انبیاء ع

هغه مرحلې چې د آدم -ع- پيدايښت ترې تېر شوی؛ د آدم ع اولادونه

هغه مرحلې چې د آدم عليه السلام پيدايښت تر تېر سوى دی

لومړى : خاورينه مرحله وه ، دآدم عليه السلام  تکويني اساس او نشائي مصدر خاوره وه ، کله چي الله جل جلاله  دآدم عليه السلام  دپيدايښت اراده وکړه ملائکي ته يې امر وکړ، څو دخارو دجنس څخه ډول ، ډول او رنګ په رنګ خاوره راټول کړي ، ملائکي هم داسي وکړه خاوره يې راټول کړه او ددغه خاوري څخه يې دآدم عليه السلام  تکوين او جوړښت وکړ، ددې خبري ثبوت دالله جل جلاله  داقول دئ چي فرمايي :
) وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ إِذَا أَنْتُمْ بَشَرٌ تَنْتَشِرُونَ . (سورة روم الاية ٢٠)
ژباړه : دالهي نښانو څخه يوه نښانه داده چي تاسويې دخاورو څخه پيدا کړاست بيا ناببره انسانان سواست ، په مځکه کي نشر سواست.
په حديث شريف کي راغلي دي : الله جل جلاله  آدم عليه السلام  ديومټ ډول ، ډول خاورو څخه جوړ کړى دئ په همدې وجه دآدم عليه السلام  په نسل کي لکه دمځکي طبقې ډول ، ډول رنګونه راغلي دي يعني څوک سپين دي ، څوک سره دي او څوک نور رنګونه دي ، همدا ډول موږ وينو په خلګو کي په فکري لحاظ هم توپير سته ځني خبيث دي ، ځني پاکيزه دي ، ځيني نرم زړه لرونکي دي ، ځيني سخت زړه لرونکي دي او ځيني نور بيا دنورو خويونو لرونکي دي.( ۱)
دوهمه : خټينه مرحله وه ، په دې مرحله کي خاوره داوبو سره ګډه سوه او يوه سريښناکه خټه ځني جوړه سوه چي لاندى آيت ورته اشاره کوي :
إِنَّا خَلَقْنَاهُمْ مِنْ طِينٍ لَازِبٍ (سورة صافات الاية ١١)
ژباړه : موږ تاسو دچسپېده خټو څخه پيدا کړي ياست.
تردې وروسته آدم عليه السلام  اوږده زمانه يعني څلوېښت کاله په خټينه بڼه پاته سو تر داسي بريده چي وچ سو دکودرو په څېر يې جسدږغ کاوه چي په لاس به وټکول سو همدې خبري ته الله جل جلاله  اشاره کړې ده اوفرمايي:
خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ . وَخَلَقَ الْجَانَّ مِنْ مَارِجٍ مِنْ نَارٍ (سورة رحمن الايتان ١٤ ، ١٥)
ژباړه : انسان دوچي خټي څخه پيدا سوى دئ لکه کودرى او پېرى داور دشغلې څخه پيداسوى دئ.
دريمه : تکويني مرحله وه ، په دې مرحله کي الله جل جلاله  وغوښتل چي دآدم عليه السلام  خټين جسد په يوه داسي انسان سره بدل کړي چي اورېدل او ليدل کولاى سي نوځکه په دغه جسد کي روح پوه کړل سو ناببره يو غوره اوسپېڅلى انسان په يوه مکرم شکل باندي جوړ سو، همدا مرحله دادم عليه السلام  دپيدايښت وروستۍ مرحله ده چي په تکويني مرحله سره نومول سوې ده. ځيني اثار پردې دلالت کوي چي آدم عليه السلام  په تکويني مرحله کي يعني تر روح پوکولو وړاندي څلوېښت کاله پاته وو، ښايي قرآن هم دغه لوري ته د(دهر) په لفظ سره اشاره کړې وي لکه چي فرمايي:
هَلْ أَتَى عَلَى الْإِنْسَانِ حِينٌ مِنَ الدَّهْرِ لَمْ يَكُنْ شَيْئًا مَذْكُورًا. (سورة انسان الاية ١)
ژباړه : خامخا پر انسان باندي دزمانۍ څخه يوه مده راغله چي نه وو يو شي چي ذکر سوي وي.[irp][irp]

په دغه ايت کې د انسان څخه آدم عليه السلام  مراد دی.

د آدم عليه السلام اولادونه :

دآدم عليه السلام  داولادونو پيدايښت د تناسل او د تزاوج په نتيجه کې منځته راځي او په پيدايښت کي ترداسي مرحلو تيريږي چي دآدم عليه السلام  د پيدايښت دمرحلو څخه توپير لري .
د آدم عليه السلام  داولادونو دپيدايښت مرحلې عبارت دي : لومړى نطفه ، بيا مجمده وينه ، بيا ژولې غوښه ورپسي دروح پوه کولو مرحله لکه الله جل جلاله  چي فرمايي :
يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِنْ مُضْغَةٍ. (سورة حج الاية ٥)
ژباړه : اې خلګو! که تاسو دمړيني وروسته په بيا ژوندي کولو کي شکمن ياست نو موږ تاسو دخاورو څخه پيدا کړى ياست ، بيا مو دنطفې څخه ، بيا مو دمجمدي ويني څخه او بيا مو دژولي غوښي څخه جوړ کړى ياست.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: