حکمونو او مسایلو پوښتنې

په اسلامي هیوادونو کې د اسلحو د خرڅلاو حکم

په یو لړ اسلامي خاورو کې لکه: سوډان او فلسطین او دېته ورته نورو هیوادونو کې د اسحلو خرڅلاو څه حکم لري، په داسې حال کې چې په دې ډول هیوادونو کې زمونږمسلمان وروڼه او خوېندې په مختلفو نومونوسره ځورول کیږي او دداخلي ستونزو او دسیمي د ناامنیو له کبله اوس هلته د مېشتو خلکو ژوند له یو لړ ستونزو او ګواښ سره هم مخامخ شویدی؟

همداراز د الملتقی الفقهي د وېب پاڼې له درنو مینه والو څخه یوه ورور د یحیی صالح په نامه او یوې خور له اردن څخه د یادې موضوع په اړه همدا ډول پوښتنه له مونږ سره شریکه کړی وه او په هغې کې ېې له مونږ څخه پوښتلي ؤ چې: د فلسطین له میړنیو مجاهدینو سره مالي مرسته او جنګي اسلحه ورلیږل چې هغوي د سپېڅلومقدساتوڅخه د دفاع په موخه او ددې لپاره چې زمونږ مظلوم وروڼه او خوېندې د اسرائیلو د مستبد او کړغېړن نظام له کفري واکمنۍ څخه وژغورل شي څه حکم لري؟
مونږ غواړو په دې لیکنه کې خپلو ګرانو لوستونکو ته د یادو موضوعاتو په اړه د یو څو مهمو مسائلو یادونه وکړو.

لومړی : د سِلاح تعریف:

د سِلاح کلیمه یوه عربي کلیمه ده او هغه جامع او شامله کلیمه ده چې د ټولو هغو جنګي وسائلو لپاره کوم چې په وچه، بحر او هوا کې د دښمن څخه د دفاع په موخه کارول کیږي ورته د سلاح کلیمه کارول کیدلی شي.

سِلاح ته په عامه اصطلاح اسلحه هم ویل کیږي، یعنې هر هغه جنګي آله، لکه: تفنګچه، ټوپک، کلاشینکوف، توپ او داسې نور حربي وسایل چې یو جنګیالی ېې د دښمن پر ضد کاروي او خپل دښمن پری له منځه وړلای شي اسلحه بلل کیږي.
البته ځینې نور بیا د اسلحې په اړه وايي چې: سلاح هر هغه څه ته ویل کیږي چې له اوسپنې څخه جوړه شوي وي، لکه په پخوا زمانه کې تورې ته به مهمه سلاح ویل کېدله. په دې اړه امام ازهري په خپل کتاب لسان العرب کې وايي چې: یواځې توري ته هم سلاح ویل کیږي.

مؤمن مسلمان ته ښايي چې د خپل دښمن پر وړاندی له غفلت او بې پروايۍ څخه کار وانخلي، ځکه دښمن کېدلی شي د هر لوري لکه: د قِبلې له لوري او یاهم احتمال لري له ښي لوري یا د چپ لوري څخه حمله وکړي بلکه حتی د لمانځه پر مهال هم باید مجاهد خورا بېداره واوسي او د احتیاطي تدابیرو په پام کې نیولو سره په لمانځه کې هم د اسلام دښمنه ځواکونو د ځپلو لپاره خپله جنګي سلاح له خپلو اوږو څخه راکوزه نه کړي، چې په اسلامي فقه کې دې ډول لمانځه ته صلاة خوف(دوېرې لمونځ) ویل کیږي، لکه چې لوی څښتن تعالی د صلاة خوف په اړه داسې ارشاد فرمايي:[وَلْيَأْخُذُوا حِذْرَهُمْ وَأَسْلِحَتَهُمْ ۗ](النساء :102).
ترجمه: او (دا لمونځ کونکي دې) له احتیاط او پاملرنې څخه کار واخلي او خپلې سلاح ګانې(په لمانځه کې له خپلو ځانونو سره واخلي تر څو وکولی شي له خپلو ځانونو څخه پرې د ضرورت پر وخت دفاع وکړي).

د سلاح پورې څو تړلي مسائل:

د سپېڅلي جهاد لپاره د سلاح چمتو کول او د هغې د استعمال زده کړه:
یو لړ فقهاء په دې اړه وايي چې: د جهاد سپېڅلې فریضه سلاح کارولو ته اړتیا لري او ددې لپاره د هغې د استعمال زده کړه ډېره مهمه ده، ځکه د دښمن د ماتې او شکست لپاره د راز راز محاربوي(جنګي) توکو د استعمال زده کړه د هر مجاهد لپاره یو له بنسټیزو زده کړو او اړتیاو څخه شمېرل کیږي او هر یو مسلمان ېې باید د خپل وسې او توان سره سم استعمال زده کړي، لکه چې لوی څښتن تعالی په دې اړه مونږته داسې لارښودنه کوي: [وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ] (سورةُ الأنفال: 60).

ترجمه: او(اۍ مؤمنانو!) تاسې(د دښمن سره د جنګ لپاره) قوت (جنګي اسباب) چې څومره مو تر وسه پوره وي تیار کړئ (او د جهاد في سبیلِ الله لپاره) روزل شوي آسونه(چمتو کړئ) تر څو په دې( قوت او چمتووالي سره) د الله تعالی او خپل دښمنان (وکولی شۍ وډار کړۍ).

د پورتني مبارک آیت په اړه امام قرطبي او امام فخر الرازي(رحمهماالله) فرمايي چې:دا مبارک آیت پرهمدې باندی دلالت کوي ترڅو د جهاد لپاره د سلاح د کارول زده کړو او دا زده کړه فرض ده(البته فرض کفايي ګڼل کیږي). (۱)

که پورتني مبارک آیت ته ځیر شو؛ نو جوته به شي چې په پورتني مبارک آیت کې کومه ځانګړې سلاح نه ده ښودل شوی، ولې چې په هر عصرکې پر مختللی سلاح را منځ ته کیږي او د تېر عصر حربي سلاحګانې د اوسنې او ماډرن عصر له خطرناکو اسلحو سره خورا تفاوت لري؛ نو له همدې کبله مسلمان ته ښايي چې د وخت د ظروفو او غوښتنو سره سم د دښمن د پرځولو او هغه ته د شکست ورکولو لپاره مناسبه سلاح وکاروي تر څو وکولی شي چې خپل دښمن پری ووېروي، تر څو خپلواکي تر لاسه کړي او خپل د دین او د خاورې خپلسري دښمنان خوار او ذلیل کړي.(۲)

د حضرت عقبة بن عامر(رضي الله عنه) څخه روایت دي چې وې فرمایل: ما له نبي کریم (صلی الله علیه وسلم)څخه واورېدل په داسې حال کې چې هغه په منبر باندی ؤ او ویل ېې: ((وَأعِدّوْا لَهُمْ مّا اسْتَطَعْتُم مّنْ قُوّةٍ، أَلَا إِنَّ الْقُوَّةَ الرّمْيُ، أَلَا إِنَّ الْقُوَّةَ الرّمْيُ ، أَلَا إِنَّ الْقُوَّةَ الرّمْيُ)) (رواه البخاري).

(اۍ مسلمانانو!) تاسې د هغوي (د خپل دښمن لپاره) څوپوری مو چې تر وسه پوره وي قوت (خپل ځانونه او اسلحې) چمتو کړئ، پر دې پوه شئ چې قوت وېشتل دي، پر دې پوه شئ چې قوت وېشتل دي، پر دې پوه شئ چې قوت وېشتل دي.

په دې مبارک حدیث کې پورتنۍ جمله درې ځل تکرار شوېده تر څو له یو لوري د تأکید ښودنه وکړي اوله بل لوري د نښې د ویشتلو اهمیت مونږ ته راڅرګند کړي. دا مبارک حدیث د همدې مهمې خبری ښودنه کوي چې مسلمانان باید پخپله وکولی شي تر څو سلاح جوړه کړي او جنګي وسائل اختراع کړي. که پورتنیو حقائقو ته لږ نور هم ځیر شو؛ نو جوته به شي چې په پورتني حدیث کې د قوت څخه په نښې ویشتلو سره تعبیر شویدی او دا ځکه چې ویشتل په جنګ کې د مهمو فنونو او حربي مهارتونو څخه ګڼل کیږي او د سلاح په کارولو کې د ښه مهارت ښودنه او ښې زده کړي ښودنه کوي.

د اسلامي فقهاء او مفسرینو له ډلې څخه امام قرطبي(رحمه الله) فرمايي: نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) د ښې نښې ویشتلو ته د مسلمان قوت ویلی دی، که څه هم چې په عامه توګه سره د یو لړ نورو جنګي وسائلو ښودلو ته قوت ویل کیږي، خو په اصل کې د همدې ښې نښې او هدف ویشتلو په مرسته دښمن ته د سر او مال درانده تلفات اړول کیږي او په خورا آسانه توګه سره ترې انتقام اخستل کیږي او په همدې توګه سره دا هم یو جنګي تکتیک دی چې د مخالفې جنګي ډلې مشر او قومندان په نښه شي، وویشتل شي تر څو په دې توګه سره د هغه څخه وروستي جنګي ګروپونه له سکشت سره مخامخ شي او دا کار په حقیقت کې کله چې مجاهدین دښمن ته په کمین کې ناست وي ډېر ګټور تمامیږي او د دښمن په لیکه کې ډېر ژر وېره او ډار ته لاره هواریږي.

په یو بل مبارک حدیث کې نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) فرمايي: الله تعالی(جل جلاله) په یوه تیر(غشي) سره( چې هدف ېې ترې د کفارو ویشتل وي) درې نفره جنت ته داخلوي، یو د هغې جوړونکې چې په جوړولو کې ېې (هدف) د خیر(ثواب) تر لاسه کول وي او ( دویم) هغه نښه ویشتونکې چې په دې(تیر) سره (نښه ولي) او ( درېیم) هغه تن چې دا(تیر) مجاهد ته ورکوي( یعنې په خپل مال سره د مجاهد ملاتړ کوي او تر هغه مهمات او سلاحګانې رسوي)؛ نو نښه وولئ او سپاره شئ او دا چې (تاسې) نښه وولئ دا زما لپاره ډېر خوښ دی له دې څخه چې تاسې سواره شئ او هغه ددې لپاره چې تاسې عبث(د ساعت تیرۍ په نیت ېې تر سره کړئ) مګر د درې هدفونو لپاره(جواز لري) (یو) دا چې تر څو خپل اسپ ته ورزش ورکړي او یا دا چې له خپلې کورنۍ سره پرې لوبې وکړي او یا دا چې په خپل کمان(قوس یا جنګي اسلحې) سره نښه وولي او ورته چمتو ېې کړي او هر هغه چا چې نشه ویشتل وروسته له زده کړې پرېښودله او ورسره کرکه ولري؛ نو( پوه دې شي چې) یو نعمت ېې پرې ایښې دی او یا په یو بل روایت کې راغلي دي چې د یو نعمت ناشکري ېې کړېده ــ دا حدیث أبو داؤد او ترمذي روایت کړیدی.

دا پورتنې حدیث د همدې خبری ښکارندوینه کوي چې لوی څښتن تعالی د تیر(غشي) جوړونکی او ویشتونکی او بل ته وروړونکی ېې( درې واړه) جنت ته داخلوي،البته دا په دې شرط چې د دوي هدف د اسلام د مبارکې کلیمې اعلاء او لوړوالی وي او د کفارو سره جهاد کول وي او دا خبره هم باید ټولو ته څرګنده وي چې مستحبه لوبه او ساعت تیري داده چې: یو انسان خپل اس ته د جهاد په نیت ټریننګ(training) ورکړي او پرې چکر وخوري او یا هم که نښه ولي؛ نو نیت ېې باید د جهاد لپاره د ځان چمتو کول وي.

دا هم یو جلا فقهي مسئله ده چې د جمهورو علماء په نزد د صلاة خوف پر مهال هم یو مجاهد کولی شي چې له ځان سره خپله سلاح واخلي او په دې اړه امام شافعي (رحمه الله) فرمايي چې: د صلاة خوف د آداء کولو پرمهال د سلاح له ځان سره اخستل فرض دي…. او کېدلی شي چې د شهید څخه(له مړینې وروسته) د هغه ټوپک او داسې نوره سلاح واخستل شي او دا هم باید ټولو ته څرګنده وي چې په هغه سلاح کې چې استمعالیږي زکات پرې فرض نه دی، بلکه زکات په هغه سلاح کې لازمي دی چې د تجارت لپاره کارول کیږي.

پر جنګيالیو او د فتنې پر مهال د اسلحې د خرڅولو حکم:
پر جنګي او محاربوي ډلو او یا پر هغه چا باندی چې یو څوک پوهیږي په دې سلاح سره دوي د عامو مسلمانانو لارې بندوي د سلاح خرڅول یو نامشروع او ناروا عمل دی.

همداراز پر هغه چا باندی هم د سلام خرڅول جواز نلري څوک چې د مسلمانانو تر منځ د فتنو اور ته لمن وهي او نوی فتنې را ژوندۍ کوي. امام حسن البصري (رحمه الله) چې یو مشهور تابعي دی فرمايي: یو مسلمان ته دا رواء نه دي چې د مسلمانانو پر دښمن باندی سلاح خرڅه کړي تر څو په دې کار سره هغوي دومره قوي شي چې بیا مسلمانان ووژني، همداراز دا هم روا نه دي چې یو مسلمان دې پر اسلام دښمنه ډلو باندی اسپ، قاچره او جنګي سلاحګانی خرڅه کړي، ځکه کفارو باندی د سلاح خرڅول د مسلمانانو په وژلو کې له هغوي سره یو ډول(په غیر مستقیمه توګه سره) مرسته کول دي، تر څو دوي په دوامداره توګه سره مسلمانان وځوروي او دا کار په اسلام کې ناروا دی چې باید ځان ورڅخه وژغورل شي.

همداراز د فتنې پر مهال د سلاح خرڅول او یا پر فتنه اچونکو، طاغوتي لښکرو باندی د سلاح خرڅول حرام دي او په ګناه باندی یو له بل سره مرسته تباهي ده.

ځکه الله متعال(جل جلاله) په ډاګه سره په خپل سپېڅلي کتاب کې مونږ ته لارښودنه کوي او فرمايي چې: ((وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَىٰ ۖ وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ)). (المائدة2)

ترجمه: او تاسې په نیک کار او تقوی سره یود بل ملاتړ وکړئ او په ګناه او عُدوان(ظلم او تیري) سره یو د بل حمایت(ملاتړ) مه کوئ او تاسې له لوی پروردګار څخه وویږیږۍ، بېشکه چې د هغه عذاب ډېر زیات سخت دی.

پر همدې اساس سره مونږ ویلی شو چې:
د سلاح په خرڅولو سره یو لړ مسؤلیتونه مونږ ته متوجه کیږي؛ نو په اسلامي ښارونو او مرکزونو کې د دولت د اجازې پرته د سلاح وړل او راوړل هیڅکله هم جواز نلري، بلکه په دې کار سره په کار خو داده چې د دولت د مربوطې څانګې څخه موافقه واخلۍ.

په پای کې ددې خبری یادول اړین بولو چې د سوډان په څېر په یو اسلامي هیواد کې چې دا هیواد د یو لړ نورو اسلامي هیوادونو لکه: لیبیا اوداسې نورو سره ګډې پولی لري د جنګي اسلحو خرڅول ناروا کار ګڼل کیږي، تر څو هغه چیریکي او لارې شکوونکې سلاح لرونکی ډلې چې هلته شتون لري له دې کار څخه په استفادې سره ناوړه ګټه پورته نه کړي او د سیمې امن له منځه یو نه وړل شي.

همداراز ښايي که چیری یو څوک سلاح هم اخلي؛ نو باید په رسمي توګه سره د حکومت څخه د یوې رسمي موافقتنامې اخستلو په مرسته دې ترلاسه کړي، په ځانګړې توګه سره د سوډان سرحدي څنډې چې د چاد سره ګډې پولی لري او د دې هیواد جنوبي څنډو ته چې هلته سلاح لرونکی ډلې ځای پر ځای شویدي او په یوګندا کې یو لړ نامعلومه مُسلّحه ډلې ګوته په ماشه ناستې دي، خو په فلسطین کې بیا د سیمې وضعیت او روان حالت تر ننه پوری یو جلا حکم لري او هغه دا چې په فلسطین کې د رښتینو مجاهدینو سره هر ډول مرسته او ملاتړ زمونږ د ټولو مسلمانانو ستر مسؤلیت دی او ښايي دویته تر ټولو پرمختللی اسلحه ور وړل شي تر څو د همدې هراړخیزه مرستو په نتیجه کې دوي وکولی شي چې د غاصبو او چپاولګرو اسرائیلي ځواکونو پر وړاندی د خپلو دیني او ملي نوامیسو څخه دفاع وکړای شي او که مونږ ورسره مرسته ونه کړو؛ نو باید پر دې باندی باید وپوهیږو چې مونږ په خپل دې کار کې ګنهګار او ملامته یو، ځکه د دوي کمزوري پخپله د دوي د دښمن سره یو لړ مرسته ده او واقعیت دادې چې دوي په دې سختو شرائطو کې نن د محاصرې او د جنګي اسلحو د قلت(کمښت) سره مخامخ دي؛ نو د فلسطین پر خلکو او دې هیواد ته په نژدې ګاونډیو هیوادونو باندی دا فرض دي چې دوي د خپلو مسلمانو وروڼو او خوېندو سره مالي او نور هر ډول مرسته وکړي او دا کار د سیمې نژدې خلکو ته خورا آسانه هم دی.


(۱):.(الجامع لأحكام القرآن 8/35، والتفسير الكبير15/185).
(۲) : ( الموسوعة الفقهية الكويتية 25/147)

لیکنه: فضل الله ممتاز

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: