانو له جملې د بني قحت مواب څخه څو تنه وو؟

*    دوه زره،اته سوه او دولس (عزرا ٦:٢)

*    دوه زره، اته سوه او اتلس (نحميا١١:٧)

17.    د بني زنو څو کسان وو؟

*    نهه سوه او پنځه څلويښت (عزرا ٨:٢)

*    اته سوه او پنځه څلويښت (نحميا ١٣:٧)

18.    د بني ازجد څو کسان وو؟

*    يو زر،دوه سوه او دوه ويشت (عزرا ١٢:٢)

*    دوه زره، درې سوه او دوه ويشت (نحميا ١٧:٧)

19.    د بني عادين څو کسان وو؟

*    څلور سوه او څلور پنځوس (عزرا ١٥:٢)

*    درې سوه او اته ويشت (نحميا ٢٠:٧)

20.    د بني حاشوم څو کسان وو؟

*    دوه سوه درويشت (عزرا ١٩:٢)

*    درې سوه او اته ويشت (نحميا ٢٢:٧)

21.    د عاى او بيتل له اولادې څخه څو کسان وو؟

*    دوه سوه او درويشت (عزرا ٢٨:٢)

*    يو سل او درويشت (نحميا ٣٢:٧)

22.    عزرا ٦٤:٢ او نحميا ٦٦:٧ دواړه په دې متفق دي چې د ټولې غونډې مجموعي تعداد ٤٢٣٦٠ وو، مګر سره له دې هم مجموعه يې د ياد شوي عدد سره نږدې نه ده. مجموعه چې له هر کتاب څخه په لاس راغلى په لاندې ډول ده:

*    ٢٩٨١٨(عزرا)

*    ٣١٠٨٩ (نحميا)

23.    څومره سندرغاړو په غونډه کې برخه اخيستې وه؟

*    دوه سوه (عزرا ٦٥:٢)

*    دوه سوه او پنځه څلويښت (نحميا ٦٧:٧)

24.    د ابيجا پاچا،مور څه نوميده؟

*    ميکيا د ګيبيا د يوريل لور ( دوهم تاريخ ٢:١٣)

*    معکه د ابسالوم لور (دوهم تاريخ ٢٠:١١)،د يادونې وړ ده چې ابسالوم يوازې يوه لور درلوده چې تامارنوميده (دوهم سمويل ٢٧:١٤)

25.    ايا يوشع او يهودانو بيت المقدس ونيو؟

*    هو (يوشع ٢٣:١٠ ،٤٠)

*    نه (يوشع ٦٣:١٥)

26.    د يوسف،د مريم څښتن، پلار څوک وو؟

*    يعقوب (متا ١٦:١)

*    هالي (لوقا ٢٣:٣)

27.     عيسى (ع) د دواد (ع) د کوم ځوى د نسل څخه وو؟

*    سليمان (متا ٦:١)

*    ناتان (لوقا ٣١:٣)

28.    د سالتييل پلار څه نوميده؟

*    يکنيا (متا ١٢:١)

*    نيري (لوقا ٢٧:٣)

29.    د زروبابل کوم ځوى د عيسى (ع) نيکه کيده؟

*    ابيهود (متا ١٣:١)

*    ريسا (لوقا ٢٧:٣) مګر د زروبابل اووه اولادونه: مشلام، حننيا، حشوبه، اهل، برخيا، حسديا، يوشب نوميده چې ابيهود او ريسا د هيڅ يو سره سمون نه لري.

30.    د عزيا پلار څوک وو؟

*    يورام (متا ٨:١)

*    امصيا (دوهم تاريخ ١:٢٦)

31.    د يکنيا پلار څه نوميده؟

*    يوشياه (متا ١١:١)

*    يهوياقيم (اول تاريخ ١٦:٣)

32.    د بابلي د تبعيد څخه تر عيسى (ع) پورې څو نسلونه تير شوي دي؟

*    څوارلس (متا ١٧:١)

*    مګر د نسلونو دقيقه شميره يوازې ديارلس ده (متا وګورئ ١٢:١-١٦)

33.    صالح (ع) د چا زوى وو؟

*    د قينان (لوقا ٣٥:٣ -٣٦)

*    د ارفکشاد(پيدايښت ١٢:١١)

34.    ايا يحيى (ع) د الياس (ع) د راتګ زيرى ورکوونکي و؟

*    هو (متا ١٤:١١ ، ١٣:١٠)

*    نه (يوحنا ١٩:١ -٢١)

35.    ايا عيسى (ع) د داود(ع) تخت په ميراث اخيستى و؟

*    هو، ځکه چې فرشتې وويل (لوقا ٣٢:١)

*    نه، ځکه چې هغه د يهوياقيم د اولادې څخه و(متا ١١:١ او اول تاريخ ١٦:٣ وګورئ). يهوياقيم د الله (ج) رټلې و نو ځکه د هغه د اولادې څخه هيڅوک د داود(ع) په تخت کيناستى نه شي (ارميا ٣٠:٣٦)

36.    عيسى (ع) بيت المقدس ته، په  څومره ژوو سپور راغى؟

*    د اس په يو بچې ( مرقس ٧:١١  لوقا ٣٥:١٩ ). دوي عيسى (ع) ته د اس يو بچې راوست او خپلې جامې يې په هغه واچول او عيسى (ع) په هغې سپور شو.

*    په دوو (يو د اس بچې او بل خر) (متا ٧:٢١). هغوي خر او د اس بچې عيسى (ع) ته راوستل او خپلې جامې يې پرې واچولې او عيسى (ع) ورباندې سپور شو.

37.    شمعون پطروس څنګه پوه شو چې عيسى هماغه مسيح دى؟

*    د يو جنتي الهام په واسطه (متا ١٧:١٦)

*    دهغه ورور، اندرياس، ورته ويلي و.

38.     عيسى(ع) د لومړي ځل لپاره د شمعون او اندرياس سره په کوم ځاى کې وکتل؟

*    د جليلي سمندر سره (متا ١٨:٤ -٢٢)

*    د اردن سيند په غاړه (يوحنا ٤٢:١) له هغې وروسته عيسى(ع) پريکړه وکړه چې جليلي ته لاړ شي (يوحنا ٤٣:١)

39.    ايا د يانيروس سره د عيسى (ع) د کتلو څخه وړاندې د هغه لور مړه شوى وه؟

*    هو. متا ١٨:٩ د هغه خبرې په دې ډول راخيستې دي ( زما لور همدا اوس مړه شوه.)

*    نه . مرقس ٢٣:٥) د هغه خبره داسې بيانوي (زما لور د ځنکدن په حال کې ده.)

40.    ايا عيسى (ع) خپلو پيروانو ته د دې اجازه ورکړې وه چې په کوچ کې له ځان سره امسا واخلي؟

*     هو (مرقس ٨:٦)

*    نه (متا ٩:١٠ -١٠،لوقا ٣:٩)

41.    ايا هروديس داسې فکر کاوه چې عيسى (ع)، يحيى (ع) تعميد(عيسوي نوم ورکول) کړى و؟

*    هو (متا ٢:١٤، مرقس ١٦:٦)

*    نه (لوقا ٩:٩)

42.    ايا يحيى(ع)،عيسى (ع) د تعميد کولو څخه وړاندې پيژندلى و؟

*    هو (متا ١٣:٣-١٤)

*    نه (يوحنا ٣٢:١،٣٣)

43.    ايا يحيى (ع) عيسى (ع) د تعميد کولو څخه وروسته پيژندلى و؟

*    هو ( يوحنا ٣٢:١،٣٣)

*    نه (متا ٢:١١)

44.    د يوحنا انجيل مطابق، عيسى (ع) د خپل ځان د شهادت په اړوند څه ويلي وو؟

*    که زه د ځان په اړوند شاهدي ورکړم، زما شهادت درست نه دى. (يوحنا ٣١:٥)

*    تر دې که زه د ځان په اړوند شاهدي ورکړم، زما شهادت درست دى (يوحنا ١٤:٨)

45.    هغه مهال چې عيسى (ع) بيت المقدس ته لاړ، ايا هغه په همغه ورځ کليسا پاکه کړه؟

*    هو (متا ١٢:٢١)

*    نه. هغه کليسا ته ننوت او ګرد چاپير يې وکتل، څرنګه چې ډير ناوخته و هغه هيڅ ونه کړل. د هغې په ځاى، بيت عنيا ته لاړ تر څو هلته شپه تيره کړي او په سبا يې کليسا پاکه کړي.

46.    ټول انجيلونه وايې چې عيسى (ع) د انځر يوې ونې ته خيرا وکړه،ايا هغه ونه سمدستي وچه شوه؟

*    هو (متا ١٩:٢١)

*    نه. هغه د يوې شپې په تيريدو وچه شوه. ( مرقس ٢٠:١١)

47.    ايا يهودا، عيسى (ع) ښکل کړ؟

*    هو (متا ٥٠-٢٦:٤٨)

*    نه . يهودا، عيسى (ع) ته دومره نږدې ورنه شو تلى چې هغه ښکل کړي. (٣:١٨-١٢)

48.    عيسى (ع) د پطروس په رد کې څه وويل؟

*     چرګ به تر هغې اذان ونه کړي تر څو چې ته له ما څخه درې ځلې انکار ونه کړي (يوحنا ٣٨:١٣)

*    وړاندې له دې چې چرګ دوه ځلې اذان وکړي، ته به درې وارې زما رد وکړى(مرقس ٣٠:١٤). کله چې چرګ يو ځل اذان وکړ، تر هغه پورې درې انکارونه بشپړ شوي نه وو (مرقس ٧٢:١٤ وګورئ) . نو ځکه يې اټکل غلط وخوت.

49.    ايا عيسى (ع) خپل صليب له ځانه سره يووړ؟

*    هو (يوحنا ١٧:١٩)

*    نه (متا ٣١:٢٧-٣٢)

50.    ايا عيسى (ع) د کليسا د پردې د څيرې کيدو نه وړاندې وفات شو؟

*    هو (متا ٥٠:٢٧-٥١، مرقس ٣٧:١٥-٣٨)

*    نه. وروسته له دې چې پرده څيرې شوه، عيسى (ع) په لوړ اواز چغه کړه[ پلاره ما خپل روح تاته وسپاره]، له دې خبرې کولو څخه وروسته هغه وفات شو.(لوقا ٤٥:٢٣-٤٦)

51.    ايا عيسى (ع) په پټه توګه څه شى ووايه؟

*    نه. ما چا ته په پټه توګه څه ونه ويل  (يوحنا ٢٠:١٨)

*    هو. هغه دوي ته له ديني داستانونو څخه پرته بل څه نه ويل، مګر حوارينو ته يې په پټه توګه هر څه تشريح کول (مرقس ٣٤:٤). حوارينو به له هغه نه دا پوښتنه کوله چې ولې هغوي ته ديني داستانونه وايې؟ هغه وويل، يوازې تاسې ته الله د کايناتو د اسرارو په پوهيدو عطا کړيده مګر هغو ته تراوسه نه ده ورکړل شوى. (متا ١٠:١٣-١١)

52.    په صليب باندې د عيسى (ع) د دارځړونې د ورځې په شپږم ساعت کې هغه چيرته و؟

*      په صليب باندې (مرقس ٢٣:١٥)

*    د پيلاطوس په محکمه کې (يوحنا ١٤:١٩)

53.    په  انجيلونو کې دا يادوونه شويده چې د عيسى (ع) سره دوه غله په دار ځړول شوي وو. ايا دواړو غلو په عيسى (ع) باندې  ملنډې وهلې؟

*      هو (مرقس ٣٢:١٥)

*    نه. يوه د هغوي په عيسى (ع) باندې ملنډې وهلې او بل ور څخه دفاع وکړه. (لوقا ٤٣:٢٣)

54.    ايا عيسى (ع) د دار ځړولو په ورځ جنت ته لاړ؟

*    هو. عيسى (ع) هغه غله ته، چې له ده څخه يې دفاع کړي وه، وويل ته به نن ورځ له ما سره په جنت کې يې (لوقا ٤٣:٢٣)

*    نه. هغه دوه ورځې وروسته مريم ته وويل چې لا تراوسه خپل ته نه دې ورختلى (يوحنا ١٧:٢٠)

55.    هغه وخت چې شانول دمشق ته روان و، هغه يوه رڼا وليده او يو غږ يې واوريد. ايا هغه خلک چې له هغه سره وو هم غږ واوريد؟

*    هو (د رسولانو اعمال ٧:٩)

*    نه (د رسولانو اعمال ٩:٢٢)

56.    کله چې شانول رڼا وليده، په ځمکه راولويد. ايا د هغه ملګري هم په ځمکه راولويدل؟

*    هو ( د رسولانو اعمال ١٤:٢٦)

*    نه ( د رسولانو اعمال ٧:٩)

57.    ايا اواز شانول ته د هغه د دندې په اړوند وويل؟

*    هو ( د رسولانو اعمال ١٦:٢٦-١٨)

*    نه. اواز هغه ته وويل چې د دمشق ښار ته لاړ شه هلته به تاته رسالت وسپارل شي. (د رسولانو اعمال ٧:٩،١٠:٢٢)

58.    کله چې اسراييل په شطيم کې ميشت شول، د مواب د لوڼو سره يې زنا وکړه. الله هغوي په وبا اخته کړل.په دې وبا کې څو کسان مړه شول؟

*     څلرويشت زره (اعداد ١:٢٥ او ٩)

*    درويشت زره (اول قرنتيان ٨:١٠)

59.    د اسحاق(ع) د کورنۍ څو غړي مصر ته راغلل؟

*    اويا ى(پيدايښت ٤ او ٢٧)

*    پنځه اويا (د رسولانو اعمال ١٤:٧)

60.    يهودا په هغه پيسو څه وکړل چې د عيسى (ع) سره د خيانت په بدل کې يې اخيستې وې؟

*    هغه ورباندې د کر ځمکه واخيسته (د رسولانو اعمال ١٨:١)

*    هغه ټولې پيسې په کليسا کې واچولى او لاړ. ملايانو دغه پيسې د کليسا په خزانه کې وانه چولى او په هغه يې د بيګانه خلکو لپاره د هديرې ځمکه واخيستله. (متا ٥:٢٧)

61.    يهودا څرنګه ومړ؟

*     وروسته له هغې چې پيسې يې کليسا ته وغورځولې، لاړ او خپل ځان يې غرغره کړ(متا ٥:٢٧)

*    هغه په هغه پيسو چې د خپل بدو کړو په مقابل کې يې اخيستې وې ځمکه واخيستله وروسته له هغې په بيړه راپريوت او په منځ وشکيد او ټولې کلمې يې راووتى. (د رسولانو اعمال ١٨:١)

62.    ولې هغه ځمکې ته د وينې ځمکه وويل شوه؟

*    ځکه چې موليانو هغه د بدې کړنې په ترسره شوو پيسو اخيستى وه (متا ٨:٢٧)

*    ځکه چې د يهودا په وينو رنګ مړينه هلته وه (د رسولانو اعمال ١٩:١)

63.    چا خپل ځان د نورو لپاره قرباني کړ؟

*    د خداى زوى راغى تر څو خپل ژوند د ډيرى خلکو لپاره نذرانه کړي (مرقس ٤٥:١٠). عيسى (ع) خپل ځان د ټولو لپاره قرباني کړ…(اول تيموتاوس)

*    ګناهکاران د ريښتينو او جفاکاران د نيکانو لپاره نذرانه ده ( امثال ١٨:٢١)

64.    ايا د موسى (ع) قانون ګټور دى ؟

*    هو. ټول نصوص… ګټور… دي…(دوهم تيموتاوس ١٦:٣)

*    نه. څرنګه چې لومړى قانون ضعيف و نو ځکه منسوخ شو (عبرانيانو ته ليک ١٨:٧)

65.    په صليب باندې کټ مټ څه ليکل شوي وو؟

*     دا د يهودو پاچا عيسى دى (متا ٣٧:٢٧)

*    د يهودو پاچا (مرقس ٢٦:١٥)

*    دا د يهودو پاچا دى (لوقا ٣٨:٢٣)

*    د يهودو پاچا عيسى ناصري (يوحنا ١٩:١٩)

66.    ايا هروديس غوښتل چې يحيى وواژه؟

*    هو (متا ٥:١٤)

*    نه. هغه د هروديس ښځه، هروديا وه چې غوښتل يې عيسى ووژني مګر هروديس پوه و چې هغه يو سپيڅلى سړى و نو ځکه يې خوندي وساته (٢٠:٦)

67.    د دولس حوارينو د ډلې څخه لسم کس څوک و؟

*    تدي (متا ١-٤ :١٠ ، مرقس ١٣:٣-١٩)

*    يهودا د يعقوب زوى، په لوقا انجيل کې د ليکل شوو نومونو مطابق ( لوقا ١٢:٦-١٦)

68.    عيسى يو ماليه ټولونکى کس وليد او له هغه نه يې د پيروۍ غوښتنه وکړه، هغه کس څه نوميده؟

*     متا (متا ٩:٩)

*    لاوي ( مرقس ١٤:٢ -٢٧:٥ ، لوقا ٢٧:٥)

69.    ايا عيسى (ع) د پسح اختر څخه په مخکنى ورځ په دار وځړول شو او که په وروستنۍ ورځ؟

*    وروسته (مرقس ١٢:١٤ -١٧)

*    مخکى. د پسح اختر د لمانځنى څخه مخکى (يوحنا ١) يهودا د شپې ووت (يوحنا٣٠:١٣) نورو حوارينو دا ګمان وکړ چې هغه د سودا اخيستلو لپاره بيرون تلو تر څو د پسح اختر ډوډۍ تياره کړي (يوحنا ٢٩:١٣) کله چې عيسى ونيول شو نو يهودان ماڼۍ ته داخل نه شو تر څو پليت نه شي او د اختر په مراسمو کې ګډون وکړي (يوحنا ٢٨:١٨) کله چې د عيسى په خلاف فيصله شوه نو دا وخت د پسح اختر د ورځې شپږ بجې وې (يوحنا ١٤:١٩)

70.    ايا عيسى د پلار څخه په دار د ځړيدو د مخنيوي غوښتنه وکړه؟

*     هو. (متا ٣٩:٢٦ ، مرقس ٣٦:١٤ ،لوقا ٤٢:٢٢)

*    نه. (يوحنا ٢٧:١٢)

71.    په هغه انجيلونو کې چې وايې عيسى (ع) په صليب باندې د ځړيدو څخه د امان غوښتلو لپاره دعا وکړه، هغه د دعا کولو لپاره څو ځلې د خپلو پيروانو څخه لرى شو؟

*    درې ځلې (متا ٣٦:٢٦ ،مرقس ٣٢:١٤ -٤٢)

*    يو ځلې. د نورو دوه ځلې دعا لپاره وخت پيدا نه شو (لوقا ٣٩:٢٢ -٤٦)

72.    متا او مرقس په دې متفق دي چې عيسى (ع) درې ځلې دعا وکړه، د دوهمې دعا الفاظ څه وو؟

*    مرقس د الفاظو يادونه نه کوي مګر وايې چې الفاظ يې د وړومبۍ دعا په څير وو(مرقس ٣٩:١٤)

*    متا د الفاظو يادونه کوي مګر دا د وړومبۍ دعا د الفاظو په څير نه دې (متا ٤٢:٢٦)

73.    کله چې عيسى(ع) وفات کيده رومي افسر څه وويل ؟

*     دا ښکاره ګناهکار دى (لوقا ٤٧:٢٣)

*    دا په ريښتيا د خداى زوى دى (مرقس ٣٩:١٥)

74.    کله چې عيسى (ع) ويل(اى زما خدايه، اى زما خدايه ولى مې يوازې پريږدې). هغه په کومه ژبه دا خبرې وکړى؟

*    عبراني : الفاظ په دې ډول وو ( الوى، الوى)…(متا ٤٦:٢٧)

*    ارامي: الفاظ په دې ډول وو (الوى، الوى)…(مرقس ٣٤:١٥)

75.    د انجيلونو په وينا، د عيسى (ع) د مړينې په وخت کې اخرني الفاظ څه وو؟

*    اى پلاره ما خپل روح تاته وسپاره (لوقا ٤٦:٢٣)

*    تمام شو (يوحنا ٣٠:١٩)

76.    کله چې عيسى (ع) کفرناحوم ته لاړ، هغه د يو رومي افسر غلام روغ کړ. ايا افسر عيسى (ع) ته په دې اړه خپله ورغلى و؟

*    هو (متا ٥:٨)

*    نه. هغه د يهودو څه مشران او خپل ملګري هغه ته وليږل (لوقا ٣:٧،٦)

77.

*    ادم (ع) ته ويل شوي و، که چيرې ته د منع شوى ونې ميوه وخورې نو ته به په همغه ورځ ومرې (پيدايښت ١٧:٢)

*    ادم (ع) د منع شوى ونې ميوه وخوړه او تر ٩٣٠ کلنۍ پورې ژوندې پاتې شو (پيدايښت ٥:٥)

78.

*    خداى پريکړه وکړه چې د انسان عمر دې تر ١٢٠ کالو پورې وي (پيدايښت ٣:٦)

*    د ډيرى خلکو عمر د ٢١٠ کالو څخه اوړي. ارفکشاد ٤٣٨کاله عمر درلود. دهغه زوى صالح ٤٣٣ کاله ژوندى و. د صالح زوى عابر ٤٦٤ کلونه ژوند وکړ او نور…(پيدايښت ١٢:١١ -١٦)

79.    پرته له عيسى (ع) څخه بل څوک هم جنت ته تللي دي؟

*     نه. (يوحنا ١٣:٣)

*    هو. ايليا د يو بړبوړکۍ په مرسته جنت ته لاړ (دوهم پاچاهان ١١:٢)

80.    کله چې داود (ع) د خداى کورته لاړاو سپيڅلې ډوډۍ يې وخوړه،په هغه وخت کې ستر راهب څوک و؟

*     ابياتار (مرقس ٢٦:٢)

*    احيملک، د ابياتار پلار (اول سموييل ١:١ ،٢٠:٢٢)

81.    ايا د عيسى (ع) جسد مخکې د خښولو څخه د يهودو د رواج مطابق په کتاني ټوټه  کې تاو شوى و؟

*     هو او ښځينه پيروانو يې تدفين وليد (يوحنا ٣٩:١٩ -٤٠)

*    نه. عيسى (ع) يوازې په لينوني کفن کې نغښتل شوى و. پس له هغې ښځې لاړې معطر دارو يې برابر کړ او هغه ته يې د تيلو مسحه ورکړه (مرقس ١:١٦)

82.      ښځو څه وخت معطر دارو واخيستل؟

*    د خالي ورځې د تيريدو څخه وروسته (مرقس ١:١٦)

*    مخکې د خالي ورځې څخه.  ښځو دارو او تيل برابر کړل. له هغې وروسته، دوي د خالي په ورځ د خداى د امر سره سم استراحت وکړ (لوقا ٥٥:٢٣ څخه تر ١:٢٤)

83.    ښځې د ورځې په کومه حصه کې زيارت ته لاړې؟

*      سپيده داغ (متا ١:٢٨)

*    کله چې لمر راوخوت (مرقس ٢:١٦)

84.    زيارت د تللو څخه د ښځو موخه څه وه؟

*    د دې لپاره چې د عيسى (ع) جسد په معطره دوا خوشبو کړي (مرقس ١:١٦ ،لوقا ٥٥:٢٣ څخه تر ١:٢٤)

*    چې زيارت وګوري. نه د خوشبويې کولو لپاره (متا ١:٢٨)

*    د څه خاص مقصد په خاطر نه وې تللې. په دې انجيل کې د خالې ورځې څخه وړاندې په کتاني ټوټه کې تاوول او خوشبو کول تر سره شوي وو(يوحنا ١:٢٠)

85.    د زيارت په خوله کې يوه غټه ډبره ايښودل شوى وه. کله چې ښځې راورسيدې ډبره چيرې وه؟

*    هغوي وليدل چې ډبره شاته رغړيدلې ده (مرقس ٤:١٦). هغوي ته څرګنده شوه چې ډبره د زيارت څخه رغړيدلې ده (لوقا ٢:٢٤). هغوي وليدل چې ډبره د زيارت څخه وړل شويده (يوحنا ١:٢٠)

*    کله چې ښځې زيارت ته ورسيدې،د اسمان څخه يوه ملايکه راښکته شوه،ډبره يې ترې ورغړوله،او د ښځو سره يې خبرې وکړې. متا ښځې د ډبرې په نااشنا رغړولو شاهدانې کړې (متا ٢٨: ١-٦)

86.    ايا کوم چا ښځو ته وويل چې د عيسى په جسد څه وشو؟

*    هو. يو ځوان سړى چې سپينه چپنه يې اغوستې وه (مرقس ٥:١٦).  دوه سړي چې روښانه لباس يې اغوستې و، وليدل چې د ملايکو خبرې يې واضح کولې (لوقا ٤:٢٤ او ٢٣:٢٤) . هغې ملايکې چې ډبره يې شاته رغړولې وه(متا ٢:١٦). په هر حالت کې ښځو ته وويل شول چې عيسى وروسته د مړينې څخه پورته شويدى (متا ٧:٢٨، مرقس ٦:١٦، لوقا ٥:٢٤ لمن ليک )

*    نه. مريم هيڅوک ونه ليدل او د راستنيدو په وخت يې ويل (هغوي خداى د قبر څخه راويستلى او موږ نه پوهيږو چې چيرته يې غورځولى (يوحنا ٢:٢٠)

87.    کله چې مريم عيسى د اول ځل لپاره ژوندى وليد، د هغې غبرګون څه و؟

*    مريم او نورو ښځو عيسى (ع) د وړومبي او يوازينې زيارت کولو څخه د راستنيدو په وخت په لاره وليد. دوي د هغه خپو ته د عبادت په نيت ورولويدې (متا ٩:٢٨)

*    کله چې مريم  دوهم ځل زيارت ته لاړه هغې عيسى (ع) د قبر څخه دباندې وليد مګر ويې نه پيژاند او د باغوان ګمان يې پرې وکړ. هغه تر اوسه فکر کوي چې د عيسى (ع) جسد چيرې استراحت کوي او غوښتل يې چې وپوهيږي چيرته دى مګر کله چې عيسى هغې ته نوم واخيست نو هغې سمدستي هغه وپيژاند او هغه يې د استاد په ويلو مخاطب کړ. عيسى (ع) هغې ته وويل ما ته لاس مه راوړه…(يوحنا ١١:٢٠ -١٧)

88.    د عيسى (ع) خپلو پيروانو ته کومې لارښوونې کولې؟

*        زما ورونو ته ووايې چې جليل ته لاړ شي، هغوي به ما هلته وګوري (متا ١٠:٢٨)

*    زما ورونو ته لاړ شئ او ورته ووايې چې زه خپل او ستاسې پلار،خپل او ستاسې خداى ته خيژم (١٧:٢٠)

89.    پيراون يې کله جليل ته ورغلل؟

*    سمدستي لاړل، ځکه کله چې هغوي عيسى په جليل کې وليد ځينې شکمن شول (متا ١٧:٢٨). دغه د شک دوره بايد دوام ونه مومي.

*    وروسته د څلويښتو ورځو. په دغه ماښام پيروان تر اوسه په بيت المقدس کې وو (لوقا ٣٣:٢٤). عيسى (ع)  هلته هغوي ته راڅرګند شو او ورته يې وويل: تر هغې پورې په دغه ښار کې اوسيږئ تر څو ستره واکمني مو په برخه شي (لوقا ٤٩:٢٤). عيسى (ع) هغوي ته د څلويښتو ورځو په موده کې راښکاره شو( د رسولانو اعمال ٣:١)، او هغوي يې تشويق کړل تر څو دبيت المقدس څخه لاړ نه شي، مګر د وعدې انتظار دې کوي…(د رسولانو اعمال ٤:١)

90.    د مدين اوسيدونکو يوسف (ع) په چا وپلوره؟

*    په اسماعيليانو (پيدايښت ٢٨:٣٧)

*    په فوطيفار چې د فرعون يو افسر وو (پيدايښت ٣٦:٣٧)

91.    يوسف مصر ته چا راوست؟

*    اسماعيليانو يوسف واخيست او مصرته يې ويوړ (پيدايښت ٢٨:٣٧)

*    د مدين اوسيدونکو هغه په مصر کې وپلوره (پيدايښت ٣٦:٣٧)

*    هغه خپلو ورونو(چا چې يوسف په مصر کې وپلوره) ته وويل: زه ستاسې ورور يوسف يم (پيدايښت ٤:٤٥)

92.    ايا خداى خپله پريکړه بدله کړه؟

*    هو. خداى سموييل ته وويل: د شاول په پاچا کولو پښيمان يم …(اول سموييل ١٠:١٥ -١١)

*    نه. خداى درواغ نه وايې او نه پښيماني کوي ځکه چې هغه انسان نه دې چې پښيماني وکړي (اول سموييل ٢٩:١٥)

*    هو. خداى په دې پښيمانه شوه چې شاول يې په اسراييلو پاچا کړيدى(اول سموييل ٣٥:١٥) دا ډيره د پاملرنې وړ ده چې پورته درې واړه ويناوې د عين کتاب په عين فصل کې يادې شويدي. له دې پرته په بايبل کې ډير ځلې يادوونه شويده چې خداى څو ځلې پښيمانه شويدى. چې مثالونه يې په لاندې ډول دي:

i.    خداى د انسان په پيدايښت پښيمانه و (پيدايښت ٦:٦) زه ډير افسوس کوم چې ما دوي پيدا کړل (پيدايښت ٧:٦)

ii.    خداى په هغه بدو چې د خپلو بنده ګانو سره يې کړي وو پښيمانه شو(خروج ١٤:٣٢)

iii.    په ډيرو نورو ځايونو کې داسې ويناوې راغلي دي.

93.    جالوت چا وواژه؟

*    داود(ع) ( اول سموييل ٢٣:١٧ ، ٥٠)

*    الحنان (دوهم سموييل ١٩:٢١)

94.     شاول چا وواژه؟

*    شاول خپله توره راوويسته او په هغې يې ځان وروغورځاوه…په دې ډول شاول مړ شو… (اول سموييل ٤:٣١ -٦)

*    يو عمالقه هغه وواژه (دوهم سموييل ١:١-١٦)

95.    په بايبل کې راغلي دي چې د موسى (ع) او هارون (ع) د هرې معجزې په مقابل کې ساحرينو همغسې جادو کاوه چې له هغې وروسته کاميابي راغله:

*    موسى او هارون ټوله موجوده اوبه په وينه بدلې کړې (خروج ٢٠:٧-٢١)

*    ساحرينو همغسې وکړل (خروج ٢٢:٧). دا ناممکنه وه ځکه نورې اوبه نه وې چې په وينه يې بدلې کړي.

96.    ايا هر انسان ګناه کوي؟

*    هو. هيڅوک نشته چې ګناه نه کوي (اول پاچاهان ٤٦:٨ همدارنګه دوهم تاريخ ٣٦:٦ امثال ٩:٢٠ ،جامعه ٢٠:٧ او اول يوحنا ٨١٠:١ وګورئ )

*    نه. ريښتينې عيسويان (هغه څوک چې وايې عيسى د خداى زوى دى) د امکان تر حده ګناه نه کوي ځکه دوي د خداى زامن دي. ..(اول يوحنا١:٥). موږ ته بايد د خداى زامن وويل شي او موږ د خداى زامن يوو( اول يوحنا ١:٣). هر هغه څوک چې مينه کوي د خداى زوى دى (اول يوحنا ٧:٤). هغه څوک چې له خداى نه پيدا شوي وي ګناه نه کوي ځکه په هغه کې د خداى خواص پاتې کيږي او هغه ګناه نه کوي ځکه هغه د خداى زوى دى (اول يوحنا ٩:٣). مګر که ووايو چې بې ګناه يو ځان ته دوکه ورکوو او د حقيقت څخه لرى يو (اول يوحنا ٨:١)

97.    څوک به د چا پيټې (ګناه) وړي؟

*    يو د بل بار يوسئ او په دې ډول د مسيح قانون په ځاى کړئ (غلاطيان ٢:٦)

*    هر سړى به خپل بار وړي (غلاطيان ٥:٦)

98.    عيسى د بيا راژوندي کيدو نه وروسته څو پيروانو ته راڅرګند شو؟

*    دولس (اول قرنتيان ٥:١٥)

*    يوولس (متا ٣:٢٧-٥ او درسولانواعمال ٩:١-٢٦ او همدارنګه متا ١٦:٢٨ ، مرقس ١٤:١٦ لمن ليک، لوقا ٩:٢٤ ، لوقا ٣٣:٢٤ وګورئ.)

99.    عيسى د خپل تعميد د غسل څخه درې ورځې وروسته چيرته و؟

*    د تعميد د غسل څخه وروسته، سمدستي د خداى روح هغه دښتې ته ويوړ او هغه په دغه دښته کې تر څلويښتو ورځو پورې پاتې شو…(مرقس ١٢:١-١٣)

*    د تعميد د غسل څخه يوه ورځ وروسته،عيسى دوه پيروان غوره کړل. په دوهمه ورځ: عيسى جليل ته لاړو د دوه نورو پيروانو سره. په دريمه ورځ: عيسى (ع) د جليل په قانا کې د واده په مراسمو کې ګډون درلود(يوحنا دغه برخې وګورئ ٣٥:١،٤٣:١، ١:٢-١١)

100.    ايا په کوچنيوالي کې د عيسى(ع) ژوند په بيت المقدس کې په خطر کې و؟

*    هو، ځکه يوسف د هغه سره مصر ته لاړ او تر هغې پاتې شو چې هروديس ومړ (متا ١٣:٢-٢٣)

*    نه. کورنۍ يې هيچيرې لاړه نه شوه. هغوي د يهودانو د رواج مطابق هغه په پټه د بيت المقدس په کليسا کې پريښود او جليل ته راستانه شول (لوقا ٢١:٢ -٤٠)

101.    کله چې عيسى (ع) په اوبو لپاسه روان و، د هغه د پيروانو غبرګون د هغه په وړاندې څه و؟

*    پيروانو يې د هغه عبادت وکړ او ويې ويل چې ته په ريښتيا د خداى زوى يې (متا ٣٣:١٤)

*    دوي ډير تعجب وکړ، ځکه دوي د ډوډۍ معجزه نه وه درک کړى، ځکه د دوي زړونه سخت وو (مرقس ٥١:٦-٥٢)

د ښوونکي لارښود کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب