په اسلام کې اقتصادي نظام

اسلامي نظام اهداف او موخي د بشري یا انساني ټولني څخه د لوږی او بی وزلۍ له مینځه وړل او ختمول دي.
کله چی ددغی موخی د لاسته راوړلو لپاره هڅي او هاند کوي، هدف یی یوازی یو توکم ، یا خاص ملت او یا خاصه سیمه نده بلکه د الله ج د ځمکی پر مخ د ټول بشریت لپاره چی پدغه بی شمیره او ګن مساحت لروونکی پراخی نړۍ د مختلفو توکمونو او وګړو لپاره ده .
دا ځکه چی ګرده او ټوله نړۍ د الله ج ده او ټول بشر د الله ج مخلوق دی .
ځکه د نړۍ هیڅ زبرځواک او طاغوتی نظامونو ته اسلام ددی اجازه او جواز نه ورکوي چی د بدو او کرغیړنو هدفونو د تر لاسه کولو لپاره ټوله نړۍ د غربت او بدبختیو په لاره بوځی ، خو اوسنۍ کفري نړۍ غواړی چی د مسلمانانو پر حکومتونو او دولتونو غصب وکاندي خو لله الحمد چی مسلمانان هم ورته ویښ او بیدار دی او ماشه په ګوته ورته ناست دی هیڅ تیري کوونکي ته ددي اجازه نه ورکوي چی یا خو د مسلمانانو ځمکي غصب کاندی او یا یی استعمار کاندی د تیري په مقابل کی جهاد او بیا هم جهاد کول فرض ګڼو ځکه چی د اسلام او مسلمان دفاع او ژغورل یوازي په جهاد کی ممکن کیدای شي.
دا چی د اسلام اقتصادی نظام اصول او کړنلاری یی اسمانی دي ددی موخي همدا دي چی په ټوله نړۍ کی اقتصادی تولنیز عدالت پلی کاندی.
د قران په رڼا کی ددغه ژوند بخښوونکی عدالت هدایات ، سمی او مستقیمي لارښوونی ټولو وګړو او قومونو ته په نظری توګه تیوریکی ډول زده کاندی، ددغسی نظام تولی موثری او ګټوری خواوی ورته وروپیژنی، بیا هغه مثبت نظریی و نورو ته وروښایی .
ددغه اقتصادی نظام مادی او معنوي اړخونو ګټې ورته بیان کاندی او د کفري، امپریالیستی، کمونیستی او بورژوازی جاهلي نظامونو ناکامیو زیانونه ورته ور په ګوته او وروپیژنی، بیا ورپسی اسلامی اصلاحی رغنده نظریات د عمل په ډګر کی تطبیق او پلی کړي.
لکه څرنګه چی په ۱-۲-۳ هجری پیړیو کی په اسلامی قلمرو او حدوداتو کی تطبیق کړی شوي ول.
د مثال په ډول :
د عمر بن عبدالعزیز رض متوفي ۱۰۱ هجری د خلافت په موده کی په ټوله افریقا کی غریب، بی وزله، فقیر او نادار ونه موندلای شو چی ذکات ورته ورکړي چی دا د اسلام په تاریخ کی د لوږۍ او نادارۍ د له مینځه وړلو یوه کوچنۍ او نه هیریدونکی وړه نمونه ده.
په کمونیستی اقتصادی نظامونو کی هدف دادی چی شتمن وګړی بیخی له مینخه وړی او هر څه دولت ته تکیه کوی او فردی مالکیت ته د پای ټکی ږدی ، دا ځکه چی په شخصی ملکیت او د هغه په اصولو او لارو چارو کی زیان نشته، بلکه فساد په هغو وګړو یا انسانانو کی دی چی خپل شخصی شتمنی د ودی او پراختیا ورکولو به تکل په نورو غریبو انسانانو ظلم زیاتی کوي، که چیری نه وی په مالدارو کی داسی وګړی هم شته چی د خپلی خولی یو کپله ډوډۍ و نورو انسانانو ته ورکوی.
دا کار او عمل هغه وګړی یا مسلمانان او انسانان تر سره کوی یا خو شه دینداره وی او یا الله ج ورته د نیکو هدایت کړی اوسی ځکه چی الله ج فرمایی:
ژباړه: او غوره کوي ترجیع ورکوی دوۍ ته، یعنی بی وزلانو ته که څه هم دوۍ اړتیا او حاجت ورته لري.
د اسلامي اقتصادی نظام هدف او مقصد دادی که پانګوالی یا سرمایه داری نظام که فردی وی یا تولنیز، باید اصلاح یی کړی او رغنده سمون پکی راولي، د هر انسان ضمیر، وجدان او زړه اصلاح کړي او د شرعی اقتصادی قوانینو پابند یی وګرځوي، چی بیا اسلامی حکومتونو ته حکم کوی چی د هر فرد او افرادو د مالي عشر، ذکات او خالصو عوایدو ګټو نظارت او څارنه وکړی تر څو د شرعی حدودو او پولو څخه تیري ونکړي او د هغو زبیښاک ګرو ظالمانو مخنیوی وکړي او د سرمایه دارو احتساب وکړي د غیری شرعی ګتو یا غیر مشروع برخو لکه رشوت خوړل، سود خوړل، قیمار او نورو ناروا کارونو له لیاری د ګتو لارو چارو مخنیوی وکاندی.
د حاجتمندۍ د بشپړه له مینخه وړلو لپاره بله لاره چاره یی داده چی په ټولنه کی مفت خورۍ، تنبلۍ ته باید د پای ټکی کیښودل شی، هر شرعی کار ته باید وده او انکشاف ورکړل شی، کار اهل کار ته وسپارل شي، او عام سالم وګړی باید به کار باندی وګمارل شی تر څو یو مړۍ حلال رزق او روزي وګټی او د خپلي کورنۍ د ارامۍ او اسوده ګۍ سبب وګرځي.
امیر المومینن عمر رضي الله عنه د خلافت په وخت کی یو ځل د یو خلکو په یوه ډله تیریده چی حلقه یی جوړه کړې وه او ناست ول، عمر رضي الله عنه پوښتنه وکړه چی دا څوک دی او څه کوي؟
ورته یی وویل: دا د الله تعالی عبادت کوونکي او په خپل لوي رب توکل کوونکي وګړي دي، دوۍ د الله تعالی ذکر کوي او دونیا ته یی ترک ویلی یا ترک د دونیا یی کړي .
عمر رضي الله عنه وویل: نه، نه، داسې نده، بلکه دا تنبل او مفت خواره دي، د خلکو مالونه په تیاره خوري، کار او زحمت نه کوي .
هغه یی وغوښتل او په دورو یی ووهل.
ورته یی وویل: انبیاو علیم السلام په تیاره نده خوړلي او د خلکو شپونتوب (د میږو څرل) یی کړی دي تاسی ولی کار نه کوۍ؟ (۱)
العبودیه ص ۹۵ شیخ الاسلام ابن تیمیه
 
حضرت علي رضي الله عنه ویلی دی:
د غرونو له څوکو څخه په مزدورۍ تیږې پر شا باندې راوړل ماته غوره دي د وګړو له احسان څخه.
لازمه ده چی هر انسان کار وکړي، زحمت وباسي او حلال رزق او نفقه لاسته راوړي، د خپلي کورنی د هوسا ژوند ته د راستنیدو لپاره زحمتونه وګالي او حلال رزق ګټل عیننأ عبادت دي، تر څو هر مسلمان ددغه عبادت نه برخمن شي.
د اسلام مبین دین د غریبۍ او نادارۍ د له مینځه تللو لپاره تل هلي ځلی او کوشش کوی چی غربت ته د پای ټکی کیږدي چی په شرعي ډول سره ټول بشریت خوشبخت او نیکمرغه شي او د اسلامی تولنیز انصاف او عدالت نه مستفید شی او د ټولني هر وګړي وکولای شی چی د اسلام په دایره کی ژوند او کار وکړي تر څو د کفري استعمار نه د اقتصادي ستونزو د له مینځه وړلو لپاره ښه اساسی اقتصادی زیربنا ولری او د هغو څخه ښه ګټه واخلی
لیکوال:رښتیا افغان

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب