سیاست او دولت

ټاکنې؛ څوک په ټاکنو کې ځان انتخابولی شي؟

له انتخاب کیدو نه بې برخې توب:

د ټاکنو په اکثره قوانينو کې دمحدودونکو شرايطو ترڅنګ دانتخابيدو له حق نه ديو شمير افرادو دبې برخې کيدو لپاره ځينې مقررات موجود دي ،ترڅو هغوۍ ونشي کړای پارلمان ته لار ومومي، ددې ډول مقرراتو له وضع کيدونه هدف دادی ترڅو دخلکو استازي ددولت اوخصوصي گټو له فشار نه خوندي پاتې شي.
نوپدې توګه به ديو شمير دندو لرونکي پخپله له کانديدونه بې برخې پاتې شي، دانتخابيدو څخه بې برخې کيدل داستازوالي دلاس ته راوړلو لپاره حقوقي مانع گرځي او داستازي ټاکنه باطلوي .
ددندې او استازیتوب يوځايوالی دټاکنو اصل ته زيان نه اړوي، اما انتخاب شوی شخص ديته اړباسي ،چې دخپلې دندې اواستازیتوب دواړو نه يو غوره کړي ، ددې دوه ډوله حالتونو ترمنځ دتوپيرلپاره بايد وليدل شي ،چې آيا له دندې اونمايندګۍ نه ديو غوره کول ترټاکنو دمخه اوکه وروسته ترسره شي، داډول غوراوی په ټولټاکنو کې دکانديدو لحيثه ځانګړی اهميت لري .

دټولټاکنو له ترسره کيدو وروسته په ټاکنو کې دبرياليتوب په صورت کې شخص کولای شي له دوه دندونه يوه غوره کړي .
په هرصورت قانون جوړونکی مجلس بايد له هغو اشخاصوڅخه جوړشوی ونه وسي ،چې دحکومت تابع وي، که نه نودقواوو تفکيک او استقلال به معنی ونلري اوپارلمان به په آزاده توګه داجرائيه قوې څارنه ونشي کړای ، په استراليا، کاناډا، هند ، آيرلينډ اونايجريا کې ټول هغه دولتي چاروکي چې له دولتي خزانې څخه يوڅه ترلاسه کوي، دخپل خدمت په موده کې ځانونه انتخابولای شي ، په يونان کې ټول دولتي چارواکي او دامريکې په متحدو ايالتونو کې دفدرال دولت چارواکي له دې حق څخه بې برخې دي، په برازيل کې دايالتونو واليان او دپوليسو مشران که دټاکنو څخه درې مياشتې دمخه په خپلو پوستونو باقي پاتې شي نوپه ټاکنو کې دگډون څخه بې برخې کيږي .نظاميان اوقاضيان هم دقاعدې له مخې دانتخابيدوڅخه بې برخې دي .

په فنلينډ ،مصر اوترکيه کې نظاميان په بشپړ ه توګه له نمايند ګۍ څخه بې برخې دي ، ولې په برازيل کې بيايوازې دوسلوالو قواوو قوماندانان له دې حق څخه بې برخې گڼل شوي ، دقاضيانو په اړه ويل کيږي چې بې طرفه ووسي ،که قاضيان په سياسي مسايلو کې ځانونه ښکيل کړي نوپه يقيني توګه نشي کولای ، ترڅو خپله بې طرفي وساتي نوپدې توګه په کاناډا ، انگلستان ، برازيل اوپخوانۍ يوگوسلاويا کې ټول قاضيان دانتخابيدو له حق څخه بې برخې دي . پداسې حال کې چې په زیاترو هېوادونو کې يوازې دهېواد دعالي ديوان غړي دانتخابيدوله حق څخه محروم گڼل شوي، په ايسلينډکې دعالي ديوان قاضيان، په فنليند کې دعدالت دعالي ديوان غړي، په انگلستان کې روحاني انگليکان ، يوشمير سکاټلينډي روحاني مشران او کاتوليک پاپان دانتخابيدوله حق څخه بې برخې گڼل شوي .

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: