پلې ګرځېدا د ذهني ناروغيو او پرېشانيو لپاره ګټوره ده!

د ګلاسکو پوهنتون څېړونکي وايي چې د ذهني ناروغيو او پرېشانيو د ختمولو لپاره په ورځ کې کم تر کمه دوه ځلې د سترو او شنو ونو ، بوټواو چمنونو لرونکو پارکونو کې ګرځېدا ډېره مفيده ده. ددې څېړونکې ډلې مشر پروفيسر ډاکټر ميچل وويل: په پارکونو کې پلې ګرځېدا د هغو کسانو په نسبت چې جيم ته ځي او په وسپنيزو شيانو ورزش کوي ۵۰ سلنه ډېرې ذهني ، ناروغۍ ، فشارونه او بوجونه کموي. نوموړي همدا راز زياته کړه په طبيعي او قدرتي چاپېريال کې ورزش کول پر دماغو ډېر مثبت اغېز کوي او د ډېپرېشن په پای ته رسولو، د انساني ژوند په ښه کولو ، او د مسترح او ارام خوب په برخه کې هم له ناروغ سره مرسته کوي؛ نوموړي وويل له ډاکټرانو مې هيله ده چې په دماغي ناروغيو او فشارونو اخته کسانو ته په خلاصه هوا کې په شنو پارکونو کې د ګرځېدا هدايت ورکړي .او له ښارګوټو جوړونکو اوښارواليو مې هيله ده چې په پارکونو کې دلا ښو اسانتياوو د رامنځ ته کولو لپاره اقدام وکړي.

يادونه: خو که بوټونه مو نه و پښو کړي او پښې لوڅي په چمنونو او واښو کې ګرځېدئ ، ګټه به یې يو په دوه ډېره وي.

دکتورنوراحمد عایل

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب