په اسلامي ټولنه کې د ځوانانو رول، او زمونږ مسؤلیت

که اسلامي تاريخ ته ځغلنده نظر واچوو، وبه ګورو چې د تاريځ په اوږدو کې د تل لپاره ځوانانو د حق څخه د دفاع په موخه د سرښندنې او مبارزې ميدان ته دانګلي او هلته یې د وياړونو، او ارزښتونو یو مثالي ريکاټ قائم کړی، چی نن مونږ د هغوی په اتلواله کارنامو ویاړو، که ټول تاريخ څخه تیر شو او د بېلګې په ډول یوازې د رسول الله –صلی الله علیه وسلم- د بعثت او رسالت دور ته اشاره وکړو، نو هلته د وړو وړو ځوانانو په لاس د استبداد او وحشت لوی لویښاماران په ګونډو او د ظلم قوي قلعه ګانې راونړېدې او ځوانان یوازې د الله په مينه مست او د دين د دعوت په موخه ناکراره او په دې اړه یې ټولو خوندونو او مادي مزو ته شاه او د دعوت او جهاد په میدان کې یې خپل اسلامي سیاست اداء کړی دی.

د رسول الله –صلی الله علیه وسلم- د نبوي شمعې ګن شمېر پتنګان هماغه ځوانان وه چې د خپلې عقیدې او ایمان په جوړونه او د خپل جسم او بدن په مادي پیاوړتیا یې په کم وخت کې داسې بدلون راووست چې همدا اوس هم خلک ورته حيران دي.

د رسالت په نبوي مدرسه کې ځوانانو دومره رشد او نمو کړې وه، چې د همدې ځوانانو تر قیادت او قوماندې لاندې سترو سترو صحابه ؤ کرامو -رضي الله عنهم- هم د اسلامي فوځ د فرمانبرداره عسکرو په شان اطاعت کاوه چې په دې لړ کې د اسامه بن زيد رضی الله عنه مثال تر ټولو ستر سند دی. رښتيا هم چې هلته ځوانانو ته توجه وه او هغوی په خپل روښانه مستقبل کې د سم مسؤلیت د اداء په موخه د پخوا څخه تیارېدل، اوسمهال د دې پر ځای چې زمونږ روڼ اندي، د پوهنتونونو او ښوونځيو استاذان او داعیان او د کورنيو مشران خپل ځوان نسل  په همدغسې یوې اسلامي روحيه تربيه کړي، خو متاسفانه دوی یې موجوده اسلامي جزبه او احساس هم لمنځه وړي، هغه دا چې د سمې لارې ښودنه څومره چې مناسب دی، نه ورته کوي، د ولا او براء عقيده مناسبه نه څېړي، خپل دوست او دښمن نه ورپېژني، په مادي ګټو باندې د دينی ګټو د وړاندې کولو سپارښتنه نه ورته کوي، که بالفرض په هیواد باندې د یرغل پرمهال علماؤ، داعیانو د پوهنتونو او مکتبونو استاذانو، د کورنيو مشرانو او پلرونو خپل مسؤلیت ترسره کړی وی، او یو شمېر يې پخپله هم په دغه دام کې نه وای لوېدلي، او همدغه روحيه ژوندۍ ساتل شوې وای، شاید چې د هیواد ځوان نسل به د ديموکراسۍ په چوپړ کې د یرغلګرو په خدمت کې دومره په زیاته اندازه بېلا بېلې دندې نه وی ترسره کړې.

په همدې ډول که د افغانستان سپېڅلی جهاد ته ځير شو، نو پوره روښانه ده چې همدغه ځوانان دی چې د الله په مرسته یې په افغانستان کې، هر یرغلګر په ګونډو کړی دی، خصوصا په دې وروستيو لسیزو کې، لکه چې روسانو ته په ماتې ورکولو کې د ځوانانو ستر رول وه، همدارنګه د صلیی ښکېلاکګرو ځواکونو په وړاندې چې ځوانانو کومې مېړانې او سرښندنې ترسره کړې هیڅ ساری یې نه لیدلی کېږي.

صلیبي یرغلګرو هم همدا واقعيت درک کړی چې په کومه ټولنه کې بااحساسه، با شعوره او با استعداده ځوانان شتون ولري، په هغې ټولنه باندې هیڅکله دښمن نه شي بریالی کیدلی، او هیڅ ډول دسيسي يې پر وراندې پایلې نه لري، نه په نظامي یرغل برلاسه کیدلی شي او نه په کلتوري یرغل، او نه نورو موخو ته رسېدلی شي، همدا وجه ده چې هر یرغلګر، پر کوم هیواد یرغل وکړي نو په لومړي قدم کې د ولس د ځوان نسل اذهان خرابول او تر خپل اغیز لاندې راوستل يې ستره ارزو وي، د ازادۍ، استقلال، غیرت احساس او شعور پکې له منځه وړي، ترڅو له یو پلوه ترې د خطر احساس ونه مومي او له بل پلوه یې ذهنا او فکرا خپل  لاسپوڅي وګرځوي او خپلو موخو ته پر همدوی ځان ورسوي.

 نو همدا لامل دی چې کله په ګران هیواد افغانستان باندې د امریکا په مشرۍ صلیبي وحشي ټلوالي یرغل وکړ نو له پیله یې د ځوانانو د بې لارې کولو او هغوی څخه د احساس او شعور په یرغمل کولو يې پیل وکړ، د اخلاقي فساد د خپرولو او اسلامي او افغاني کلتور د بدلولو په موخه یې بې شمېره ټلویزوني چینلونه او راډیوګانې په کار واچولې، د بااحساسه ځوانانو د ښوونې او روزنې د مخنيوي په موخه يې د خپلې لاسپوڅې ادارې په مټ په تعلیمي نصاب کې هم تغیرات راوستل، د اسلامي امارت د پخواني تعليمي نصاب د کتابونو څخه یې د جهاد ایاتونه او احاديث او د ازادۍ او په دین باندې د التزام درسونه لیرې کړل، او د ډیموکراسۍ وحشي عقيده او فاسده مفکوره یي پکې د خپلې لاسپوڅې ادارې په ملتیا ورننويستله.

که له یوې خوا صلیبي ټلواله په افغانستان باندې په نظامي يرغل کې، تقریبا له پیله پاتې راغلې ده، خو له بلې خوا يې د کلتوری یرغل په وړاندې، افغاني ټولنه هم یو څه ځپلې ده، چې په وړاندې يې لا هم زیاتې مبارزې ته اړتیا شته. ځکه د اسلام مبارک دين له پیله خپلو پیروانو ته، پردیو کلتورونو سره د مبارزې امر کړی، لکه څنګه چې رسول الله -صلی الله عليه وسلم- د يهودو کلتور، عاداتو او رواجونو سره د مخالفت امر کړی دی، چې څو بېلګې يې د عاشورا د ورځې روژه نيول، له بوټانو سره مونځ کول کوم چې يهود يې نه کوي، همدا ډول زيات شمېر نور ډېر عادات او رواجونه دي چې مسلمانانو ته پکې يهودو سره د مخالفت په موخه، د پرېښودلو امر شوی دی، ترڅو مسلمانانو ته د یهودو د منحرف دين د متابعت ګوته ونه نیول شي، ځکه اسلام يو داسې سپڅلی او پاک دين دی چې له هر ډول تحريف څخه سالم او پاک دی، مسلمانان د خپل سپېڅلي دين په چوکاټ خپل ځانګړی کلتور، ثقافت لري، بايد چې د اسلام څخه پرته د نورو منحرفو دينونو کلتور او ثقافت قبول نه شي، ځکه د هغوی په قدم تلل په اسلام کې هیڅ جواز نه لري.

خو متاسفانه ځینو ځوانانو د صلیبی یرغل سره سم خپل افغانی او اسلامي کلتور په غربي، هندي او ایراني کلتورونو بدل کړ، د غربي رسنیو تر اغیز لاندې راغلی، انحراف او بۍ لارېتوب ته یې مخه کړې، د لمونځونو په اړه پکې بې باکي رامنځته شوې، ديني زده کړو ته يې يو مخ شا کړه، علماؤ کرامو پسې بد رد ویل، شرابخوري، زنا، لواطت، موسيقي او هر ډول اخلاقي فساد یې اوج ته رسېدلی، او ځينو یې لا بیا صلیبی یرغلګرو سره په هر ډول وحشتونو کې پوره برخه لرلې چې له امله یې په ټولنه کې زياتې ناخوالې او ناوړه کړنې رامنځته شوې.

نو څرنګه چې د افغان مسلمان ولس ځوان نسل شپاړس کاله د اسلامي امارت تر بیرغ لاندې په پاکه عقیده او سپڅیلی اسلام باندې زيات با احساسه ځوانان روزل شوي وه، او د دغې روزنې لړۍ تر اوسه دوام لري، نو د همدې برکت دی چې تر اوسه الحمد لله، يوه ډله بااحساسه ځوانان هم په ټولنه کې شتون لري، چې هم يې د ديموکراسۍ تر اغیز لاندې د نورو ځوانانو فکري مبارزه وکړه، او هم يې په خپل دين او کلتور باندې په التزام سره عملي درس او رزونه ورکړه، او د هغوی د اخلاقو په سمولو کې یې يو څه ونډه واخستله او هم یې د جهاد په ګرمو سنګرونو کې د الله په مرسته د صلیبی وحشي یرغلګرو بېخ اوويست، غرور یې ورته مات کړ، د خلکو د زړونو څخه یې د هغوی ډار ختم کړ. لنډه دا چې د بې ساره سرښندنو او فداکاريو په برکت يې نن ورځ صلیبی دښمن جنګي مورال بایللی، له سختې ماتې سره مخ دی، او له افغانستان څخه د تېښتې لارې چارې لټوي، او داسې پکې بند پاتې دي چی د خلاصون لار نه شې پیدا کولی..

اسلامي امارت لکه څنګه چې په تیر دور کې هم په ډیرو سختو شرایطو کې خپله توجه دنوي سل او ځوانانو روزنې اړولې وه، او خپله زیاته بودیجه يې په ښوونه او روزنه لګوله، همدارنګه اوسمهال سره له دې چې ټولې کفري نړۍ سره لاس او ګريوان هم دی، خو خپل مسلمان ولس او خپلې ټولنې ته د بااحساسه، اسلامپاله او وطنپالو ځوانانو په وړاندې کولو هم بوخت دی، چې په دې اړه د اسلامي امارت د ښوونې او روزنې، فرهنګې، سیاسې او د دعوت او ارشاد څانګو هرې یوې د خپلې وسې خپلې اړونده هلې ځلې نه دي سپمولي او مسؤلیت يې اداء کړی، ځکه ډېر هاغه  ځوانان چې د صلیبی کلتوري یرغل ښکار شوي او مغزونه یې د دیمکراسۍ په وحشي مفکورې بېچکاری شوي وه، او د خپل مسلمان ولس په وړاندې د صلیبی نیواکګرو لښکرو په خدمت کې ولاړ وه، د الله تعالی په مرسته، د اسلامي امارت د ارشاد او دعوت څانګې، په هلو ځلو، په حقیقت پوه شوي، د دیموکراسۍ غلطې پایلې یې پیژندلې، خپل اصلی دښمن ته متوجه شوي دی، همدا لامل دی چې ډېرو یې دښمن سره خپلې دندې پرېښي، ډېرو پر دښمن د ټوپک خولې وراړولې او ځینو خو لا بیا د خپلو وسلو او استخباراتي معلوماتو سره مجاهدینو سره یو ځای شوی دی.

که څه هم زمونږ پوره یقين او باور دی چې الله تعالی به د مسلمان ولس بې ساره سرښندنې او فداکاري نه ضایع کوي، او د افغان ولس د پاکو شهیدانو د پاکو وينو له برکته به هم الله تعالی د کلتوري یرغل څخه د ځوانانو اذهان وساتي لکه چې د تاریخ په اوږدو کې الله تعالی تل د خپل دين لپاره ساتونکي اتلان او بااحساسه ځوانان پیدا کړي دی.

خو بیا هم بايد د هيواد روڼ اندي، داعیان، د مکتبونو او پوهنتونو استاذان او د افغان مسلمان ولس هر فرد، دې ته متوجه شي چې په دې اړه څومره کار ته ضرورت لري، او په دې اړه یې څومره کار کړی، او دا کار یوازې او یوازې د اسلامی امارت دنده ونه شمېرې. بلکې هر څوک یې مسؤلیت لري. د نړۍ مظلومې پرګنۍ خو لا پرېږده، ایا د خپل هیواد افغانستان د روانې غمېزې، بدبختيو او ستونزو او دسيسو په وړاندې مو څه کړي؟ ایا د مسلمانانو، خصوصا د افغانانو د ټولو حقوقو حامي  اسلامي نظام  (اسلامي امارت) چې پر مونږ یو ستر نعمت وه، خو ورباندې د ناشکرۍ لامله مو له لاسه ورکړی او ډېر حق راباندي هم لري، ایا د دغه ستر نعمت (اسلامي امارت) د بیا ترلاسه کولو په اړه مو کله سوچ کړی؟

ایا د خپل ځوان نسل په ښوونه او روزنه کې او په اسلامي اخلاقو باندې په خایسته کولو کې مو څه فکر کړی؟  د دوی د اخلاقي فساد مخه مو څومره نیولې؟ ایا دې طوفاني کشتۍ ته د نجات د ساحل په لور څه پروګرام لرئ، او که نه؟ د نفي په صورت کې خو به د غرقېدلو څپي ټولو ته رسېږي.

مونږ باید په ټولنه کې داسې باشعوره ځوانان نور هم زیات کړو چې تل د خپل مبارک دين او د هیواد ملي ګټو ته ژمن وي ، او د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره خپل اولادونه يوازې په دنیا ګټلو بوخت نه کړو، باید په ديني زده کړو یې هم وګمارو. مونږ باید داسې ځوانان زيات ولرو چې خپل ټول استعداد په کار واچوي، او یوازې په دې ونه ویاړي چې زمونږ پلرونو او وروڼو د نړۍ ستر مادي ځواک ته ماتي ورکړه، ځوانان باید څه وکړي؟ ایا یوازې د خپلو مشرانو په کارنامو به ویاړي او که نور څه هم ورته په کار ی؟.

د نړۍ مظلومې پرګنې چې د استعمار او استبداد په منګلو کې د ذلت شپې او ورځې تېروي، د ټولو ناخوالو څخه د خلاصون په هکله یې سترګې مسلمانو ځوانانو ته نيولی دي. ایا د دغو مظلومانو په اړه مونږ فکر او سوچ کړی؟، او د ځوانانو د راويښولو او د هغوی د ذهنونو څخه د ديموکراسۍ د فاسدې مفکورې ناوړه تاثیر د مخنيوي او ختمولو د ستر مسؤلیت په اړه مو کوم سوچ کړی؟

د هيواد د ټولو روڼ اندو او پوهو خلکو، داعیانو، علماؤ د مدرسو، مکتبونو او پوهنتونو استاذانو او د کورنيو او ولسونو د مشرانو خپل مسؤلیت ته د متوجه کیدلو په هیله او د ځوانانو د لا زیات احساس په هیله.

ليکوال: عبد الباري همت

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب