په اسلام کې د ښځو د حقوقو په هکله د لويديځو پوهانو نظريات

اسلام چې کوم حقوق او امتيازات ښځې ته ورکړي د هغې په هکله مونږ د لويديځو پوهانو نظريات، ليکنې او ويناوې وړاندى کوو ترڅو پدى پوه شو چې اصل حقيقت څه دى :
١- نامتو فرانسوي ليکوال، محقق او ټولن پوه( ډاکتر ګوستاول بون) د خپل کتاب ( عربي تمدن ) په ٢٧٣ او ٢٧٤ پاڼو کې دارنګه ليکلي دي :
((اسلام د ښځو په تمدني حالت باندى ډير لوى اثر وغورځاوه او هغه يې د سپکاوي او ذلت څخه لوړې درجې ته راپورته کړه، د اسلام وراثتي قانون او دښځو حقوق  د اروپا د وراثت او ښځو د قانون څخه غوره او بهتر دى ځکه هغه د ښځو د فطرت او طبعيت سره سم،برابر او موافق دى .
پس دا ثابته شوه چې اسلام ښځه د سپکاوي او ذلت پرځاى نوره هم لوړه کړه، دا ځما خبره نده بلکې ځما څخه مخکې (موسيو کوسان اى پرسوان) هم کړې وه او په اوسني وقت کې( موسيومارتاليمى سينټ هيلر) هم همدا نظر وړاندى کړې دى)) ( تمدن عرب: ډاکټر ګوستاول بون فرانسوى :٢٧٣  -٢٧٤)
٢-د اروپا نامتو تاريخ ليکوونکې( آرترګليمن Arthur Gilman ) پخپل کتاب د اسلام په تاريخ
History of the Islam په ١٤١ مخ کې دارنګه ليکلي دي :
((زه د پوره څيړنو او تحقيقاتو څخه وروسته ليکم چې د حضرت مسيح څخه شپږسوه کاله وروسته ښځه په ډير بد حالت کې وه، د هغې هېڅ حيثيت نه ؤ، هغې هېڅ حق نه درلوده، په ٦١١م کال د اسلام پيغمبر هغوى ته لوړتيا ورپه برخه کړه، هغوى يې دسپکاوي او ذلت له کندې څخه د عزت او درناوي عرش ته ورسولې، زه په پوره باور سره دا وايم چې اسلام څومره حقوق او عزت ښځې ته ورکړيدى هغه هېڅ مذهب هم ندى ورکړې، د اسلام پيغمبر چې څومره د ښځې پلوي توب کړې هېڅ مصلح داسې ندي کړي، اسلام حکم کوي چې د خپلو ښځو سره عدل او انصاف وکړئ او د مال د لاسته راوړلو لپاره په ښځو باندى ولکه مه لګوئ، هغوى ته کړاو اوتکليف مه ورکوئ، د هغوى په ښوونه او روزنه کې هلې ځلې وکړئ، حال داچې په مسيحي دين کې عيسايي ښځه عالمه کيداى نشي بلکى خادمه جوړيداى شي)) ( هسترى اف اسلام- ١٤١ پاڼه )
٣- والټير د فلسفې په ډکشنري کې د قرآن د فسلفې ترعنوان لاندي دارنګه ليکلي دي :
(( مونږ ددې څخه ناخبره نه يو چې قرآن ښځې ته هغه امتياز ورکوي کوم چې د فطرت له لوري څخه ورکړل شويدى، دا به ناروا او غلطه خبره وي چې مونږ ووايو چې محمدي شريعت ښځو ته حق ندى ورکړې او يايې ورسره زياتې کړې دى)).
٤- نامتو مستشرق ( ختيځ پوه ) او د لندن په پوهنتون کې د عربى استاذ پروفيسر هملټن اى، آر، ګب Hamilton A.R.Gibb د خپل کتاب(اسلام اومحمد) په (٢٣) پاڼه کې وايي :
(( دا يو منلې شوى حقيقت دى چې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم   اصلاحاتو د ښځو مرتبه او درجه لوړه کړه))
(Hamilton-A.R.Gibb/ Mohammadd and Islam Londan.195- P-33)
۵-د کاناډا مشهور قانون پوه او جج مسټر جسټس کريبائټس دارنګه وايي :
(( حضرت محمد  صلی الله عليه وسلم   په نړۍ کې د ښځو د حقوقو تر ټولو لوى پلوي کوونکې دى ))
٦ – (جي ډبليو لا ليټ نرو) پخپل کتاب کې دارنګه ليکلي دي :
((ښځې ته چې کوم عزت، درناوې او مقام حضرت محمد صلی الله عليه وسلم   ورکړيدى په ټولنه کې هېڅ مذهب ندى ورکړې)) (Lelithe,G.W/Mohammad and Islam in Religious System of The World, London.1893)
٧-) پروفيسر راماکرشناراؤ( پخپل کتاب حضرت( محمد صلی الله عليه وسلم   د اسلام پيغمبر) Mohammad the Prophet of Islam کې دارنګه لېکلي دي :
((د اسلام د ازادۍ يو روح دادى چې ښځه يې د نورو د غلامۍ څخه خلاصه کړه،اسلام څو پيړۍ مخکې دا اعلان کړي ؤ چې د ښځې حقوق محترم دي بايد هغوى د خپلو حقوقو څخه بى برخى نشي ))
(اسلام کې پيغمبر محمدصلی الله عليه وسلم  ) د راماکرشناراؤ ليکنه د کريسنټ پبليشنګ چاپ (٩) پاڼه )
٨- جان هيګټ (جنرال ګلپ پاشا) پخپل کتاب (د حضرت محمدصلی الله عليه وسلم  ژوند او وخت) کې ليکلي دي:
((حضرت محمدصلی الله عليه وسلم  د ښځو مالي مرسته پدى توګه وکړه چې هغوى ته يې په ميراث کې ټاکلې برخه ورکړه، د خپل مور او پلار په ميراث کې يې هم برخمنه وګرځوله، هغه  صلی الله عليه وسلم  نوى پيداشوې انجونې د ژوندي خښولو څخه وژغورلې)). ( جان هيګټ جنرال ګلپ پاشا/ محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم  (٣١٠) پاڼه ) .

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب