ويروس څه شی دی؟

ويروس آيا ويرسونه ژوندي موجودات دي؟

ويروس له لاتيني کلمه وينومVenome) ‘)څخه اخيســتل شــوی چې د زهري مايع معنا لــري. ويروس د ژونديو موجوداتــو ټول خصوصيات نه لري او لــه ژوندۍ حجرې څخه بهرغيرفعال وي نــو له دې املــه بيولوژي پوهان ويروس ژوندى جســم نه ګڼي.

د ويروس بڼه اوجوړښت

 

ويروســونه له دوو برخوڅخه جوړشــوي دي. باندنې برخه يې چې پروتين دي د کپســيد( Capsid )په نامه ياديږي او داخلي برخه یي چې د کپســيد په واســطه پوښل شوې ده.ښايي يا D.N.A يا RNA ولري (نه دواړه) ویروسونه پــه مختلفو بڼــو ليدل کيږي، مثـلا ً ويروســونه کروي شــکلونه لري . ويروسونه له بکترياڅخه کوچني وي. يوازې د الکترون ميکروسکوپ په واسطه ليدل کيږي.

په چاپيريـــال کې د ويروســـونو رول

 

ويروسونه اول ژوندي موجودات، لکه: حيوانات، نباتات او فنجيــان اغيزمن کوي. د بېلگې په توگه په انســانانو کې د مختلفو ناروغيو، لکه: انفلونزا، چېچک، کوي (شري)د ماشومانو گوزڼ، بوغوټ(کله چرک)، ايدز او نورو ناروغيو لامل کرځي. په ً نباتاتوکې هم مختلفې ناروغی منځ ته راوړي. مثلا د رومــي بانجانو په پانو کې د موازييک (زينتى) په شکل د ژيلوخالونو توليد د ويروسونو اغيزه ده.

آيا ويروسونه کولاى شي بکتريا اغيز منه کړي؟

که کيږي څنگه؟ لومــړى بکتريا فاژ ويروس په بکتريا پورې نښلي. بيا خپل DNA د بکتريا د حجرې داخل ته پيچکاري کوي. وروســته ويــروس د بکتريا په داخــل کې وده کوي او په پاى کې د بکتريا حجره چوي.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب