ویب سایټ څه شی دی؟ Website

ویبپاڼه څه ته وايي؟

پوهان وايي: ١٨ مه پيړۍ د ميخانيکي سيستم پيړۍ وه چې ستره لاس ته راوړنه يې په نړۍ کۍ صنعتی انقلاب و ، ١٩ پيړۍ د بخار د ماشين پيړی وه او ٢٠ پيړۍ د اوسنۍ واکمنې ټکنالوژۍ ، او هغې ټکنالوژۍ پيړی ده چې په ښه توګه يوځل معلومات را ټولوی او بيرته يې په نورو ويشی چې دا ټکنالوژی دمعلوماتی يا انفارميشن ټکنالوژی په نامه هم يادولی شو.
د يويشتمی پيړۍ په درشل کې ټول علوم او د انسانی ژوند بيلا بيلی ساحې د انټرنيټ سره په حيرت انګيزه توګه وتړل شوې . لکه څنګه چې د(  چا پ )  صنعت اختراع د انسانی ژوند په ډګر کې په زړه پوری او سترې اغيزې وښندلې، دا ځل انټرنيټ په خپلو جادويې لاښوونو د انسانی ژوند تګ لوری ټاکي.
د (هارلی هان) له قوله: تر نن پورې، د بشريت تر ټولو ستره لاس ته راوړنه اينټرنيټ دی.
د انټرنيټ ګټه هم اسانه هم مثبته ، هم سخته او هم خطر ناکه ده.  د بيلګې په توګه لکه يو سمندرداسې دی . سمندر که له يوی خوا خپله ښکلا، جلال ، رڼې او  پاکی اوبه  لری نو د بلی خوا ډوبونکی او غرق کونکی هم دی .دا په استفادې پورې اړه لري چې څوک ورنه څنګه ګټه اخلي .
انټرنيټ چې نړيوال جال هم ورته ويلی شو د ميليونونو کمپيوټرونو د نيټ ورکنګ محصول دی. د دی ميليونونو کمپيوټرونو تر شاه ميلونونه  انسانان ناست دي چې د ستر ګو په رپ کې يو بل سره تماس او اړيکي نيولی شی، يو بل سره خبری کولیشي ، يو بل ليدل شی او يو بل ته معلومات ورکولی شی. فکر کوم د انټر نيټ راتګ به دهغی پښتنی پيغلی دعا خدای قبوله کړی چې ويل به يې:
نن د جانان ديدن ته ځمه، تورې نرې وريځی، خدايه را لنډ کړی، دا د ځمکې تنابونه، توری نری وريخی!
هو، نن د انټرنيټ په مرسته دځمکی تنابونه را لنډ شوی او دځمکی ټوله خاورينه کره د شمال نه تر جنوب او دلويدز نه تر ختيځ پورې ، په يوه (  نړيوال  کلی ) بدل شوی ده. چې په نورو ژبوکې دا اصطلاح د (ګلوبل ويلج) په نامه ياديږي .
په مسنجر دې پيغام راغی – زما د زړه په ويب سايټ اور ولګيدنه.
نن ورځ د انټرنيټ په نړۍ کې په ميلونونه ويب سايټونه او ويب پاڼی شته چې هر ويب سايټ په خپل بطن کې بيلا بيل معلومات د اډيويا غږ ، ويډيو يا تصوير  او ليکلی بڼه او ليدونکو، ليدونکو اولو ستونکو ته ډالۍ کوي. پوښتنه داده چې ويب سايټ څه شی دی
(Website) ويب سايټ له دوو کلمو جوړ دی.
١. (Web) خو په لغت کې د غڼو جال ته وايي خو د لته بيا ويب د (World Wide Web) لنډيز دی چې عموماً هدف ورنه د (www) محيط يا چاپيريال دی . هره هغه پاڼه چې د انټرنيټ پر مخ ګوری هغی ته ( ويب پيج يا ويب پاڼه )  وايي.
٢. سايټ Site: د انټر نيټ پرمخ هغه فضاء ده چې کيدای شی د يو سازمان،موسسی، شرکت او يا هم  د يوه شخص وي. سايټ عوماً د غږ، تصوير او م تن په بڼه وی چې په بيلا بيلو شکلونو طرح او ډيزان کيږی. نو په ټوليزه توګه  ويلی شو چی هر(  ويب سايټ ) څو (ويپجه   يا ويب پاڼی)  لری.
دلته ستاسو پاملرنه يوی نقطی ته راګرځوم او هغه داده چې ځنی کسان ويب  سايټ ته هم  ويب پاڼه وايی. لکه په ځنو ليکنو کې راځی د (ټول افغان) ويب پاڼه، خو  په اصل کې دا ويب پاڼه يا ويبيچ نه دی ، بلکی ويب سايټ دی چې په خپل بطن کی نوری زياتې ويب پاڼی هم لري..

انجینر زهیر شینواری

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب