ولې ماشومان باید ورزش وکړي؟

په ماشومتوب کې ورزش کول، له ماشومانو سره مرسته کوي، ترڅو له بدني او ټولنیز پلوه وده وکړي. په امریکا کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ارواپوهنې د آکاډمۍ په اند، ورزش کول د دې سبب کېږي، چې ماشومان په ډلییزو کارونو باندې تمرکز وکړي او وکولای شي، چې نوي ملګري او دوستان پیدا کړي.

د دې له پاره، چې له خپل ماشوم سره مرسته وکړئ، ترڅو له ورزش کولو څخه ډېره ګټه او خوند ترلاسه کړي، نو ملاتړ یې وکړئ، ورزش کول ورزده کړئ او په منظمه توګه د ورزشي فعالیتونو په اړه یې ورسره خبرې وکړئ، ترڅو ډاډ تر لاسه کړئ، چې له خپلو تجربو څخه خوند اخلي.

ورزش په کافي برید کې:

ښایي د دې له پاره اصلي دلیل، چې ماشومانو ته مو په یوه ورزش کې نوم لیکنه کوئ دا وي، چې فزیکي فعالیت ولري، نو ډاډ تر لاسه کړئ، چې د هغه له عمر سره مو مناسب فعالیت ټاکلی دی، ځکه چې ښایي په یوه جوړ شوي چاپېریال کې، د هغه د پرمختګ مخه ونیسي.

د Mayo Clinic په اند د له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان، د ډېری سازماندهي شوو ورزشونو له پاره ډېر کوچني دي، خو کولای شي، چې په هر هغه ورزش کې، چې منډې وهل او لامبو پکې شامل وي، فعالیت وکړي.

د ژوند د مهارتونو زده کړه:

د ځینو ماشومانو له پاره ډېره سخته او ستونزمنه ده، چې له نورو سره همکاري وکړي. ورزش کولای شي، په دې برخه کې د هغوی له پاره مثبت ګام وي. له هغه ځایه چې ډېری ورزشونه دې ته اړتیا لري، چې څو کسان له یو بل سره لوبې وکړي، ماشوم به دا ډېر ژر زده کړي، چې هرڅه د ده په محور نه را څرخي.

دغه راز ورزش کول به ماشومانو ته عمل، زغم او پشتکار ورزده کړي، یانې دقیقاً هغه مهارتونه، چې د ژوند په اوږدو کې به ورسره مرسته وکړي. هغه به دا زده کړي، چې سخت او ستونزمن کارونه ترسره کړي او زغم ولري، نو خپلو موخو ته د رسېدو له پاره اړینې اړتیاوې لري.

د مهارتونو پراختیا:

کوچني ماشومان لا تر اوسه د خپلو خوځښتي ( حرکتي ) مهارتونو د بشپړتیا په حال کې دي او په دې پړاو کې به ورزش له هغوی سره ډېره زیاته مرسته وکړي، په داسې حال کې چې د پنځو یا شپږو څخه د کم عمره ماشومانو له پاره ورزش نباید په پایلو او مسابقو باندې تمرکز وکړي. په کوچني عمر کې د فوټبال، رزمي هنرونو، جمناستیک او سکېټ په څېر ورزشونه کولای شي، د دوی د مهارتونو په پراختیا او ښه کېدا کې مرسته وکړي.

دا فعالیت کولای شي، چې د ماشومانو په لاره تګ او منډې وهلو له مهارتونو سره مرسته وکړي، هغه اساسي مهارتونه، چې په هر ورزش کې پایه او بنسټ دي.

د ورزش ټاکنه:

د ورزش ټاکنه ډېره زیاته مهمه ده، ځکه چې داسې یو څه باید پیدا کړئ، چې ماشوم مو ترې خوند واخلي، که چېرې ستاسو ماشوم له یوه ځانګړي ورزش سره مینه څرګندوي، نو هغه ته فرصت ورکړئ، چې وې ازمویي، حتا که چېرې هغه ورزش خطرناک هم وي، ستونزه نه شته، چې هغه ته اجازه ورکړئ، چې د روزونکي تر نظر لاندې او د خوندیتوب جامو په اغوستلو سره، هغه ورزش ترسره کړي.

که چېرې یې تصمیم ونیوه، چې نور د هغه ورزش له ترسره کولو سره مینه نه لري، نو هغه ته اجازه ورکړئ، چې بل ورزش ته مخه کړي، چې په اند یې ډېر خوندور دی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب