مسجد يعنې د کلي مرکز

د ټولنې سره دجومات د اړيكو په جوړولو كې امام مهم رول لري. جومات صاف سوتره ساتل په كار دي او نظافت او پاكي په دين كې زيات اهميت لري. دغه پاملرنه په مسجد كې تر سترګو كيږي د سيمې جومات د خلكو مركز بلل كيږي، خلك هلته كښيني او د خپلو ستونزو او مسايلو په اړه خبرې كوي. جومات هغه ځاى دى چې هلته سجده كيږي كه څه هم چې د نبي كريم صلى الله عليه وسلم  له نبوي ځانګړنو څخه يوه دا ده چې ټوله ځمكه د هغه لپاره د سجدې ځاى ګرځيدلى دى او مسلمان په هر ځاى كې په خاوره سرايښودلى او  سجده كولاى شي.

د دې يوه معنا داده چې مسلمان چې هر ځاى وغواړي لمونځ كولاى شي بله دا چې د مسلمان دنده او وظيفه ده چې په ټوله نړۍ كې د الله (ج) بندګي عامه كړي ،له مسجد جوړولو څخه وروسته د نبي كريم صلى الله عليه وسلم ټوله پاملرنه دجومات ښكلا او ښايسته كولو ته نه وه بلكې د هغه صلى الله عليه وسلم اساسي توجه او پاملرنه د دين برلاسي ته وه چې نړۍ په دين روانه شي هغه صلى الله عليه وسلم غوښتل چې خلك د انسانانو له غلامۍ او د دنيا له تنګيو څخه  د يوه الله (ج) د بندګۍ وسعت او پراخي ته راوبلي نو د جوماتونو د امامانو اساسي دنده همدا ده او دې ته بايد لومړيتوب وركړي.

هغه صلى الله عليه وسلم جومات د نور د منارې په څېر جوړ كړ د امامت د دندې په سرته رسولو هغه لوړ مقام تر لاسه كړ، الله (ج) هغه صلى الله عليه وسلم په ازميښت كې واچاوه په هغه صلى الله عليه وسلم يې ډېر لوى مسوليتونه واچول او هغه صلى الله عليه وسلم دغه دندې په ښې وړتيا سرته ورسولې. نو د رسول الله صلى الله عليه وسلم په پله د تګ او د هغه د لارښونو په رڼا كې د خپلو وړتياوو څخه كار اخيستل په كار دي د سيرت په ښې مطالعې سره د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دغې اسوې پوهه لاسته راوړلاى شو، چې خپله يې عملي كړي ،لمونځ كونكي اماده او تيار كړي په دې كار سره په امت كې هغه قوت او ځواك پېدا كيږي چې د نړۍ رهبري او قيادت ورباندې كولاى شي.

د جمعې خطبه د اسلام د ښوونې او روزنې په نظام كې بنسټيز رول لري له دې كبله د جمعې لمونځ لازم او فرض شوى دى ،هيڅ وګړى يې په ځانځاني سره له جماعت پرته نه شي ادا كولاى د كلي د مركزيت له كبله يې په هر سړي جومات ته ځان رسول لازمي كړي دي او د جمعې د خطبې په وجه د فكري لارښوونې او تزكيې او روزنې  وسايل برابريږي، له همدې لارې هره اونۍ د غه كړنه تكراريږي نو ځكه د جمعې خطبه ځانګړې توجه او پاملرنه غواړي. كه محترم امامان د يادوشو ټكو په رڼا كې خپل غورچاڼ په پام كې ونيسي او د ايمان، اخلاقو، تدريج (پړاو په پړاو) د عامو خلكو په مسايلو موضوع ګانې جوړې كړي او خطبې ورباندې وركړي نو دغه مهال به يې خپله دنده په ښه ډول تر سره كړې وي ،عوامو ته به هم په زړه پورې وي او ورو ورو به جومات ته د كلي د مركز مقام حاصل شي.

البته يوې خبرې ته بايدځانګړى اهتمام او پاملرنه وشي هغه داچې امامان كله خطبه وركوي نو هغه خبرې دي بيانوي چې ټولو علماو ته د منلو وي په دې سره فكري او ملي همغږي راځي او د اختلاف خپرېده پاى ته رسيږي ټول مسلمانان د يوه بدن په څېر د امت حقيقي كردار اداكولاى شي او دا د وخت غوښتنه او اړتيا هم ده.

امت نن سبا د زوال سره مخ دى په ايمان او اعمالو كې يې زوال او كمزوري ښكاره شوې ده ددې علاج دا دى چې خلكو ته د دين سمه ښودنه وشي پدې لاره كې خامخا ستونزې شته خودتاسې مسوليت دا دى چې خپل كار ته دوام وركړئ ،ستونزې له ياده وباسئ او په خپل كار كې هڅاند اوسئ ، د نيت د اخلاص سره عزم، اراده او كوښښ په كار واچوئ.

هرو مرو به نتېجه وركړي او پايلې به يې راووزي په دې وخت كې پراخې سينې او د نظر وسعت ته اړتيا ده دا به ستاسو په چلند او خبرو كې ښكاره كيږي.
په يقين سره ويلى شو كه دغه امور په نظر كې ونيول شي او تاسې د امامت د وظيفې مسوليت تر سره كړئ او دغه تحريك د جوماتونو په امامانو كې عام شي نو په ټولنه كې به زر تر زره مثبتې او ګټورې اغېزې تر سترګو شي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(د امت په راتلونکي  کې د جومات د امامانو رول) له کتاب څخه

مولوي محمد امان رسولي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب