وړاندې له دې چې روژه رخصت شي!

دا دی چې الله تعالی په خپل فضل او کرم سره زمونږ دعا قبوله کړه او روژه مو وموندله او روژه راغله او لکه څنگه چې معمول دی مبارکې او ښپیڅلې ورځې ډیرې په تیزۍ سره تیریږي. همدارنگه د خیر او برکت ورځې او وختونه د الوتکې په شان دي. که څوک له مخکې ورته تیار وو، نو هغه سپور شو او خپل منزل او هدف ته ورسیده، او هغه چې بې خبره او غافل پاتې شو هغه د خفگان وړ نه دی.
روژه د غوټۍ په شان ده، کله چې یو تار ئې وسپړیده نو ډیر په تیزۍ سره ټوله غوټۍ خلاصه شي. همدا رنگه د روژې اولنۍ لس ورځې د (رحمت) ورپسې لس د (مغفرت) او دا دی اوس مونږ د اخرو لسو په پیل كې یو چې (العتق من النار) د جهنم د اور نه د خلاصي ورځې دي.[irp posts=”1828″ name=”د رمضان وروسيتو لسو شپو کې څه وکړو؟”][irp][irp]

د نفس محاسبه

دا دی چې د روژې زیاته برخه تیره شوه، نو په مونږ مسلمانانو لازمه ده چې لږ ودریږو او د خپل نفس محاسبه وکړو او هغه داسې چې:
• په تیرو شوو ورځو كې تا څه وكړل ؟
• د پاتې ورځو لپاره څه اراده لرې ؟
تر څو داسې نه شي لکه څنگه روژه راغله او هغسې لاړه شي او مونږ ورباندي خبرهم نشو او یا دا چې مونږ ورنه ووځو لکه څنگه چې په كې داخل شوی وو.
همدا محاسبه زمونږ د كاميابۍ سبب ګرځي او همدا محاسبه ده چې نفس د بدو او خرابو ارادو نه را ګرزوي. او همدا محاسبه ده چې د ارادې تجديد مینځ ته راوړي او همتونه اوچتوي او نیتونه صحیح کوي.
همدا محاسبه ده چې مونږ الله تعالی ته ور نږدې کوي. الله تعالی فرمائي:
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنْظُرْ نَفْسٌ مَا قَدَّمَتْ لِغَدٍ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ) (الحشر:18)
ژباره: ای مؤمنانو د الله تعالی څخه وویریږئ او هر نفس د په هغو اعمالو چې مخکې يې لیږلې دي یو ځل بیا فکر وکړي او د الله تعالی نه وویریږئ، بیشکه الله تعالی ستاسو په کړو وړو خبردار دی.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي: (الکیس من دان نفسه و عمل لما بعد الموت ….) رواه الترمذی.
ژباره. عاقل هغه دى چې خپل نفس يې خواړ كړ او د مرګ نه وروسته ژوند لپاره يې عمل وكړ.
حضرت عمر رضی الله عنه فرمائي: خپل نفسونه یا ځانونه محاسبه کرئ مخکې لدې نه چې تاسې محاسبې ته مخکې شى او خپل اعمال وزن کړئ مخکې لدې چې وزن کړى شي.

حسن بصري ویلي دي:
هغه بنده همیشه په خیر كې دی چې نصیحت کوونکی وي او د خپل نفس محاسبې ته هر وخت لیواله وي.

میمون بن مهران وائي:
هیڅ بنده پرهیزگاره کیدای نشي مگر دا چې د خپل نفس په محاسبه كې داسې ټينګ وي لكه يو شریک چې د بل شریک سره محاسبه کوي.
نو د انسان نفس داسې دی لکه خاین شریک، که چیرې محاسبه ورسره ونه کړې، نو ستا ټول مال به هلاک کړي.
امام احمد وايي
عاقل انسان باید څلورو شيانو ته په وخت وركولو كې بې پروا نه شي.
۱- د خپل رب د ذكر او فكر لپاره.

۲- د خپل د ځان د محاسبي لپاره.

۳- د خپلو هغو وروڼو سره وخت تيرول چې د ده عيبونه په ګوته كوي.

your ads

۴- د حلالو خوندونو څخه د نفس ګتې اخيستلو ته ځكه دا د نفس حق دى.
په بل ځای كې حسن بصري وايي:
مؤمن د خپل ځان څارونکی دی، د الله تعالی لپاره د خپل نفس محاسبه کوی. بیشکه د قیامت په ورځ به د هغو خلکو سره ډیر آسان حساب او کتاب كیږی چې په دنیا كې يې د خپل نفس محاسبه کړې وي، او د هغو خلکو سره به ډیر سخت او دقیق حساب او کتاب کیږي چې د خپل نفس نه غافل پاتې وي.
د دې نه دا جوته شوه چې د انسان لپاره د نفس محاسبه ډیره ضروري ده تر څو وپوهیږي چې په کوم ځای كې دی.
• آیا د روژې او د عبادت نه برخه من شوی دی او کنه؟
• آیا د روژې چې کومی غوښتنی وې هغو ته يې د عمل جامه ور اغوستې؟
• آیا د روژې نه چې ستا کوم مقصد وو هغه پوره شو؟
• آیا ستا سخت زړه نرم شو؟
• آیا وچې سترگې دې لمدې شوې ؟
• آیا د روژې په نیولو سره د هغو ګناهونو په هكله چې مخكې مرتكب كيدلې ستا اراده کلکه شوه.
• آیا روژې دې په اخلاقو كې څه بدلون راوستلو؟
• آیا په روژې سره دې خپل کړه وړه او خبرې ښې کړې؟
• آیا د ګناهونو د مغفرت احساس دې کړی دی؟
• آیا د الله تعالی د رحمت د نزول احساس دې کړی دی چې ستا د نفس د پاکوالي لپاره نازل شو؟
• آیا د جهنم د اور نه د آزادۍ احساس دې کړی؛
• آیا زړه دې د جنت بوی احساس کړی؛ او که تر اوسه پوری د ګناهونو په یخنۍ سره زکام دى او د بوی احساس نشي کولی؟
• آیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه قول دې ندی اوریدلی چې فرمایلي يې دي؛ ډیر داسی روژتيان دي چې د لوږې او تندې نه پورته يې د روژې نه هيڅ برخه نشته.

خپل عمل زيات كړئ!

قدرمنو وروڼو: روژې ته ډیر بی ارزښته کتل شوی؛ نو تاسو مو په عمل كې زیاتوالی وکړئ.
ځکه چې روژه په ختمیدو ده او د خدای په امانۍ په حال كې ده او پاتې ورځې به د سترگو په رپ كې تیرې شي.
بیشکه دغه ورځې يو له بل نه مخكيوالي او د همتونو د ازموینې ورځې دي.
ای وروڼو! په الله قسم چې زه د نصیحت کوونکو څخه یم.
دا هغه شپې او ورځې دي چې قدر او منزلت يې الله په خپل کلام كې بیان كړى دی. او نبی علیه السلام د دغو ورځو مقام او منزلت بیان كړى دی؛ د کومو ورځو فضیلت چې علماؤ او خطیبانو بیان كړى دی؛ او دعوتګرو او واعظانو يې په هكله ډير اوږده بحثونه كړي دي.
نو بیا څه ته گورې او د څه شي انتظار کوې؟
بیړه وکړه ترڅو د مؤمنانو سره یو ځای شې او نوم دې د رکوع او سجده کوونکو په لست كې شامل شي.
دا دی د روژې ورځی او شپی په تیرودو دي، او هغه مبارک ساعتونه په چټکی سره تیریږی.
بیشکه د روژې میاشت یو لوى فرصت دی تر څو په نيكيو دې خپله اعمالنامه ډكه كړې، هغه چې په گناهونو باندې توره شوي وه، او يقيناٌ خوشحالي به در په برخه شی چې کله د الله تعالى دا قول واورې (اقْرَأْ كَتَابَكَ كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا…)[irp][irp][irp] بې له شکه دا ورځې او شپې چې مونږ په كې یو د کال د ټولو نه د زیات خیر او برکت لرونکې دي؛ بلکه دا د زمانې د تاج په شان دي؛ لکه څنگه چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم د دغو ورځو او شپو ډیر زیات قدر او احترام کولو. د دې ورځو او شپو لپاره به يې ډیر زیات په اهتمام سره تیارى نیولو، او ډیر په جدي توگه به ئې د نورو ورځو په نسبت زیات عبادت کولو.
په صحیح مسلم كې له ام المؤمنین عائشې صدیقې رضی الله عنها نه روایت دى چې وايي: رسول الله به په أخرو لسو ورځو كې د نورو ورځو په نسبت ډیر زیات کوشش کولو.

په صحیحینو كې له هغې نه روایت دی چې وايي: کله به چې أخری لس ورځې داخلې شوې پرتوگ به يې کلک وتاړه او خپلې ميرمنې به يې د خوب نه پاڅولې او شپه به يې په عبادت تيروله.
راځئ چې هغه (رسول الله) خپل ځان ته مثال او قدوه وگرځوو؛ او پاڅو د الله تعالی عبادت ته ملا وټړو او ټول هغه د دنيايي كارونه پريږدو او د الله عبادت وكړو او خپله کورنۍ له خواږه خوبه پاڅوو؛ او دغه مبارکې شپې په عبادت ویښې تیرې کړو، شاید چې د دغو مبارکو شپو د برکت نه برخه مند شو؛ او د قدر د شپې په سبب کامیاب شو او الله تعالی مو د جهنم د اور نه خلاص كړي.
اى الله مونږ ته د خپل پيغمپر په سيرت د عمل كولو توفيق راكړې، او زمونږ هغه اميدونه پوره كړې چې تا راضي كوي، زمونږ عملونه په تل پاتې كيدونكو نيكيو باندې ختم كړې، او مونږ په دې مياشت كې د جهنم د اور څخه خلاص كړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب