حکمونه

په اسلام کې دعکس جواز او حرمت

عن زيد بن خالد عن ابي طلحه صاحب رسول الله (صلى الله عليه وسلم) قال آن رسول الله (صلى الله عليه وسلم) قال: ان الملائکة لا تدخل بيتاً فيه صورة، قال بسر: ثم اشتکى زيد فعدناه فاذا على بابه ستر فيه صورة فقلت لعبدالله ربيب ميمونة زوج النبى (صلى الله عليه وسلم) الم يخبر نا زيد عن الصور يوم الاول فقال عبيدالله الم تسمعه حين قال الا رقم فى ثوب ، وقال ابن وهب اخبر نا عمر و حدثه يکبر حدثه بسر حدثه ابوطلحه عن النبى (صلى الله عليه وسلم)

ژباړه: د زيد زوى دخالد څخه روايت دى او  هغه د ابي طلحة (رضي الله عنه) څخه ، چې د پېغمبر (صلى الله عليه وسلم) صحابي دى روايت کوي ،چې پېغمبر(صلى الله عليه وسلم ) وئيلي : هغه کور ته ملائکې نه ننوځي ، چې په کې عکس (تصوير) وي ، بسر ( چې په وروستين سند کې يې نوم ذکر شوى ( وايي : بيا زيد ناروغه شو نو مونږ يې عيادت (پوښتني) ته لاړو ، چې يو ناڅاپه مو د ده په دروازه لګېدلې پرده باندې سترګې ولګېدې ، چې تصوير په کې و ؛ نو ما عبدالله ته ، چې د نبي کريم (صلى الله عليه وسلم) د بي بي ميمونة (رضي الله عنها) پر کټى و وويل: آيا مونږ ته په هغه اوله ورځ زيد دعسکر (تصوير) په باره کې خبر نه و راکړى ؟ نو عبدالله وويل ، چې آيا تا ورڅڅه په هماغه ورځ وانه ورېده ،چې يې وويل : مګر دا ، چې په جامه کې نقش (ټاپه) وي (په دې صورت کې روا دى) دغه حديث ، چې په آخر کې يې بل سند هم ذکر شوى دى امام بخاري په (باب من کره القعود على الصور) کې روايت کړى دى (ج٢/ص ٨٨١) د حديثو په نورو کتابونو کې هم په دې اړه روايات په صحيحو سندونو نقل شوى دى ، چې ورڅخه د هغه عکس چې نقش وي جواز معلومېږي.

داکثرو علماوو په نزد، که چېرې تصوير يا عکس مجسم (له خټو، کاڼي او یا بله څه جوړ شوی) وي، نو دا په اجماع سره حرام دى او که چېرې نقش وي نو په دې کې څلور قوله دي:

لومړى: په مطلق ډول دا ډول عکسونه روا دي ځکه د پېغمبر(صلى الله عليه وسلم) د ظاهر قول څخه داسې فهمېږي.

دوهم: دا ډول عکسونه په مطلقه توګه منع دي.

درېيم: که چېرې عکس کامل وي او په خپل شکل پاتې وي نو حرام دى اوکه چېرې سر يې قطع شوى وي يا جلا جلا اندامونه وي ، يا نيم نو  مباح ده او څلورم قول دا دى چې که د عکس توهين کېده نو روا دى او که نه کېده نو روا نه دي ابن عربي وايي ، چې درېيم قول دعلماؤ قول دى ، چې امام محمد (رحمه الله) هم په خپله مؤطاء کې را اخستى دى او يلي يې دي (په دغه قول مونږ عمل کوو هغه عکسونه ، چې په فرشونو کې يا په بالښتونو کې او يا په خپل کامل شکل پاتې نه وي يعنې نيمګړي وي او يا يې سر قطع وي دا ډول عکسونه روا دي او ناروا  ډول يې هغه دى چې د تعظيم لپاره وي يا مجسمې وي او بيا يې په آخر کې ويلي ، چې د امام ابوحنيفه (رحمه الله) قول او زمونږ د عامو فقهاو وينا هم داده، دغه خبره محدث احمد علي سهانپوري د بخاري شريف په حاشيه کې نقل کړېده (ج/٢ ص ٨٨١) او مولا نا عبدالحى لکهنوي (رحمه الله)  هم دا خبره د امام محمد د موطا په حاشيه کې کړېده (موطاء امام محمد ص/ ٣٨٢) او مولانا عبدالحق دهلوي (رحمه الله) هم دا خبره په اشعة اللمعات کې کړېده (باب التصاوير ج /٣ ص ٥٩) نو له پورتني بحث او رواياتو څخه معلومه شوه ،چې تصوير جوړول مطلقاً حرام نه دى او يوازې هغه تصوير حرام دى  چې مجسم وي يا د تعظيم لپاره  وي يا نور مفاسد په کې نغښتي وي او هغه عکس ، چې په جامه يا په بل څه شي باندې نقش وي لکه عکس  يا نيم وي يا يې اجزا جلا جلا عکس وي او يا په فرش کې وي چې غوړول کېږي يا واړه  وي چې له ليرې نه ښکاره کېږي روا دي . او هغه روايتونه ،چې له هغې څخه حرمت معلومېږي د هغې څخه هغه تصويرونه مراد دي ، چې مجسم يا د تعظيم لپاره وي، نه په مطلقه توګه تصويرونه (عکسونه) او دا يوازې د مصر دعلماؤ خبر ه نه ده، بلکې له صحيحو رواياتو څخه د هغه تصويرونو دجوړولو چې مونږ يې يادونه وکړه جواز معلومېږي او د تکلف خبره نه ده او بيا د ضرورت په وخت کې لکه د پاسپورټ د پېژندلو لپاره په کارتونو کې او يا نورو صحيحو غرضونو لپاره په اولى طريقه (په څرګنده توګه) مباح دي او د غير ذي روح شيانو تصويرونه خو په اتفاق سره روا دي .

مولوي امين الله ازره وال

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: