په اسلام کې تړونونه

په اسلام کې د نړیوالو روابطو اصول :

د تړون د صحیح کیدو شرطونه

لومړی :

باید د شریعت له احکامو څخه د هیڅ یوه حکم مخالف نه وي ۱ ، ځکه چې شرعي احکامو ته ژمن پاتی کیدل په شرعي دلیل واجب دی . رسول الله فرمايي :

ما کان من شرط لیس في کتاب الله فهو باطل و ان کان مائة شرط فقضاء الله أحق و شرط الله أوثق ۲

هر هغه شرط چې د الله په کتاب کې نه وي ، هغه باطل دی ولو که سل شرطونه هم وي ، د الله قضا په حقه ده او د الله جل جلاله شرط مضبوط او موثق دی .

دوهم : رضایت

د تړون دوهم رکن رضایت دی چې بدون له دې څخه تړون نه ترسره کیږي او د قوي او ضعیف تر منځ مسآله ګڼل کیږي ، او ددې هیڅ کوم ارتباط له تړون سره نشته . ځکه چې په دغه وخت کې اراده سلب شوي وي او هر هغه تصرف چې پر مسلوبې ارادې واقع کیږي ، باطل دی ځکه چې په زور مینځ ته راغلي وي او زور په ټولو دینونو او عرفي قواعدو کې د عقد باطلوونکی دی .

او د دلیل په توګه هغه تړون چې رسول الله په حدیبې کې د قریشو له کفارو سره کړی وو ، ذکر کوو ، ځکه چې د مسلمانانو په تړونونو کې د رضایت د مفهوم ژور بیان وړاندی کوي . په دغه تاریخي سند کې راغلي :

۱ الخرشي علی الخلیل ج ۳ ص ۱۷۴

۲ سیل الاسلام ج ۳ ص ۱۳

ویې ویل : بیا رسول الله علي كرم الله وجهه راوغوِښت ، ورته یې وویل : ولیکه ! بسم الله الرحمن الرحیم

نو سهیل وویل : زه دا نه پیژنم مګر ولیکه چې باسمک اللهم ، نو ویې لیکه .

بیا یې وویل : ولیکه چې دا هغه څه دي چې د الله رسول محمد او سهیل بن عمرو ورباندې سوله او مصالحه کړې ده . نو سهیل وویل : که چیرې مې دا منلای او ګواهي مې ورکولی چې ته د الله ج رسول یې نو جنګ مې درسره نه کاوه . مګر خپل نوم او د پلار نوم دې ولیکه .

ویې ویل چې رسول الله وفرماییل : ولیکه چې په دغو باندې محمد بن عبدالله او سهیل بن عمرو توافق ته رسیدلي او له خلکو څخه لس کاله د جنګ په درولو سلا شوي چې په دې کې به خلک په امان کې وي ، او یو بل باندی به اعتدا او تجاوز نه کوي .

او که چیرې د قریشو څخه څوک بیدون د ولي له اجازې څخه څوک مسلمانانو ته ورغی نو بیرته به یې ورسپاري او که څوک د مسلمانانو له لوري قریشو ته ورغی نو بیرته به یې نه ورسپاري ، که د چا خوښه وه کولی شي چې د محمد ص په عقد او تړون کې داخل شي او همدارنګه کولی شي چې په خپله خوښه د قریشو په عقد او تړون کې داخل شي ،نه به پټه غلا وي او نه به کوم خیانت . ۱

دغه تړون له یوه داسې اوږده لیدلوري او سیاسي پوهې په واسطه ثابت شو چې مثال یې نشته ، ویې کولای شول چې د وینو او د هغه خلکو ساتنه وکړي چې اسلام یې راوړی وو او اسلام ته یې په وروستیو فتوحاتو کې داسې خدمتونه وړاندې کړل چې سخته ده چې د نتیجو یې په دقیقه توګه اندازه ګیري وشي .

۱ السیرة النبوية لابن هشام ج 2 ص 317

د مکې د فتحې په ورځ په سلګونو قریش اسلام مبارک دین ته داخل شول چې دا هم ددغه تړون یو له مهمو نتیجو څخه وو ، او ددوی اسلام ته داخلیدل ددغه تړون یوه مادي ګټه وه چې د فتحې په وروستیو کلونو کې راڅرګنده شوه ، او په داسې وخت کې چې په یوه اس سپور کس باندې د زرو حساب کیده .

دا یې سیاسي اړخ وو مګر ددغه تړون موضوعي اړخ ته کتنه دلته زمونږ د بحث وړ موضوع ده . دغه تړون د مقابل لوري حقوقو ته د پاملرنې یوه نښه ګڼلی شو خاصتا د رضایت برخې ته یې . او دا ټول د نبي کریم له هغه اوامرو څخه راخلو چې حضرت علي ته یې کړي وو چې ټول هغه عبارات لري کړي په کوم کې چې د مقابل لوري رضا نه وه حتی که چیرې دا د مسلمان په دیني احساساتو باندی هم اغیزه وکړي .

ګمان کوونکی باید دا ګمان ونه کړي چې دغه موقف د مسلمانانو د قریشو پر وړاندی د ضعیفوالي نتیجه وه ، هغه مهال چې اسلام دغه تړون امضا کړ ، په تاکید سره ویلی شو چې په داسې یو قوت کې وو چې بې له کوم شکه یې ټول د قریشو کفار لاندی کولای شول او په مقابل کې قریش جنګونو له پښو غورزولي وو او د مسلمانانو په مقابل کې یې د دریدلو توان نه درلود . مګر دا د انسانیت د رسول لرې لیدلوری او لوړه سیاسي پوهه وه ، هغه رسول چې الله د ټول عالم لپاره رحمت رالیږلی .

دریم :

تړون باید روښانه او واضحه وي چې هیڅ ناسمه خبره او کوم پټ شی پکې نه وي ، تر څو ترې داسې تعبیر ونشي چې د تطبیق پر مهال د اختلاف سبب وګرځي . 1

ځکه چې تړونونه د مشکلاتو د ختمولو لپاره روا شوي دي نه د مشکلاتو د زیاتولو لپاره ، او زیات مشکلات د هغه تړونونو له امله پیدا کیږي چې عبارات یې ټاکلې معنی نه لري . پر دې باندی غوره دلیل د امنیت شورا ۲۴۲ نمبر پریکړه ده چې بریتانیا په یوې شیطاني او شر اندازې طریقې ولیکه چې د ځمکې د کلمې معنی یې ناټاکلې پریښوده چې منکرة وه او كه معرفة ؟ په دغه پریکړه کې د ځمکې کلمه محور او اساسي رکن وو چې له امله یې بریتانیا په خپل مکر و فریب سره وکولای شول چې تر ننه پورې موقف ویلې کړي .

1 فقه السنة ج 3 ص 101

څلورم :

بعضو د تړون لیکل ، تاریخ ، د امام موافقه او د مدې ټاکل د تړون له مستقلو شرطونو څخه ګرځولي دي ، مګر مونږ دا وینو چې دا ټول د لومړي شرط تر ساحې لاندې راځي نو د مستقل شرط په اعتبار یې بیا لیکلو ته ضرورت نشته .

تړونونو ته درناوی او مشروعیت یې :

اسلام تړونونو ته درناوی لري او تر هغه ورته ژمن پاتي کیږي چې تر څو مقابل لوری پری ژمن پاتي وي او څیړونکی نشي کولی چې یوه داسې وړه نښه پیدا کړي چې اسلام دې پکې له هغه تړونونو څخه چې له نورو سره یې کړي ، کوم تړون مات کړی وي .
 اسلام کې تړونونه
اسلام کې تړونونه

ددې قضیې لومړی دلیل هغو متنونو ته ورګرځي چې په قران کریم او نبوي احادیثو کې راغلي دي او په قطعي ډول یې د شرعي عذر څخه پرته د تړونونو ماتول حرام ګرځولي دي او پرې د وفا کولو امر کوي . الله فرمايي : يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ
ژباړه : اې مؤمنانو! د بنديزونو پوره مراعات وکړئ د مایدې سورت ، ۱ ایت
دغه ایت په دی دلالت کوي چې تر څو عقد تړل شوي وي نو په تړون وفا کول د اسلام له فرایضو څخه دي 1 .
الله مونږ د یو بل سره په تعاملاتو کې د عفت او اخلاقي مکلفیت په لور هڅوي او دې ته اشاره کوي چې له دغه اصولو څخه تجاوز د الله قهر او کرکه واجبوي .
الله فرمايي : يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ ، كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ .
1 تفسیر المستشار ج ۱۰ ص ۱۸۴ژباړه : اې مؤمنانو، تاسي ولي هغه څه واياست چي كوئ یې نه! د الله په وړاندي دا ډېر غضب وړ حركت دى چي تاسي هغه څه وواياست چي كوئ یې نه. . د الصف سورت ، ۲ ایت
او الله تعالی همدارنګه هغه تړونونه چې په کې د وینو ساتل او د نفسونو تربیه ده ، د الزام په صفت پورې تړلي او تر دې چې د ضمانتونو په دیوال یې راچاپیر کړي دي . او د رښتیني مومن د پیژندلو علامه یې ګرځولې ده . الله U فرمايي :
لَّيْسَ الْبِرَّ أَن تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلٰكِنَّ الْبِرَّ مَنْ ءَامَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْءَاخِرِ وَالْمَلٰٓئِكَةِ وَالْكِتٰبِ وَالنَّبِيِّۦنَ وَءَاتَى الْمَالَ عَلٰى حُبِّهِۦ ذَوِى الْقُرْبٰى وَالْيَتٰمٰى وَالْمَسٰكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّآئِلِينَ وَفِى الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلٰوةَ وَءَاتَى الزَّكٰوةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عٰهَدُوا ۖ وَالصّٰبِرِينَ فِى الْبَأْسَآءِ وَالضَّرَّآءِ وَحِينَ الْبَأْسِ ۗ أُولٰٓئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا ۖ وَأُولٰٓئِكَ هُمُ الْمُتَّقُون َ
ژباړه : نېكي یوازي دا نه ده چي تاسي د لمانځه په وخت کي خپل مخونه ختيځ لوري ته واړوئ، يا لوېديځ لوري ته؛ بلكي نېكي دا ده چي انسان پر الله، د قيامت پر ورځ، پر پرښتو، د الله پر نازل کړاى شوي كتابونو او د هغه پر پېغمبرانو د زړه له كومي ایمان راوړي. او د الله په مينه کښي خپل ګران مالونه په خپلو خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو، مسافرو، دروېزګرو او د مريانو په ازادۍ مصرف کړي، لمونځ قائم کړي، زكات ورکړي. او نېكان هغه كسان دي چي كله وعده وکړي تر سره یې کړي او د تنګسې او غمونو په وخت کښي او د حق او د باطل په جګړه کښي صبر وکړي، همدا رښتيني او همدا پرهېزګار خلك دي . د البقرې سورت ، ۱۷۷ ایت
او په هغه وخت کې چې الله د وعدې مسوولیت پر وعده کوونکي ګرځوي : وَأَوْفُوا بِالْعَهْدِ ۖ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْـُٔولًا –
ژباړه : د ژمني پابند اوسئ، دا يقيني ده چي د ژمني په اړه به تاسي وپوښتل شئ .
د الاسرا سورت ، ۳۴ ایت
نو ددې په بدله کې هغه جنت ورکوي چې الله د خپلو رښتینو پرهیزګاره بندګانو لپاره ګرځولی دی .
وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمٰنٰتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رٰعُونَ ، وَالَّذِينَ هُمْ عَلٰى صَلَوٰتِهِمْ يُحَافِظُونَ ، أُولٰٓئِكَ هُمُ الْوٰرِثُونَ ، الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خٰلِدُونَ .
ژباړه : او هغه کسان چي د خپلو امانتونو، ژمنو او تړونونو لحاظ ساتي. او هغه کسان چي د خپلو لمونځونو ساتنه كوي. همدغه مؤمنان خپله وارثان دي ، هغه وارثان چي په ميراث کښي به فردوس جنت ومومي او په هغه کښي به د تل لپاره هستوګن وي. . د المومنون سورت ، ۸ – ۱۱ ایتونه
څنګه به داسې نه وي او الله په وعدې وفا کول د انبیاوو او رسولانو علیهم السلام له اخلاقو څخه ګرځولي دي . وَاذْكُرْ فِى الْكِتٰبِ إِسْمٰعِيلَ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ صَادِقَ الْوَعْدِ وَكَانَ رَسُولًا نَّبِيًّا –
ژباړه : او پدې كتاب کښي د اسماعيل ع يادونه وکړه، هغه په وعده کښي رښتينى ؤ او خاص استازى پېغمبر ؤ. د المریم ۵۴ ایت
او محمد په دغه اخلاقو کې یو لوړ مثال وو ، عبدالله بن ابي الحمساء وايي ” بایعت رسول الله ببیع قبل ان یبعث و بقیت له بقیة فوعدته أن اتيه بها في مكانه فنسيت ثم ذكرت بعد ثلاث فجئت فإذا هو في مکانه ، فقال : ” يا فتی لقد شققت علی أنا هاهنا منذ ثلاث أنتظرک ” . ۱
له رسول الله څخه مې د پیغمبرۍ نه مخکې یو څه وپیرل ، نو د بیعې له پیسو څخه مې یو څه پاتې کړل او وعده مې ورکړه چې په هماغه ځای کې به یې ورکړم . نو زما له هیره ووته ، بیا د درې شپو وروسته مې یاده شوه نو هغه ځای ته ورغلم ګورم چې رسول الله ص هلته وو نو ویې فرماییل : ای ځوانه ! راباندې دې سخته کړه او زه دلته د درې ورځو څخه درته انتظار کوم . د رسول الله ص انتظار په وعدې باندې وفا کولو لپاره وو نه د پیسو ترلاسه کولو لپاره .
د البراء بن عازب رضي الله عنهما څخه روایت دی چې وايي : نبي کریم د حدیبې په ورځ له مشرکینو سره په دریو شیانو صلحه وکړه ، لومړی : که د مشرکینو څخه څوک د مسلمانانو ډلې ته ورځي نو بیرته به یې ورګرځوي ، او که څوک د مسلمانانو څخه مشرکینو ته ورځي نو هغوی به یې بیرته نه ورسپاري … په دې وخت کې ابوجندل په ځنځیرونو تړلی راروان وو نو بیرته یې ور وسپاره .
1 فقه السنة ج 3 ص 1002 شرح محتوى صحيح البخاري و جمع النهاية في بدء الخير والغاية للأزدي ص 18او لکه څرنګه چې الله په وعدې باندی وفا کول د پرهیزګارانو له صفتونو څخه ګرځولي دي نو همدارنګه یې په وعدې وفا نه کول د انسانیت له فضیلیت څخه د وتو په څیر ګرځولي دي.
إنَّ شَرَّ الدَّوَآبِّ عِندَ اللَّهِ الَّذِينَ كَفَرُوا فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ، الَّذِينَ عٰهَدتَّ مِنْهُمْ ثُمَّ يَنقُضُونَ عَهْدَهُمْ فِى كُلِّ مَرَّةٍ وَهُمْ لَا يَتَّقُون َ

ژباړه : په يقيني توګه د الله په وړاندې، پر ځمکه په خوځيدونكي مخلوق کښې، تر ټولو بدتر هغه خلك دي، چې د حق له منلو څخه منكر شوي دي؛ بيا په هیڅ ډول د هغه منلو ته حاضر نه دي . په تېره بيا له دوى څخه هغه خلك چي تا ژمنه وعده ورسره وکړه ، بيا هغوى په هر وخت کښي هغه ماتوي او يو بڅرى له خدايه نه وېریږي . د الانفال سورت ، ۵۶ ، ۵۷ م ایتونه.
الذین عاهدت منهم د هغه خلکو بدل دی چې کافران شوي دي ، یعنی په کافرانو کې هغه خلکو سره چې مو وعده کړې ده ، تر ټولو بدتر مخلوق یې ګرځولی دی ، ځکه چې په خلکو کې شریرناکه خلک کفار دي ، او بیا شریره کفار هغه دي چې په خپل کفر ټینګ وي ، او بیا په کافرانو کې تر ټولو شریره ټینګ هغوی دي چې تړون ماتوي ، او و هم لایتقون او د غدر له عاقبت څخه نه ویریږي ، او د کوم شرم پروا نه کوي . ۱
نو وینو چې الزمشخري رحمه الله څنګه دغه بیان هغو کسانانو ته چې د تړونونو او ژمنو درناوی نه کوي ، مخامخوي او همدارنګه خپله خبره په ټینګار سره د هغه خلکو په ضد چې د تړونونو درناوی نه کوي ، وايي .
نو په حقیقت کې یې په وعدی د وفا کولو د تشویق لپاره داسي کړي تر څو هر مسلمان د هغه کسانو د سلوکو او کارونو څخه په تیښته شي چې قران کریم په داسې صفاتو سره یاد کړي دي چې باید د مسلمان د صفاتو څخه ونه اوسي . اسلام تړونونو ته ژمن پاتی کیدل د سیاست له تدابیرو او ضروریاتو څخه نه دي ګرځولي چې د توان او قدرت په وخت کې ترې وروسته شي او یا کومه دوکه او چل وکړي بلکی د عقل ، ضمیر او نیکو اخلاقو له امانتونو څخه یې یو امانت ګرځولی چې پر دې تجاوز کوونکی نزدې ده چې له انسانیته ووځي او د رمو او حیواناتو ډله غوره کړي چې کومه ملامتیا پرې نشته .

د تړونونو ډولونه

په اسلام کې تړونونه په دوه ډوله دي :

۱ : دایمي تړونونه اوږد مهاله تړونونه

۲ : مؤقت تړونونه لنډ مهاله تړونونه

۱: دایمي تړونونه اوږد مهاله تړونونه

دایمي تړونونه هغه دي چې د امام لپاره جایز نه دي چې مات یې کړي ولو که چیرې یې په ماتولو کې مصلحت هم وو ، تر هغه چې دوهم طرف د تړون د احکامو مخالفت ونه کړي . چې هغه د ذمې عقد دی ، او د ذمې عقد عبارت له هغه عقد څخه دی چې د یو مسلمان دولت او د اهل کتابو او د بعضو نورو تر منځ د شخصي مالیې د ورکولو په مقابل کې تړل کیږي ، چې په بدله کې د اسلامي دولت ملاتړ ترلاسه کوي او همدارنګه د بعضو واجباتو څخه معاف کیږي . 1____________________
1 اثار الحرب في الاسلام للزحيلي ص 356د علامه خلیل قول دی چې وايي : د جزیې عقد د هغه کافر لپاره چې مسلمانانو اسیر نیولي نه وي ، بالغ او ازاد وي ، د امام اجازه ده چې د مکې ، مدینې او یمن 1 نه غیر ورته د ژوند کولو لپاره ورکوي او هغوی به په مال دغه مرحله تیروي .

۲:لنډ مهاله تړونونه مؤقت تړونونه

مؤقت تړونونه په دوه ډوله دي :
لومړی : هغه تړون چې د یو خاص شمیر کسانو سره وي ، او دغه ډول تړون هر مسلمان ته جایز دي چې له کفارو سره یې وکړي ، او آمان بلل کیږي .
دوهم : هغه تړون چې د بې شمیره کسانو سره وي او اوربند الهدنه بلل کیږي .
الهدنه اوربند په شریعت کې ، د دښمنانو سره د یو معینې مودې پورې د جنګ په پریښودلو سلا کولو ته وايي ، دا که د څه په مقابل کې وي او که بې مقابله وي ، برابره ده که څوک له هغوۍ په خپل دین پاتې کیدل او یا نه پاتې کیدل . په دې کې دلیل د اجماع څخه مخکې د الله کلام دی چې فرمایي : وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا
ژباړه : او [اې پېغمبره ص !] كه دښمن د روغي جوړي خوا ته میلان ولري، نو ته هم د هغې لپاره تيار اوسه . د الانفال سورت ، ۶۱ ایت
او همدارنګه د رسول الله ص تړون د حدیبې په کال کې . 3

____________________
1 او یمن د رسول ددې حدیث په سبب : لا یبقین دینان بجزیرة العرب

2 حاشیة الدسوقي علي الشرح الكبير ج 6 ص 201

3 مغني المحتاج ج 4 ص 260

ابن عرفه وايي : اوربند المهادنه صلحه ده . یعنی د مسلمان تړون د هغه کافر سره چې د جنګ په حال کې وي ، د لنډې مودې لپاره د جنګ پریښودلو باندې سلا کول دي چې دغه وخت کې د اسلام تر حکم لاندې نه وي . 1
” امام کولی شي چې د مصلحت لپاره اوربند وکړي ، که چیرې مثلا د مسلمان پاتې کیدو له شرط څخه هم خالي وو ، که څه هم چې په مال وي مګر د ډار او ویرې لپاره به نه وي ، نه به حد لري او نه به پښیماني ، او باید د څلورو میاشتو څخه زیات نه وي . ”
په اسلام کې ټول جایز تړونونه یواځې همدا نه دي کوم چې مونږ ذکر کړل ، بلکې نور جایز تړونونه هم شته لکه د ښه ګاونډیتوب تړونونه ، د تجارت تړونونه او همدارنګه نور د نړیوالو تړونونو بیل ډولونه چې د صلحې د راوستو او د ګټو د تبادلې لپاره امضا کیږي . دا ټول د محمدي دعوت په نظر کې مقدس تړونونه دي او هغه سندونه دي چې الله ج پرې شاهد او ضامن ګرځولی دی او داسې دیني حرمت لري چې دوکې ، درغلۍ او دروغو ته پکې اجازه نه وي . 3
د تړونونو ټول تعریفونه او ډولونه چې مونږ پورته ذکر کړل ، تر هغه چې زمونږ او د دښمنانو تر منځ جنګ قایم وي ، زمونږ په نظر کې صحیح پاتې کیږي . اما که چیرې د نړۍ د ولسونو تر منځ صلحه قایمه شوه ، او نړۍ ټوله د یوه کور په څیر شوه چې ټول خلک پکې رانغاړي نو پدې وخت کې د خلکو تر منځ روابط او تعاملات هغه اصل ته ورګرځي چې مونږ پتیلې وه چې هغه سوله ده او ټول روابط به له همدې لارې تنظیمیږي .
____________________
1 الخرشي على خليل ج 3 ص 174

2 حاشية الدسوقي على الشرح الكبير ج 2 ص 206

3 الرسالة الخالدة لعبدالرحمن عزام ص 146 , راجع السيرة النبوية لابن هشام ج 1 ص 503

د تړونونو ماتول

لکه څنګه چې وویل شول تړون د مسلمانانو او د نورو تر منځ ترسره کیږي نو په دې اساس کیدای شي چې د یوه طرفه تړون مات شي ، هڅه کوو چې دلته یوه رڼا واچوو چې څومره باید دواړه اړخونه متني او روحي ډول سره تړون ته ژمن وي .

تړون ماتول
تړون ماتول

لومړی: د مسلمانانو له لوري د تړون ماتول

په شریعت کې اصل دادی چې تړون باید د هغې مودې تر پایه پورې تړلی پاتې شي ، چې دواړو خواوو پرې توافق کړی وي . او ټول مسلمانان په دې باندی د شریعیت له مخې مکلف دي . الله فرمایي : فَأَتِمُّوٓا إِلَيْهِمْ عَهْدَهُمْ إِلٰى مُدَّتِهِمْ ۚ
نو له داسي خلكو سره تاسي هم د تړون تر مودې پوري وفا وکړئ . د التوبې سورت ، ۴ آیت
او حتی چې د امام یا خلیفه د لرې کولو او یا د مرګ په حالت کې یې هم تړون نه ماتیږي ، او په نوي امام یا خلیفه باندې لازمه دي چې په دې وفا وکړي او تړون ته ژمن واوسي . ځکه چې تیر امام په خپل اجتهاد دغه تړون کړی وو نو د بل په اجتهاد یې ماتول روا نه دي . او همدارنګه حاکم امام ته دا هم روا نه دي چې د تیر امام حکمونه په خپل اجتهاد مات کړي . 1

دغه حکمونه د موقتو تړونونو پورې خاص وو مګر د دایمي تړونونو په اړه په اسلام کې مسلمانانو ته روا نه دي چې دایمي یا اوږد مهاله تړونونه مات کړي ، ولو که ماتولو کې یې مصلحت هم وو ، ځکه چې د ذمې عقد موکد او تایید شوی دی په امام باندې یې واجبه ده چې ورته ځواب ووایي .
____________________
1 المغنى لابن قدامة ج 8 ص 463

د اوربند په خلاف دغه عقد یو دایمي او د بدل عقد دی ، ځکه چې اهل ذمه ټول د امام تر حاکمیت او قبضې لاندې وي ، او د تړون ماتولو څخه یې د کوم ضرر ویره نه وي ، په خلاف د هغه خلکو چې اوربند ورسره شوي وي اهل الهدنه له هغوي څخه په مسلمانانو د یرغل ، هجوم او د ډیر ضرر رسولو ویره وي . 1
د ذمې عقد د اوربند له عقد څخه توپیر لري ، که چیرې بعضې اهل ذمه د تړون له احکامو څخه سرغړونه وکړي نو تړون نه باطل کیږي او که د اوربند په تړون کې که بعضې هم ترې سرغړونه وکړي نو تړون باطل کیږي موقت تړون په لاندې دریو
شیانو ختمیږي :

لومړی : که چیرې د تړون ټاکلې موده پوره شي .
دوهم : که چیرې یې دوهم طرف له احکامو سرغړونه وکړي .
دریم : که چیرې ترې د مسلمانانو پر وړاندی کوم خیانت ولیدل شو او یا داسې کوم تصرف او کار یې وکړ چې په هغه کې دین او مسلمانانو ته تعرض وي .
الله فرمايي : وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِن قَوْمٍ خِيَانَةً فَانبِذْ إِلَيْهِمْ عَلٰى سَوَآءٍ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْخَآئِنِينَ .

ژباړه : او كه د كوم قوم له خيانت څخه ستا وېره وي، نو د هغه تړون په ښكاره ډول د هغه په وړاندي وغورځوه. دا يقيني ده چي الله خائنان نه خوښوي. . د الانفال سورت ، ۴۸ ایت
د دریم شرط لپاره چې باید د تړون د ماتیدو سبب شي ، دا لازمه ده چې داسې نښې نښانې وموندل شي چې په ویرې دلالت وکړي ، نه دا چې فقط یو خیال او ګمان 1 وي بس .
ځکه چې کیدای شي دلته یو سوال راپیدا شي چې څنګه د خیانت له ویرې تړون ماتیدای شي او ویره فقط یو شک او ګمان دی چې یقیني نه وي ، نو څنګه د تړون یقین د خیانت په ګمان غورځیږي ؟
____________________
1 مغنى المحتاج ج 4 ص 262

ددې په ځواب کې دلته ویلی شو چې ویره دلته د یقین په معنی ده ، لکه څنګه چې الرجاء د علم په معنی راغلی لکه الله فرمایي : مَّا لَكُمْ لَا تَرْجُونَ لِلَّهِ وَقَارًا –
ژباړه : په تاسي څه شوي دي چي د الله لپاره د هیڅ عزت په فكر کښي نه ياست؟ .

او همدارنګه که د خیانت اثار ولیدل شي او په دلایلو ثابت شي نو د عقد له منځه وړل واجبیږي . ځکه چې د تړون دوام په کې د هلاکت په معنی ده . او دلته په ګمان باندې د یقین غورزول د ضرورت په اساس دی 1 .

نو په دغه اساس دغه واک امام ته دی چې کولی شي تړون مات کړي او د هغوي د رټلو په موخه له سره ورسره جنګ پیل کړي ، داسې چې هغوي ته د هغوی له خوا د تړون نه سرغړونه او ماتول ظاهر کړي ، او په ښکاره توګه یې خبر کړي چې زمونږ او د هغوی تر منځ چې کوم عهد وو ، هغه ختم شو ، او ورته روا نه دي چې جنګ ورسره ختم کړي او هغوی د تړون د پاتې کیدو په خیال کې وي . نو دا به د هغه خیانت وي او الله دغه قول د دلیل په توګه دی لکه چې فرمايي :
إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْخَآئِنِينَ –
ژباړه : دا يقيني ده چي الله خائنان نه خوښوي. 
نو په دې کې خیانت حرام دی .
نو په دې ډول جمهور علماْء دا وايي چې امام ته جایز نه دي چې بغیر د ذکر شویو شرطونو تړون مات کړي او احنافو بیا دا ذکر کړي چې هر کله امام د تړون په ماتولو کې د مسلمانانو لپاره مصلحت وویني نو تړون ماتولی شي . 3
د جمهورو علماوو رایه لکه څنګه چې مو ولیدل هغو قاطعو دلایلو ته ورګرځي چې تړون ته په درناوي امر کوي

لیکوال : عمر احمد الفرجاني

ژباړه : عبدالله دانشیار
____________________
1 احكام القران لابن العربي ج 2 ص 860 – 861

2 وګوره ، الکشاف للزمخشري ج 2 ص 165 , او د الطبري تفسير ج 6 ص 15 – 16

3 السير الكبير لمحمد بن الحسن الشيباني ج 5 ص 1697

او دې ته په کتنې سره چې د احنافو رایه د اجتهاد یو ډول دی چې د مسلمانانو مصلحت په نظر کې نیسي . او خیانت یې نه شمیري ځکه چې مومن هوښیار ، ذکي او پوه وي .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب