زړه او موسيقې 

د موسیقۍ داورېدلو پر مهال دانسان زړۀ ډېر اغیزمن کیږی، او دا هغه مهال ترسیوری لاندی راځی چې کله احساسات او جذبات ډېر شی، دموسیقۍ سره زړۀ خپل حرکت کله بتی اوکله وروکړی، چې دازړۀ له طبعي حالت څخه باسی، اوپه دغه وخت کی زړۀ یوغیرمتوازن حالت غوره کوی، یاپه بل عبارت د زړۀ ناروغه اوغیرسالم دی، اوددې سره دزړۀ تکلیفونه لانورهم مخ په وده ځی؛ دعامی موسیقۍ ضربان په یوه دقیقه کی 70- 80 پوری دی، اواوس چې دجازموسیقې (Jazz Music) چې ډېرمشهوره دی په یوه دقیقه کی ئې ضربان 70 ځله دی، چې دموسیقې په اورېدلوسره زړۀ هم خپل حرکتونه ورسره عیاروی، چې داوزړۀ ته دکمزوری کېدو،دزړۀ د(والو) دبندېدو سبب ګرځی، دلویدیځ یومشهوره پروفیسرډاکټر(Leonardreyer) وایی چې دامنواوداحقیقت دی چې موسیقې پرزړۀ ډېرې بدې اغیزې لری، اودزړۀ تکلیف لرونکی بایددموسیقۍ سره شناخت ونکړی داځکه چې نتیجې ئې ورته ښې نه دی۔
 دموسيقۍ اغيزې پرغوږونواوداورېدلوپرتوان(قوت سامعه) باندی 
دموسیقۍ دډېرواورېدلوسره داورېدلوتوان(قوت سامعه) له مینځه ځی، اویاهم ډېره کمزورې کیږی، دامریکادلاس انجلس دغوږونودڅېړنودیوه مرکزدروغتون (House Ear Clinic of st. Vincent Medical Center)یوه ساینس پوهه ډاکټره ریکل کروز(Rachel Crouz) وایی:
په 1960 کال کی دپاپ دموزیک داوریدلوله کبله دزیاتوعاموامریکایانوداوریدلوتوان ډېرکمزوری شو، اواوس زموږمشاهده اوتجربه داده چې هغه انجینران اودموسیقۍ کارکونکی چې دموسیقۍ سره اړیکی اوکاردی، دوی داورېدلودکمزورۍ سره لاس اوګرېوان دی، (Hear is Problem) دمشکلاتوسره مخامخ دی؛ اوداهغه تکلیفونه دی چې درملنه ئې ناشونې ده، داځکه چې دسامعې حس یومخ له فعالیته وځی۔
(March 2005″New Hear this’ Reader*s Digest.194)
دموسیقۍ دکنترول لپاره ځینی خلک دغوږوګوشۍ (Head Phone) استعمالوی، چې موخه ئې داده چې موسیقې بایدیواځی واورېدل شی اوبس، اوبل څوک ئې وانه وری، چې ددې پایلې بیاډېرې خطرناکې اودزهرونه ډکې دی، اوداورېدل پوهنې دعلم(Audio logy) له نظره، دځوان نسل داورېدلودحس دخرابوالې اوکمزورۍ یواځنی علت اوسبب دغوږوګوشۍ دې، چې ترزهروئې پایلې ډېربدې اوتارېکې دې، دامریکادباسټن دپوهنتون (Boston University) داورېدل پوهنې یوتجربه کاره پروفیسرکلارک کاکس (Clark Cox) وایی:
په دې کی شک نشته چې دموسیقۍ لوړاوازاورېدل دانسان داورېدلوحس له مینځه وړې۔
دلوړاوازداورېدلوپه وجه نه یواځی داورېدلوتوان له مینځه ځی، بلکې دزړۀ حرکت هم زیاتوی، دوینې فشارلوړوی، بې خوابې راولی، تنفسی نظام له طبعي اوعادي حالت څخه باسی، وینه په شریانوکی خرابوی اونورې داسی بدې اغیزې پراعصابواوټول بدن باندی لری چې بیائې درملنه ناشونې ده۔
(March 2005″New Hear this’ Reader*s Digest.194)
دهغه مهال راهیسی چې داورېدلوتخنیک (Audio Technology) پرمختګ کړیدی دهغه وخته راهیسی داورېدلوحس کمزوری شوی، اوشکایتونه ئې دوام لری، چې ځینی خلک ورڅخه محروم شوی هم دی؛ چې دااوس یوه نړیواله پېچلې موضوع اوپرېشانی ده، اوپاته دی نه وی چې په پرمخ تللی هیوادوکی ددې ټولوناخوالویواځنی علت اوسبب موسیقې، دموسیقې الات، سپېکران، دکمپیوټرموسیقې اودغوږوګوشۍ دې۔
 اوس ددې بدمرغیودکنترولولپاره یوه اداره هم جوړشوی اوتاسیس شویده، چې د (Noise Free America) په نامه سره یادیږي، اودااداره کوښښ اوپوره هلې ځلې کوی چې لوړه موسیقې اولوړاوازونه په قانونی ډول سره بند اوکنترول کړی، اوددې ادارې فعال غړی اوانجینران وایی چې دپاپ، جازاونوره موسیقې چې په لویدیځ کی دود ده، دومره تاوان لری لکه 747 بوئينګ طایره چې دیوسړی دسردپاسه ولاړه وي، اوږغ ئې هم پوره لوړوی، چې داڅومره دیوه انسان اعصاب، جسم، داورېدلوتوان اوهرڅه ته زیان رسوی؛ دااوسنۍ موسیقې هم په دې شان نقصان اوبدې اغېزې لری۔

عبدالغفارجُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب