د الله تعالی ذکر زړونه ډاډمنوي | مه خفه کېږه! ۲۰

د الله تعالی ذکر زړونه ډاډمنوي

الله تعالی رښتیا وینا خوښوی، په رښتیا وینا زړونه پاکېږی، له تجربې او دلیل څخه ثابته ده، چې رښتینی او با اخلاقه انسان خپلې کورنۍ ته غلطه لارښونه نه کوی، د الله تعالی تر ذکر پرته بل داسې غوره عمل نشته، چې زړونه ته ډاډ ور بښی، او داسې کوم عمل هم نشته، چې تر ذکر زیات د ثواب وړ وی.

(  فَاذْکُرُونِی أَذْکُرْکُمْ وَاشْکُرُواْلِی وَلَا تَکْفُرُونِ  )

”  له دې امله تاسې ما په یاد ولرئ ، زه به تاسې یاد کړم ، او زما شکر ادا کړئ ، او د نعمت ناشکری مه کوئ.  ”

د الله تعالی یاد او ذکر په دې دنیا کې د الله تعالی د جنت مثال لری، څوک چې دغه جنت ته ور ننوتل خوښ نه کړی ، نو د اخرت له جنت څخه به هم بې برخې شی.

د الله تعالی ذکر انسانی نفس له نا کرارۍ او ناروغۍ څخه وباسی، بلکې د هرې کامیابۍ لور ته نېغه لاره هم ده، د وحې ښوونې مطالعه کړه، تر څو د ذکر له ګټو خبر شې، او له دغې مطالعې څخه دې ګټه واخله، تر څو کامیابی او شفاء ترلاسه کړی، د الله تعالی ذکر د وېرې، اندېښنې او غم ورېځې له منځه وړی،

د الله تعالی ذکر د ناکرارۍ، غم او افسوس غرونه له منځه وړی.

دا د حیرانتیا خبره نه ده، چې ذاکرین د ارامۍ احساس لری، ځکه چې د ارامۍ قاعده او کیلی همدا ده، د حیرانۍ خبره خو دا ده، چې د الله تعالی له ذکر نه غافله خلک څه ډول ژوند تېروی!؟

(   أَمْواتٌ غَیْرُ أَحْیَآء وَمَا یَشْعُرُونَ أَیَّانَ یُبْعَثُونَ  )
”  مړه دی نه چې ژوندی او هغو ته هيڅ معلومه نه ده ، چې هغوی به کله  ( دویم ځل ) ژوندی راپاڅول شی.  ”

ای هغو کسانو چې له درد او خفګان نه ګیله من یئ ، اهونو او چغو مو نړۍ پر سر اخیستې او ستونزو تېښتې ته اړ کړی یئ!   راځئ الله تعالی رایاد کړئ.

(   هَلْ تَعْلَمُ لَهُ سَمِیًّا  )
”  ایا ستا په علم کې کومه هستی شته ، د هغه سیال؟ ”

څومره چې الله تعالی را یاد کړې ، هومره به مخکې هوسا ژوند ولرې، زړه به دې ډاډه وی، او د نېکبختۍ احساس به ولرې، په ذکر کې دغه مفاهیم چې پر الله تعالی توکل، باور، انابت او بېرته ور ګرځېدل، نیک ګومان پرې لرل او د غوټې پرانستل کېدو ته انتظار ایستل نغښتی دی.

الله تعالی موږ ته نېږدی دی، کله چې هغه وغوښتل شی، نو فریاد اوری، څوک یې چې وبولی، مرسته یې کوی، او څه چې ترې وغوښتل شی، ورکوی یې.

نو بیا د خپل پروردګار پر وړاندې زاری او خشوع وکړه، د یوه رب ستاینه وکړه، دعاګانې ترې وغواړه او استغفار ووایه، بیا به نو د نېکمرغۍ، سرور، نور او خوښۍ له مفاهیمو سره اشنا شې:

(   فَآتَاهُمُ اللهُ ثَوَابَ الدُّنْیَا وَحُسْنَ ثَوَابِ الآخِرَةِ وَاللهُ یُحِبُّ آلْمُحْسِنِینَ )
”  په پای کې الله تعالی هغوی ته د دنیا ثواب ورکړ ، او له هغه نه غوره ثواب یی په اخرت کې هم ور په برخه کړ ، د الله تعالی همدا شان نېک عمله کسان خوښېږی  . ”

لیکوال: – دوکتور عائض بن عبدالله القرنی
ژباړه:- رحمت الله مومن  (مارزک)

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب