شبکه دریمه برخه: DNS Server

Networking Basics-Part3:DNS Serverپه مخکینیو درسونو کې مو زده کړل چې دIP ادرس له دوو برخو جوړشوی چې یوه برخه یې دشبکې برخه اوبله برخه یې دکاروونکي یا کمپیوټر برخه ده . اوس کله چې تاسو غواړی یوې ویبپاڼې ته ولاړشی نو په انټرنیټ ایکسپلورر کې دهمغې پاڼې پته لیکی اونورنه پوهیږی چې کمپیوټر هغه څنګه راپرانیزي .ددغه کار ترشا کومه عملیه ترسره کیږي ؟ کله چې تاسو غواړی چې یوه ویبپاڼه راپرانیزي نودهغې URL(Universal Resource Locator) به ورته لیکی دنمونې په توګه http://www.exmaple.com  ددیوې پاڼې URL شو .اوس مونږ خومخکې وویل چې کمپیوټرونه یوله بل سره دIP دادرس په مټ نښلي اودخبرتوکیو لیږد رالیږد کوي .اودلته مونږه ددغې ویبپاڼې IP ادرس ونه لیکلو ترڅوداویب پاڼه وګورو اوګرانه هم ده چې دهرکمپیوټر یا هرې ویبپاڼې  دIP ادرس به زمونږ په یا دوي مګر بیا هم که مونږه دهغې ویبپاڼې  URLلیکو نومونږه ویبپاڼه کتلی شو پس یومیکانیزم شته چې دکمپیوټر نوم یا دویبپاڼې URL دهغې له IP سره برابروي اویابل عبارت دکمپیوټر نوم یادویبپاڼې URL دهغوی IP ادرس ته ژباړي دغه کاردDNS Server په مټ ترسره کیږي .دTCP/IP  په باره کې مونږ خبرې وکړي مګر اوس بیا یوځل ورګرځو په لاندېنۍ څیره کې تاسو وګوری دIP Address،Subnet mask اوDefault Gatewayترڅنګ به ځیني نورڅیزونه هم وګوری لکه Preferred DNS Server اوAlternative DNS Server .

لکه څنګه چې تاسوپه پورتنۍ څیره کې ګوری Preferred DNS هم دTCP/IP یوه برخه ده په دې مانا چې که تاسوغواړی کمپیوټر مو له انټرنیټ اونورشبکو سره ونښلي نواړینه ده چې دغه کمپیوټرباید دDNS Server وپیژني که نه نو نه شي کولای خپل نوم په IPادرس واړوي اویا دبل کمپیوټر نو اوIP ادرس سره وژباړي . دپورتنیو خبرو په پام کې نیولو سره اوس به وګورو چې کله مونږ یوه ویبپاڼه ګورو نو څه کیږي ؟

کله چې مونږدیوې ویبپاڼې URL ته ځو اوغواړو چې داپاڼه وګوروکله چې مونږ دویب پاڼې ادرس په انټرنیټ ایکسپلورر کې ولیکو نو کمپیوټر پوهیږي چې ځانته داکار نشي کولی  نو له همدې امله دخپلTCP/IP له برخې څخه چې په پورتنی څیره کې ښودل شوي دDNSدسرورIP  ادرس معلوموي اودغه URL هماغه DNS سرور ته لیږي ترڅو په IP ادرس یې وژباړي . دغه  سرور له خپل ځان سره یو جدول لري دغه URL په هماغه جدول کې ګوري چې کوم IP ادرس ورته شته که نه ؟کله چې دURL دIP ادرس په جدول کې پیداکړي نو دغه ادرس دهماغه کمپیوټر انټرنیټ ایکسپلورر ته لیږي . اوایکسپلورر بیاهماغه ویبپاڼه راپرانیزي . اوس که چیرته دغه DNS سرور په جدول کې ددغه  کمپیوټر یا ویبپاڼې لپاره دIP  ادرس شتون ونه لري نوبیا کیدای شی دغه جدول کې ددغه ویبپاڼې دIP ادرس نه وي ځکه انټرنیټ ډیر لوی اونشي کیدای چې دټولو سایټونو ادرسونه دې په دغه  جدول کې ځای په ځای شي  ځکه په نړۍ کې په ملیونونو سایټونه دي اوهره ورځ نوي ، نوي جوړيږي .نو همدادلیل دی چې دغه سرور بیا خپل DNS سرورلري اوله هغه څخه دداسې ادرسونو په هکله پوښتنه کوي اودالړۍ همداسې غځیدلې ده تاسو ته به پوښتنه پیدا شي چې ولې داټول په یوه سرور کې نه دي جوړشوي ؟ نو دلیل یې دادی چې داسې سرور چې دټول جدولونه پکښې ځای په ځای شي ډیر غټ ظرفیت ته اړتیالري یاني بې دریغه رم ، هارډیسک اونور څیزونه او بل داچې هغه یو سرور هرڅوک کولی شي هک کړي اوهرڅه له منځه لاړشي . پس ددې پرځای چې یو سرور لتون ولري دنړۍ په ګوټ ګوټ کې داسې سرورنه شته .همداراز یو سازمان په نړۍ کې شتون لري چې دInternet Corporation for Assigned Names and Numbers(ICANN) په نوم یادیږي دغه سازمان  دهغوټولو Domains  چې په انټرنیټ اونړۍ کې شتون لري دثبت اوراجسټر کولو چارې په غاړه لري .

لکه څنګه چې تاسو ولیدل چې دیوه نوم ژباړل IP ادرس ته ډیر ې مرحلې لري نو ددغو مرحلو دراکمولو اودوخت دضیاع دمخنیوي لپاره دCache څخه کاراخستل کیږي دغه کار دانټرنیټ دتیزوالې له کمښت څخه مخنیوی کوي .

په سپیڅلې کلیواله مینه .

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب