قرآن كريم سره مينه دژوند حاصل دی

كه ته ليكوونكي ئي  اوكه  څيړونكي زده كوونكي ئي او كه ښوونكي  اديب ئي او كه شاعر ، مقررئي او كه مفكر ، ساينس پوه ئي او كه سياست پوه عالم ئي او كه صوفي قاضي ئي اوكه وكيل ډاكتر ئي او كه انجينر، داعي ئي او كه واعظ هر څوك چي ئي خو دايقين وكړه كه قرآن كريم زده نكړي او ځان ورباندي پوه نكړي دعلم نه محروم ئي دعلم دمزي سره نابلد ئي  او تر اوسه درته دعلم سراغ هم نه دي معلوم ، دعلم سرچينه قرآن دي دعلم كيلي قرآن دي او زه په يقين سره وايم چي هرهغه څوك دعلم نه محروم دي څوك چي قرآن نه محروم دي.
قرآن كريم تاسو ته حقايق راڅرګندوي ، قرآن ستاسي علمي تنده ماتوي قرآن تاسو ته دعلم مزه دربخښي ، كه تاسي دخبرو په ګوهر پوهيږي قرآن تاسو باندي دخبرو ګوهر راښكاره كوي
دقرآن سره مينه دژوند حاصل دي په دي كي غور او فكر كولوكي دانسانيت ترقي ده او د قرآن په رڼا كي دخپل شخصيت جوړولوكي دسعادت اونيكبختۍ راز دي ، دقرآن نه هدايت اخستل عقلمندي ده او دقرآن په هدايت تګ دكاميابۍ ضامن دي.
هغه خلك څومره بختور دي چي الله تعالي ورته دقرآن سره مينه نصيب كړي دقرآن دلوستلو او اوريدلو او په هغي كي دغور اوفكر كولوموقع ورته په لاس ورشي او الله تعالي ورته دا توفيق وركړي چي دقرآن په رڼا كي دخپل ځان كورنۍ او ټولني اصلاح وكړي
اوهمدارنګه دهغه محروم په ژوند كه هرڅومره افسوس وكړوسم دي چاته چي الله تعالي ټول صلاحيتونه وركړي وي دلوستلوليكلوپوره صلاحيت لري بياهم دقرآن دعلم نه محروم وي او كه دغه خلكوته دخپلي محرومۍ احساس هم نه وي نوبياخو ددوي په حال كه د اوښكو په ځاي ويني تويي كړو هم كمي دي او ددي محرومۍ تلافي نشي كولاي (مولانا محمديوسف اصلاحي )
نو: راځۍ چي په شريكه دقرآني تعليماتو دعام كولوكوشش وكړو ، پخپله هم قرآن زده كړو او په ټولنه كي ددي تعليماتو دخورولو كوشش وكړو.
شكرالله (مخلص)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب