ددین خدمت د چا په غاړه دی؟ او څومره مهم دی؟

دې کې شک نشته چې که د یو فصل یا د یو باغ خدمت نه کیږي همدا راز یې دمرضونو مخنیوی ونه شي له منځه ځي.

دین د تمامو مسلمانانو مشترک کور دی، یا په بله معنا زموږ مشترک باغ دی او ساتنه یې راباندې فرض ده.

ددین خدمت دوه ډوله دی: 

لومړی: د دین له دښمنانو څخه د دفاع په څېر  دین خوندي ساتل او د باطل پروپاګند مخه نیول دي،  چې (تخلّي عن الرزائل) یې بولي.

دوهم: ددین دعوت او د مبارک دین ښایسته صفات پر مخ وړل چې (تحلّي بالفضائل)یې بولي؛ دا ددین له سترو خدمتونو څخه دي .

دین څومره مهم دی؟

د دین اهمیت به تاسو ته له دې خبرې څرګند شي چې  الله جل جلاله له په هره زمانه کې خپل نازولي بندګان (پېغمبران) له دین څخه قربان کړي، خو دین یې دیوې دقیقې له پاره هم له چا څخه نه دی قربان کړی .

په اخېر کې دخپل خوږ نازنین پېغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ددین له پاره تکلیفونه، دغاښونو شهادت، د مبارک مخ زخمي کېدل، دطائف په سفر کې ټول مبارک وجود په سرو وینو لړلی او په ډبرو وېشتل دا د څه له پاره و؟

دزرګونو لکونو صحابه کرامو شهادتونه، په لکونو بچي یتیمانېدل، دبې شمېره علماءو په دار ځړول، دا څوارلس نیم سوه کاله دمسلمانانو زحمتونه، تکلیفونه، بندیخانې او هرقسم مصیبتونه، دا تاریخي تسلسل، دا دغم نه ډک داستانونه،  دا قیمتي ځوانۍ، انساني جواهر (اندامونه) ټوټه ټوټه کېدل ټول هغه څه دي چې ددین اهمیت پکې پروت دی بله هیڅ کومه معنا نه لري .

یو پیاوړی مسلمان دخپل بدن څخه یو اندام دټولې دنیا په قیمت نه پلوري خو ددین په یوه ادنی مسأله ټول وجود په اورونو لولپه کوي ددې دا معنا چې دین ورته ډیر ارزښت لري .

خو متأسفانه چې دنن عصر مسلمان ولس دغه ستر ویاړلی مقام او د الله تعالی دغه ستر هدف او مقصد یوازې تر علماءو یا هم ددین پر طلباءو پورې منحصر بولي او حال دا ده چې د نړۍ په هر مسلمان باندې د دین خدمت دخفل ځان تر حفاظت څخه لومړی حق لري او دا هغه دین دی چې دمسلمانانو سپڅلې ایمان په کې خوندي دی که خدای ﷻ مه کړه د دین په خدمت کې بې غوري وکړو نو له سپېڅلي ایمان څخه به لاس ووینځو، عام مسلمانان تل دخپل ځان خدمت په هڅه کې دي او ددین خدمت پړه یوازې ددین پر علماءو ور اچوي او دهغوی دنده یې بولي.

ددین ساتنه د مسلمان له پاره دایمان حیثیت لري او په هر مسلمان لازمه ده چې دخپل ایمان حفاظت په خپله وکړي

لیکوال: مولوي احمد الله حسین خېل

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب