ټاکنې؛ د ټاګنو حوزې او ټاکنو کمیسیون

د ټاکنو حوزې :
دټاکنو په حوزو دهېواد دنفوس اوخاورې ويش، دټاکنو داسانتيا ، دنماينده ګانو دشمير او دهېواد دنفوسو ترمنځ ديو عادلانه تناسب د رامنځته کيدولپاره لومړی مهم گام گڼل کيږي .
دټاکنو دحوزو څرنگوالی دنفوسودکموالي، دټاکنو دنظام اودپارلماني چوکيو دشمير له مخې تغير مومي ،دهېوادونو اساسي قوانين دپارلماني څوکيو دشميرپه اړه څرگندونې لري او وايې:، چې يونماينده بايد دڅومره خلکولخوا وټاکل شي ؟ اماپه ځينو مواردوکې اساسي قوانين پدې اړه چوپ پاتې شوي اويايې دغه مکلفيت د ارگانيکو قوانينو اودټاکنو قانون پر غاړه اچولی دی ، دټاکنیزو حوزو شميردهېواد دنفوسوپه شمير او دټاکنو په طريقې پورې اړه لري ،که له هرې حوزې څخه يوازې يوتن وټاکل شي ،نوپدې توګه به دحوزو شمير زيات شي اوکه له هرې حوزې څخه څوتنه وټاکل شي نوپدې صورت کې به دحوزو شمير محدود شي .

دټولټاکنو حوزې نه دشمير،نه دپراخوالي اونه هم دنفوسوله مخې ثابتې دي ،ځکه دهېوادونو نفوس تل دتغير په حال کې وي ، که دنمايندگانو شميردخلکو دشمير له بدلون سره تغير ونه خوري ،نوپدې توګه به دوګړو دټاکنو په حقوقو کې يوډول بې عدالتي اونابرابري رامنځته شي ،پدې اړه منل شوی اصل دادی ، چې هرکال بايددسرشميرنې له مخې دټاکنو دحوزو او د نمايندگانوپه شمير کې له قانون سره سم اصلاحات منځته راشي .

د ټاکنو په حوزو دهېوادويش ،درايه ورکوونکو اودټاکنو دکانديدانو ترمنځ نږديوالی منځته راوړي ،ترڅو خلک دټاکنو لپاره دکانديد دسياسي شخصيت اوفکري پراختيا په هکله په اسانۍ سره معلومات اواطلاعات ترلاسه کړي، دنماينده تر ټاکلو وروسته هم دنوموړي شخصيت دخلکو دڅارنې اوکنترول لاندې وي، په زياتروهېوادونو لکه سويس ، ناروې ، لوکزامبورک اوايسلينډ کې دټاکنو حوزې د اداري ويش له مخې منځته راځي اوله هغه سره سمون لري .
په ځانګړي توګه هغه مهال چې داساسي قانون په متن کې دحوزو دويش اصول درج شوي وي، داطريقه ډاډمنه اودلاس وهنې وړنده ځکه دواکمن حکومت له واک نه دهغې اختيار خارجوي .

دټاکنو دحوزو ويش په تکراري ډول دبيا کتنې لاندې نيول کيږي دامريکا په متحدو ايالتونو کې دايالتونو مقننه قوه صلاحیت لري ،چې له هرې سرشميرنې څخه وروسته دټاکنو دحوزو په اړه له سره کتنه وکړي يعنې ولسمشرله سر شميرنې څخه وروسته له ايالتي مقننه مجلس سره په ګډه دنويو حوزو په جوړيدو اوتنظيم لاس پورې کوي، په يو شمير هېوادونو لکه برتانيا ، استراليا ، هند اونوي زيلانډ کې دټاکنو دحوزو ويش دهغوفني سازمانونو په واک کې دی ، چې داجرائيه اومقننه قوې څخه مستقل اوخپلواک دي .

په البانيا ، بلغارستان ، لهستان ، چک اوپخواني شوروي اتحادکې رئيسه هيئت اودولتي شوری دټاکنیزو حوزو ويش ،دټاکنو له ترسره کيدو څخه دوه مياشتې دمخه ترسره کاوه، په فدرالي آلمان کې دټاکنیزو حوزو دويش يو دايمي کميسون ،چې دسرشميرينې دفډرال دفتر(مشر)، دفډرال اداري محکمې له يوتن قاضي او دهغوپنځو تنوڅخه چې دولسمشرلخوا تعين شوي جوړشوی، نوموړی کميسیون دحوزو دويش دنده په غاړه لري، دقاضيانو اوفني اشخاصو موجوديت دټاکنو دبې طرفۍ يومهم دليل دی .

لومړی جز: رايه اخيستنه :
دټاکنو دمهمو پړاونوڅخه يوهم دټاکنو ترسره کولو دمسؤلينوله لوري درايې اخيستنې عمل دی، نن ورځ دنويو وسايلو ، دټيلفوني او ټلګرافي اړيکو داسانتياوو او دهېواد دمرکز اولرې پرتوسيموترمنځ دلاروجوړولوپه وسيله کولای شو، دپخوانيو وختونو برعکس رايه اخيستنه په يوې ټاکلې ورځ اوڅومحدودو ساعتونوکې ترسره کړو، ددې بدلون په وسيله دټولټاکنو دتقلباتو مخنيوی کولای شو،له بل لوري داچې په اکثرو هېوادونو کې رايه پټه يا مخفي وي، نورايه ورکونکي دلومړنيو تشريفاتو له ترسره کولو څخه وروسته درايې اچونې کوټې ته پداسې حال کې ، چې يوازې وي ننو ځي اوخپله رايه دټاکنو دمسؤلينو پر وړاندې درايو صندوق کې اچوي . دقاعدې له مخې رايه اخيستنه په ټاکلو ساعتونوکې پيل اوپه ټاکل شويوساعتونو کې پای ته رسيږي ټاکل شوی وخت معمولاً دټاکنو په ټولو حوزوکې يوشان دی ، پدې اړوندپه قوانينوکې هڅه شوې ، چې دهيواد په ټولوبرخو کې دټولووګړولپاره دراېې ورکولو مساوي وخت برابر کړي، البته پدې اصل کې استثناُت هم شته.پدې معنی که دټاکنو دتر سره کولو مسولين ونشي کړای په ټاکل شويو قانوني ساعتونو اوموده کې دراېې اچونې لپاره لازم وسايل برابر کړي ،نودقانون له مخې کولای شي دراېې ورکولو په مودې اوساعتونو وخت ورزیات کړي .
البته داکاردڅارنې په قانوني انجمنونو،مسوءلينو اودټاکنو دحوزې په سرپرست پورې اړه لري .

الف :-د رايو قرائت يالوستل :
له رايې اخيستنې څخه وروسته درايیو دويلوفعاليتونه په رسمي توګه پيليږي ،دټاکنوقوانين اومقررات پدې ټينګارکوي، چې درايو ويل با يد دوروستۍ پايلې دلاسته راوړلو په محدود وخت کې ترسره شي .
دانسانانو په وسيله درايو شميرنه اوويل يوستونزمن کاردی . ددريمې نړۍ په يوشمير هيوادونوکې دټاکنو دپايلو اعلان ممکن څو ورځې په برکې ونيسي ،لکه څنګه موچې يادونه وکړه داليکټرونيکي اودشمير داتوماتيکو وسايلوڅخه په ګټې اخيستنې درايوپه ويلو،دپايلوپه اعلان اودټاکنو دسموالي په اړه ژور بدلونونه منځته راغلي دي .

ب:- د پايلو اعلان :
دټاکنو داجرايي مسوُلينو له لوري درايو دشميرنې او دټاکنیزو حوزو دنماينده ګانودتعين لپاره غونډه جوړيږي .دټاکنو ګټونکي ته اعتبارليک ورکول کيږي، تر څو استازی وکولای شي هغه دانتخاب درسمي سند په توګه مسوُلومقاماتو ياهغه مجلس ته چې غړی یې کيږي وړاندې کړي .
دټاکنو دترسره کيدو دمودې په اوږدوکې دراېې اخيستنې اوڅارنې درسمي دستګاوو ترڅنګ دسياسي ډلو اوګوندونو نماينده ګان هم دټاکنودڅارنې اوتائيد لپاره ګډون کوي .په همدې توګه دمطبوعاتو اوخبري رسنيو استازي خپلومتبوع هيوادونو ته داطلاعاتواوخبرونو په استولوسره دټاکنو دبهیر څرنګوالي په برخه کې فعاله ونډه اخلي .

په داسې ډول چې ممکن هره شيبه دچارو دپرمختګ په اړه خلکوته نوي اوتازه خبرونه ورسوي . ددې ډول وسايلو څخه استفاده په مستقيمه توګه په ټاکنو کې دتقلب دمخنيوي سبب کيږي اماپه ټاکنو کې دپيسو اوقدرت غير مستقيم نفوذ اواغيزپه خپل ځای پاتې دی ،له حقوقي پلوه ترهغه مهاله چې دراېې اخيستنې بهير ،درايوشميرنه اودپايلو اعلان دسياسي ګوندونو اوخلکو دنيوکو لاندې راغلی نه وي، دټاکنو دسموالي ښکارندوی یې کوي .

دپايلو اعلان په فوري توګه قاطعيت نه مومي ،بلکې رايه ورکوونکي اوکانديدان حق لري، چې په پرله پسې توګه په ټاکنو نيوکې وکړي ،نيوکو اوشکايتونو ته رسيده ګي دټاکنو دتائيد ،باطليدو اوياله سره دهغو د ترسره کيدو سبب کيږي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب