احکام او مسایلاسلامشرعي پوښتنې او ځوابونهکورنۍ او ټولنه

په انتخاباتو کې د ګډون شرعي حکم

قال الله تعالې: ((إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا))

ژباړه: الله جل جلاله تاسې ته امر کوي، چې امانتونه يي اهل ته وسپارئ.

په د ایت کې د علماء کرامو ګڼ نظرونه او تاویلونه شته. یوه ډله په دې باور دي، چې دا آیت د مشرانو او منصبوالوته خطاب کوي، چې کله هم تاسې د چا ترمنځ پریکړه کوۍ نو هر چاته يي خپله برخه او حق وسپارئ او چې کله نوموړي مشر یا وکیل دا کار په همدې بڼه ترسره کړ، بیا په خلکو واجب ده، چې یاد مشر ته غوږ ونیسي، اطاعت ېې وکړي او بلنه ېې ومني.

شیخ محمد متولی الشعراوي رحمه الله وايي: امانت په دوه ډوله دې؛

  1. اول هغه چې تاسې ته یو څوک څه درکړي چې د ځان سره يي وساته، د استعمال حق يي هم نلرې.
  2. دویم هغه امانت دې، چې که د ځان سره دې وساتلو نو ته د الله په نزد مسوول کیږې (ګنهګاریږې) د بیلګې په توګه الله ج علم درکړې دا د الله له لورې یو امانت دې، مګر دا امانت ته د ځان سره نشي ساتلې، باید ستاسې له علم څخه نور هم ګټه پورته کړي.

اوس که فکر وکړو، رايه هم یو له داسې امانتونو څخه ده، که ېې سمه استعمال نکړوو نو ښکاره ده، چې ګنهګاریږوو او غاړه مو بندیږي.

یو څو تر ټولو مهم ټکي، چې ولس يي په تشویش کې اچولې، په دې اړه د الشیخ سعد بن ناصر الشتري او د نورو علماء کرامو نظريي تاسې سره شریکوم؛

  1. په د ټاکنو کې د ګډون کولو حکم څه دې؟

علماء د ټاکنو تعریف داسې کوي:

(( الانتخابات هی الطریقة من الطرق الموصله لتّاثیر والاصلاح))

ټاکنې یو له هغو لارو څخه ده، چې موږ اصلاح ته رسوي.

له همدې امله ابن تیمیه رحمه الله په ټاکنو کې د ګډون د وجوب خبره کوي او الشیخ عبدالعزیز بن باز يي د لوزوم خبره کوي.

خو شیخ الالباني رحمه الله يي بیا د نه جواز خبره کوي

دکتور خالد المصلح بیا زیاتوي: دلته یوازینۍ د نظرونو د اختلاف مسئله ده او دا کوم شعائر ندي، چې که یو څوک یی کوي هغه به د الله په کتاب او سنتو ولاړ وي او که يي نه کوي هغه به د قران او سنتو مخالف وي.

که د مطلق حراموالي خبره وه بیا خو د دې علماءو ترمنځ د اختلاف هیڅ امکان نه و.

  1. دویم تشویش او اندیښنه د رائه استعمالوونکو سره داده، که زه رائه استعمال کړم او سبا هغه وکیل غلط او ناروا کار وکړي نو زما هم غاړه بنده او الله ته مسوول یم، په اصل کې خبره داسې نده، ستا مسوولیت دا وه چې په نوماندانو کې غوره شخص ته رائه استعمال کړې او په همدې سره ستاسې غاړه خلاصیږي، او دا چې وروسته څه کیږي هغه ستا مسوولیت ندی.
  2. ځینې بیا وايي چې زه به اوس د یوې رائې د استعمال لپاره د موټر کرایه خرڅه کوم، وخت به ضایع کوم خطر به منم او په لین کې به ساعتونه ساعتونه انتظار کوم، نو دوۍ ته وایو چې تاسې دا هر څه د دې لپاره کوې چې الله جل جلاله يي اجر درکړي، او موږ تمه لرو چې الله جل جلاله به موږ ته د دې کار په ترسره کولو کې اجرونه او ثوابونه راکړي، ځکه موږ غواړو پارلمان ته خپل هغه استازي ولیږو چې په دین او خاوره مئین اشخاص وي.
  3. بله ډله خلک دا فکر کوي چې زما په یو رايه هیڅ هم نه کیږي. هغه ته وایو؛ ګرانه وروره ګرانې خورې! شاید ستاسې په یوه رايه یو نیک په دین او وطن مئین انسان د بد مافیا دین او وطن پلورونکي انسان څخه مخکې شي او بریالی شي او دغه ویاړ او ثوابونه ستاسې په برخه شي.
  4. یوه ډله بیا په دې باور ده چې دا ټاکنې مردارې دي. ځکه فلانکي نوماند فلانکي ته موټر اخیستی او فلانکي ته يي روپۍ ورکړي، دوۍ ته وایو تاسې دې ته مه ګورې چې چاته ېې څه ورکړل او چاته څه، تاسې یواځې خپل مسوولیت ادا کړې چې هغه رايه استعمالول دي او د الله په نزد خپله غاړه خلاصول دي.

شیخ صیب زیاتوي چې په داسې حالاتو کې ته د الله په امتحان کې راګیر يي او هغه دا چې په داسې حالت کې ته خپله رائه یو وړ نوماند ته استعمالوې چې غاړه دې خلاصه شمله هسکه او خپل ضمیر ته ملامت ونه اوسي او که نا اهل ته رائه استعمالوې چې سبا شرمینده، په ټولنه کې په بد نوم یاد او د الله په نزد هم مسوول اوسئ.

علي رضي الله عنه فرمايي:

((حقٌّ على الإمام أن يحكم بما أنـزل الله، وأن يؤدِّيَ الأمانة، وإذا فعل ذلك، فحقّ على الناس أن يسمعوا، وأن يُطيعوا، وأن يجيبوا إذا دُعوا ))

ژباړه: په امام یا مشر زموږ حق دې چې د الله په کتاب خپلې پریکړې وکړي او امانت اداء کړي، چې کله ېې دا کارونه وکړل بیا په ولس لازمه ده، چې خبره يي واوري، اطاعت يي وکړي او بلنه يي ومني.

اوسمهال په هیواد کې روانې پارلماني ټاکنې زموږ لپاره یو طلايي چانس دې، چې ګټه ترې پورته کړو، لومړی خپل نوماند وتلو چې زموږ د دیني شعاېرو او د هیواد د ګټو په تاوان نه وي، په دې صورت کې په موږ لازم ده، چې باید په کلکه يي تر څنګ ودریږو، د راېې د استعمال تر څنګ ورته کمپائن هم وکړو تر څو پارلمان ته لار پیدا کړي او هلته بیا زموږ د حق او حقوقو څخه په زغرده دفاع وکړي.

موږ سره چې حساب او کتاب کیږي هغه دا چې الله جل جلاله موږ ته عقل راکړې، په ټاکنو کې د ګډون او نه ګډون ګټې او تاوانوانه باید سره پرتله کړو.

په ټاکنو کې د نه ګډون لامله څه رامنځته کیږي

-د سهار او ماسختن لمونځ د ویرې له امله په مسجد کې نشې اداء کولای

–  د جمعې مبارک ورځ کې د خپل ځان د ساتنې لپاره لومړني صف ته نه ځې

د خطبې اوریدو ته وختي نه ځې، یواځې دې ته منتظر يي چې ملا الله اکبر کړي او ته هم ورمنډه کړې بغیر د خشوع او عاجزۍ لمونځ ادا کړې

خپلې جنازې په ارام زړه او درست شکل نشې کولای

د غاصب قاتل او ظالم څخه خپل حق نشې غوښتلې

د کورنۍ عزت او حیاء به دې خوندي نه  وي

خپل کاروبار کې به د مال او ځان د خطر احساس کوې

د وحشت او ویرې له امله به خپل اولادونو مکتب ته نشې لیږلای

سړکونه به دې پرمخ  تړلې وي

دنده به درته په اسانۍ نه پیدا کیږي

مکتبونه او مسجدونه به دې سوځول کیږي

فحشاء زیاتیږي

بې دیني زیاتیږي

له وطنه به خلک کډه کیږي

ستا او د خپل لایزال خدای ترمنځ مو پیژندګلوي او مینه کمیږي

خلاصه دا چې ته به هره ورځ وژل کیږې او په ناموس او ژوند به دې لوبې کیږي، نو اوس خوښه ستا چې د شته نظام تر شا دریږې او که غواړې چې د مافیا د ډلې غړی شې.

که غواړې چې له ذلته خپل ځان او ولس خلاص کړې نو رائه په وطن مئین او ژمن انسان ته استعمال کړه.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: