ټول شپه ورځ عبادت کول څنګه دي؟

امام شعبي رحمة الله علیه فرمایي چي یو ځل حضرت عمر رضي الله عنه ته یوه ښځه راغله او داسي يې وویل:” ای امیرالمؤمنینه! زما د خاوند په څېر به په دنیا کي بل نیک سړی نه وي، هغه ټوله ورځ روژه نیسي او ټوله شپه لمونځ کوي”. ښځي دا خبره وکړه او چپ سوه.
حضرت عمر رضي الله عنه ددې په خبره پوره اګاه نه سو او دايي ورته وویل: ” الله تعالی دي تا ته برکت درکړي او الله دي ستا مغفرت وکړي. نیکاني ښځي د خپلو خاوندانو همداسي ستاینه کوي”.
ښځي چي دا خبره واورېده نو د تلو اراده يې وکړه، ودرېدل خو بیرته ولاړه سوه.
کعب بن سوار رضي الله عنه هم موجود وو، کله چي هغه ښځه ولیدل چي روانیږي نو حضرت عمر رضي الله عنه ته يې وویل: ” امیرالمؤمنینه! تاسو ددغي ښځي په خبره اګاه نه سواست، هغه د خپل خاوند د صفت لپاره نه بلکي د شکایت لپاره راغلې وه، ددې خاوند د عبادت په جوش کي د کوروالۍ حقوق نه ادا کوي”.
حضرت عمر رضي الله عنه وویل: ” ښه! دا خبره ده؟ ورسه بیرته یې راوغواړه”.
هغه ښځه بیرته راغله او کله چي معلومات ورڅخه وسو نو د حضرت کعب بن سوار رضی الله عنه خبره صحیح وه، حضرت عمر رضي الله عنه ده ته وویل: ” اوس ددې فیصله هم ته ور وکړه”.[irp][irp][irp] حضرت کعب رضي الله عنه وویل: ” امیرالمؤمنینه! ستاسو په موجودیت کي زه څنګه فیصله وکړم؟”. حضرت عمر رضي الله عنه ورته وفرمایل: ” ددې په شکایت ته پوه سوې او مشکل يې هم ته ور حل کړه”.
نو حضرت کعب بن سوار رضي الله عنه وفرمایل: ” امیرالمؤمنینه! الله تعالی یوه نارینه ته تر څلورو پوري د ښځو په نکاح کولو اجازت ورکړی دی، که څوک څلور ودونه وکړي نو د هري بي بي په برخه کي به د څلورو څخه یوه شپه او ورځ ددې په حق کي راسي، ددې څخه معلومه سوه چي هره څلورمه ورځ او شپه د یوې مېرمني حق دی نو په همدې خاطر تاسو فیصله ورکړی چي ددغي ښځي خاوند درې شپې عبادت کولای سي لیکن څلرمه ورځ به حتماً د خپلي مېرمني سره تېروي”.
په دې فیصله اورېدلو سره امیرالمؤمنین حضرت عمر رضي الله عنه ډېر زیات حیرانه او خوشحاله سو او ویې فرمایل: ” دا فیصله ستا تر مخکني فهم او ذرکتیا لا هم ډېره عجیبه ده”.
تر دې وروسته حضرت عمر فاروق رضي الله عنه کعب بن سوار رضي الله عنه د بصرې قاضي مقرر کړی.
ماخذ:تراشي: ص۹۰، علامه مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله، بحواله الاستيعاب تحت الاصابة.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب