انترنتتکنالوژيجغرافیه

په افغانسان کې مخابرات

افغانستان په لومړي ځل په 1898م کال کې د ارګ په ماڼۍ(دشاه د اوسيدو ځای)کې د سيمداره تليفون په ايښوولو سره د بريښنايي اړيکو په نړۍ کې خپل ګام پورته کړ. په 1908کال د ټيليفون يوکوچني سيستم چې د 25 ټيليفوني تارونو وړتيا يې درلوده، دارګ ماڼۍ شمال خواته ولګول شو. د ټيلی ګراف چوپړتياو سيستم نصب بله هغه مخابراتي آسانتيا وه چې په کال1914م په افغانستان کې رامنځته شوه او همدارنګه په بابر بڼ (دکابل ښار تاريخي بڼ دي چې مغول ظهيرالدين محمد بابرپکې ښخ دى.) کې د دوه کيلو واټه په ظرفيت سره دټيلی ګراف سيستم کيښوول شو چې د نظامي موخو لپاره کارول کيد.په کال 1919 د ټيليفون بيلابيل سيستمونه د 50 لاينه او 100 لاينه سويچ بورډونه د شاه دوشمشيره(رح)په پوست خونه کې نصب شول او په همدغه کال کې 14 تحصيلي بورسونه افغانستان ته ورکړل شول چې د ټيلي ګراف په برخه کې له هيواد څخه دباندې زده کړې وکړي.

په کال 1920 کې د انګلستان جوړشوی د ټيلی ګراف يوبل ماشين نصب شو چې تر کال 1932 پورې ترې کار اخېستل کېد.افغانستان د 1928 کال په اپرېل مياشت کې د ټيلی ګراف نړيوالې اتحاديې غړيتوب ترلاسه کړ. د ټيليګراف نړيواله اتحاديه په کال 1865 کې رامنځته شوه او په کال 1932 کې د مخابراتو نړيوالې ټولنې باندې بدله شوه. په کال 1930کې 7 پايې ماشينونه او د لنډو څپو ټيليګراف د مارکوني کمپنۍ چې يوه ايټاليوي کمپنۍ ده وپيرودل شول او کابل، هرات، مزارشريف، ميمنې او خوست کې نصب او مونتاژ شول.

د 1933 کال په وروستيوکې يو بل سيستم چې د لوړ ځواک آنتن يې درلود له همغې کمپنۍ څخه واخېستل شو او د کابل ټيليګراف په مرکزي ودانۍ کې نصب او مونتاژ شول. په کال 1949 کې د ټيليفون يوه دستګاه چې 1300 تيليفوني مزو وړتيايې درلوده، وپيرودل شوه چې په 1950 کال يې د کيبل شبکه بشپړه شوه.په کال 1953 م کې د زيمِنس کمپنۍ څخه د تيليفون يوه دستګاه وپېرودل شوه چې د 5000 تيليفوني مزو وړتيا يې درلوده، چې د شبکې له بشپړېدو وروسته په کال 1957م په کار واچول شوه.

له زيمِنس کمپنۍ څخه د فرعي تجهيزاتو له برابرولو څخه وروسته د مخابراتو وزارت وکړای شول چې په کال 1959م کې د مزار شريف – کابل او کابل – کندهار د ټيليفوني اړيکو له لارې سره ونښلوي، په کال 1961م کې 1500ټيليفوني مزي د چکوسلواکيا هيواد څخه وپېرودل شول او په کابل ښار کې نصب شول. په همدغه کال کابل او کندهار او همدارنګه کابل له تورخم او د هېواد له شمال سره ونښلول شول.همدغه وخت په هېواد کې 14000کيلوميتروپه اوږدوالي د 3 او 12 چينله سيستمونو په مرسته مخابراتي چوپړتياوې وړاندې کېدې. د نړيوالو مخابرو او ترانزيت په موخه د ځمکنيواړيکو څخه په ځينو ګاونډيو هېوادونو لکه ايران، پاکستان او ترکيه کې ګټه اخېستل کېده او د چينلونو شمېر هم له 120 څخه زيات و.
د راډيويي ترانسيور لومړنى سټېشن چې 20 کيلو واټه ځواک لرونکی و په کابل ښار کې ودرول شو چې د راډيو له لارې کابل له پاريس سره ونښلول شو.د 1946 کال په وروستيو کې د 10 کيلوواټو په ځواک يو راډيويي ليږدوونکي او دوه داخيستونکي سټېشنونه د فيلِپس له کمپنۍ څخه اخېستل شوي ول او د پاريس، نوي ډيلي، لندن او مسکو ترانزيتي مرکزونو سره د مخابراتي اړيکې ټينګولو په موخه ګټې ته سپارل شوي و.دپر مختيايي شبکې پروژه يا د تيلی کميونيکشن دويمه پروژه په 1973 کال کې د تيلی کميونيکيشن نړيوالې تخنيکي اتحاديې په مشوره کابل ښارکې په لاره واچول شوه.
د درېيمې پروژې له پلي کېدوسره په نوي ښار،خيرخانه مينه او مکروريانونوکې،فرعي اتوماتيکې دستګا وې ودرول شوې. د زيمِنس کمپنۍپه مرسته 13200 تيليفون مزي د کابل په ښار کې فعال شول.افغانستان په 1979 کال کې د آسيا پسفيک دمخابراتي ټولنې (APT) غړيتوب ترلاسه کړ.

په 1983-1984 کلونو کې د کابل، جلال آباد، پروان، پلخمري، شبرغان او کندوز په ښارونو کې کراسبارډوله دستګاوې ودرول شوې.د70 يمې لسيزي په اوږدو کې ‎ د تيليفون او ټيليګراف په ګډون اساسي مخابراتي چوپړتياوې د ولسواليو په کچه شتون درلود. که څه هم ډيرې مخابراتي چوپړتياوې حکومتي ادارو پورې محدودې وې، خو بيا هم سيمه ايزو خلکو چوپړتياو ته لږ لاسرسي درلود.په 80او90 يمو لسيزو کې سياسي- ټولنيزو نښتو او جګړو نه يوازې د افغانستان بنسټونه او شتمنۍ له منځه يوړې،بلکې مخابراتي سيستمونو يې هم ويجاړ کړل. د هيواد په ډيرو برخو کې هان تردې چې اړينو مخابراتي چوپړتياو هم شتون نه درلود.

په2001م کال کې د لنډمهالې ادارې له جوړيدو سره سم په افغانستان کې سياسي- اقتصادي او ټولنيزو پرمختګونو يو ځل بيا د هېوادوالو هيلې را ژوندۍ کړې. د انتقالي حکومت له جوړيدو څخه وروسته د 2002 کال په اوږدوکې او وروسته په 2004-2003 کلونو کې د ټاکنو له لارې د حکومت جوړيدو سره د خصوصي سکتور لپاره يو مناسب چاپيريال را منځته شو ترڅو افغانانوته په رسمي ډول له خصوصي سکتور څخه د ژوند په بيلا بيلو برخو کې ګټه پورته کړي.د هيواد جغرافيايي موقعيت ته په کتو سره چې ډيرې برخې يې غرونو نيولې دي او يو ډير شمير افغانان چې د هېواد دننه او بهر کې خواره دي د مخابراتي چوپړتياوو د اسانتياو برابرول يوه اړينه موضوع ده.په افغانستان کې تر 1382 هجري لمريز کال پورې مخابراتي چوپړتياوې په ډيره لومړنۍ بڼه شتون درلود، خو د1390 کال تر وروستيو پوري دهيواد 86 سلمه د اوسيدو سيمې د مخابراتي چوپړتياو تر پوښښ لاندې راغلې.تر دې مهاله د هيواد 18 ميليونه وګړي د موبايل چوپړتياو څخه ګټه اخلي.د 1390 کال تر ورستيو پورې د مخابراتو په سکتور کې شاوخوا7.1 ميليارده امريکايي ډالره پانګونه شوې ده.په 1390 کال کې د مخابراتو له سکتور څخه 165 ميليونه امريکايي ډالر د دولت خزانې ته جمع شوي دي.د مخابراتو اومعلوماتي ټيکنالوجۍ په سکتورکې له 10000څخه زياتو کسانو ته د کار کولو آسانتياوې برابرې شوي چې مسلکي، غيرمسلکي، قرارداديان، کسبه کاران او د مخابراتي وسايلو او تجهيزاتو پلورونکي پکې شامل دي.

۲۰۱۴ م.

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close