اسلامي کیسې

پلاره، د سهار لمونځ !…

ما د خپل مشر زوی نه پوښتنه وکړه ” نعیمه، تا د سهار لمونځ کړی دی؟ “
ټول حیران شول، یو بل ته یې وکتل، نعیم راته په حیرانتیا وویل ” پلاره، د سهار لمونځ ! ….. ” بیا لږ موسکی شو، راته یې وویل ” پلاره، د سهار لمونځ دې وخت کې څوک کوي، مونږ په مشکله ځان پوهنتون ته تیار کړو”

ډیره تیزه منډه وهم….شاته راپسې وحشي ځناور او بلاګانې هم منډي وهي، هغوی غواړي چې ما وخوري….ما ختم کړي، زه په پوره ځواک منډه وهم…..ساه مې نوره بندیږي، چیرته ترې وتښتم.
شاوخوا کې مې ځینې انسانان په کراره روان دي، هغوي لکه چې دا بلاګانې او ځناور نه ګوري او یا لکه چې یوازې زه په نښه شوی یم، وړاندې په یو دیوال لویه سپینه پرده را ځړیدلي ده او په غټو ټکو پرې لیکل شوي وو
( لمونځ وکړه….د دې هر څه نه به بې غمه شي )
ځمکه همدلته پاي ته ورسیده…..مخامخ لوی ګړنګ وو، شاته راپسې بلاګانې وي، ما د هغوي د ویرې نه ځان همدې لوی او ویرونکي ګړنګ ته وغورځاوه، چیغې مې پورته شوي.
ناڅاپه مې سترګې وغوړیدي، د خوبه راپاڅیدم، میرمن مې هم راپاڅیده. په ویریدلي غږ یې وویل ” څه وشو؟ څه خبره وه؟”
ستونی مې وچ وو، ساه مې په زوره زوره اخیسته، ومې ویل ” اف خدایه…. دا مې څه ولیدل… “
میرمن مې وویل ” لکه چې کوم ویرونکی خوب دې ولید “
ما ورته وویل ” هو، ته لږې اوبه راکړه “
پدې وخت کې د جومات نه د قاري صیب خوږ اذان واوریدل شو، دا د سهار مهال دی.
میرمن مې راته اوبه راکړي او ویې ویل ” دا اوبه وڅښه، ځینې وختو کې انسان همداسې خوبونه ګوري، هیڅ خبره نشته، بیرته ویده شه، تر اوسه لا ډیر وخت دی “
ماته بیا خوب رانغی
میرمن مې بیرته ویده شوه خو ماته بیا خوب رانغی، پاڅیدم او د کوټې په منځ کې ودریدم، ځان سره مې د ویرې احساس کوه، یو ناڅاپه ذهن کې مې په هغه دیوال باندې د راځړیدلي پردې جمله وځلیدله ( لمونځ وکړه….د دې هر څه نه به بې غمه شي )
بیا د هغه بلاګانو او وحشي ځناورو څیرې مې مخې ته ودریدي، وویریدم ځان سره مې وویل راځه نن لمونځ وکړه چې دا ستونزې رښتیا هواریږي او که نه؟
اودس مې وکړ او جومات ته ولاړم، جومات کې یوازې شپږ- اوه تنه موجود ول هغه هم سپین ږیري، په لمانځه کې د قاري صیب اواز راباندې ډیر ښه ولګیده، زړه مې وغوښتل چې همیشه قران کریم واورم، د لمانځه نه وروسته دې ګوتو په شمار لمونځ کوونکو ته مې وکتل، د هغوي څیرو ځلا کوله، ډیر ښه راته ښکاره شول.
جومات، لمونځ او قران کریم سره مې د مینې څپې په خوځیدا راغلي، د زړه د خلاصه عبادت نه وروسته ډیر سکون او ارامتیا راته په برخه شوه، په زړه کې مې نوي ولولي او جذبات را بیدار شول، زه ډیر شتمن یم، اولاد هم لرم، کاروبار مې جوړ دی خو زه به ټوله ورځ نا ارامه وم، نن پوه شوم چې روح مې څه شي پسې سرګردانه وو هغه یې پیدا کړ.
د جومات نه راووتم او د کور خواته راغلم، کور کې چوپتیا وه، ټول ویده ول، ځوان زوی، پیغله لور او خپله میرمن هیچا سره د لمونځ کولو احساس نه وو، زړه مې غوښتل چې هغوي لمانځه ته پاڅوم خو ما نه دا جرائت اخیستل شوی وو، زه بې وسه وم ځکه چې ما پخپله څو کاله وروسته د سهار لمونځ وکړ، هغوي به فکر کوي چې زمونږ پلار لیونی شویدی، زه په همدې فکرونو کې ډوب د کور په حویلۍ ناست وم.
لمر را وخاته، د سهار لمونځ قضا شو، ما دا همت ونه کړای شو چې هغوي پاڅوم، زه پریشانه وم چې ولې مې دا کار ونه کړ؟ میرمن مې راښکاره شوه، راته یې وویل ” د نعیم پلاره، ته خو نن وختي پاڅیدلی یې، تا لکه چې بیا خوب ونه کړ “
ما ورته په جدي حالت کې وویل ” د نعیم مورې، ایا تا د سهار لمونځ کړی دی؟ “
میرمن مې راته په حیرانتیا وویل ” د سهار لمونځ ! زمونږ خو څو کاله کیږي چې د سهار لمونځ نه کوو، دا خو له مونږ نه هیر وو، خو که ته هر سهار ما پاڅوي نو زه به یې خامخا کوم “
میرمن مې پخلنځي ته لاړه، زه همداسې په سوچونو کې غرق وم، څه وخت وروسته مې د لور اواز واورید، راته یې غږ کاوه ” پلاره، چاي تیار دی، مور وایې چې ځان تیار کړه دفتر درباندې ناوخته کیږي “
ځان ته مې پام شو، ساعت ته مې وکتل رښتیا هم وخت ډیر تنګ وو، ما ځان تیار کړ، لږ وروسته ټول په یو دسترخوان را ټول شو، ما د خپل مشر زوی نه پوښتنه وکړه ” نعیمه، تا د سهار لمونځ کړی دی؟ “
ټول حیران شول، یو بل ته یې وکتل، نعیم راته په حیرانتیا وویل ” پلاره، د سهار لمونځ ! ….. ” بیا لږ موسکی شو، راته یې وویل ” پلاره، د سهار لمونځ دې وخت کې څوک کوي، مونږ په مشکله ځان پوهنتون ته تیار کړو”
بیا مې مخ خپلې مشرې لور ته ور واړوه، ورته مې وویل ” زینب، تا هم د سهار لمونځ ندی کړی؟ “
زینب وویل ” پلاره، زه خو تر ناوخته د پوهنتون درسونه وایم، بیا نشم کولای چې وختي پاڅیږم “
ما یو اسویلی وویست، ومې وویل ” تاسې پدې نه پوهیږﺉ چې لمونځ په مسلمانانو فرض دی، او مونږ او تاسې خو مسلمانانو یو “
نعیم راته وویل ” پلاره، تاسې خو هم لمونځ نه کوﺉ، کنه “
پلاره، مونږ خو یو اختر او بل اختر لمونځ کوو
زه په سوچ کې شوم، نعیم رښتیا ویلي، هغوي هیڅکله هم زه په لمانځه نه وم لیدلی، نو ایا زه مسلمان یم؟ زه خو پدې ښه پوهیدم چې لمونځ په مونږ فرض دی نو ولي مې نه کاوه؟ ولي دا لمونځ له مونږ نه هیر وو؟
وړوکی اوه کلن زوی مې راغی او زما ترڅنګ کیناست، پوښتنه یې رانه وکړه ” پلاره، مونږ خو یو اختر او بل اختر لمونځ کوو، ایا نور لمونځونه هم شته؟ “
ټول چوپ شول، ټولو یو ډول خجالت له ځان سره احساس کړ، ما د خپل کوچني زوی معصومې څیرې ته وکتل، له ځان سره مې فکر کاوه چې پدې کې خو د دې ماشوم هیڅ ګناه نشته، ګناهګار خو مونږ مشران یو چې خپلو کشرانو ته مو د لمونځ کولو امر ندی کړی، اف خدایه…. مشران چې لمونځ نه کوي نو کشران به یې څرنګه وکړي.
میرمن مې راباندې غږ وکړ” د نعیم پلاره، چای سوړ شو “
ځان ته مې پام شو، ټولو راته په ځیر کتلي، پاڅیدم خپله دوسیه مې را واخیسته او د کوره ووتم، دفتر ته راورسیدم، د دروازې په ساتونکو مې د سنت په طریقه پوره سلام واچوه، هغوي په حیرانتیا د سلام وعلیکم راکړ، ځکه چې هغوي زما د خولي نه د پوره سلام اچولو هیله نه درلوده، خپلې څانګې ته لاړم، په ګوټه کې ملګري مې راته وویل ” میرویسه، نن دې دا څیره ډیره سپینه ښکاري، چې دا کوم کریم دې استعمال کړی؟ “
ما ورته وویل ” نه پوهیږم، نن خو ما خپل مخ په هینداره کې هم ونه لید “
خپل کمپیوټر مې چالان کړ، د سهار پیښو زما په ذهن ژوره اغیزه کړي وه، زمونږ په تذکرو کې د دین په وړاندې اسلام لیکل شوی دی، خو په اسلام نه پوهیږو، د ډیرو کلونو راهیسې د اسلام د دوهم رکن د ادا کولو نه ناتوانه وو، دا ولي؟
د دفتر کارونه مې پریښودل او د لمونځ په اړه مې د google په انترنیتې پاڼه کې لټون پیل کړ، لاندې ایتونه او احادیث مې پکې پیدا کړل:
• الله تعالی فرمایې (إِنَّ الصَّلاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَوْقُوتًا) سورة النساء (١٠٣)
ژباړه: بې شکه چې لمونځ پر مومنانو په ټاکلو وختونو کې فرض کړای شوی دی.
• الله تعالی فرمایې (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلاةِ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ) سورة البقرة (١٥٣)
ژباړه: ای مومنانو! په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړﺉ، بې شکه چې الله پاک د صبر کوونکو مل دی.
• الله تعالی فرمایي (حَافِظُوا عَلَى الصَّلَوَاتِ وَالصَّلاةِ الْوُسْطَى وَقُومُوا لِلَّهِ قَانِتِينَ) سورة البقرة (٢٣٨)
ژباړه: پر ټولو لمونځونو په ځانګړي توګه پر منځني لمانځه خورا ټینګار وکړﺉ او الله ته عاجزي کوونکي ودریږﺉ.
• الله تعالی فرمایې (اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلاةَ إِنَّ الصَّلاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ) سورة العنکبوت (٤٥)
ژباړه: ای محمده (صل الله علیه وسلم) هغه کتاب ولوله چې تاته وحي کیږي او لمونځ کوه، بې شکه چې لمونځ د بې حیایۍ او ناروا کارونو مخه نیسي، او د الله یاد هر څه نه ډیر لوی دی، او الله ته ستاسې کړنې دیرې ښې معلومې دي.
• رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایلي دي ( العهد الذي بيننا وبينهم الصلاة فمن تركها فقد كفر) رواه النسایی، الترمذی، امام احمد و ابن ماجه.
ژباړه: زمونږ او د هغوي ترمنځ تړون په لمانځه باندې دی، چاچې پریښود نو کفر ته داخل شو.
• رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایلي دي (مروا أولادكم بالصلاة وهم أبناء سبع، واضربوهم عليها وهم أبناء عشر، وفرِّقوا بينهم في المضاجع) رواه ابو داود
ژباړه: خپل اولادونه په اوه کلنۍ کې په لمانځه راولئ، او په لس کلنۍ کې یې پرې ووهئ او د خوب په ځایونو کې یې بیلوالی راوړئ.
• عن أبي هريرة ـ رضي الله عنه ـ أنه قال: أَتَى النبيَّ ـ صلى الله عليه وسلم ـ رجل أعمى، فقال: يا رسول الله ليس لي قائد يَقودني إلي المسجد، فسأله أن يُرخِّص له لِيُصلِّيَ في بيته فرَخَّص له، فلما ولَّى الرجل دعاه فقال: “هل تَسمَع النداء بالصلاة”؟ قال: نعم. قال: “فأَجِبْ” رواه مسلم و النسایي.
ژباړه: د ابي هریرة رضي الله عنه نه روایت دی چې فرمایې، یوه ورځ نبي کریم صل الله علیه وسلم ته یو ړوند راغی او ورته یې وویل: یا رسول الله، زه هیڅ کوم لارښود نلرم چې تر جوماته پورې مې را ورسوي، بیا یې ترې په کور کې د لمونځ کولو اجازه وغوښته، رسول الله صل الله علیه وسلم هم ورته اجازه ورکړه، کله چې هغه ړوند سړی روان شو، نو رسول الله صل الله علیه وسلم ترې پوښتنه وکړه: ایا اذان اوري؟ ړوند سړي ځواب ورکړ: هو. رسول صل الله علیه وسلم ورته وویل: نو بیا جومات ته راځه.
• حديث ابْنِ عَبَّاسٍ، عَنِ النَّبِيِّ ـ صلى الله عليه وسلم ـ قَالَ ” مَنْ سَمِعَ النِّدَاءَ فَلَمْ يَاْتِهِ فَلاَ صَلاَةَ لَهُ اِلاَّ مِنْ عُذْرٍ ” . رواه ابن ماجه
ژباړه: د ابن عباس رضي الله عنهما روایت دی چې رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایلي دي: چاچې اذان واورید او بیا جومات ته پرته د کوم عذر نه حاضر نه شو نو لمونځ یې نه کیږي.
د لمونځ په نه کولو کې مونږ څومره زیانونه لیدلي دي
همداسې نور مې هم د لمانځه په اړه ډیر څه زده کړل، په رښتیا چې زمونږ او د کافرانو ترمنځ لوی توپیر په همدې لمانځه کې دی، نو ولي بیا دا پریږدو؟ که په اخلاص سره څوک لمونځ وکړي او څه چې په لمونځ کې وایې د هغه په معنی پوه شي نو د هر ډول ذهني تکلیف نه به خلاص شي، کارونه به یې منظم شي، هغه سکون او راحت به یې په برخه شي چې د دې دنیا وسایل او اسباب یې د پیدا کیدو نه ناتوانه دي، الله تعالی د دې کون خالق او مالک دي، دا مونږ ته د الله تعالی لخوا امر شویدی چې په ورځ کې به پنځه وخته لمونځ کوو، الله تعالی خو زمونږ لمونځونو ته اړتیا نلري بلکې مونږ انسانان پخپله ورته اړتیا لرو، الله تعالی د انسان فطرت داسې پیدا کړی دی چې باید په شپه او ورځ کې د خپل خالق عبادت وکړي او باید په خپلې بندګۍ اعتراف وکړي، که چیرې انسان دا کار ونه کړ نو هغه د الله تعالی د نظام نه سرغړونه کوي او همدا بغاوت یې د خپل ځان په زیان تمامیږي.
اوس پوه شوم چې د لمونځ په نه کولو کې مونږ څومره زیانونه لیدلي دي، د اخرت نه بې پروایي، د قبر عذاب هیرول، د دنیا لهو لعب سره د مینې او علاقې زیاتیدل، د اولاد نافرماني…..هره شیبه به مې د نعیم او زینب په اړه سوچونه کول، نعیم به د پوهنتون او د بل شي په بهانه له کوره ووت او بیا به تر نیمې شپې پورې ما او مور به یې ورته پریشانه په انتظار ناست وو، مونږ په هغه پوره ډاډمن نه وو چې هغه به څه کوي او له چاسره به وي، د زینب په اړه خو مونږ ډیر پریشانه وو هر ورځ به د کوڅې هلکانو تنګوله، د پوهنتون د لوفرو ځوانانو نه یې هم شکایت کوه، اوس چې زه فکر کوم د کوڅې او د پوهنتون ځوانان په زینب هیڅ ګرم نه وو، ځکه چې د زینب لباس هغوي ته دا جرائت ورکاوه، دا ولي؟ دا ځکه چې مونږ ټولو لمونځ پریښی وو، نعیم او زینب سره د خپل اسلام او مسلمانۍ هیڅ احساس نه وو….نه….نه اصلا ماسره د خپل اسلام او مسلمانۍ احساس نه وو، که چیرته ماسره د لمانځه غم واي نو هیڅکله به د داسې ستونزو سره نه مخ کیدو، اوس زه توبه اوباسم او دا عهد کوم چې بیا به هیڅکله لمونځ نه قضا کوم، د دې هر څه نه وروسته زه دا احساسوم لکه زه چې پخوا هیڅ مسلمان نه وم او اوس له سره مسلمان شوی یم.

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: