کار او زیار

دا نړی بر کار او د انسان د کار، زیار او عمل یو پراخ ډګر دی. هغه څوک پکې په نیکمرغۍ او بریالیتوب ژوند کولی شي چې د کار د پیاوړی ځواک لري او په اغیزناکه توګه ترې ګټه اخلي.

د انساني ژړند ارزښت په کار او زیار کې نغښتی دی. په دې خاورینه نړۍ کې چې و ګړي دژړندانه د وسیلو د تر لاسه کولو او بریالیتو لپاره هلې ځلې کوي، مغه څوک ښه پرمختیا کولی او درنښت موندلی شي چې د کار او زیار په ځواک خپل شته والی وساتي او په دې وسیله ځان د زمانې له زیانونو څخه وژغوروي. که څوک د خپل کار د سرته رسولو لپاره مټې روانه نغاړي. کار او هڅه ونه کړي، دیر ژر به یې بدن یې ځواکه او کمزوری شي. کار د بدن توان او ځواک زیاتوي، روح پاک او پیاوړۍ کوي. په ژوند کې هغه څوک بریالی دی چې ځواکمن بدن لري بې کاري تر ټولو ستره بلا ده. که یو څوک هر څومره بډای هم وي، باید له کار او زیار څخه لاس وانه خلي، ځکه چې کار د ژوندانه د هلوځلو کارنده وسیله ده او بیکاري بدن بي ځواکه کوي. وګورئ که اوسپنیز ماشین هم د څه مودې لپلره بیکاره پاتې شي، اوسپنې یې زنګ خوري او که هغه هرڅومره کلکې هم وي، د وخت په تیریدو سره ماتیږي. که انسان هم خپل ژوند بیکاره تیروي، د وجود ماشین یې سست او ورو ورو له کاره لویږي.

دامو باید په یاد وي چې یوازې په یو کار پسې مخه کول او هغه تر لاسه کول کافي نه دي، بلکه هر څوک چې کوم کار تر لاسه کوي، په دي هڅه کې دې وي چې په هغه کې ورځ په ورځ ځواکمن او ښه پرمخ لاړشي او نوې تجربې پکې ترلاسه کړي.

هغه څوک چې د پانګې او پیسو د نشتوالي په پلمه په کار پسي نه ګرځي، ډیره لویه غلطي کوي. ځکه چې د هر چا رښتینې پانګه د هغه د بدن جوړښت، یعنې لاسونه، پسې، غوږونه، سترګې، عقلي،فکري او بدني ځواک دی چي ددغې پانګی په سمې کار اچوني سره انسان هر څه کولی شي.

کار او زیار ستر ټولنیز ارزښت او اهمیت لري. که کار او زیار نه وای، د ڼړۍ دا دومره ودانۍ او پر مختګونه به هیڅکله نه وای، تر سره شوي. هغو ټولنو او هیوادونو چي اغیزناک کار ونه کړي، پرمختللي دي او هغوی چې کاريې نه دی کړی، وروسته پاتې شوي دي. ویلای شو چې نیکمرغي او بریالیتوب په کار او زیار کې دي. تر بیکاري، بیګاري ښه ده.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب