ټولنې ته د سود اقتصادي زيانونه (تحقيق)

د اسلام سپيڅلی دين د بشري ژوند لپاره پوره نظام راوړى، د انسانانو عقيده سموي څو له شرك، كفر او خرافاتو څخه پاك شي، د هغوى د عباداتو نظام په ډيره ښكلى بڼه وړاندې كوي،چې د انسان رابطه له خپل خالق (الله تعالى) سره ټينګوي، انسان ته اخلاقي لارښوونې كوي، دغه راز د انسانانو فردي، كورنيز او ټولنيز ژوند د عدالت او انصاف پر بنسټ سمبالوي، د اسلام مقدس دين هيڅ كله انسان خپل سرى او سريله توب ته نه پريږدي، چې هرڅه هغه وغواړى سرته ئې ورسوي، بلكې د ژوند په هره برخه كې ئي هغه ته ښوونه كړى اود بى لاریتوب مخه ئي نيولى ده.

دا چې انسان په طبعي توګه له مال سره مينه لري، هغه زيار او كوښښ کوي چې ډير مال په لاس راوړي، څو خپلې اړتیاوي ورباندې پوره كړى، ځكه انسان خوړو، پوښاك، كور او د ژوند نورو وسايلو ته اړتيا لري او هغه غواړي چې په لوړه كچه او سوكاله ژوند وكړي، نو طبعاِ هغه د زيات مال ګټلو په هڅه كې وي ځنې انسانان پرته له دي څخه چې حلال او حرام په نظر كې ونيسي مال په لاس راوړي، دا ځكه چې له مال سره مينه لري، هو ځنې خلك چې د حلالو او حرامو اصل په نظر كې نيولو سره له حلالى لارې څخه مال ګټې او له حرامو څخه ځان ساتي، ځكه چې هغه په اسلامې عقيدې روزل شوى اود الله تعالى له عذاب څخه ويريږي.

څرنګه چې انسان په طبعي توګه مال ته ميلان لري لكه چې په قرآن كريم كې دي موضوع ته داسي اشاره شوى (وَإِنَّهُ لِحُبِّ الْخَيْرِ لَشَدِيدٌ)(۱)  ژباړه: بي شكه چې هغه (انسان) له مال سره خورا ډيره مينه لري په بل ځاى كې الله تعالى فرمايې: (زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ مِنَ النِّسَاءِ وَالْبَنِينَ وَالْقَنَاطِيرِ الْمُقَنْطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَالْخَيْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَالْأَنْعَامِ وَالْحَرْثِ)(۲) ژباړه: خلكوته د شهوتونو مينه ښايسته كړې ده، چې له ښځو، ځامنو د سرو او سپينو زرو له راټولو شوو خزانو، په نښه كړى شوو اسونو، څارويو او كښتونو څخه عبارت دي) همدا لامل دى چې د خلكو زيار ډيره برخه د وسايلو لاس ته راوړل جوړوي او په عوايدو برلاسى كيدل او د هغو ويش د وګړو ترمينځ د دوستى او دښمنى ستر لاملونه دي او د انسانانو د تاريخ د ډيرو پيښو جرړى له اقتصاد څخه خوړوبيږې.

په اسلام كې اقتصادي فعاليت مقيد دى، مطلق نه دى پريښودل شوى، بلكې د ځينو ارزښتونو په رعايت پولې ورته ايښودل شوې چې له هغو څخه بايد تيرى ونشى.

وړاندې تردي چې د مقالې په موضوع بحث پيل كړم، غواړم چې په لنډه توګه په نړۍ كې ددرې اقتصادي نظامونو په اړوند معلومات تاسوته وړاندې كړم، څو لوستونكې ور څخه ګټه واخلي.

اسلامي اقتصاد له پانګه والى او سوسياليستى اقتصادي نظامونو سره ښكاره توپير لري، په پانګه والى اقتصاد كې د فرد لپاره مطلقه آزادى خوندي شوي، هغه كولاى شي د خپلې ځانګړې ګټې د لاس ته راوړولو لپاره كومې چارې چې وغواړي، سرته ورسوي څومره وسايل چې په توان كې يې وي په كار واچوي، څومره مواد چې وغواړي استهلاك يې كړي، څومره مالونه چې وغواړي راغونډ او ذخيره ئې كړى او خپل مالونه په خپله خوښه ډير كړي، دولت د فرد په چارو كې بايد مداخله ونكړي، نه دي لارښوونه ورته كوي او نه به ئې د خپل رغبت په مخالف لوری اړكوي.

ددي په عكس سوسيالستى اقتصاد  بيا له وګړو څخه هر ډول اقتصادي آزادى اخلى، خصوصي ملكيت نه منى، وګړى بايد د دولت په خوښه له خپل رغبت څخه تيرشى او د ماشين د پرزى په توګه بى واكه، چيرته چې د ټولنې غوښتنه وى، هلته به كار كوي.

اسلام د افرادو اقتصادي فعاليت نه ئې بي واږو او خپل سرى پريږدي لكه كاپيتاليزم او نه ئې د سوسياليزم په څيز بيخى محوه كوي.

اسلام د اقتصادي فعاليتونو لپاره پولې ټاكلې او وګړو ته ئې د هغو پولو د ننه آزادي وركړي، چې اسلام په اقتصادي فعاليت باندې له پابندي څخه درې سترې موخې په نظر كې لري.

لومړى موخه: د وګړو ترمينځ د عدالت ټينګول الله تعالى فرمائې: (إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ…)(۳) ژباړه: بى شكه الله تعالى (تاسوته) په عدل باندې حكم كوى، په بل ځاى كې الله تعالى فرمائې (اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى)(۴) ژباړه: عدل وكړئ چې دغه عدل تقوا او پرهيزګارى ته ډير نژدي دى. پس هر هغه اقتصادي فعاليت چې عدل په كې ترپښو لاندې شى او ظلم په كې راشې هغه د اسلام له نظره جواز نه لري.

دوهم ستر هدف چې اسلام ئې د ځينو اقتصادي فعاليتونو د نارواتوب څخه په نظر كې لري هغه د خلكو زيار او كوښښ ته هڅول دي، ددي پر ځاى چې خلك د نورو له اړتيا څخه ناوړه ګټه واخلى، له زيار څخه پرته خپله سرمايه ډيره كړى او د سود، احتكار، قمار او غرر په عقددونو نورو ته زيان ورسوى، اسلام وګړى كار كولو، توليد او روا ګټه او سوادګري ته هڅوي، ترڅو د ټولنې په پرمختګ او سوكالۍ كې ټول ونډه واخلى.

دريم ستر هدف چې اسلام ئې د اقتصادي فعاليتونو له چوكاټى كولو څخه لرى، هغه د ټولنې د وګړو د عوايدو ترمينځ د زيات توپير كولو دى اسلام هغه اقتصادي فعاليتونه لكه: سود، قمار، قاچاق او د غبن او غرر عقدونه چې په لږ وخت كې زياته پانګه د نورو له لاسونو څخه راويستلى شى حرام كړى او دا ددي لپاره چې د ټولنې د افرادو ترمينځ په پانګه كې ډير واټن مينځ ته رانشى.(۵) له لنډى سريزې څخه وروسته د سود (ربا) پر  لغوى او شرعى معنا، د سود د تحريم دلايل د سود ډولونه كوم چې په قرآن او سنتو كې راغلى او د سود سره تړلى زيانونه په ترتيب سره ترڅيړنى لاندې نيسو.

ربا چې عربي لفظ دي په لغت كې زياتوالى ته ويل كيږى او په شريعت كې: (فضل مال بلاعوض فى معاوضة مال بمال)(۶) ژباړه: له عوض څخه پرته د مال په عوض كې د اضافى مال غوښتل عبارت له سود څخه دى. ابن عربى هم د ربا لپاره تعريف كړى: الربا فى اللغة الزيادة و المراد فى الاية كل زيادة لايقابلها عوض)(۷) يعنى ربا په لغت كې زياتوالى ته وائي او د قرآن كريم په ژبه هر هغه زياتوالى چې پرته د مال په معاوضه كې اخستل كيږي، په دواړو تعريفونو كې كوم ځانګړى توپيرنه ليدل كيږي، خو كوم تعريف چې حنبليانو د ربا لپاره كړى دا دى: الزيادة فى اشيا مخصوصة)(۸) يعنى په ځانګړو شيانو كې پرته له عوض څخه زيات مال غوښتل عبارت له سود څخه دى.

ربا په قرآن او سنت سره حرامه شوى، قرآنى دلايل كوم چې د ربا تحريم په كې بيان شوى دا دي: الله تعالى فرمائې: (وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا)(۹) ژباړه: الله تعالى بيعه حلاله كړى او سود ئې حرام كړى) په بل آيت شريف كې داسې راغلى: (الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لَا يَقُومُونَ إِلَّا كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ)(۱۰) ژباړه: هغه كسان چې سود خوري د قيامت په ورځ به د هغه چاپه شان پورته كيږي، چې پيريانو نيولى او هر څه ئې ور خراب كړى وي) يعنى سود خور به په قيامت كې داسې له قبر څخه راپورته كيږي لكه لیونې او هغه څوك چې حواس ئې خراب شوى وي ا و دا حالت به ددي له امله وي چې ده حلال او حرام سره ګډول او دائې ځكه كول چې په دغو دواړو كې ئې ګټه مقصوده وه، او دا دواړه ئې حلال ګنل. حال دا چې د بيعې او ربا په مينځ كې ډیر فرق او توپيرشتون لري چې بيعه حلاله او سود حرام شوى دى، دغه راز په بل آيت شريف كې راغلى چې الله تعالى فرمائې: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ،فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ…)(۱۱) ژباړه: اى مومنانو له الله(ج) وډارشئ او د سود پاتى برخه پريږدئ كه تاسي رښتيني مومنان ياست، كه دا كار مو ونه كړ نو د الله تعالى او د هغه د رسول له لوري د جنګ اعلان ته تیارشئ) په پورته ذكر شوو آياتونو كې په ډاګه جوتيږي چې ربا حرامه ده، او په لويو ګناهونو كې شميرل شوى، تردي پوري چې الله تعالى د سود كوونكې سره د جنګ اعلان كړى.

سود (ربا) په څلورو مرحلو كې حرام شوى، يعنى د سود د تحريم حكم په څلورو پړاونو كې راغلى لكه څرنګه چې شراب په تدريجى ډول حرام شوى، چې لومړ پړاو ئې په مكي دور او يا مكي سورت كې ذكر شوى الله تعالى فرمائې: (وَمَا آَتَيْتُمْ مِنْ رِبًا لِيَرْبُوَ فِي أَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا يَرْبُو عِنْدَ اللَّهِ…)(۱۲) ژباړه: كوم سود چې تاسې وركوئ چې د خلكو له مالونو سره د يو ځاى كيدلو له كبله نورهم زيات شى له الله سره نه زياتيږي. مطلب دا چې كه څه هم په سود سره په ظاهر كې د مال زياتوالى راځې، خو په حقيقت كې هغه كميږى لكه چې د كوم انسان بدن د پړسوب له امله  غټ او څورب ښكارى، نو دغه د صحت او روغتيا نښانه نه ده بلكې د رنځورى نښه او د مرګ پيغام دى.

په پورته ذكر شوى آيت كې د سود (ربا) د تحريم تمهيد ذكر شوى، چې ځان ورڅخه وساتئ، ځكه سود ښه عمل نه دى.

دوهم پړاؤ د نسا په سورت چې مدنى سورت دى راغلى، ددي سورت په يو سلويو شپيتم ايت كې الله د يهوديانو واقعه او قصه وړاندى كوي چې پر هغوى باندې سود (ربا) حرام شوى وو، خو بيا هم هغوى سود خوړ نو الله تعالى پر هغوى عذاب راوليږه، الله تعالى فرمائې: (وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُوا عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا)(۱۳) ژباړه: او د سود خوړلو له كبله سره له دي چې ترې منع شوي وو او هم په ناروا د خلكو مالونه خوړلو له كبله (مونږ پرهغوى ډير پاك حلال څيزونه چې مخكې ورته حلال وو، حرام كړى وو او مونږ د هغوى كافرانوته دردناك عذاب تيار كړى دى) په دي ايت شريف كې هم تعريض ددى راغلى چې سود مه كوئ چې عذاب او جزا لري.

دريمه مرحله كې دا ايت نازل شو الله تعالى فرمائې: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَأْكُلُوا الرِّبَا أَضْعَافًا مُضَاعَفَةً وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ)(۱۴) ژباړه: اى مومنانو څوچنده سود مه خورئ، له الله تعالى څخه وډارشئ، كيداى شي چې خلاصون مو په برخه شي. په دي ايت شريف كې د سود (ربا) ډير بد او فاحش صورت ذكر شوى، كوم چې به د جاهليت په دور كې دود وو، د ايت مطلب داسي نه ده چې لږ سود جواز خو دوه چنده او درى چنده ئې نلرى، بلكې خبر دا ده چې د جاهليت په زمانه كې به خلكو سود اخستلو، يعنى لومړى خو سود مطلقاً حرام او قبيح دى او بيا دا صورت خوئي ډير زيات شنيع او بد دى، د بيلګې په توګه كه څوك چاته ووائې (په مسجد كې كنځلى مه كوه ددي خبرى مطلب داسي نه كيږي چې له مسجد څخه بهر كنځلى جواز لري، په سود خوړلو كې هيڅ نيكې نشته بلكې ښيګڼه په دي كې ده چې له الله تعالى ځنى وويريږئ او د سود خوراك پريږدئ.

څلورم پړاؤ په دي ايت كه ذكر شوى، دا د سود د تحریم په هکله ورووستنی حکم دی چې په قطعى توګه سود حرام شوى الله تعالى فرمائې: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ)(۱۵) ژباړه: اى مومنانوله الله تعالى وډارشئ او د سود پاتى برخه پريږدئ، كه تاسى رښيني مومنان ياست) په دي ايت شريف كې د ربا ټول ډولونه حرام شوى او تاكيد سره ئي دا خبره وړاندى كړى چې مومن به سود نه كوى.

څرنګه چې په قرآن كريم سره ثابته ده چې سود حرام دى. دغه راز په سنتو باندى هم دا خبره ثابته ده چې ربا حرامه ده، چې په دي ځاى كې څو احاديث وړاندى كوو.

رسول الله صلى الله عليه وسلم، فرمائې: اجتنبوا السبع الموبقات قالوا: و ماهن يا رسول الله قال: الاشراك بالله، و السحر، و قتل النفس التى حرم الله الا بالحق، واكل الربا، واكل مال اليتيم، و التولى يوم الزحف، و قذف المحصنات الغافلات المومنات)(۱۶) ژباړه: له اووكارونو څخه ځان وژغورئ چې هلاك كوونكې دي، هغوى وويل دا كوم شيان دي اى د الله تعالى رسوله! وويل: له الله تعالى سره شريك نيول په عبادت او صفاتو كې، سحر كول، د هغه نفس وژل چې الله تعالى یي وژل حرام كړى وي، مګر په حق سره، د سود خوړل، د يتيم مال خوړل، له كافرانو څخه د جنګ په ورځ تيښته كول او پر پاكولمنومومينو ښځو باندې د زنا تور لګول. په دي حديث شريف كې سود هم ذكر شوى، چې انسان له هلاكت سره مخ كوي او د انسان د بربادي لامل ګرځې.

دغه راز په بل حديث شريف كې راغلى: (لعن رسول الله(ص) اكل الربا و كاتبه و شاهده و قال هم سواء)(۱۷) ژباړه: د الله تعالى رسول صلى الله عليه وسلم، د سود پر خوړونكې، ليكوونكې او ګواه باندې لعنت ويلى او وويل دوى ټول په ګناه كې يو برابر دي. په دي حديث كې ډير زيات وعيد ذكر شوى نه يواځې د سود خوړونكې په هكله بلكې د هغه چا لپاره هم چې د سود سند ليكې او يا پر سودى معامله كې ګواه او شاهد اوسيږى.

دغه راز په بل حديث شريف راغلى: (الربا ثلاث و سبعون بابا ايسرها مثل ان ينكح الرجل امه)(۱۸) ژباړه: سود دري اويا دروازى لري، ټيټه او اسانه ئي د هغه دا ده چې يو څوك له خپلى مور سره نكاح وكړى. همداراز په بل حديث كې راغلى : (اربعة حق على الله ان لايدخلهم الجنة و لايذیقهم نعيمها: مدمن الخمر، واكل الربا، واكل مال اليتيم و العاق لوالديه)(۱۹) ژباړه: څلور تنه دى چې الله تعالى به ئې جنت ته نه بيائي، او نه به هم د جنت نعمتونه وڅښى، څوك چې تل شراب خورى، سود خوړونكې، د يتيم مال خوړونكې او د مور او پلار نه منونكې. په دي حديث كې هم زيات وعيد ذكر شوى چې سودكوونكې جنت ته تلاى نشى، تلل خوڅه كوى چې بوى هم ورته نه رسيږي، دغه راز په بل حديث كې راغلى: (ان الدرهم يصيبه الرجل من الربا اعظم عندالله من الخطية من ست و ثلاثين زينة يزنيها الرجل) مطلب دا چې كوم درهم چې يوتن د ربا له لارې لاسته راوړى، د هغه ګناه د الله تعالى په نزد ته شپږ ديرشو زنا ګانو څخه لويه ده چې يو سړى ئي وكړى. په دى حديث كې هم د سود يو درهم ګناه تر شپږ ديرشوزناګانو څخه لوى ښودل شوى، يعنى د سود مذمت تر زنا هم غټ او زيات ئي ناوړه عمل دى.

په اسلام شريعت كې سود دوه ډولونوته ويشل شوى، لومړى: قرضى سود چې نسيه او يا قرانى سود ورته ويل كيږي، دا ډول سود په قرآن كريم ثابت شوى، او ابوبكر جصاص داسى تعريف كړى: (هوالقرض المشروط فيه الاجل و زيادة مال على المستقرض)(۲۰) يعنى عبارت له هغه قرض څخه دى، چې په هغه كې د قرض موده، په قرض برسيره يو څه اندازه مال له قرض اخستونكې سره شرط كړاى شى، چې قرض وركوونكې ته به ئې وركوي.

پس هر شرط چې مال وي، له د قرض له مبلغ څخه زياتى اخستل سود ګڼل كيږي لكه په دي اړوند په حديث شريف كې راغلى: (كل قرض جر منفعة فهو وجه من وجوه الربا)(۲۱) ژباړه: هر هغه قرض چې ګټه ورسره وي هغه په سود كې شميرل كيږى.

تردي پوري چې د قرض اخستونكې هديه، تحفه او بخشش قرض وركوونكې ته جواز نلرى، په حديث كې ورته سود ويل شوى، امام بخارى د سعيد بن ابى برده او هغه له خپل پلار څخه روايت كوي چې ما د عبدالله ابن سلام سره ملاقات درلود د ملاقات په مهال  ئې راته وويل ته په داسې زمكه كې اوسيږې، چې سودپه کې زيات دود شوى، كه ته پرچا قرض ولري، هغه شخص تا ته د وښوبار، يا د اوربشو بار او يا د شنو اوښو بار هديه او تحفه كې دركړى ته ئې وانخلى ځكه هغه سود دى، دغه راز ابن قدامه هر ډول زياتوالى پر قرض باندې كه څه هم هديه او يا د تحفى په بڼه كې وي سود ګڼلى دى هغه داسى ليكې: (اجمعوا على ان المسلف اذا شرط على المستسلف زيادة او هدية، فاسلف على ذلك ان اخذ الزيادة على ذلك ربا)(۲۲) يعنى فقهاوو په دي اجماع كړى كه قرض وركوونكې پر قرض اخستونكې څه اندازه مال زيات او يا تحفه ددي لپاره شرط كړى چې دده قرض وركړى، نو ددغسى شيانو اخستل سود ګڼل كيږي. دغه راز قرض وركوونكې ته روانه ده چې د قرض اخستونكې پرسورلى باندې سپور شى. ځكه چې دا هم يو ډول ګټه او فايده ده لكه په دي هكله د حضرت انس بن مالك روايت رواړو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم، وفرمايل: (اذا اقرضكم قرضاً فاهدى اليه طبقاً، فلا يقبله او حمله على دابة، فلايركبها الا ان يكون بينه قبل ذلك)(۲۳) يعنى كله چې يو چاته تاسو قرض وركړئ، پس قرض وركوونكې يو طبق ورته هديه كوى قبول ئې نه كړئ او يا ئې پر سورلى سپرى وى مه ورباندې سپريږى مګر دا چې وړاندى تر قرض وركولو او قرض اخستلو داكار شتون ولري نو بيا جواز لري.

نو مومن مسلمان ته نه ښائي چې سود وكړى، بايد ورڅخه ځان وساتى، پس هر ډول زياتوالى، تحفې هدې او بخششونه چې قرض وركونكې ئي له قرض اخستونكې څخه غواړى سود ګڼل كيږي.

ملا على قارى د امام ابوحنيفه رحمة الله عليه، په هكله واقعه راوړى چې: يوه ورځ امام ابوحنيفه(رح) د خپل قرض ترلاسه كولو لپاره د قرضدار كورته راغلو، د ګرمى موسم وو، ترڅو به چې قرضدار له كوره راوت امام ګرمى ته ولاړوو، حال دا چې د يوالونو به سورى درلود، خو امام ابوحنيفه به د قرضداره د ديوال له سورى هم ګټه سود ګڼل. كه څه هم دا د هغه تقوا او پرهيزګارى وه، په ډير زهد باندې دلالت كوي، پس ويلى شو چې هر ډول امتياز، هديه، تحفه او سوغات د قرض وركوونكې لپاره ناروا ده چې له قرض اخستونكې څخه ئې اخلې.

دوهم ډول ربا فضل (دزياتوالى سود) دا ډول سود په سنتو ثابت دى، او په حنفى فقه كې داسي تعريف شوى: ربا الفضل عبارت له سود څخه ده چې د متحد الجنس او متحد القدر د تبادلى په بيعه كې اخستل كيږي. او په دي حديث شريف سره ئې حكم ثابت شوى: (لاتبيعوا الذهب بالذهب و الفضة بالفضة والبربالبروالشعير بالشعير والتمر بالتمر والملح، مثلا بمثل سواء بسواء يدا بيدا فاذا ختلفت هذه الاصناف فبيعوا كيف شئتم اذا كان يداً بيد)(۲۴) ژباړه: سره زر د سروزرو په بدل كې،سپين زر دسپينو زرو په بدل كې، او غنم د غنمو په بدل كې، او اوربشې د اوربشو په بدل كې او خورما د خورما په بدل كې او مالګه د مالګې په بدل كې پلورلى نشئ مګر دا چې يو برابر، لاس په لاس وي، كله چې دا شيان مختلف وي څه ډول ئې چې غواړى پلورلاى شى خو لاس په لاس به وي. يعنى ددي جواز شته دى چې يو من غنم په دوه منو وربشو لاس په لاس و پلوري، يا دوه منه جوار په درى منه مالګه وپلوري خو په دي شرط چې لاس په لاس به وي.

د حنفى مذهب فقها له پورته حديث څخه قدر (اندازه) او جنس د سود لپاره علت ګڼې، په هره هغه بيعه كې چې متحد الجنس وي او يو طرف د عاقدينو زياتوالى غوښتنه وكړى نو ربا او سود ګڼل كيږي، خو كه يوه ميږه په دوه ميږو وپلورل شى سود نه دى، ځكه چې قدر په كې نه موجوديږى.

هو په اسلامي هيوادونو كې ځنې داسي كسان شته دي، چې د سودى نظام څخه غير مستقيم ملاتړ كوي او له حقيقت څخه لري تاويلونه كوي  چې ځينو ته یې په لاندي توګه اشاره كوم اود هغو ځوابونه وړاندى كوم.

لومړى اشكال دا دى چې ځنى كسان دا خبره كوي، چې په سود كې د تحريم اساسى علت ظلم دى، هر كله چې ظلم وي نو سود حرام دى، خو كه ظلم شتون ونلري سود جواز لري.

دوهم اشكال دا دى چې دوى وائې: چې سود په دوه ډوله دى يو دا چې مفرد يا يو چند، دوهم مركب او يا دوه چنده سود دى او مركب سود حرام دى او يو چند يا مفرد سود حرام نه دى.

دريم اشكال دا دى چې د سود تحريم په مخكنيو استهلاكى قرضونو كې كوم چې په ټولنه كې دود شوى وو منحصر دى، په اوسني لويو قرضونو كې چې په هغه وخت كې ئي شتون نه درلود سود نه واقع كيږي.

د پورته درى اشكالونو ځواب په دى ترتيب وړاندى كيږي.

د لومړى اشكال ځواب: دا چې وائې چې د جاهليت په زمانه كې سود اخستل ظلم وو، دا ځكه چې زيات مال د كوچنيو قرضونو په بدل كې اخستل کیده، خو اوس داسى نه دى، بلكې اوس د لويو اوغټو سوادګريو په قرضونو كې زياتى پيسي ظلم نه دى. نو په وړو قرضونو كې ظلم او تيرى د سود د تحريم لپاره علت دى، چې اوس هم د وړو قرضونو په عوض كې اضافه روپى اخستل ظلم او تيرى دى او هغه سود ګڼل كيږي، دي كسانو ته ويل كيږي چې تاسې خطا او غلط شوى ياست چې ظلم او تيرى د سود د تحريم لپاره علت ګڼئ، بلكې ظلم او تيرى د سود د تحريم حكمت او فلسفه ده، نومدار د حكم په علت پوري اړه لري نه په حكمت پورې، د بيلګې په توګه ترافيكي نښانې چې سره نښانه او چراغ د وريدلو په معنا ده، كه شنه اشاره وه نو د حركت او عبور په معنا ده اوس سور چراغ او نښانه علت شو او د ترافيكي پيښو مخنيوى حكمت او فلسفه شوه، كه يو تن په نيمائي شپه كې له کوره راوځې، ګوري چې په لويو لارو ترافيكې ګڼه ګڼو نشته دى خو سرې اشارې روښانه دي، دغه كس ونه دريده تير شو او حركت ئي وكړ په دي فكر چې څوك نشته، نو بايد چې جزا ووينې ځكه چې تخلف ئي كړى، حكمت ئي د علت ځاى ته وړى، بايد چې د سرې اشارې په وړاندى دريدلى وائى كه څه هم څوك نه وي.

پس ظلم او تيرى د سود لپاره حكمت دى نه علت، نو په هر ځاى كې چې سود رامنځ ته كيږي، حرام دى كه ظلم وي او كه نه وي، خو دا خبره به مو په يادوي چې له ظلم څخه خالى هم نه ده چې وروسته به انشا الله وړاندى شي.

د دوهم اشكال ځواب: ځنې كسان دا خبره كوي چې سود دوه ډوله دي، مفرد (يو چند) او مركب (دوه چند)، دوه چند، سود حرام دي نه مفرد، دا كسان غلط شوي او يا ځان نه پوهوي، ځكه چې د اسلامى شريعت ټول فقها او مفسرين په دي نظر دي چې لږ او ډير سود دواړه حرام دى، او په ايت شريف كې د (اضعا فامضعفة) قيد اتفاقى دى نه احترازي، ددي مطلب دا نه دى چې دوه چندٌ سود مه اخلى او يو چند اخلى، بلكې د جاهليت په دوركې د سود ډیر فاحش او بد صورت ذكر شوى چې هغوى كاوه، ددي ايت مطلب داسي نه ده چې لږ سود جواز لري او ډير ئي جواز نلرى، دا غلط تفسير دي او انسان ضال او مضل ګڼل كيږي، ځكه چې دا تاويل هيڅ مفسر كړى نه دى.

دغه راز نور دلايل شتون لري چې لږ او ډير سود حرام ده، الله تعالى فرمايى: (و ذروا مابقى من الربوا ان كنتم مؤمنين) ژباړه: او د سود پاتي برخه پريږدئ، كه تاسي رښتيني مومنان ياست. په دي ايت كې مطلق سود چې له عوض پرته اخستل كيږى حرام دى او د ربا ټولو ډولونو ته شامليږي او په تاكيد سره ئي دا خبره وړاندى كړى چې مومن سود نه كوي، لږ وي او كه ډير وي، ځكه چې ربا حرامه شوى ده.

د دريم اشكال ځواب: دا چې دوى سود په كوچينو قرضونو پوري منحصر كړى او له ربا څخه د دوى مراد دا ده چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم، په زمانه كې رواج درلود ا و په وړو قرضونو كې رامنځ ته كيږي، دا هم له حقيقت او پوهى څخه لرى خبره ده، ځكه چې هر هغه څيز چې اسلامي شريعت حلال كړى او يا ئي حرام كړى پر يو ثابت حقيقت ولاړدي، د نومونو او د شكلونو تبديل او بدلون د هغوى په حقيقت كې هيڅ بدلون راوستلاى نشي.

د بيلګې په توګه اسلامى شريعت شراب حرام كړى، خو د نن ورځې شراب او د پيغمبر صلى الله عليه وسلم، د زمانى شراب په جوړښت او توليد كې توپير لري، ځكه چې هغه شراب په ساده بڼه جوړيدل خو د نن ورځې شراب په مختلفو طريقو جوړيږى، خو بيا هم دواړه شراب دي او دواړه حرام دي، دغه راز كه نن جوارى (قمار) ته هم فكر وكړو دنن ورځې جوارى د هغه وخت له جوارى سره په شكل كې توپير لري نو دواړه ډوله حرام دي، دوى دا خبره هم كوله چې په هغه وخت كې سوداګرى قرضونه او تجارتى سود شتون نه درلود، دا هم بي دليله دعوه ده، ځكه چې دوى اسلامي تاريخ او اسلامي روايتونو ته مراجعه كړى نه ده، نه ګورئ چې حضرت عثمان څومره لوى تاجر او سوداګروو، كه تجارت او سوداګرى موجو نه وائي، نو خلكو څرنګه خپل د اړتيا وړتوكې او مواد پوره كول او دوى څرنګه ژوند كاوه دا ټولې بي اساسه خبري دي چې دوى ئي وړاندي كوي، ناروا هروخت حرام دي او روا هر وخت حلال دي، په غلطو دلايلو او تعبيرونو سره يو شى نه حراميږې او نه هم حلاليږي، بيا هم د رسول الله صلى الله عليه وسلم، حديث وړاندي كوم: (كل قرض جرمنفعة فهو ربا)(۲۵) يعنى هر قرض چې د ګټې لامل ګرځې هغه سود او ربا ده. پس له دي حديث شريف څخه په ډاګه معلوميږي چې هر ډول ربا حرامه ده.

په اسلام كې د كسب خوښولو، د ملكيتونو د لاسته راوړلو او د مال د ډيرولو په هكله فرد ته واك وركړل شوى، خو دا واك مطلق نه دى بلكې د يو نظم تابع دى، چې د اسلام مقدس دين ورته ټاكلى دي اولاندې موخې ور څخه په لاس راځې.

لومړى اجتماعې او ټولنيز تكافل مينځ ته راوړل، په دي توګه چې ټولنه د دولت په شكل كې اسلام په دي مكلفه كړى چې خلكو ته د ابتدائې ژوند ضروري وسايل برابر او آماده كړي، رسول الله صلى الله عليه وسلم، فرمائې (چا چې مال پريښوده هغه ئې د وارثانو دى او چا چې بى سر پرسته اولادونه او كورنۍ پريښوده نوماته دي راشې اوزه ئې غمخواريم.

دوهم ټولنيزې ګټې به په خطر كې نه اچوي، نو ځكه سود، احتكار، قمار حرام شول او د قيمتونو د قصدي او مصنوعى او چتولو په صورت كې دولت د پوهانو په مشوره قيمت ګذارى يا نرخ نامې هم تعين ولاى شي او چارواكې د اهل خبره په مشوره مباح كارونه هم منعه كولاى شي، لكه عمر فاروق رضى الله عنه، چې په مجاهدينو باندې په ځانګړى او خاص وخت كې د كتابيانو ښځو نكاح بنده كړه او حذيفه رضى الله عنه، ته ئې امر وكړ چې خپله كتابى ښځه طلاقه كړي، ددى لپاره چې مسلمانې ښځې بيواده پاتې نشي، او همداراز ئې په هفته كې په خاصو ورځو كې د غوښو پلورل بند كړى وو، څو د غوښو قيمت او چت او لوړ نشي او هرڅوك غوښه وخوړلاى شي.

دريم د فقر او د هغه خرابو پايلو له مينځه وړل، په همدى توګه قوي مسلمان له ضعيف او کمزوری مسلمان څخه غوره ګڼل شوى، كسبه كار د الله تعالى دوست ښودل شوى خلك كار كولو ته هڅول شوى اود وركوونكې لاس له اخيستونكې څخه غوره ګڼل شوى په مالدارو باندې د هغوى په مال كې د فقيرانو لپاره معلوم حق ټاكل شوى، ترڅوله يوې خوا د فقر مخنيوى وشي او له بله پلوه د فقيرانو او مالدارانو په زړونو كې لريوالى را مینځ ته نه شي او په ټولنه كې د تنافر او دښمنى مخه ونيول شي، او د مال او سرمائې تراكم په اسلامي اقتصاد كې غير مرضى ا ونا خوښه حالت ګڼل شوى الله تعالى فرمائې: (كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاءِ مِنْكُمْ)(۲۶) ژباړه: او ددى لپاره چې هغه مال يواځې ستاسي د بډايانو په مينځ كې تاويدونكې نه وي. يعنى يواځې بډايان پرى مزې وكړى او غريبان له لوږى څخه ومرى اويا ټولنيز مصالح ويجاړ پراته وي.

وروسته له دي چې د سود لغوى او اصطلاحي معنا، حكم او د حرمت دليلونه او د حرمت او تحريم پړا وونه مو وړاندي كړل د سود په زيانونو او ضررونو بحث كوم، څو زمونږ ګران هيوادوال او پانګه وال د سود كولو څخه ډډه وكړي، دا بايد د هر مسلمان عقيده او باور وي چې په حرامو كې ګټه نشته بلكې د حرامو په سرته رسولو كې سراسر زيان او تاوان انغښتى دى.

لومړى د سود روحي او اخلاقي زيانونه:

دا جوته خبره ده چې اخلاق او معنويت د انسان جوهر او د ټولو چارو بنسټ جوړوي، پس هر هغه څيز چې سرته رسول او كړنه ئي اويا ژبه ورباندي خوځول د اخلاقو او معنويت په دايره كې زيانمن او مضر ثابت شي لازم ده چې هغه رد او ځان ورڅخه وساتل شي، كه څه هم يو طرفه ګټې ولري، معلومه ده چې سود د اقتصادى ژوند په ټولو پړاوونو كې بخل، امتياز طلبى، تنګ نظري، سخت زړتوب، د مال بنده توب، حسد او نور  رذيله صفتونه ټوكوي، كه يو انسان په هر اندازه په سودي معاملو كې مخكښ وي په همغه كچه دغه صفتونه د هغه په بدن كې ثابت او غښتلى كيږي، سود خوړونكې تردي پوري بخيل وي، چې پر خپل ځان او كورنۍ باندې هم لګښت نه كوي، د الله تعالى عبادت، اطاعت او بندګى ئي پريښي وي د مال بندګي كوي سودخورنه خوښوي چې نور انسانان دي مال او دارائي ولري، تل په دي هڅه اوهاند كې وي چې دده مال تر نورو زيات او نور ترده لږ مال ولري، هو! كه هغه مالى نظام ته چې د اسلام په ښوونه، زكات او خيراتونو باندي بنا شوى وي نظر وكړو، په هغه كې كرم، سخاوت قربانى، ورورولى، صبر، صله رحمى، ځواني او نور نيك صفتونو راټوكوي، ترکومه چې يو انسان خپل مالى چارې د اسلام په بنسټ برابر وي او په دغه لار روان وي، د هغه په تن كې پورتني صفتونه لا ځواكمن او منګولى خښوي، كه له يو چا څخه پوښتنه وشي چې بخل، حسد، د مال بنده ګي، تفوق غوښتنې تنګ نظري او د زړه سختوالى څه ډول صفتونه دي، سمدستي په ځواب كې وائې چې دا ناوړه صفتونه دي، د انسان سره د هغو شتون نامناسب او بد اخلاقي بولى، په نړۍ كې به داسي څوك پيدا نشي چې هغه دي پورتني صفتونه ښه وګڼي، بلكې د هر انسان خصوصاً مسلمان له هغو څخه نفرت لري، نو كله چې هر انسان په دي فكر وي، نو بيا هغه ته نه ښائي چې سود (ربا) ته مخه كړي، څو دده په تن او زړه كې بخل او نور رذيله صفتونه راونه ټوكوي.

دوكتور سيد جان ليكې: سود د افرادو، كورنيو او ټولنو څخه شفقت، كمك، او ورورولی له مينځه بيائي، او د انسان د كبر، غرور او تفوق غوښتنى عامل جوړيږي.(۲۷)

په نړى كې حكومتونه ددي په هڅه او هاند كې دي چې د ظلم، تيرى او دبى عدالتى مخه ونيسي، خو د سود په دوديلو چې كوم ظلم او بى عدالتى رامنځ ته كيږي، د نورو حق خوړل كيږي، او ثروت يواځې د څو بد اخلاقو په واك كې پاتى كيږى په نورو باندي ځان پورت ګڼي او مساكين او فقيران ترپښو لاندې كوي، ددي ناخوالو مخه نه نيسي او نه ئي دي ناخوالو ته پاملرنه شته او نه هم ورته پلان لري.

د سود ټولنيز زيانونه:

څرنګه چې د صالحې، نيكمرغې او پرعدالت ولاړې ټولنې بنسټ پر شفقت، رحم، مساعدت او مرسته كولو باندي بنا ده، نو كله چې د ټولنې څخه عدالت، مرسته، ترحم او مهرباني كډه وكړي، پس دغه ډول ټولنې له تزلزل او ستر خطر سره مخ كيږي، ځكه چې د هغې غښتلې او متينې پښې کوډيږي او يا ماتيږي او ټولنه د عدالت او ترحم له جادي څخه بيرون وځې، دا ځكه چې د ټولنې ځنې كسان د ټولنيز مصلحت پر خلاف حركت كوي او د نورو حقوق ترپښو لاندي كوي، يو د بل سره مرسته، كمك او مساعدت نه كوي.

كه چيرى په ټولنه كې ترحم، مهربانې او ټولنيز عدالت حكم كوونكې وي، د ټولنې د افرادو ترمينځ كمك، مرسته او مساعدت شتون ولري، او د هغوى په مينځ كې د كرم او سخاوت روحيه ژوندى وي، پس هرومرو كه د ټولنې يو تن اړين او فقير شي نو د ټولنې بل غړى هغه ته د كومك او مرستى لاس وركوي او له هغه سره مالى كمك كوي، چې دغه ډول چلند او روحيه د افرادو ترمينځ مينه او عاطفه راټوكوي او د هغوى رابطه يو اوبل ته نژدي كيږي او بلاخره د ټولنې د غښتلى كيدو لامل ګرځې او د ټوټه ټوټه كيدو او تصادم مخنيوى كوي.

څرنګه چې د سود په دوديدلو سره د افرادو ترمينځ تصادم او ځان غوښتنه رامينځ كيږي، دغه راز د ټولنو ترمينځ هم تصادم او ځان غوښتنه او تفوق طلبى راټوكوي خو كه چيري يوه ټولنه د بلې ټولنې سره د لطف، مرحمت، كرم، احسان، مساعدت او مهربانى په بنسټ ژوند، تګ او راتګ وكړى، نو د دواړو ټولنو ترمينځ دوستي او ورورولى غښتلى كيږي، او كله  هم نه غواړى چې پر ګاونډى ئي مصيبت او تكليف راشي، او كله كه كوم مصيبت ورباندي راشي د هغه په لري كولو كې ورسره مرسته كوي، خو كه يو هيواد پر بل هيواد ظلم كوي او يا غدر، خيانت، بخل، تګ نظري او حسد څخه د هغه په مقابل كې كار اخلى، نو جانب مقابل لورى ئي هم په دي انتظار وي چې څه وخت به پر هغه مصيبتونه راځې او خوښ ګڼې چې په غمونو كې وسوځې.

سود خوړونكې په خپل ځان كې دومره مغرور وى، چې يوچاته حسنه قرض نه وركوى، هغه په دي فكر كې وي چې روپى په حسنه قرض كې وركوم ولى یي يومالدارته په ګټه نه وركوم، څو په كور كښينم او پرته له كوم تكليف او زحمت څخه ګټه په لاس راوړم، د دى فكر او نظرې پر اساس كه د يوچاپه كوركې مړى پروت وى او د مړى وارث د كفن او تجهيز روپى ونلرى او يا د سود خوړونكې كوم خپل نژدى دوست د مرګ په انتظار او ځنكدن په حالت كې وى او دوست ئي ورڅخه څه روپي قرض وغواړى نو دغه سود كوونكې روپى ورته نه وركوي او كه ئى وركړى بياهم له هغه څخه سود اخلى او دوستى، ورورولى او اسلامى قوانين ټول تر پښولاندى كوي يواځې د ده په نزد روپى د منلو وړدى او بس: چې په پايله كې د دوستى رابطه په بغض او كينې بدليږې، چې دغه ټوله  بد اخلاقى او ټولنيز فسادونه د سود دونې ميوه ده، كه مونږ وغواړو چې ددي ناولى او بدي پديدي مخه ونيسو، نو په ګډه بايد دهمت مټې راونغاړو او ددغې ناولې ونې ريښې پرې كړو، او ټولنه د سود د ناوړو اغيزو څخه خلاصه كړو.

دسود اقتصادي زيانونه:

هغه اقتصادي پرمختګ ډير خوند لرى: كوم چې د اسلام له ښونوو سره سمون ولرى، خلك په كې برخه او سهيم او سيږى، چې ګټه خپله ګټه وګڼې او زيان او ضرر خپل ضرر وګڼې يعنى په نقص او ګټه كې شريك وى، داچې په ربوى معاملاتو كې هر څوك د خپل ځان ترقى غواړي يواځې د خپل ځان لپاره مال راټولوى، د نورو ترقى ته ئى هيڅ پام نه وى، ددي لپاره چې د دوستى او دكومك رابطه يوله بل سره ټينګه كړى، د ځان ځانى او تيرى رابطه غوره كړى، نو ځكه خو د ربوى (سودى) معاملاتو له امله پر اقتصاد باندې ناوړه اغيزې كوى، چې ځنې ئې په دي مقاله كې راوړو.

الف- د توليد كچه کمیږي: كه په يوه ټولنه كې سودى نظام رايج وى، په هغې كې د توليد درجه راكښته كيږى، يعنې فابريكې، شركتونه او نورې توليدى موسسي له توليد څخه لاس اخلى، سرمايه داران خپلي سرمايې په سودي بانكونو كې اچوي، د تجارت او صنعت څخه لاس اخلى، داځكه چې دوى سره د مطلقى ګټې وعده شوي او دوى ته فريب وركړ شوي چې خپله سرمايه له خطر څخه وساتى، د معاصرى سرمايه دارى اقتصاد پوه لوارد كنيز وايي: د سودى معاملاتو زياتوالى توليدى فابريكې په ټپه ودروي، ځكه چې سرمايه دار د تضمين شوى ګټې په مقابل كې سرمايه وركوى)(28)

ب- زياتې سرمايي كنګل كيږى: كه چيرى د ټولنې خلك خپلې سرمايې په كار واچوى زياتو خلكو ته د كار زمينه مساعده كيږى، خو كله چې د سرمايې درلودنكى د خپله سرمايي د زيات سود په انتظار ده، نو خپله سرمايه ساتى نو په دى صورت كې كنګل كيږى، د كار او كسب مخه ونيول شى، چاته كارنه پيدا كيږى.

ج- د افرادو د تنبلي او سستي عامل جوړيږى: داچې يو څوك خپله سرمايه يوچاته ددي لپاره وركړى چې هغه به ده ته په مياشت او يا كال كې دومره فيصدي ګټه وركوى نو دغه شخص كارنه كوي، ځكه چې تياره ګټه اخلى، په كور ناست وي او سود خورى. به پايله كې خلك د سود لورته مخه كوي او كارته ئي ملانه ټيټيږى، مفت خور اموخته شي.

د_ په سودي نظام كې كوچنى سوداګر شكست خورى او له تجارت څخه يې زړه سړيږى، ځكه چې غټو سوداګروته قرض وركول كيږى، كوچنى سوداګروته قرض نه وركول كيږى، غټ سوداګر ملاتړ لرى كه څه هم غټ سوداګر بيروني طرحې نلرى.

كچير د نړۍ ځنې هيوادوته وكتل شي، دهغوى د اقتصادى توسعى او رشد عامل كوچنى صنايع دى، خو په سودى نظام كې دغه كوچنى صنايع كوم چې د اقتصاد لپاره مثمر او مفيد واقع كيږى له ځنډ او ماتى سره مخ كيږى، كه څه هم دوى د ټولنې لپاره ډير ګټور دي خو غټو سوداګرو سره رقابت نه شي كولاى.

د حل لاره:

الله تعالى مسلمانانو ته ډير زيات خام مواد ورپه برخه كړى دى، خو بياهم كه د مسلمانانو اقتصاد كمزورى وى او يا كمزورى كيږى، د دى كمزورتيا تور داغ هيڅكله په اسلامى اقتصاد نشى ايښودل كيداى، ځكه چې اسلامى امت او د اسلامى نړۍ واكمنان له اسلامى سياست او اسلامى اقتصادى نظام څخه لرى پاتى شوي، په حقيقى بڼه ئى اسلام په خپلو ټولنو كې عملى كړى نه دى، او د استعمار ګو ډاګيا نو او ظالمو واكمنانو ترپښو لاندې كړى، چې ځينو ئې په سوسياليزم پسي روان دى او څوك د سرمايه دارى ظالمانه نظام پسى روان دى يعنى ړوند تقليد ئې غوره كړى دى.

كه مونږ وغواړو چې اقتصادى نظام مو په پښو ودريږى او له سود څخه هم خلاص شو، بايد چي د اسلامى اقتصاد په چوكات كې خپلى معاملى په لار واچوو، څو حلاله ګټه ترلاسه كړو او سرمائې مو رشد او ترقى وكړى، دغه راز اسلامى حكومتونه بايد اسلامى بانكونه رامينځ ته كړى، څو خلك په ډاډه زړه هغوى سره معامله وكړى، اسلامى شريعت د سوداګرى بيلابيلى لارې لكه شركت، مضاربت او مرابحه وړاندي كړي، كوم بانكونه چې په شرعى سوداګرى ولاړوي هغوى خپلو مشتريانو ته ډير ښه او په لوړه كچه ګټه توزيع كولاى شي.

څرنګه چې د نړۍ ټول مسلمانان، حكومت او رعيت په دى ښه پوهيدلي دي، چې يواځې د اسلام اقتصاد نظام دى چې اقتصاد ترقى كوي، د فرد او ټولنې مصالح او ګټى يي په نظر كې نيولى او دواړو ته يي د ملكيت واك وركړى دى.

وړانديزونه:

1-    اسلامى حكومت بايد د اسلامى بانكونو د نظام زمينه مساعده كړى.

2-    اسلامى حكومت بايد د اسلامى اقتصاد پوهانو يو كميسيون ترتيب كړى څو هغوى د اسلامى بانكونو نظام طرحه جوړه او په عملى بڼه تطبيق كړى.

3-    اسلامى حكومت بايد د سودی نظام مخنيوى وكړى، ځكه سود حرام دى.

4-    اسلامى حكومت بايد اسلامى بانكوته رشد او ترقى وركړى.

5-    په هيواد كې چې كوم خصوصي بانكونه فعاليت كوى، د هغوى څارنه دى وخت په وخت وشى څو سودي معاملات سرته ونه رسوي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ-
مراجع او ماخذونه:

1-    العاديات 8 ايت.

2-    ال عمران 14 آيت.

3-    الجاثية 13 ايت.

4-    المايدة 8 ايت.

5-    د اسلامى له نظره د اقتصادي كړو وړو حدود مقاله، دوكتورشيرعلى ظريفى ليكنه، ناشر تبيان مجله د 1385 كال پنځلسمه ګڼه.

6-    الفقه الاسلامى و ادلته،د دوكتور وهبة الزحيلى تاليف، پنځم ټوك، 3698، مخ.

7-    احكام القرآن،د ابوبكر جصاص تاليف، لومړى ټوك، 557 مخ.

8-    الفقه الاسلامى و ادلته، پنځم ټوك، 3698 مخ.

9-    البقرة، 275 ايت.

10-    البقرة 275 ايت.

11-    البقرة، 278- 279 ايتونه.

12-    الروم، 39 ايت.

13-    النساء 161 ايت.

14-    ال عمران 130 ايت.

15-    البقرة 278 ايت.

16-    صحيح البخارى، باب قول الله (ان الذين…، لسم جز، 142 مخ.

17-    صحيح مسلم، باب لعن اكل الربا، لسم جز، 407 مخ.

18-    شعب الايمان للبيهقى، باب الرباثلاثة وسبعون… يولسم جز، 498 مخ.

19-    شعب الايمان للبيهقي، اربع حق على الله ان لايد خلهم…، دولسم جز، 5289.

20-    احكام القرآن، لومړى ټوك، 557 مخ.

21-    بيهقى، پنځم ټوك، 350 مخ.

22-    المغنى، عبدالله بن احمد بن قدامة المقدسي، څلورم ټوك، 262، مخ.

23-    بيهقى، پنځم ټوك، 350 مخ.

24-    صحيح مسلم، باب الربا.

25-    بيهقى، پنځم ټوك، 350 مخ.

26-    الحشر، 7 آيت.

27-    ربا از ديدگاه اسلام، تاليف مفتى محمد شفيع عثمانى، ترجمه عبدالعزيز سعدى، 164 مخ.

28-    درمان فقر از ديدگاه قرآن، دوكتور سيد جان بيان، 600 مخ.

عبدالكريم فضلى

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب