ولې مې اسلام قبول کړ؟- مېري کاکس

ریسرج پروفیسر مېرې کاکس، اوسنی نوم ئې اقصی (امریکا)

زه خپله کیسه څنګه په مختصرډول سره درته بیان کړم، ماخپله دمسلمانېدوکیسه دیوکتاب په ډول چی
(Islam Is Unique Religion) نومیږی خپله تفصیلی کیسه بیان پکښې کړیدی، داهغه مهال خپورشوچی اسلام می راوړی اوداسلام ښکلی ، په زړۀ پوری اوزرۀ کشوونکی احکام می پرځان عملی کړل؛ اویوه عملی مسلمانه شومه خوالله جل جلاله چی چاته هدایت وکی هغه به ضرورسیده لاره(صراط مستقیم)به مومی اوددې دنیااوداخرت ټول نعمتونه به ورپه برخه کوی۔ زه فطرتادتشداوظلم سره ورانه یمه دکوچنوالی څخه می داطبعیت دی، په وړکتوب کی دوهلوسره ورانه ومه، هغه که زه هرچاپه هرنامه سره وهله مه، که موروه، که پلاروو، که استاداویاهم زمابله ملګرې وه ؛خوپه هرصورت دوړکتوب دوره ختمه اودځوانۍ مرحله راغله اوداوخت زه په پوهنتون کی یمه چی یوڅه دسیاست، سیاسی چارو، سیاسی اړیکو، نړیوال ژوند، تاریخ، فلسفې ، مذهب اوچاپیریال سره څه اشناشومه داځکه چی دلته سیاسی ګوندونه، مذهبی ګوندونه اوټولنیزتنظیمونه په فعالیت بوخت وه، اوپه هرڅه پوه شومه۔
زمازهن داسی جوړووچی دهغه چاڅخه می بدراتلل چی ظلم ئې کړی وی اویائې کوی، ډېرلیرې به نه ځم اودتاریخ پاڼې به څه رالنډې کړم دفرعون څخه دده دظلم له کبله بدراضی، دچنکیزخان دظلم څخه اغیزمنه اوبدمی ورڅخه راضی، دهټلرایډولف څخه می بدراضی چی په زرهاووبې ګناه انسانان ئې ووژل، په میلیونهاووئې معیوب اوپه میلیونهاووئې بې سراوپناه کړل، اوډېرې سیمې اوهیوادونه ئې دخاوروسره خاورې کړل اوهمدارنګه دتزاری روسیې څخه چی څوجمهوریتونه ئې په قوت اوزورسره مستعمره کړلې اوهمدارنګه می دامریکا داوسنی جمهوریس (بوش) څخه می ډېرنفرت اوکرکه کیږی چی دډېروبې ګناه اومعصوموخلکوژوندئې په افغانستان اوعراق کی واخیستی اودمرګ وکندوته ئې ورواچول، اوپه عمومی ډول سره ئې ددوی دژوندداشنې ونې وروچې کړې، اقتصادئې ورخراب، سیاسی حالت ئې دبحران سره مخامخ، تعلیم ئې ورویجاړ، دولتی ادارې ئې ورفاسدې اوهرورځ ددوږخ په لمبوکې سوځې؛ چی اوس داوټولې نړۍ ته معلومه ده چی زمادولس خلک (امریکایان ) ورځ په ورځ په دې لمبوکی پخپله سوځی اودالمبې تردوی پوری رارسیدلې دی؛ دجمهوریس بوش په خلاف دخلکوناراضیت درجه مخ په لوړېدوده، اوکله چی دده (بوش) مخ پرټی وی باندی ووینم نوولاړشمه اوزه دی (بوش) نشم زغملای۔
خوپه هرصورت لکه څرنګه چی زه (Research Professor) یمه اوزمادپلټنې ریشته عمومی ده، یانې کله می دحیواناتو(ژوو) دژونداوځانګرتیاووپه هکله پلټنه کوله، کله به می دنباتاتوپه هکله تحقیق کاوه، کله به می دمذاهبوپه اړه پلټنه کوله اوکله نور۔۔۔
مامخکی درته روښانه کړل چی زمادتشددسره مینه نه وه نومی دهغه شخص چی فرعون نومیده اوتقرایبا (4500) کاله وړاندی دمصرواکمن وو، دهغه دظلم ډېرکېسې راته یادې دې، په مختلفودوروکی مختلفومورخینوډېرکتابونه ورباندی لیکلی دی چی په بایبل اوقرانکریم کی ئۍ هم یادونه شوېدی؛ نومی داوپتیله چی ومصرته ولاړشمه، مصرچی دتاریخواثارویوبډایه هیواددی وماته ډېرارزښت لری، اوبله داچی مصردنورواسلامی هیوادونوڅخه څه په اقتصادی ډګرکی ښه دی، نسبتاارامې ده، نوځکه زماهوډمن زړۀ دافیصله وکړل چی ومصرته ولاړشمه هلته زمامهم کارونه دادی چی زه بایددفرعون په هکله نورمعلومات، دده دهرم په هکله معلومات اوکه وخت وونودنړیوالې اسلامی موسسې الازهرسره به هم لیدنه وکړم که شونې وه۔ دمصردسفرپه اړه می هرڅه معلومات راټول اوبشپړکړل، دسفرله لپاره می هرڅه برابرکړل هلته می دتګ څخه مخکی په کلوپاټراهوټل کی ځای ونیوې، کلوپاټرادمصرهغه ملکه وه په ټوله نړۍ کی ددې ښایست نه وو، اوډېرښایسته او زړۀ وړونکې و، نوځکه داهوټل ددې په نامه سره وو،داهوټل دهرسهولت په درلودلوسره ښایسته وو،ومصرته ورسېدمه درې ورځ پوره په (Royal Museum) کی وګرځیدمه ، څه پلټنې مه وکړې اومعلومات می وځانته لاسته راوړل، مادهغه چامومیایی مجسمه ولېدل چی زه ورته راغلې یمه، کله چی ورته ودرېدمه، هو!!! داهغه فرعون دی چی مائې دلیدوامیددرلودې؛ دامجسمه (2۔2) متره وه، اواوس په دې موزیم کی پرته ده؛ دده دمهال څه نورڅیزونه هم راته په سترګوشول لکه دده دوختوچوکۍ، څپلې، سېکې اونورشیان چی جوړښت يې هیښونکی وو، چی وجسد ته می وکتل اودده وماڼۍ (هرم) ته می وکتل نوډېرڅه به می ورڅخه زده کړل اوماپردې موضوع باندی یوکتاب هم ولیکی د(دنیاوایی ، زه فانی یم اوپه مامه نازیږی) په نامه ، چی داکتاب پر(220) مخونوباندی مشتمل دی، په دې کتاب کی ډېرپه زړۀ پوره انځورونه هم شته، چی لوستونکی ورڅخه ډېرخونداخیستی شی اوس غواړم چی دفرعون په اړه څه دخپل کتاب څخه څه ولیکم که څه هم چاداتاریخی توری زماددې لیکنې سره کوم تړاونلری۔

فرعونیان څوک دی؟

مینیس پاچا (King Menese) دلرغونی مصرلومړی فرعون ګڼل کیږی هغه په تاریخ کی دلومړی ځل لپاره په (3000) قبل المیلاد کی ټول مصرسره یوکړ،دفرعون اصطلاح په اصل کی دپاچاوځای ته کارېدل ، په کوم ځای کی چی ده اوسېدنه کول، چی له دې څخه وروسته دپاچالقب وګرځیدی، اودمصرهرپاچاچی راتی هغه ته به ئې فرعون وایه؛ په مصرکی ډېرفرعونیان تیرسویدی چی په موزیم کی دڅلوروفرعونیانومجسمې پرتې وی، دې اول فرعون دنېل داوبوپه رسولوسره ټول اولس دځان کړاوټول دده ترتسلط راغلل اوفرعون خپل ځان یوسپېڅلې بشرباله، اوخلک ئې په دې اندوه چی فرعون دهرشی دبشپړکیدوواک لری، اوله همدې کبله ئې وفرعون ته دیومعبود برحق درجه ورکوله، دافرعون په دې عقیده ووچی دمرګ نه وروسته روحان نه مری، اوداروحان ویوه خدای چی ده ورته قاضی وایه او(24) نورهمکاران هم ورسره سته چی ترازوئې په مخکی پروت اوښه اوبداعمال تلل، چی څوک مجازات اوڅوک مکافات کوی، ، بله عقیده ددې فرعون داوه چی ځان ئې دلوی خدای اولاد اومعبودبرحق باله چی خلکوورته سجدې کولی، اوده وخلکوته ویله چی زه په دې ودې دنیاته راغلی یمه چی دوګړوترمینځ عدالت اوله ظلم څخه ئۍ وساتم۔ خودوی ټول درواغجن وختل اوهغه ظلمونه ئې وکړل چی تاریخ په شرمیږی،
دمصرزیاتره فرعونیان ظالم، متشدد، جنګړه ماراوبې رحمه وګړی و، هغومشرکانه مذهب غوره کړی وو، چی ددې اول فرعون ټول عقایدترډېره پرنوروفرعونیانواغیزه وکړل۔ په دې ټولوفرعونیانوکی یوفرعون موحد وو، دافرعون (څلورم اّمن حوتپ) وو، چی ده وروسته خپل نوم (اخن ایتون) کی چی مانائې ده (ویوه خدای ته مطیع) ده دخپل پلاراونوروفرعونیانودټولوعقیدوسره مخالفت وکی اودايی ویل چی دمځکواوسمانوخدای یودی اوهغه زماخدای دی، خومذهبی مشرانواودزړوفرعونیانوغلامانودی پرې نښوداوپه زهروئې وواژه، ددې فرعون څخه وروسته پوره سل کاله (دوهم رامسیس یا یارعمسیس) دواک په ګدۍ کښناستی چی حضرت موسی علیه سلام دده په کورکی لوی شو، ځوان شو، اوددې فرعون ښځه اسیه نومېده چی دزاحم لوروه اویوډېره شریفه ښځه و، په دغه وخت دې فرعون وویل چی زه ولی فرعون یم؟ بیايي دخپلې پوښتنې ځواب وکی چی (فرعون) مانايی داده چی دلمردخدای اولاد، نوزه دلمردخدای زوی یم اوزه دلته معبودبرحق یم ، چی حضرت موسی علیه سلام ورته دحق دین بلنه هم ورکړل، ده (150) ځامن درلودل اوکله چی سپین ژری سوده خپل په ژوندکی خپل دیارلسم ځوی (مرنفتاح) پرخپلې پاچاهۍ باندی ونوماوه، خوژوندورسره وفاونه کړل اودافرعون په نیل رودکی ډوب شو۔ ای افسوسه!!!هرڅه فانې کیږی، دولت ځی، راحت ځې، ماڼۍ ځې، ځوانې ځی، ښکلې دوستان اوځانته تیریاران داټوله له مینځه ځی، نوکه یوڅوک پخپلولښکرو، دنیااوزورسره نازیږی نودی دي دفرعون څخه پوره سبق واخلی۔
دکتاب (50) صفحې یواځی وفرعون ته خطاب دی، چی دازماخطاب دنړۍ وهرظالم، جابراوشریرواکمن اوپاچاته دی، اوس داهرڅه شته خوفرعون نشته ، په (Royal Museum) کی یوشیخ چی سپین کالی ئې په تن وه اوښه مُبارکه نورانی ږره ئې درلوده، چی دږېرې سپین ویښتیان ئې دتوروپه نسبت زیات و ورسره مخامخ شوم، دواړه په لیدوسره خوښ شو، چی یودبله څخه موپوښتنه وکړل وشیخ ته می بلنه ورکړل چی زماوځای (کلوپاټراهوټل) ته راشی، که وخت ورسره وی؛ هغه دابلنه دلنډوخت لپاره ومنله؛ خودايي هم راته وویل چی ډېرمصروفه دی، اوماته ئې وخت راکی، چی زه دزړۀ له کومی ورڅخه مننه کومه، شیخ محمدالصباح پخپل ټاکلی وخت دخپل یوشاګردسره و(کلوپاټرا هوټل) ته راغلل، مائې هرکلی وکی اوکښېناستو، زه اوس کوښښ کوم چی داسلام په هکله یوڅه معلومات ورڅخه لاسته راوړم اوهغه سپیڅلی ځایونه اوتاریخی ځایونه چی وده ته معلوم وی وهغوته می څه ناڅه رهنمایی کړی؛ اوکه می راتلونکی کال کی وخت وموندی نوهلته به ولاړه شمه خوزمااودده لیدنه پرلسوپوښتنومشتمله شول چی اووه پوښتنی دده شخصی ژونداوخدمت په اړه اودرې هغه پوښتنې دې چی زه ئې واسلام ته وهڅولمه، اودژونددانقلاب (اوښتون) سبب شوې هغه دادی:
ما وپوښتل: ولی په اسلام کی دوې ښځې دیوه نرسره په میراث وړولوکی برابرې دې؟ 
شیخ محمدالصباح: په اسلام کی چی کله یوه ښځه دخپل پلارسره وی، ټوله نفقه ، خوراک، څښاک اوپوښاک ئې پرپلارباندی دی، اودائې دپلاروجیبه ده، اوکله چی داښځه دخاوندوکورته ولاړشی نوبیايی خوراک څښاک اوپوښاک دخاونددوږوپیټی دی، اوښځه په دې باندی نه ده مکلفه چی خپله نفقه پخپله پیداکړی، اوکه دکورنۍ مشر(پلار) مړشی نوبیایی پروروڼوددې ساتل فرض دی وبل لورته دکورټول غټ اواکثریت مصارف دنرپرغاړه دی، که فرض کړوچی په یوه کورکی دوې خویندې اویووروردی نوکه داورور (100) روپۍ دورځې مصرفوی دکورلپاره خوبل لورته ئې دادوې خویندې په میاشت کی دومره مصرف نشی کولای داځکه چی دخویندومصرف هم پرورورباندی دی؛ اودکورهرسامان اومتاع دورورذمه ده نه ده دښځی نوځکه په اسلام کی الله جل جلاله دادوې خویندې په میراث کی دیوه ورورسره مساوی کړیدی۔
پوښتنه (میری کاکس): په اسلام کی ولی دیوې ښځی څخه زیاتی ښځی په نکاح کول رواه دی؟
شیخ محمدالصباح: لکه څرنګه چی ته دکاتولیک مذهب پیروانه یی اوکیدای شی چی ډېرې څیړنې به دی هم پکښې کړی وې، نوډېرښت دنکاح خوپه بایبل کی هم راغلی دی:
ستاولی هیردی چی دپاچاسلیمان علیه سلام په حرم کی یوزر(1000) بی بیانې وی (سلاطین 1ـ 3 : 11)
اودباېبل په حواله دحضرت عیسی علیه سلام په زمانه کې یهودوډېرې ډېرې ښځی درلودې چی حضرت عیسی علیه سلام ئې هیڅ ردهم نه دی کړی؛ اوددې لپاره موږنورعقلی دلایل هم لرو:
تاسی یوڅه فکروکی چی په فوځ چی دهرهیوادوی نرډېردی اوکه ښځې؟ طبیعی خبره ده چی نر، په جنګ کی ډیرنارینه مری اوکه ښځینه، طبیعی خبره ده چی نارینه، په ترافیکوپیښوکی نارینه ډېرمری اوکه ښځې، طبیعی خبره ده چی نارینه ډېرمري ؛ په دې ټولوحوادثو(پیښو) کی دښځوپه نسبت نارینه ډېرله مینځه ځی، بله خبره داده چی دطب له نظره دښځودبدن مقاومت نسبت ونارینه ووته دناروغیوپه مقابل کی ډېردی، نوهمداوجه ده چی نارینه نسبت وښځوته دورپیښوشووناروغیوله کبله ډېرله مینځه ځی دښځوپه پرتله، اودښځواندازه ډېریږی، اوس درته یوبل حقیقت وړاندی کوم، اوهغه داچی یواځی د نیویارک په ښارکی (10) لکه ښځی ترنارینه وزیاتی دی، اوپه ټوله امریکاکی (9000000) نوې لکه ښځی ترنارینه ووزیاتی دی، ددې مطلب دادی چی که په امریکاکی هرامریکایی یوه یوه ښځه په نکاح کی نو(90) لکه ښځی بې خاوندانوپاتی کیږی، چی دابه څه کوی؟؟؟ ایادوی به خپل عفت دپیسوپه مقابل کی خرڅوی؟ ایادوی به دعزت ژوندنلری؟ ایادوی به دښه فامیل اوښوماشومانوخاوندانې نه کیږی ؟ دادهرې ښځې طبیعی خواهش دی ښه ژوندولری، خپل خاوندولری اوددنیادنعمتونه څخه ځان برخه منه کړی، دامشکل به څنګه حل کیږی؟ ددې علاج څه دی؟ ددې علاج هیڅ دولت ، تنظیم اوجمهوریس اوقانون نشی کولای یواځی ددې علاج لپاره الله جل جلاله فرمایی چی ددې مشکل دحل لپاره تاسی دوې دوې په نکاح کی، اوکه ښځې له دې څخه هم ډېرې شوې نودرې درې په نکاح کی، چی دایی ډېره ښه معقوله لاره ده، همداوجه ده چی (تعدد دزوجاتو) په اسلام کی روادی، خوبیاهم اسلام دمځکی پرمخ یواځنی دین دی چی دېوې ښځی په نکاح کولوباکولوباندی حکم اوټینګارکوی، هغه ټولنه چی ددې علاج ورسره نشته هلته فساد، دعفت لوټول، دعفت خرڅول، جرمونه اوفسادونه ډېردی۔
میری کاکس: ښځه په اسلام کی څه حقوق لری؟ 
شیخ محمدالصباح: اسلام دمځکی پرمخ یواځنی دین دی چی وښځوته ئې پوره حقوق ورکړل، داسلام دراتګ څخه مخکی ښځه یوه دعیاشۍ، دظلم اوبربریت یوه اله وه، خلکوبه دشرم له کبله ښځې ژوندۍ ښخولې اودائې شرم باله چی زمالوریاخوردی دیوچاپه نکاح شی، ښځه دښه ژوند، دتعلیم، دتجارت، اوهرڅه کولواجازه لری په شرعی اواسلامی بنسټونومطابق، کوم دعزت پورڼی چی اسلام دښځې ورپرسرکړیدی ددې مثل په هیڅ دین کی نشته، ښځی بایددتشددښکارنه شی، ونه وهل شی، دژوندهرڅه ورته برابرشی، اودښه اوخوشحاله ژوندخاونده شی، که چیری یوه ښځه اویوسړی سره کُف نه وی، یاظلم ورباندی کیږی اویائۍ حقوق نه ورکول کیږی نوښځه کولای شی چی ددې خاوندڅخه بېله شی، چی اسلام ودې ته خپله طریقه لری؛ که چیری یوڅوک پرښځې دعفت خرڅولوتورولګوی اودې پکښې درواغجن شی نودی باید مجازات شی، ترڅونورخلک ورڅخه عبرت واخلی ، اسلام وښځې ته ډېرزیات حقوق ورکړی دی ، حتی تردې اندازې پوری ئې اختیارورکړیدی، که یوه ښځه وخپل ماشوم ته دپیسوپه مقابل کی شیدې ورکوی لاخاوندپه دې مکلف دی چی هغه پیسې وخپلې میرمنی ته ورکړی دشیدوپه بدل کی، خوپه دې لنډوخت کی داناشونې دی چی دښځوټول حقوق درته بیان کړم، اوزه باوری یم چی ډره ښه پوه شوې، په دې هکله به زه کتابونه درکړم چی دښځې حقوق اوحیثیت په اسلام کی څه شی دی۔
دشیخ محمدالصباح څخه می نوری شخصی پوښتنی وکړې اورخصت می کړ، چی دده ځوابونه دقناعت وړ، زړۀ وړونکی اوپرعقل ئې ډېرژراغیزه وکړل، داځکه چی زه په اسلام نه وم خبره اوماداسی فکرنه کاوه چی ښځه دی په اسلام کی داسی ځای ولری، مخکی مادافکرکاوه چی په اسلام کی ښځه دیوه حیوان په بڼه سره ژوندتیروی، شپې اوورځی سباکوی، خوپه دې نه وم خبره چی په اسلام کی هرقانون په دومره ژورفکرسره سنجول شوی دی چی دانسان له ذهن اودماغ څخه ډېرلوړدی، اودارته ثابته شول چی واقعادالهی دین دی، دشیخ ځوابونه ټول معقول وه، له همدې ورځې څخه می داسلام دمینې زړی په زړۀ کی شین شو، اوداهوډمی وکی چی دشیخ الصباح په مرسته سره په اسلام کی پوره تحقیق کوم، شیخ الصباح دخپل بریښنالیک پته، درک اودیوڅوویب پاڼویوڅوادرسونه ئې راکړل، یوڅه کتابونه ئې هم په تحفه کی راکړل اودائۍ هم راته وویل که داسلام په هکله هراعتراض اوشبه درته وی کولای شی چی پوښتنه وکی، داپوښتنی که ستاوی اوکه دهرچاوی، زه ئې په ورین تندی سره وځوابودرکولوته حاضریم، اوانشاء الله زماځوابونه به دمینې اوتفصیل نه په ډک څادرکی وی، اوهغسی هم شو۔
د(15) ورځوسفرمی وپایته ورسیدی، ښه نوماوامریکاته دمصرڅخه څه سوغاتونه راوړل؟ دوه شیان می جالب اوخوشحاله کوونکی راوړل یودفرعون په هکله معلومات اوبل داسلام مینه، اوپراسلام باندی دتحقیق مینه؛ زماپه ژوندکی دادوه څیزونه نوې وه، اوس نودلته ماته زمادوستان اوملګرې راځی چی زه بایدپه بشپړډول سره خپل سفرورته بیان کړم چی دامریکایانوته جالب دی؛ ودوی ته می ویل چی ماډېری خاطرې، اوملغلرې راوړی دی چی دیوی میاشتې په موده کی به ئې تنظیم اووټولوته ښکاره کړم، هره ملګرې چی راتله مادتفصیل ورکولوڅخه معذورت غوښتی، ماپه دې وخت کی دشیخ الصباح هغه کتابونه چی پرایمان، اسلام، وحدانیت، اسلامی حقوقو اودښځوپرحقوقوباندی مشتمل وه ولوستل چی واسلام ته می دمینې دحرارت درجه نوره هم لوړه شوه، دښځودحقوقوپه اړوندمی هغه څه ولوستل چی واقعیت و،چی په اسلام کی رېښتنې ازادې، عفت اولوړعزت اوارزښت وربخښی، دویب پاڼوله لاری می ډېرڅه ولوستل، دیوې اسلامی ویب پاڼې له لارې می دقرانکریم پوره مطالعه وکړل اوکه په کوم ځای نه پوهیدمه دشیخ الصباح سره په تماس کی ومه اوده به هم راته په پوره تفصیل اومینی سره راته هرڅه ابریښنالیک له لاری رالیږل۔ داسلام راوړل زمالپاره یوه ستونزمنه پرېکړه وه، داځکه چی زموږپه ټوله کورنۍ کی داکارچانه وکړی اوهیچانشوزغملای، خوپه امریکاکی دااوصول دی چی هرڅوک مرمذهب قبلولای شی اودادهرچاخپل اختیاردی، پردې شی باندی کوم بندیزنشته اوهلته هرڅوک دخپل بصیرت، څیړنې اوپوهې بربنیادخپل دځان لپاره یومذهب غوره کوی، یوه میاشت وروسته چی زماهمصنفیانې اوهمصنفیان، اواوستاذان راتلل نوماپه خنداودوی ته ویل چی کیدای شی په راتلونکودوومیاشتوکی ماپه دغه جامه اودغه بڼه باندی ونه وینی، چی داددوی لپاره یوه معماشوه، چی داڅنګه؟؟؟
دمصردسفرڅخه پوره درې میاشتی اوڅوورځی وروسته می دشهادت کلمه وویله اومسلمانه شومه، لکه څرنګه چی یهودانودبیت المقدس ټوله سیمه اونوری سیمی په زورسره غصب کړیدی اوپه زرهاووبې ګناه مسلمانان ، ښځې، ماشومان اوبوډاګان ئې شهیدان کړل نوځکه می بیت القدس وماته ځانګړی ارزښت لری، په بیت المقدس کی ئې داقصی مسجد چی دمسلمانانولومړی قبله و، څوواره په وینوولړی نودقصی مسجدسره دمینې له کبله می خپل نوم اقصی کښېښود دګران ورورشیخ محمدالصباح په مشوره سره۔

عبدالغفارجُبیر

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب